کور / تازه خبرونه / شاهدالله :پاکستان دې ځان ژمن ثابت کړي

شاهدالله :پاکستان دې ځان ژمن ثابت کړي

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې پاکستاني طالبانو له خبرو مخکې د دغه هېواد له حکومته غوښتي، چې ځان واکمن او ژمن ثابت کړي.د پاکستاني طالبانو تحریک ویندوي شاهدالله شاهد وویل، که د پاکستان حکومت له قبایلي سیمو خپل پوځ وباسي او د دوی نیول شوي ملګري خوشي کړي، دوی به یې په واکمنۍ او ښه نیت باور وکړي.د نوموړي په خبره د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسېد په مشرۍ د طالبانو مرکزي شورا له درې ورځنۍ غونډې وروسته پرېکړه وشوه، چې حکومت باید داسې ګامونه پورته کړي، چې له مخې یې د باور فضا رامنځ ته شي او داسې چاپېریال جوړشي، چې پر یوه بل، شکونه له منځه لاړ شي.موږ د حکومت واکمنۍ او ژمنتیا ته د شک په نظر ګورو، د دې لپاره که موږ داسې وانګېرو، چې حکومت واکمن هم دی، نو که موږ بیا ورسره خبرې وکړو، ګټورې به وي.”د باور رامنځ ته کولو په باب نوموړي وویل:که د بېلګې په توګه پاکستان حکومت له قبایلي سیمو خپل پوځ وباسي او زموږ زنداني ملګري خوشي کړي، موږ به داسې وانګېرو، چې حکومت واکمن هم دی او مخلص هم ” بل لور ته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی عمر حمید وايي، تر اوسه د خبرو لپاره د طالبانو له لوري دوی سره اړیکه نه ده نیوله شوې.