کور / تازه خبرونه / عبدالقیوم کرزي دطالبانوسره پټې خبري کړي دي

عبدالقیوم کرزي دطالبانوسره پټې خبري کړي دي

یوي افغاني رسني دطالبانودویاندله خولي لیکلي،چي دحامدکرزی ورورقیوم کرزی ددولت لخواه دطالبانو سره پټي خبری کړیدي .
دخبرسرچینه زیاتوي،چي دغه پټي خبري،هغه وخت پیل شوي،چي په قطرکي دطالبانو دفتروتړل شو .
سرچینه وایې،چي دقیوم کرزی اودطالبانوترمنځ دغه پټي خبري دعربي اماراتوددوبي په ښارکي پیل شوی وي، ولي دخبرومکمل اوبشپړجزئیات نه دي په ډاګه شوي.
بل لوري دطالبانوویاندذبیح الله مجاهد رسنیو ته په ډاګه کړي،چي دوی دافغان حکومت سره پتي خبری نه دي کړي اودغه ډ‌ول آوازي نا سمي بولي اوپه کلکه یې ردوی.
دطالبانواوافغان دولت ترمنځ دخبرواترو هڅي ددوومیاشتو راهیسي په قطرکي رواني وي ،ولي دمختلفولاملونوله امله دغه خبري کومي ځانګړي نتیجي ته ونه رسیدي اودطالبانو دفترهم په قطرکي وتړلشو.