کور / ترخې خبري / په کابل کي د پولیسو او غلو ددوستۍ څو بېلګي

په کابل کي د پولیسو او غلو ددوستۍ څو بېلګي

په کابل کې له غله سره جنجال مه کوئ ترڅو د پوليسو له وهلو څخه خلاص شي

د روان کال د سنبلې ۲۸مه نيټه په لويه ميلمستيا کې مي د پاخه عمر لرونکی نوراني سړی څنګ ته کښيناست، له روغبړ وروسته يې وویل چې په دي هيواد کې به څه کوو، څه ډول به ژوند کوو، او بالاخره څه به کيږي.
هغه وويل چې همدا نن سهار د پل خښتي مسجد سره نږدې مې يوه بده پيښه وليدله، اوس مې هم له زړه نه وځي، چې پوليسو به له هغه ځوان سره څه کړي وي.
يو ځوان هلک وو، دهغه له جيب څخه غله پيسې غلاکولي چې ويې ليدی، او سم د واره يې غل ونيوی، غله ورسره جنجال پېل کړی، سره جنګ شو، ځوان هلک پر غله پياوړی وو، غل يې څو سوکان وواهه، ډير ژر د پل خښتي د پوستې پوليس ورته راورسيدل، ځوان هلک يې تر لاسونو ټينګ ونيوی، ورته ويې ويل چې هلکه ولی جنګ کوي، هغه وویل چې دا غل دی او زما څخه يې پيسي غلا کولي، پوليسو هلک ټينګ تر لاسونو ونيوی، غله ته يې زمينه برابره کړه چې خپل د سوک او وهلو وار واخلي، هسي هم د کابل غله ډیری يې کراته بازان هم وي، ځوان هلک يې په سترګه کې په ډير قوت سره په سوک وواهه، ځوان هلک چې هرڅه ناري او بغاري وکړي، چې ما پريږدۍ، زه له غله سره جوړيږم، پوليسو ټينګ نيولی وو، د ځوان هلک سترګه سمدستي وپړسيدله، شاوخوا يې توره شوه، او پر سترګو يې تياره شوه، پوليسو پر دي هم بسنه ونه کړه، ځوان هلک یې ولچک کی (په بازارکې دنده لرونکو پوليسو سره ولچک وي، چې هر غريب او بيچاره ته يې سودا شي ورته اچوي يې او بيا يې د پيسو په مقابل کې بيرته ولچک ورڅخه ليري کوي) او څو چپلاخي يې نور هم وواهه، په ډیره سپين سترګې يې د خلکو په مخ کې ورته ويل چې تاسي دا (غل) غريب په څلورو نفرو واهه، ځوان هلک چې هر څه ناري ووهلي چې زه يواځي وم، اوس مې تاسي پريږدۍ چې زه له ده سره څه کوم، پوليس چې ډيری يې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې له غلو سره لاس لري، د ځوان هيڅ ږغ نه اوريدی، په وهلو او ډبولو يې خپلې پوستې ته بوتی، او هلته يې بندی کی.
اوس به پر ځوان د غله د ډبولو او وهلو تور هم پوري کوي، او خدای خبر چې د څومره پيسو په مقابل کې به خلاص شي، او که پیسي ورنه کړی نو دوسيه به يې حقوقو او څارنوالي ته ليږل کيږي او بند به هم تيروي.
د پاخه عمر سپين ږيري وويل چې موږ ټولو ورته کتل خو هيڅ مو له وڅه نه کيدل، ځکه هغه پوليس د ځانګړي سيمې اوسيدونکي وو، چې په کابل کې پاچاهي هم ددوی ده او بدمعاشي هم دوی کوي، هلک چې پښتون وو، هرڅه ناري يې وکړي هيچا يې هم ږغ وانه وريدی.

يو زده کوونکی وايې چې د ميرویس ميدان په سېمه کې د انګليسې ژبې د زده کړې کورس ته روان وم ، دوه غله راسره په څنګ شول، چې زه يې تعقيب کړی وم، داسي ځای چې هلته ګڼه ګوڼه کمه وه، تومانچه يې راباندي ونيوله، ويې ويل چې ژر ټليفون راکړه،زما آی فون ټيلفون چې قيمتي وو او زما د پلار وو، هغه يې راڅخه يووړ، ژرمي د پوليسو پوستې ته ورمنډه کړه، چې زما څخه غلو آی فون ټيلفون يووړ، هغوی خندل ويې ويل چې ته يې پيداکړه چې موږ ټليفون بيرته ورڅخه واخلو، هرڅه چې مې ورته وویل چې همدا اوس يې راڅخه يووړل او همدلته نږدې دي، تاسي راسره ولاړشئ، هغوی وویل چې ته يې پيداکړه رايې وله موږ ستا ټليفون بيرته ورڅخه اخلو.
سبا ورځ بيا هغه ځای ته ولاړم او هلته پټ ودريدم، ځکه زه پوهيدم چې دهرځای ځانګړي غله وې چې له پوليسو سره لاس لري، او په بل ځای کې غلا نه شي کولای، ښه ډير انتظار مې وکی، چې ګورم هغه دوه هلوکان چې زما آی فون يې راڅخه غلاکړی وو، راغلل، ما له ځان سره چاقو اخستی وو، او بل ملګری مې هم راسره وو، هلوکان چې رانږدې شول، ناڅاپه مو ږغ پرې وکی، يو راڅخه وتښتيدی او یو مو ونيوی، د پوليسو ځای ډير نږدې وو، هغوی ته مو راوستی، داچي پرون يې راته ويلې وو چې ته يې ونيسه موږ ټليفون بيرته ورڅخه اخلو، زه يې پيژندلم، بل داچې زه زده کوونکی وم، او په درې ژبه ښه روانې خبري کولای شم، پوليسو ته مې وويل چې هغه غل چې پرون يې زما ټليفون راڅخه غلا کړی وو، دغه نفر دی، هغوی ورته وویل چې هلکه ټليفون يې ورکړه، غله وويل چې هغه دده ټليفون خو زما سره نشته (البته داخبري ټولي په درې ژبه کيدلې)، زما له لاسه وتلی دی، پوليسو ورته وویل چې زده کوونکی دی (متعليم است خیر است یک چيزي خوب برايش پیداکنيد)، چاره يې وکړه، غله وویل چې سمه ده زه به بل تر هغه ښه آی فون ورکړم، پوليس له خپله ځایه نه دی ښوريدلې، موږ له غله هلک سره روان شوو، يو دوکان ته يې ودرولو، او دوکاندار ته يې وویل چې امو آی فون که دادم بتي، زما تر آی فون پر ماډل لوړ آی فون یې راکی، چې له کوم بل مسلمان څخه به يې غلا کړی وو، موږ بيرته را روان شو او غل هلته پاتي شو.

ډيره مشهوره کيسه ده په احمدشاه بابا مېنه (ارزان قيمت) کې د يو تجار کورته غله ورغلي وو، هغه پر غلو ټکان (ډزې) کړي وي، د غلو له ډلې يې يو تن نيولی وو، نږدې د پوليسو پوستې ته يې وروستلي وو، چې دا غل دی او زما د کور څخه يې غلا کوله، ومې نيوی، پوليسو د کور له مالک څخه غوښتنه کړي وه، چې غلا خو به يې نه وي درڅخه کړي، ښه داده چې همدلته خبره ورسره خلاصه کړي او غل پريږده، د کور مالک چې ساده پټان وو، پر دي څه خبر وو چې تر کاسي لاندي نيم کاسی دی، هغه غوښتنه کړي وه چې غل بايد په سزا ورسيږي او زه يې نه معاف کوم، دوسيه جوړه شوه، حوزي ته ولاړه، او هلته ددې پرځای چې له غله څخه تحقيقات او پوښتنې ګرويږني ؤشي د کور مالک پر دي جرم چې سلاح يې له کومه کړي؟ او ولي په کور کې ناقانونه وسله لري؟ تر پوښتنو لاندي راؤست، د کور مالک يې بندی کی، او هغه به ليدل چې غل کاکا به له پوليسو سره شنې چايې څښلې، د کور دمالک دوستانو وروسته له څو ورځو سرګرداني او هلو ځلو د پيسو په مقابل کې هغه خوار بيرته په زحمت را خلاص کی.

ډير احتياط په کار دی، په ځانګړي ډول هغه افغانان چې له اطرافو څخه کابل ښار ته راځي، دهغوی دوستان يې بايد وپوهوي چې د خپلو جيبونو سره پام کوي، او پیسې که ورسره وه، د دوست کره يې په کور کې کيږدې، په جیب کې يې ورسره ونه ساتي، که نه هم به يې پيسي غلاشوې وي او که ږغ يې وکی او يا پوليسو ته عارض شو، نو وهل ډبول به هم پسي خوري.
يوه بله لويه ستونزه چې ده هغه د ځينو موټر چلوونکو او په موټر کې د سپرو خلکو له خوا په ډله ئيز ډول غلا ده، يو سپين ژری چې له کندهار څخه د زړه د ناروغي د تداوي له پاره راغلی وو، په خوشال مېنه کې د زړه ناروغيو روغتون ته ورغلی، بيرته چې ورڅخه راوتلی، شخصي کرولا موټر ورته دريدلی وو، سپين ژري ته يې ويلې چې حاجی صاحب بالاشو، تا شما را به خانه برسانم، حاجی صاحب چې ورته هرڅومره وویل چې کور نږدې دی ، زه په پښو ځم، په موټر کې ځوانان ورته ټينګ دي چې راوخيږه موږ دي رسوو، او يو خو مخکې لا ورته کښته شوی، له ښه روغبړ کولو وروسته ورته ټينګ دی چې حاجي صاحب بالاشو، موتر بري چه هست، حتما بالا شو، سپين ژري د کندهار سړي فکر کړی چې خامخا به شناخته وي، زما به له ياده وتلي وي، هغه کور چې زه په کښې اوسيږم دهغوی به خپل وي، په موټر کې ورسره سپور شو، نږدې څلور سوه متره فاصلې وهلو وروسته چې سپين ژری يې له موټر څخه کښته کړی، موټر حرکت وکی، سپين ژري چې دموټر بيړنی حرکت وليد، جيب ته يې لاس کي، چې د مريضي د تداوي له پاره ۲۰۰۰۰ شل زره افغانۍ يې ورڅخه غلا کړي وي.
دا چې اوس د حج موسم دی، او حاجيان له ليرې پرتو سيمو څخه کابل او د لويو ولايتونو مرکزونو ته راځي تر څو د مکې او مدينې پر لور د هوايې ډګرونو څخه ولاړ شي، ډیر وخت دغه نابلده سپين ژري حاجيان دغلو ښکار ګرځي، او هغه پیسې چې د حج او په مکه او مدينه کې د خرڅ او خوراک له پاره يې ورسره را اخستي وي غله ورڅخه غلا کوي، چې بيا داسي څوک هم نشته چې پوښتنه يې وکړي، هغه دوستان چې په ښارونو او ځانګړي ډول کابل کې اوسيږي، ښه به داوي چې له تلونکو حاجيانو سره په دي اړه مرسته وکړي، او هغوی وپوهوي چې په ملي بس، داسي ټکسي چې نور کسان پکې سپاره وي سپور نه شي، که چيرته کوم ځای ته ځي، يا خو په ټونس موټر کې ولاړشي، يا يې که قريبان ورسره په رسولو کې مرسته وکړی او يا داچې ټکسي کرايه کوي، مخکې له مخکې شرط پرې کيږدې چې بل نفر به نه ورسره کښينوي، ځکه په کابل کې دا يو بد رواج دی، زه نه وايم چې ټول ټکسي چلوونکې غله دی، خو ځينې پکې شته چې اوس يې د ټولو نوم وربد کړی، کله چې ټکسي شخصي کرايه کړی، نو بيا به يې بل کس ته ودروي او هغه به هم کښينوي، چې چلوونکې ته ووايې چې ما خو دربست نيولي، هغه وايې خیراست ماما، ما وشما مسلمان هستم، بانیش که بري ما چيزي جور شود، نو ښه داده چې کله هم په ټکسي کې د اطرافو څخه راغلي کسان تګ او راتګ کوی چې نور کسان ورسره پري نه ږدي، ځکه ځينې ټکسې چلوونکې هم خپل ملګري په ځينو خاصو ځايونو کې درولي وي، او بيا چې هغه ټکسي ته وخيږوي، نو الله دی د نابلده سړي جيب ته بيا خير کوي.

دکابل د غلو په اړه يوه بله ليکنه د کابل ټکسي چلوونکي غله هم ولولئ
دلته کليک کړئ http://larawbar.net/34486.html