کور / هراړخیز / ټیموکراسي که ډیموکراسي ؟

ټیموکراسي که ډیموکراسي ؟

ټیموکراسي:
عبارت د یوه مملکت څخه دی چیري چي د یوه هیواد یا یوه دولت سیاسي او حکومتي چاري د هغو ډلو او اشخاصوتر قیادت لاندي پر مخ وړل کیږي،څوک چي ډیر شتمن او بډای وي.

د یوې غیري حکومتي ادارې په یوه جریده کي مي سترګي پر یوه ډیره مهمه او مؤثره لیکنه ولګېدې.
د امریکا متحده ایالتونه په ځانګړي توګه د اوباما اداره غواړي چي خپل خاریجي سیاست له مخي د دریمي نړی هیوادونو سره د ډیموکراسۍ او ولس واکۍ په اعاده کولو کي په میلینونو ډالر په مصرف ورسوي.
چي د هغو هیوادونو په لیست کي افغانستان هم ګدون لري،
اوس پوښتنه داده چي ایا زموږ ګوندونه او سیاسي حرکتونه افغاستان ته د سیاسي فعالیتونو او حرکتونو په نتیجه کي موږ ته(ولس ته) د ټیموکراسۍ اعاده غواړي که د ډیموکراسۍ؟
که ټیموکراسي غواړي،هغه تر یوې اندازې پوري اعاده سوې ده،په ډیرو حکومتي او نظامي چارو اوس هم د ټیموکراټانو واک او قبضه ده.
هغوی خپله ځان ته یو معیار جوړ کړی دی،څوک چي د ډیر دولت او ملکیت څښتن وي،اتومات په سیاست پوهییږي،هم په قومي تمایلاتو برلاسی وي او هم د دې ستړي ولس د هر درد دوا ځان بولي.
او که ئې په ریشتیا د ډیموکراسۍ اعاده کول او د هیواد اساسات او واقعي زیربناوي هدف وي،نو د مهربانۍ له مخي دي لږ فکر وکړي چي واقعي ډیموکراسي یوازي د ټاکنو ترسره کولوته نه ویل کیږي.
د ولس ږغ ډیر مهم دی،ایاد ولس څخه یوه ګوند یا یوه سیاسي حرکت دا پوښتلي دي چي هغوی څشي،څه وخت او د چا له طرفه ډیموکراسي او ولسي حکومت غواړي؟
یوازي د ولس پر سر دلالي کول ډیر اسانه کار دی،خو نتایج به ئې ډیر ترخه او بیابه د تاریخ د زرینو کرښو پرځای،دا فعالیت او حرکت په تورو کرښو او بدنامۍ ولیکل سي.

انساني تقدس،د بشر حقه حقوق،او مساوات دي،چي د نړی هیوادونه ترې خوند اخلي اویاد ستر ارزښتونه دا ښکلی (الهي) نظام پر مخ وړي.