کور / خبرتیا او پيغامونه / پر مفسدو کسانو، د بشری حقونو سرغړونکو او جنګی جرایمو مجرمینو باندې

پر مفسدو کسانو، د بشری حقونو سرغړونکو او جنګی جرایمو مجرمینو باندې

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې اوفساد سره دمبارزې د څار ادارې ګډه شکایت پاڼه

د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو خپلواکو کمیسیونونو ته!

کابل د وږی ۲۵ مه ۱۳۹۲ کال

په دیموکراتیکو ټولنو کې د هر هیواد وګړي د خپلو رایو پوسیله خپل راتلونکی ټاکي. د افغانستان د اساسي قانون د ۲۲ مې مادې له مخې د دې هیواد وګړي نارینه او ښځینه د قانون پر وړاندې د یوشان حقوقو او وجایبو درلودونکي دي او د اساسي قانون د ۳۳ مې مادې بر بنسټ د افغانستان وګړي د انتخاب کیدو او انتخاب کولو حق لري چې له دې حق څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالی او شرایط د قانون له مخې تنظیمیږي. د اساسي قانون، د جمهور ريیس ۴۵ مه ګڼه فرمان او د توکیو په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان دولت د ژمنو له مخې حکومت مکلف دی چې د سیاسي واک لیږد لپاره آزاده، منصفانه، عادلانه، ټول ګډون او رڼې ټولټاکنې ترسره کړي.

له فساد سره د مبارزې افغاني شبکه او له فساد سره د مبارزې د څار اداره د اساسي قانون، نافذه قوانینو او نړیوالو قوانینو په رڼا کې د آزادو، منصفانه او شفافو ټولټاکنو د ترسره کیدو او په ټاکنو کې د مفسدو کسانو، د بشري حقونوسرغړونکو او جنګی مجرمینو د مخنیوې لپاره د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو خپلواکو کمیسیونونو ته خپل شکایت په لاندې توګه وړاندې کوی:

په ۵/۵/۱۳۹۱ نیټه د جمهور رییس د ۴۵ ګڼه فرمان د دوهمې مادې له مخې سترې محکمې ته دنده سپارش شوې وه ترڅو د شپږو میاشتوپه لړ کې (چې دغه موده په ۱۳۹۱/۱۰/۵ نیټه پای ته رسیدلی)، تر قضایي دوران لاندې ټولې دوسیې په ځانکړې توګه کوم چې له اداري فساد، د ځمکو غصب او زنځیري قتلونو پورې تړلي وي نهایی او فیصله کړي . نو دغه شبکه د هیواد له سترې محکمې غوښتنه کوي ترڅو د هغو کسانو بشپړ نوم لړ چې په هیواد کې په اداري فساد، د ځمکو په غصب او زنځیري قتلونو کې تورن پیژندل شویدی د ټولټاکنو او د شکایاتو د اوریدو خپلواکو کمیسیونونو ته ژر تر ژره تسلیم کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو اوصلاحیتونو قانون د ۲۲مې مادې له مخې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د اسنادو، مدارکو، شواهدو او معلوماتو راټولول او د بشري حقونو له سرغړونو څخه د مخنیوې او حل په موخه یې اړوندو اداراتو ته د څیړنو او بررسیو د پایلو ارجاع کول او په دې اړه د کړنو تعقیبول د نوموړې کمیسیون له دندو اوصلاحیتونو څخه ده. نو له نوموړې کمیسیونه غوښتنه کوي چې د دندو اوصلاحیتونو له مخې د بشري حقونو سرغړونکواو جنګی مجرمینو بشپړ نوم لړ ژر تر ژره د ټولټاکنو او شکایاتو د اوریدلو خپلواک کمسیون ته وسپاري او نوموړې مسایل دې په دوامداره توګه تعقیب کړي.

له فساد سره د مبارزې نړیوال کنوانسیون، د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې او نورو نړیوالو ژمنو ته په پام سره په هیواد کې له یوناما، نړیوالو ارګانونو او دیپلوکاتیکو اداراتو څخه غوښتنه کیږی ترڅو د هغو کسانو بشپړ نوم لړ کوم چې په هیواد کې دننه او له هیواده بهر د بشري حقونو په سرغړونو، اداري فساد او د مخدره توکو په قاچاق کې تورن او یا مجرم پیژندل شویدي له اړوندو حکومتي ادراتو سره شریک او په دې اړه بشپړ معلومات وروسپاري.

د اساسي قانون د ۶۲مې مادې او د ټولټاکنوقانون له ۱۳ مې مادې سره سم هر هغه څوک چې د محکمې لخوا د جنایاتو او بشري ضد جرمنو په ترسره کولو محکوم شوی وي، نشي کولای چې په ټولټاکنو کې برخه واخلي. نو نوموړې شبکه د ټاکنو او شکایاتو د اوریدو خپلواکو کمیسیونونو څخه غوښتنه کوي ترڅو د هیواد نافذه قوانینوسره سم، نړیوالو قوانینو او ژمنوته په پام سره د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د مفسدو، جنایتکارانو او بشري حقونو سرغړونکو مخنیوی وکړي.

دغه شبکه له مدني ټولنو، سیاسی احزابو، افرادو، ملی او نړیوالو رسنیو غوښتنه کوي ترڅو د عدالت غوښتنې په کمپاین کې د مفسدینو، جنایتکارانو او بشری حقونو سرغړونکو د مخینوې په موخه له نوموړې شبکې سره مرسته وکړي ټول هغه اسناد، شواهد او شکایات چې دوې یې په لاس کی لري اړوندو اداراتو ته تسلیم او په دې اړه دې خپل ملی مسولیت پر ځای کړي.

کاپی :

د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهور ریس ته

د وزیرانو شورا دارالانشا ته

ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته

د افغانستان اسلامی جمهوریت سترې محکمې ته

د بشری حقونو خپلواک کمیسیون ته

له فساد سره دمبارزې عالی اداره

دیوناما دفتر

د فساد پر وړاندې دمبارزې دکنوانیسیون نړیوال ایتلاف

په افغانستان کې ټولې دیپلوماتیکې اداری او سفارتونه

ټول غیر حکومتي نهادونو ته

دمدني ټولنو ګډ کاري ګروپ ته

په هیواد کې میشت ټول ملی او نړیوال رسنی