کور / سياسي / نظام د شاهي کیدو پر لور

نظام د شاهي کیدو پر لور

سریزه:
په شاهي نظام کې ستونزه داده، څوچي پاچا ژوندي او په وس یې پوره وي د هیواد ټولې چارې پخپله او د کورنۍ د غړو لخوا سمبالوي.

مشروطه شاهي نظام تر مطلقه شاهي نظام که څه هم یو څه ښه وي خو بیا هم د خلکو د زړه حکومت نه بلل کيږې.
خو جمهوری نظام بیا په دې خاطر د خلکو خوښ دی چې ان له پیله د ولس لخوا ټاکل کیږې او بل یی کاري موده لنډه وي.

که چیرې ددې نظام چارواکې د خلکو په خوښه کار وکړي، نو ددوهم ځل لپاره یی د بیا واکداره کیدو امکان شته، کنه نو پرځای یی ولس بل څوک غوره کولی شي.

دیموکراتیک نظامونه بیا کوښښ کوي چې دخلکو د خوښې او رضایت او د بیا واک ته د رسیدو لپاره د ولس په ګټه کار وکړي خو په افغانستان کې د ۱۳۹۳لمریز کال په ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره سر له اوسه هڅې روانې دي.
یوشمیر هغه کسان چې په لومړیو کي يي په اوسنې حکومت کې د کلیدې غړو په توګه ګټو ته لمنې غوړولې وې، خو چې تر حکومته یې ډیره ګټه په اپوزیسیون کې ولیده، نو له دولت وتلل او په یوه غولي سره راټول شول.
دغه یو شمېر سیاسي مشران چې په یووخت کې د یو بل وینو څښلو ته تیار وو اوپه دې اخ او ډوب کې یې څو لسیزې په خپل ملاتړ زرګونه میندې بورې، زرګونه ښځې کونډې او زرګونه خویندې ورارې کړې، خو کله یې چې خپلې ګټې بیا په یو کیدو کې ولیدلې بیا سره دوستان شول.

موخه:
د سیاسي احزابو د همکارۍ شورا له هغو دوه ویشتو سیاسي حزبونو څخه جوړه ده چې هم وسلې لري او هم پيسې. په دې کې ځینې څیرې چې افغانان يې جنګي مجرمین بولي او په نړیوالو محاکمو کي یی د محکمه کیدو هیله لري بیا غواړي پر افغان ولس واکمن پاتی شې.

دوی دا ځل دراتلونکو انتخابانو لپاره له یو بل سره هوکړه کړې او دافغان ولس لپاره یې خطرناکه پالیسي جوړه کړې ده، چې له مخې به یې دوی وتوانیږي واکمن وي هغه که افغان ولس وغواړي او که نه.

هر حزب به یو، یو کاندید معرفي کوي، چې اخر کې به ولسمشرۍ ته د یوه کاندید په سر جوړجاړی ته رسیږي او ګټونکی کاندید به مشروطه ولسمشر وي چې د ټولو ملاتړو حزبونو ګټې به په پام کې نیسي.
واک به یی ترمنځ وویشل شې دجمهوري ریاست مرستیالان، کابینه ،پارلمان او نوري مهمي دولتې څوکۍ به له دوی څخه ډکې شي.

دوی به ځکه ټاکنې وګټي چې په نا امنو سیمو کې رایه نه اچول کیږي او په نورو سيمو کې همدا د حزبونوشتمن او ټوپکسالاران واکمن دی.
په دې لسیزه کې خو یی اولادونود خپلو شتمنیو او قدرت په زوور په نړیوالو پوهنتونو کې زده کړې وکړې او په راتلونکي حکومت کې به یې په دې بهانه په واک کې ور ګد کړي چې دوی خو ماسټري او دوکتورا لري او نور بیچاره افغانان خو دا علمي رتبې نه لري.
تر هغې وروسته به یې لمسیان د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې پورې په اصلي او یا جعلي توګه اسنادونه جوړ کړي چې بیا به هم واک له دوی سره وي.

دا خو ښه خبره ده چې واک ورو، ورو اهل ته وسپارل شي، خو زما ویره داده چې
«عاقبت گرگ زاده گرگ شود».
دوی به کورنۍ ګټې د پلرونو غوندې تر ملي ګټو لوړې بولي. واک به د څو کورنیو په لاس کې پروت وي او د نور ولس د غلام په توګه استعمالوي.
دوی به د حکومت په دوران کې خپل سیاسي او اقتصادي زوال نه وینی، او نه به له واکه د لرې کیدو ویره ورسره وي. ځکه دوی به په خپل سیاسي نفوذ او پیسو سره دا ډاډ تر لاسه کړی وي. چې په پيسو او کیسو باندې توانیدلی شي. خپل د ګوتو په شمېر حریفانو ته چې دوی به یې خپله جوړوي ماتې ورکړي او د یوه ډیمکرات نظام پوزه به د خپل دوامداره واکمنۍ په مخ کیږدي. او رښتیني او د ولس لخوا کاندید شوي کسان به یا وژل کیږي او یا ویرول کیږي.

پایله:
ولس په تیرو ټاکنو کې هم قرباني ورکړې، دپوزې او غوږونو پرې کیدل او ان د مرګ خطر یې هم په ځان منلي، خو له بده مرغه چې رایه یې داسې وکارول شوه چې د دوی هیلې یې له خاورو سره خاورې کړې.
نو لا هم وخت شته چې رښتیني افغانان د یوه رښتیني وطندوسته کاندید ملاتړ وکړي، او په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي. ځکه چې دا به یوازینی فرصت وي چې دوی به له روان کړکیچ او راتلونکي ناورین څخه ځانونه وژغوري.

له نیکه مرغه چې هېواد کې علمي کدرونه، روڼ آندي او ولس دوسته کسان شته چې دوی د عامه پوهاوي په برخه کې ډير څه کولای شي، خو له بده مرغه ځينې یې په غیر شعوري ډول د داسې کاندیدانو ملاتړ کوي چې هغه د پورته کړۍ برخه دي.
د خلکو په خوښه او له درغلیو د پاکو ټاکنو او د یوه سوله ایز او اباد افغانستان په هیله.