کور / خبرتیا او پيغامونه / جميعت اصلاح د ٥٠٠٠ شهيدانو فاتحه اخلي

جميعت اصلاح د ٥٠٠٠ شهيدانو فاتحه اخلي

هیله ده روغ جوړ او بریالي اوسۍ. ننګرهار جمعیت اصلاح په پام کې لري چې سبا د جمعې مبارکه ورځ چې د ۱۳۹۲ کال د میزان له ۱۲ مې نیټې سره سمون خوري د ۵۰۰۰ شهیدانو د فاتحې او یاد غونډې مراسم د جلال آباد ښار په عیدګاه جومات کې د سهار له ۸ بجو څخه تر ۱۰ بجو پورې ترسره کړي. په یاده غونډه کې به د ننګرهار اړوند ټولو ولسوالیو څخه ګډونوال شتون ولري او سربیره پردې به د شهیدانو وارثین هم په غونډه کې برخه ولري. له تاسو ټولو په درناوي هیله کوو چې غونډې ته تشریف راوړۍ او د غونډې راپور په اړونده میډیا کې خپور کړۍ.

مننه
عبدالرحیم صراف
د ختیز زون جمعیت اصلاح مسؤل