کور / تازه خبرونه / په ولسی جرګه کي دکندهاردخلکو استازي فریبااحمدی کاکړوتښتول شوه

په ولسی جرګه کي دکندهاردخلکو استازي فریبااحمدی کاکړوتښتول شوه

ناتاېیدشوي خبرونه وایې،چي په ولسی جرګه کي دکندهاردخلکو استازي فريبا احمدي کاکړچي دکندهار ولايت اوسيدونکې ده،دکابل _کندهارپرلويه لاره دنامعلومو کسانوله لوري دهغې دخپل شخصي موټرڅخه کښته کړل شوه ،اونامالومه ځای ته بیول شویده .تراوسه پوري ددي پيښې پړه کومي ډلي په غاړه نه ده اخيستي.
ميرمن فريبا احمدې کاکړدکندهار،کابل پرلويې لارې دزابل ولايت اړوندسيمه کې تښتول شوي، چيرته چې وسلوال طالبان ډيرفعال دی.
ویل کيږي چې اغلې فريبااحمدي کاکړدکندهاردسیمي له خلکو سره شخصي ستونزي درلودلي،همدارنګه په وروستيووختونو کې په پښتوانټرنيټي پاڼوکې هم ددغې ميرمنې په اړه ډول ډول ليکنې شوی وي.
دافغان حکومت اداره هڅه کوې،چې تښتولشوي وکيله فريبا احمدي کاکړ ژوندۍ وژغوري اوپيدا يې کړي. امنيتې ادارودنوموړۍدژغورني اوپيداکولوهڅې پيل کړی دي.
دیادوني وړده،چي داخترپه ورځوکي په مشرانوجرګه کې دفراه ولایت دخلکواستازې،میرمن روح ګل«خیرزاد»اوخاوندیې هم دکابل اوکندهارپرلویه لاره دغزني ولایت اړونده دمقرولسوالي په سیمه کي دوسله والومخالفینوپه یوه بریدکې ټپیان شول.په دغه بریدکې دمیرمن روح ګل لوراوموټرچلونکی ووژل شول.