کور / خبرتیا او پيغامونه / د مالمو د افغاني کلتوري ټولني د مبارکۍ پيغام

د مالمو د افغاني کلتوري ټولني د مبارکۍ پيغام

د مالمو د افغاني کلتوري ټولني له خوا و ټولو افغانانو ته د مبارکۍ پيغام :
د افغانستان د کريکيټ د ملي لوبډلې دې بې ساري بريا يو ځل بيا ټول افغانان د زړه له کومي خوشحاله او سرلوړي کړل. په داسي حال کي چي په افغانستان کښي د کريکيټ لوبه ډېر لنډ تاريخ لري، خوبيا هم زړه ورو، غښتلو او قهرمانو افغانانو د ۲۰۱۵ کال نړيوالو سياليو ته په ډېر جرئت ځان ورساوه او ټول نړيوال د افغانانو د کريکيټ دلوبي دې بې ساري او چټک پرمختګ ته ګوته په غاښ ونيوله.
په مالمو کي افغاني کلتوري ټولنه لومړی ددې بريا مبارکي د افغانستان د کريکيټ ملي لوبډلي ته او بيا د هيواد ټولو غړو ته وړاندي کوي او ځانونه ددوی سره په دې خوشحاليو د زړه له کومي شريک ګڼي او د پاک خدای له درباره په راتلونکي کي هم د سترو برياليتوبونو دوعا کوي.
په درناوي
د ټولني د مشرتابه هئيت له خوا ـ مالمو