کور / تازه خبرونه / طالبان له حکومت سره خبرو ته چمتووالى نيسي.

طالبان له حکومت سره خبرو ته چمتووالى نيسي.

پېښور:د نړيوالو رسنيو پر خبره د پاکستان د طالبانو د تحريک مرکزي شورا سبا د حکومت سره د خبرو لپاره ځانگړې غونډه کوي. چې په کې به پريو شمېر وړانديزونو او شرايطو غور وشي. د رسنيو په خبره په وړانديزونو کې ځينو خلکو ته بخښنه، د ځينو بنديانو خلاصېدل، د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو او د پاکستان په عملياتو کې د وژل شويو کورنيو سره مرسته ، په قبايلي سيموکې د پاکستان د پوځ د عملياتو بندول او ترې دپوځ ويستلو غوندې غوښتنې شاملې دي. د طالبانو د تحريک مشر حکيم الله محسود د حکومت د خبرو د اعلان څخه وروسته خپلو سلاکارانو سره پر مشورو بوخت دى. د طالبانو زياتره مشران غواړي چې له حکومت سره له چنو لاس واخلي په ځانگړي ډول پنجابي طالبان له حکومت سره د خبرو ملاتړ کوي د حکومت وړانديز غوره پرمختگ گڼي. د طالبانو لخوا سيد منور حسن، مولانا فضل الرحمن، مولانا سميع الحق، مولانا فضل الرحمن خليل او ځينې نور مشران د دريمگړيتوب لپاره وړاندې کيدى شي. بلخوا د طالبانو لخوا د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې د بنديانو يو لست برابر شوى چې په کې څلور زره اووه سوه دوه پنځوس نومونه شامل دي په دغو نومونو کې بهرنيان هم دي. په بنديانو کې نهه سوه اته پنځوس د خېبر پښتونخوا، يوولس سوه يو نوي د سندهـ، اووه سوه دوه اتيا د پنجاب، اته سوه اويا د بلوچستان او نهه سوه يو پنځوس د قبايلي سيمو په زندانونو کې بنديان دي او طالبان يې د خبرو له لارې په راخوشې کېدو غور کوي.