کور / سياسي / دتاریخ دا ناسم عادت بدل کړئ !!!

دتاریخ دا ناسم عادت بدل کړئ !!!

داڅو ورځې دوینو ورځې وې ، دوحشت او بې عاطفه ګۍ ورځې وي .
دې ورځو اړکړم ؛ داوڅېړم چې ولې په یوه ټولنه کې یا دیوې ټولنې په یو شمېر وګړیو کې دعاطفې تشه رامنځته کیږي ؟
په ټولنپوهنه ـ ارواپوهنه یا هم په ټولن ـ ارواپوهنه Socio- psychology کې مې ددې پوښتنې پل ولټاوه ، ځینو پایلو ته ورسېدم ، چې یوه کوچنۍ برخه لاملونه یې دلته درته شمارم :
۱- چې د ( انسان ) ، انساني ارزښتونو او دخلکو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره دهڅو ځای نامشروع واکغوښتنه ،ګټه او ایډیولوژیک اهداف ونیسي ، اخلاق او عاطفه کډه کوي .
۲- چې له باورونو او ایډیولوژیو څخه دسیاسي اوزارو په توګه کاراخیستنه تر دې بریده ورسیږي ، چې هدف ته درسېدولپاره هر عمل روا ګڼل کیږي .
۳- چې بداخلاقه سیاسیون په ډیرمهارت ، خپل ناولي سیاسي اهداف دساده او سپېڅلیو خلکو دباورونو په سپینو سپیڅلیو پوښونو کې ونغاړي .
۴- چې ولږه، وزګارتیا ، محرومیت، ناپوهي ، بېعدالتي ، بېقانوني او زورواکي عامه شي.
۵- چې دکورنۍ ، پوهنې ، کار او ژوند چاپېریال له مینې او عاطفې تش شي او دوګړیو شخصیت له عاطفې څخه په یوه تش چاپیریال کې وده وکړي .
۶- چې بېځایه او منځتشې لاپې عمومیت ولري ؛ لکه : موږه زمریان یو ، موږه پړانګان یو ، موږه لیوان یو …. د دادا تور ه ، د بابا چاړه ، دانۍ ټوپک …. او داسې نور ، چې ماشوم له اروايي اړخه له همدې لاپو سره رالوی شي .
۷- چې په هنر ونو ، ادبیاتو ،فولکلور، درسي نصاب اورسنیو کې دمینې ، عاطفې ، احساس ، انسانمحوره تفکر او لوړو بشري ارزښتونو ځای تش وي .
۸- چې دکورنۍ فضا کړکیچنه وي ، دموروپلار ترمنځ شخړې ډیرې وي او ماشوم ته مینه ورنه کړای شي .
۸- چې ایډیال اتلان دوژنو او وهنو ، لوټماریو او واکغوښتنو اتلان وي ، نه دګیډې مړولو، ودانولو او مینې ورکولو .
۹- چې سرکار ، دمدني ټولنو ممثلین ، اغیزمن شخصیتونه او ټولنیز فیګرونه دبېعدالتۍ په وړاندې بېتفاوته وي .
۱۰- چې لوستي ( هغوی چې کړای شي دروښانفکرانو تشه ډکه کړي) سره تیت وپرک ، بې برنامې ، بې تشکیله ، بې هدفه ، سلیقه پال ، ډارن ، ځانساتي ، ککړ او بېخوځښته وي .
او نور…
نو لوستیو او زړه سواندیو !
دیوه ټولن – ارواپوهنیز بنیادي بدلون لپاره څه کولای شئ ؟!
دتاریخ دا ناسم عادت بدل کړئ !!!