کور / هراړخیز / عاقبت به سي د ژوند باغونه لاښ !

عاقبت به سي د ژوند باغونه لاښ !

د انسان حرص (وږسترګي) هغه شیطاني احساس دی،چي کله د انسان و جسم ته ور داخل سي نو په ډیره ګرانه انسان ځان ترې خلاصوای سي،انسان یرغمل کړي،او داسي فکر کیږي چي دا شیطاني احساس د انسان فطري او ازلي ملګری دی،په هر صورت!هرڅه چي دی،انسان یې کله ډیر او کله لږ تر خپلي ناوړه ولکې او اشغال لاندي کړی وي.
او حرص خورا ډیر ډولونه او شکلونه لري،چي د مختلفو کلتورونو او رواجونو سره تړاو لري،او یو عادي انسان په ژوند کي د حرص احساس تجربه کولای سي. موږ په عادي حالاتو کي حرص پر دوو(۲) څانګو وېشلای سو.
۱:عادي حرص
۲:غیر عادي حرص
د نوموړو څانګو په تعقیب موږ حرص پر پنځو (۵) ډولونو ویشلای سو،
۱:د کورنۍ حرص،کورنۍ حرص،لکه د خور یا ورور ترمنځ چي کله ناکله واقع کیږي،دا حالت هغه وخت را پیداکیږي چي کله یوه ته لږ او بل ته ډیره توجع کیږي.
۲: د ملګرو حرص،د ملګرو حرص خورا عادي شکل لري،او دا حرص د خلګو پر ژبه ډیر یادیږي،په خاصه توګه د مکتب په دوره کي د یوه عمل اجرآ کول،یو مضمون، او یا بل کم ټولنیز عمل د اجرآ په وخت کي.
۳:تخیلي حرص،نوموړی حرص زما په شخصي اند یوه اندازه خطري او داسي یو حرص دی،چي هغه وخت واقع کیږي کله چي د یوه ملګری یا همکار سره یوه معامله تر سره کیږي،
۴:طاقتي حرص
۵:عادي/غیرعادي حرص
د اسلام مبارک او مقدس دین د انسان د حرص په اړه په ډیر وضاحت او احتیاط بحث کوي،او انسان ته یې تل د حرص په اړه ډیر په صراحت د اجتناب کولو وړاندیز کړی دی.
خو!انسان بېچاره کله خپل د سیده لاري په تلاښ کي دی،د بې جرسه کاروان په څیر یې خپله لاره ورکه کړې ده.
د پښتو آدب نوموتی او ځلاند ستوری،مرحوم عبدالغفار (بریالی) صاحب د حرص په اړه داسي وایي:
لاترڅوپه غاړه وړې تناب د حرص
غوړولی دي پر مخ حجاب د حرص
ستاد زړه آسمان چي منبع الانوار وو
ولي پټ کړ په ګرزو سحاب د حرص
د دنیا په طلب خدای (ج) درڅخه هیر سو
شاباس!مه پریږده دغه رکاب د حرص
ګوندي وي چي و دوږخ ته دي تسلیم کړي
که میړه یې نو ګاله عذاب د حرص
د لحد بې تورو خاورو به موړنه سې
که د زړه قوت دي ؤ خوناب د حرص
که دي واک لا یو په دوه دغومره نورسي
اخر ګېل به دي کړي دا سیلاب د حرص
په دې ورستیو شپو او ورځو کي وینو چي افغانستان ته هم د نورو هېوادونو په شان د عرفان او عمران وړانګین ستوري خپل د رسالت او عظمت ظهور د ګران او ایمان وطن پر هسک راښکاره کړ،او څه ناڅه یې هر لور ته خپل نازنین او محبوب ښایست او برم خپور کړ،همدا اوس د هېواد هغه زورېدلي او کړېدلي بچیان د ډیرو کړاو او مشکلاتو سره سره د خپل راتلونکي ژوندانه په هیله د مکتب په لور ډیر په شان او شوق ور درومي،خو افسوس چي موږ د یوه داسي هېواد اوسېدونکي یو چي نه د تاریخ په اوږدو کي چا دې بیچاره ولس ته ډیر څه کړي دي،اونه په راتلونکي کښي ډیر امید وینم.څوک چي د دې وطن د جوړ فکر لري،هغو ته اوس خلګ د (بر) لیونیان وایي.
که د اسلام مبارک دین په ښه جوره توګه ملاحظه او مشاهده کړو،نو ډیر ژر به راته معلومه سي چي موږ څومره د خپلي لاري څخه انحراف کړی دی.او څومره مو د ژوند په هره برخه کي د حرص مرض د اوجود هر طرف په کلکه نیولی دی.
دا ښه خبره ده چي موږ د خپل ژوند او د ښه ژوند مسؤلین یو،او د ښه ژوند په اړه باید فکر وکړو،مګر موږ باید د نامشروع او غیرانساني لارو چارو د ژوند په فکر کي ونه اوسو.که د یوه شتمن انسان ښه او اسوده ژوند ته فکر کو،نو اړینه ده چي د هغه انسان د ښه او هوسا ژوند په اړه هم فکر وکړو،چي نوموړي شخص به د ژوندون دې ستر مقام ته څنګه او د کومي لاري ځان رسولی وي؟
که یو څوک ښه تجارت او کاروبار ولري،نو دا به یې خپل حق او کوشش وي،او که یو څوک بیا د ښه ژوند خاوند وي ولي د انسانانو په وینو او سرونو یې دا لالهانده او ناارامه ژوند جوړکړی وي،نو کرکه او نفرت ترې وکړه،نه دا چي ته یې په هر شکل چي وي د غوښتلو کوشش کوې.
د ساینس او ټکنالوژی په دې ستره نړۍ کي یوه ډیره په زړه پوري او د حقیقت څخه ډکه څیړنه داسي وایي.
وای، هغه کسان چي په خپل ورځنیز ژوند کښي لږ درواغ وایي او لږ خلګ تېرباسي، دهغه خلګو په پرتله چي ډیر درواغ او ډیر د لوی خدای (ج) مخلوق تېرباسي،ځان ډیر روحآ نا اوامه او ستړی احساسوي.
ژوند یوه ورځ ختمیږي،او هر انسان د مرګ خوند ګوري.
راسۍ! د حقیقي ژوند په تلاښ کښي سو! چیري چي د انسان تقدس او کرامت موجود وي ،نه بې ځایه غوښتنې او حرصي ژوند!

د دینا په چارو هر سړۍ عاقل دی
چي سړۍ په سړۍ کیږي عقل بل دی