کور / تازه خبرونه / سبادپنجشنبه ورځ په افغانستان اوټولو عربي هیوادوکي اختردئ

سبادپنجشنبه ورځ په افغانستان اوټولو عربي هیوادوکي اختردئ

دافغانستان داسلامي جمهوریت ستري محکمي ګړۍ مخکي په یوه اعلامیه کي په ډاګه کړه ،چي سباپنجشنبه د(۲۰۱۳)م کال داګست دمیاشتي اتمه اودهجری شمسي کال د( ۱۳۹۲) دزمری دمیاشتي (۱۷) نیټه دکوچني اختردلمړۍ ورځي سره برابره ده او په ټول افغانستان کي نن چارشنبه دروژي دمبارکي میاشتې پای او سبادکوچني اخترلمړۍ ورځ ګڼل کیږي.
دافغانستان دستری محکمي اعلامیه دسعودي عربستان دستري محکمي داعلامیه په تائیدسره پریکړه وکړه،چي سباپه رسمي توګه دکوچني اخترلمړۍ ورځ ده.
دلراوبرویب پاڼي مشرتابه ډله اوټول همکاران دنیکمرغه کوچني اختردرارسیدوله کبله تاسوټولودرنو، پتمنودینداروهیوادوالومسلمانووروڼواوخویندوته که په هیواد کي دننه وي اوکه بهردزړه له کومي مبارکي وایې اوهیله لري چي د روژې دبختورې اومبارکي میاشتې ټول عبادتونه،لمونځونه اوتراویح مود الله په دربارکې قبولي شي .
اودهغه په برکت له لویه خدایه (ج)څخه غواړو،چی زموږپه جګړه ځپلي هیوادکي داکرغیړن جنګ ژرختم شي اوزموږ ریښتیني سپیڅلې خلک اوغم ځپلي اولس نوردخوشالیوډک اخترونه پخپله خاوره کي بیله جګړي اوویري څخه ولمانځي .
موږهیله مندیو،چي داختردراتلو په درشل کې زموږګران سپین ژیري،تنکي ځوانان اوکوچنیان دخوږواومینه ناکوژونددیادونو څخه ګټي پورته کړي.
داخترشپې اوورځې تل له خوشالیو،نندارواومستیو ډکې وي.ولي له بده مرغه څلویشت کاله وشول ،چی زموږپه کلې ،کوراوګاونډي انګړکي هغسي دخوشالي اخترونه ندي راغلي اودنکریزوپرځای زموږداولس لاسونه په سرو وینو سره دی،دمیني،عاطفي محبت، شفقت اوانسانیت پرځای کرکه اودوښمني خپره ده.
زموږدهیوادتاریخي ویاړونه ،تیرځلانده تاریخ اودودونه ورانیږي.دخوشالیو پرځای دمرګ ویرونه اوناندرې زموږپرخلکو باندي په زوره ټپول کیږي اوهره ورځ سلګونه بیګناه افغانان چي زموږ دزړه ټوتې دي ،دپردیوپه لمسون ترخاورولاندي کیږي .
نوزموږ اختربه هله ښه اختروي ،چي بیادخپل ګران اوخپلواک افغانستان وطن خاوندان شواوداناوړه جګړه دتل لپاره زموږله پاکي خاوري څخه ورکه شي.
الله امین.