کور / خبرتیا او پيغامونه / د نړیوال جام لوبو ته د کرېکټ د ملي ټيم د بریا په اړه د پوهنې د وزیر پیغام

د نړیوال جام لوبو ته د کرېکټ د ملي ټيم د بریا په اړه د پوهنې د وزیر پیغام

کابل- د تلې۱۲ مه
د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم، نن (جمعه) کینیا ته په یوه خورا مهمه لوبه کې ماتې ورکړه او په دې ډول یې د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره کرېکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
زموږ اتلانو یو ځل بیا وښوده، چې د لوبو له لارې کولای شي، ددې ځورېدلي ولس پر شونډو د خوښۍ موسکا خوره کړي او هېواد ته له ویاړلې بریا سره راستانه شي.

د پوهنې وزارت رهبري ددې سترې بریا له امله افغان ملي اتلانو او د هېواد ټول غیرتي ولس ته چې د دوی د بریا لپاره یې لاسونه لپه کړي، مبارکې وایي او هیله ښیي، چې په ۲۰۱۵ کرېکټ نړیوال جام کې به هم زموږ اتلان ښې لاسته راوړنې ولري.
زموږ ملي ټیم د چهارشنبې په یو ورځنۍ لوبه او له هغه وړاندې په ۲۰ اوریزه لوبه کې کینیا ته سخته او تاریخي ماتې ورکړې دي.

موږ په داسې حال کې، چې یاده مهمه لاسته راوړنه خپل تاریخي ویاړ بولو، په پوره ویاړ له خپلو هېوادوالو سره ددې اتلولۍ جشن لمانځو او خپل ټيم به نازوو.

له لوی خدایه مو هیله داده، چې تل مو په داسې خوشالیو ونازوي او اتلان مو د نړۍ اتلان کړي.

په درناوي

فاروق وردګ

د پوهنې وزیر