کور / تازه خبرونه / دپاکستان سناتوران کابل ته ځي

دپاکستان سناتوران کابل ته ځي

پېښور:د بي بي سي د خبر له مخې د پاکستان سنا مجلس د دفاعي چارو کمېټې یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر کوي.د دغه پلاوي مشري پاکستانی سناتور مشاهد حسین سید کوي. د پلاوي د سفر هدف په پارلیماني کچه د داوړو هېوادونو تر منځ د خبرو پیل کول دي.دغه سفر به څلور ورځې دوام وکړي او د پلاوي غړي به د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون د افغانستان ملي شورا کې له خپلو افغان سیالانو سره وویني.تمه کېږي، چې د پاکستاني پلاوي غړي به افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ سره هم وویني.د پاکستاني پلاوي مشري مشاهد حسین سید کوي او د بېلابېلو پاکستاني سیاسي ګوندونو اړوند سناتوران یې ملګري دي.چودري اعتزاز حسن، مولانا محمد خان شیراني، حاجی عدیل، افراسیاب خټک، بیګم نجمه حمید، سحر کامران، جهانګیر بدر او فرحت الله بابر د پلاوي غړي دي.