کور / هراړخیز / دسړو خونو د شتون اړتيا

دسړو خونو د شتون اړتيا

د افغانستان د کرنې او مالیې وزارتونو او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون ترمنځ د ظرفیتونو د لوړولو په مقصد څو ورځې وړاندې یوه تفاهم نامه لاسلیک شوه .
د دغې تفاهم نامې د لاسليک کولو پر مهال د کرنې وزارت مسؤلينو ويلې دي،چې د دې پروګرام له پلې کیدو سره به خلکوته خدمات زیات ، کارموندنه ، غذایي خوندیتوب او له بزګرانو سره اقتصادی مرستې هغه پروګرامونه وي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت به یې د ظرفیتونو د لوړو له لارې عملي کوي.
په افغانستان کې د کرنې او ملدارۍ سکتور په واقعي ډول سره د پام وړ دى، او بايد په هر وخت کې دغې سکتور ته وده ورکړل شي، ځکه له يوې خوا افغانستان يو کرنيز هېواد دى، چې هوا او خاوره يې د کرکيلې لپاره په هر موسم کې مناسبه ده او کرنيزو محصولاتو په دې خاوره کې ښه پايله درلودلې ده ، بل لور ته اوس هم په دې هېواد کې د ځينو ولايتونو بزګران له سبزيو او مېوه جاتو خپل اقتصادي مشکلات حل کوي، او ددې کرکيلې په تر سره کولو سره خپل ژوند مخ پر وړاندې بيايي،نو په کار ده،چې ددې پروګرام په پلې کيدو سره له بزګرانو سره پراخه مرستې وشي، او په ځينو ولايتونو کې ورته سړې خونې جوړې شي، ترڅو دوى وکولى شي خپلې تر لاسه کيدونکي ميوې او سبزۍ په هېواد دننه او د باندې په لوړو قيمتو نو سره وپلوري.
د ظرفيتونو لوړول به دغو چارو ته بهبود ورکړي، خو بايد په دې برخه کې دظرفيتونو په لوړولو کې مسلکي کسان رامخې ته شي او داسې خلک په کې وګمارل شي،چې هغه په دې برخه کې مسلکي وي ،تر څو له يوې خوا د ظرفيت د لوړولو پر وخت، وخت کم مصرف شوى وي او له بلې خوا به د مسلکي کسانو په لوړولو سره به دوى خپلې تجربې او زده کړې افغان بزګرانو ته انتقال کړې،چې په دې سره به د افغان بزګرانو په توليداتو کې ډېرښت رامنځ ته شوى وي او لا يې دتوکو بازار تود شوى وي.
د کرنې اومالدارۍ وزارت مسؤلينو د دې تفاهمنامې د لاسلیک کولو پرمهال ويلې دي، باور لرو، چی د دې پروګرام پلی کیدل به د هیواد له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي .
دغه پروګرام بايد په داسې ولايتونو کې په لاره واچول شي، چې په هغو کې هوا او خاوره په ټولو موسمونو کې ښه حاصل ورکولى شي، او تر څنګ يې ښې پراخه اوبه شتون ولري،خو يوازې بزګران يې په دې نه دي توانيدلى څو له دغو اوبو په مناسب وخت کې ګټه پورته کړي، او نه يې بزګران تر دې مهاله په دې نه دي کاميابه شوي، چې دوى دخپلې کروندې او باغونو له لارې د اړتيا څخه زيات محصولات په لاس راوړي.
د خوست په ولايت کې له زياتو سيمو او کليو ښار ته بېلا بېلې مېوې او سبزۍ راوړل کيږي او په مناسب قيمت سره پلورل کيږي ، خو ددې ولايت بزګران د خپلو ميوو او سبزيو لپاره سړې خونې او داسې څه نه لري چې خپلې سبزۍ او ميوې په کې وساتي او د اړتيا په صورت کې يې د خپل هېواد نورو ولايتونو او يا بهرنيو هېوادونو ته انتقال او هلته يې په لوړو قيمتونو سره په مناسب وخت کې وپلوري.