کور / هراړخیز / وژاړم که وخاندم ؟

وژاړم که وخاندم ؟

ژوند هم بلا کوي کله کله خو پر سړي باندي داسي حالات راولي چي بیخي سړی هک پک حیران کړي او نه پوهیږي چي سړی وژاړي او که وخاندي، د افغانستان اوسني سیاستوال در یادوم، که څه هم زه خو بیخي سیاستوال ورته ویلای نسم خو بیا هم د وخت مجبوري ده باید سیاستوال ورته ووایم، دوی چي کله د تلویزیون پر پرده یا هم د راډيو په څپو کي خبري کوي او د ځان په اړه او یا هم د خپل سیاسي موقف په اړه ږغیږي نو تاسي باور وکړي چي د دوی پر ځای زه شرمیږم او په دې فکر کي سم چي دا خلګ ولي دومره د اقتدار په نشه مست دي او دوي ولي دا فکر نه کوي چي د افغانستان خلګ خو نه ړانده دي، نه کاڼه دي، نه لیوني دي او نه هم ټول ماشومان دي او بیا په تیره دیرش کلنه دوره کي خو ددوي د هر یوه موقف او سیاسي رول دومره روښانه دی چي اوس ماشومان لا هم په پوهیږي، زه نه پوهیږم چي په کوموسترګو او په کوم زړه دومره جرات کوي چي بیا د مډیا پر پرده د خپلو خلګو پر وړاندي دریږي او د خلګو څخه ددې تمه کوي چي ددوی تر شا دي ودریږي، ځکه په تیرو درې لسیزو کي د بی ګناه انسانانو وژني، ظلمونه، جنګونه، لوټماری، ورانی او تر نن ورځي پوري د افغانانو تیر ایستل او په سترګو کي خاوري ور اچول هغه څه دي چي مسولیت يي د همدغو تش په نامه سیاستوالو په غاړه دی؛ په نوره نړۍ کي سیاستوالو د سیاست د اصولو په رڼا کي د خپل سیال سره سالمه مبارزه او د سالمي مبارزې په پایله خلګ هوساه کیږي او د ژوند په هر اړخ کي پرمختګ کوي خو زموږ په هیواد کي دا مبارزه برعکس پر مخ ځي یاني دلته هغه څوک مخکښ دی او ځان ددې اولس ملي زعیم بولي چي تر ټولو ډير په منفي رول کي لوبیدلی وي، نو بیا پدې صورت کي سړی څنګه سیاستوال ورته ویلای سي او دوی کومي کار نامې له ځان سره لري چي د هغو په اساس نن بیا زموږ څخه د ملاتړ تمه کوی، ایا دا خو به ددې مانا نه لري چي پر خپل اولس يي د لیوني ګمان کړي وي ځکه لیونیان په دې نه پوهیږي چي کوم يي دوست او کوم يي دښمن دی، لیوني ته که هرڅومره وهل ورکړی خو بل ځل يي هغه هیر وي او د سړي سره د یو نیک ملګري په څیر چلند کوي، بله خبره دا چي دا یو قاعده ده (که یو هیواد وران او ویجاړ وي نو دا ددې مانا لري چي په دې هیواد کي ښه او سالم مشران ندي تیر سوي او که یو هیواد اباد او ودان وي نو دا ددې مانا لري چي پدې هیواد کي ډیر ښه او د سالمي مفکوري څښتنان رهبران تیر سوي دي) نو اوس که دې فارمولی ته زموږ هیواد ور واچو نو په پایله کي به يي زموږ او ستاسي نني مشران او سیاسي څيري راوښيي خو دا یادونه باید وکړم چي زما د لیکني ګوته هغه چاته نیول کیږي چي له دې لیکني سره صدق کوي، په هر حال په پای کي خپل اولس ته یوه سپارښتنه کوم هغه دا چي یو متل دی ( ازمویل سوی بیا ازمویل ناپوهي ده)، د خدای(ج) او د خپل هیواد او اولس په خاطر هره پریکړه او کړنه چي کوی په غور سره يي کوی او د پریکړي او کړني پر وخت لومړی خدای(ج) او دوهم خپل ځوریدلی او کړیدلی هیواد په یاد لری!!، ځکه هغه متل دی چي وايي: تر یوځل پښیمانۍ کولو سل ځله احتیاط ښه دی.
په درنښت