کور / خبرتیا او پيغامونه / افغان خبريال ته د سپکوسپورو په اړه د سفما اعلاميه

افغان خبريال ته د سپکوسپورو په اړه د سفما اعلاميه

افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما)مطبوعاتی اعلامیه

د زمری ۱۳مه / ۱۳۹۲ کال

افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) د کونړ ولایت د بی بی سی خبریال نعمت الله کریاب د استیناف محکمې د مرستیال شمس الرحمن مومند له لورې سپکو سپورو ، ګواښ او رټنه او په خورا بې عزتۍ سره د محکمې له ودانۍ ایستل په کلکو ټکوغندی . کریاب چې دی تیری چهارشنبې په ورځ د یوه تحقیقاتي رپوټ د جزیاتو د راغونډولو لپاره د کونړ استناف محکمې ته ورغلی و دمومند لخوا د سخت برخورد سره مخامخ شوه. دې ته په کتو چې قضا او محکمه پخپله د قانون پلې کوونکې ملي او معتبره اداره ده او هیڅوک یې د چا پر مخ د دروازې د تړلو حق نه لري ، افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) د ښاغلي مومند پر دا ډول ناوړه چلند کلک اعتراض کوي . اودکونړ ولایت له چارواکو څخه غواړی چه ددی پیښی پوښتنه وکړی سفما افغانستان په تیرو څوورځوکی دژورنالستانو په وړاندی تاوتریخوالی اوناوړه چلند دتشویش وړګڼی.

افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) باور لری ، که چيرې داطلاعات او فرهنګ وزارت دخبريالانو پرضد دتاوتريخوالي دکونکو پرضد قانون پلی کړي نو هرهغه څوک ،چې دخبريالانو پرضد په تاوتريخوالي لاس پورې کوي دهغه په پايلو باندې هم بيا فکر کوي
په درنښت

محمد ضیا بومیا

په افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) مشر