کور / هراړخیز / اولسي فکري تېر وتني ( ۱۵ )

اولسي فکري تېر وتني ( ۱۵ )

اوله برخه
دا چي پخواني وختونه لا ښه وو !

يوه ناشولټه فکري تېروتنه(Fallacy) چي په ځانګړې او ټولنيزه توګه، مانا په دواړو بڼو کي شته او دGood Old Daysپه نامه يادېږي. په اولسونو کي ليدل کېږي، چي هر سپين ږيری د خپلي ځوانۍ وخت په ډېر ارمان سره يادوي. د خپلو مهالنيو ترخو څخه د ژغور لپاره د تېر وخت کيسې په ډېر خوند اوروي. ښکاره خبره ده، چي روان مهال په هيڅ ډول د هغه لپاره په زړه پوري نه وي. بېلا بېلو ناروغيو په مخه اخستی وي، يکړوالی يې ډېر په کلکه ځوروي، دا هر څه يې هر وخت ور په زړه وي ، زامن او لمسيان يې له خبرو اورېدلو ځان کاږي، يوه خبره يې پر غوږ نه نيسي، ږغېدا يې بې ځايه ورته ښکاري، را روان ژوند يې نهيلی وي! نو ځکه دی د تېرو وختونو په يادونه سره خپل زړه ته کرار مومي. په هم هغه تېر زمان کي چي دی يې يادونه کوي، په فکري توګه اوسېدلو خوښ وي. ډېری وخت ليدل شوي دي، چي کله درې يا څلور “شپېته کلن”کسان سره کښېني، نو و يوه او بل ته د خپلي ځوانۍ لاپي وهي. مانا دا چي د خپلو خبرو د پخلي لپاره له رښتينوالي تر ډېره بريده مخ اړوي. د اوسني دور په هره خبره کي د سپږو او ريچو په لټون وي، په ځانګړې توګه د ځوانانو لټۍ او بېلارۍ يې د خبرو اترو سکالو(موضوع)وي. د دوی په منځ کي ويل کېږي، چي ځوانان ورځ په ورځ له مذهب او سړيتوب څخه لېري کېږي، ټولنه ورځ په ورځ د ورانۍ لوري ته روانه ده. په خپلو کي که هر څومره په فکري توګه سره لېري وي! خو پر دې خبره په يوه خوله وي، چي زموږ ډېر ښه وختونه وو. څنګه سپين سپېڅلي خلګ وو، ځوانان مو په دې بدو چمونو څه پوهېدل، د نجونو خو پړونی هم چا نه ليدی، د دروه، دوکې او درغلۍ هيڅ اندېښنه هم نه وه. خبره دا ده، لکه څنګه چي د هر سړي تر مرګ وروسته خلګ د هغه پر بدو کړنو سترګي پټوي، د هغه ښه اړخونه راسربېره کوي. همدغه راز د تېر وخت ناوړي د وخت په تېرېدلو سره له سترګو نهامي شي، ښه اړخونه يې په ښه توګه د خلګو په مخکي را سربېره کېږي. د خلګو په څېر قامونه هم داسي وي، له کاره لوېدلو بوډاګانو په څېر لوېدونکي قامونه هم د مړو په ستاينه بوخت پاته شي. د تېرو شوو باباګانو سوبي شمېرل کېږي، د هغوی پر علمي، هنري او د مدنيت پر لوړتياوو او وړتياوو شخوند وهل کېږي. تاريخي پېښي د خپلي خوښي په روڼا کي په وړاندي کولو سره د نړۍ پر ټولو قامونو خپله لوړتيا او درنښت جوتول غواړي. لکه څنګه چي د بوډاګانو په خپل مهال کي زړه نه غواړي، هر وخت له خپل سباوون څخه په وېره وي؛ همداسي لوېدلي قامونه هم د وخت له غوښتنو مخ اړوي او د راتلونکي وخت سره په مېړانه له مخامخېدلو ډډه کوي. پايله يې په هره بڼه د هغه فکر د را منځته کېدلو لامل ګرځي، و کوم ته چي د “پخواني وختونه لا ښه دي” نوم ورکول شوی دي.

زموږ د وخت ځيني ليکوالان له دې فکري تېروتني په اغېزمن کېدلو سره دا خبره کوي، چي د انساني پرمختګ تصور له وهمه پرته هيڅ رښتينوالی نه لري. د انسان مهال رټلی دی، سباوون يې په تياره کي دی. ځکه د انساني ټولني د ژوندساتني لپاره په کار ده، چي پخواني روايتونه و پالل شي. ولي چي زموږ لپاره پرمختګ له ستړو سره مخامخ کېدل دي! نو په کار دی، چي موږ و شاتګ ته و هڅېږو، چي په درنو کي مو يادونه و شي. و داسي کړو ته د نفسياتو په ژبه Regression[1]ويل کېږي. دلته دا پوښتنه را منځته کېږي، چي رښتيا د انسان پخواني وختونه تر اوسنيو وختونو ښه وو.؟

تر ټولو له مخه به سياسي او ټولنيز ژوند و څارو. تر صنعتي اووښتون مخکي د نړۍ په ډېرو هېوادونو کي د واکمن ځبېښاک وزر خواره وو. پاچاهان خپلسري وو، غوږونه به يې شپه او ورځ د رييسانو او چارواکو څخه د ځان ستايني په اروېدلو اموخته شوي وو. د شاپون غوړه مالۍ په خبرو اروېدلو اروېدلو به يې پر ځان د يو بېل ډول وګړيو باور و شو، ځان به تر اولسي وګړو ورته ډېر اوچت ښکارېدی. له همدې بې ځايه تېروتني سره د پاچاهانو د اسماني حقوقو تصور تړلی دی. مانا دا چي پاچاهانو به ځانونه د لوی څښتن استازي ګڼل. ځينو پاچاهانو به ځانونه د څښتن نايبان ګڼل، ځينو به ځانونه د ديوتاګانو زامن بلل. داسي تېروتلو کسانو چي ځانونه به يې د هر څه څښتنان ګڼل، نه يې شوای کولای، چي د اولس ګټي يې په پام کي ساتلي وای. د اولس د ژوند يواځنی مرام دا وو، چي په خواري او زيارکښلو سره يې د دې کسانو د هوسا ژوند لاره رغېدلې ساتلای. همدا لامل دی، چي د زړو تاريخ ليکونکو په تاريخي کتابونو کي د اولسي ژوند ډېر تت انځورونه تر سترګو کېږي. پر دې سربېره د دغو ځبېښاکګرو پاچاهانو د خپلي خوښي و لاره ته د ژوند د تګلاري ارزښت ور په برخه وو. هغوی کولای شول، چي پر ډېرو ناوړو يې سترګي پټي کړي او تر پښو يې لاندي کړي وای. پر يوه وړوکې تېروتنه يې څوک د مرګ په سزا نيولی وای، هيڅ تور او بور نه وو سره ښکاره. تورنو کسانو ته په يوه تش په نوم عدالت يا جرګګۍ کي د سپيناوي وخت نه ورکول کېدی. په اولس کي د وېري او ترهي خورولو لپاره تر اند دپاسه ناوړي سزاوي ورکول کېدلې[2]. په وهلو وهلو به د خلګو هډونه مات څه چي ريچې ريچې او رېز مرېز کېدل، غوښي به يې په امبور ځني شکول کېدلې، سترګي به په تودو سلايانو ور تورېدلې، د انسان پر نازکو برخو به تاوده سيخان ور ايښوول کېدل، د ژونديو انسانانو پوست به ځني اووښتل(پرې) کېدی، په سره اور کي به اچول کېدل، له مارانو او لړمانو سره به په خونو کي اچول کېدل، د لرګي په څېر به خلګ په اره پر ميان ځله دوه ځايه کېدل، پر اور په ايشېدلو دېګونو کي اچول کېدل، د وژل شوو له کوپريو څلي يا منارونه جوړېدل، د شاهي ودانيو په بنسټونو او دېوالونو کي په زرګونو جنګي بنديان ښخ کړل شوي دي، د تورنو کسانو ښځي به په ډاګه په زور او جبر شرمول کېدلې، ښځي به په تيو يا تېيونو د کلاوو پر وره را ځړول کېدې، تورن کسان به په مزريانو او لېوانو سره څيري پيري کېدل، د پيلانو تر پښو به لاندي کېدل، ژبي به يې له تالو را پرې کېدلې، ويلي شوي سرپ به په کومي (غاړه) کي ور اچول کېدل، ژوندي کسان به په دېوالونو کي ايښوول کېدل. په داسي چاپېريال کي د انساني حقوقو د ساتلو، د قانون ساتني او د هغوی د غوښتنو د تر سره کېدلو هيڅ ډول هيله نه شوای کېدلای. د پاچاهانو په مخکي به يې رييسانو چارواکو له خلګو سره زياتوب او ظلمونه کول، د هغوی په نظر کي خلګو او څاروو هيڅ توپير نه درلودی. د مځکو د څښتنانو له خوا د کروندګرو مال، ځان، دولت او پت يو شی هم خوندي نه وو، پاچا او رييسانو به په زور د خلګو ښايسته لوڼي د شپې لپاره بيولې او دا به يې د ځان حق ګاڼی، په جاګيرداري نظام کي هري ناوي د واده لومړۍ شپه د سيمي له رييس سره تېروله او دا”شب زفاف” يې هم خپل حق ګاڼی.

تر صنعتي اووښتون وروسته منځني بهير واکمني تر لاسه کړه. د جمهوريت له خورېدلو سره ملوکيت له منځه ولاړی، د زرګونو کلونو د دې ناوړتيا په له منځه تللو سره خلګ يو څه هوسا شول. د ژوند ډاډ يې په برخه شو، هري خوا ته د انساني حقوقو د ارزښت او ساتني ځوږ خور شو، اوس مهال دا دی، چي ډېری پاچاهانو(شاهانو) د سياست ډګر ته خدای په امانی ويلی دی. يو، دوه چي پکښې دي، هغوی هم له خپلو پايلو بې خبره نه دي. اوس هر ځای قانون ته په درنه سترګه کتل کېږي، د عدالت ور پر هر چا پرانستی دی، و تورنو کسانو ته د سپيناوي لپاره وخت ورکول کېږي، چي لږ و ډېر ځای پکښې وي، سړی دژغور لار پکښي موندلای شي. د وېري ترهي سزاوي له منځه تللي دي، د خان او ملنګ توپير ورځ په ورځ له منځه تلونکی دی. لوی لوی کارخانې لرونکي هم دې ته اړ دي، چي د مزدور زړه دي و ساتي. د ښځي د پېړيو ځور او تر جبر لاندي ورځ له منځه تلونکې ده او په ټولنه کي د خپل درنښت او وړ ځای تر لاسه کوونکې ده. اوس هغه يواځي د نارينه د ساتېري وسيله نه ده؛ بلکې د نارينه سره د سيالۍ خبره کوي! نو په هغو قامونو کي هم چېري چي د ډېرو ماينو(ښځو) کولو مذهبي لاره پرانستې وي، همداسي قانون جوړېدونکی دی. د خلګو فکر اوس دې ته جوړ دی، چي يو څوک هم پر يوه ماينه سربېره دويمه ماينه ته زړه ښه نه کړي. سربېره پر دې اوس نجوني تر زدکړو وروسته له نارينوو سره وږه په وږه کار کوي. د ټولني په پرمختګ او د ژوند په هڅو کي د نارينوو په ملاتړ ولاړي دي. د پت پلورني بازارونه له منځه تللي دي، د مينځو خرڅول يو لوی جرم او ناوړه کار ګڼل شوی دی. په کومو مذهبونو کي چي د مينځو او مريانو پر يو بل خرڅول روا ګڼل کېدل، اوس يې پلويان يا پالونکي په ډول ډول خبرو سره د ځان ژغورني لاري پرانيزي او نه يې خوښوي.

په تېره يوه نيمه پېړۍ کي د ساينس هېښوونکي پرمختګ د انسان څرکتيا او ځيرکتيا ته ډېر بدلون ورکړی دی. د ناپوهۍ تيارې چي د وګړيو پر ذهنونو له پېړيو پېړيو غوړېدلي وې، سوکه سوکه روڼا شوي دي. دې بنسټيزي رښتينوالي چي د هر بدلون شا ته يو لامل وي، د کرکو کږنو او وهمونو ناوړتياوي په ګوته کړي دي. اوس د لمر او سپوږمۍ ترنځي نيول، توپانونه، زلزلې او د اورنيو غرونو چاودېدل د ديوتاګانو کار نه ګڼل کېږي؛ نه د خلګو د ناوړو کارونو غبرګون يا سزا ګڼل کېږي؛ بلکې د پام وړ لاملونه يې پلټل کېږي. له بېلا بېلو پلټنو په تر سره کېدلو سره د اولس باور پر ځای کړل شوی دی. اوس انسان له قدرتي څرګندېدنو څخه د وېري له کبله د خپل زړه د کرار لپاره ډول ډول دودونه او لمانځني نه تر سره کوي؛ بلکي د مخنيوي هڅي يې کوي. ډېر څه يې تر لاس لاندي کړي او ورباندي برلاسي شوي دي. اوس خو يې له مځکي پام اووښتی پر لمر، سپوږمۍ، ستورو او سيارو د ژوند خوبونه ويني. له نوو څېړنو، پلټنو او په ځانګړې توګه په هستوي يا جوهري واک تر لاسه کولو سره انسان ډېر واکمن شوی دی، چي د هغه واک په کار راوستلو سره وګړي په انساني ټولنه کي ډېر ستر اووښتون را وستلای شي. په دې کي شک نشته، چي ځيني خپل چاروکي او خپل واک پالونکي واکمن سياست پوهان تړۍ يا اخطارونه ورکوي، چي همدغه ياد شوی واک به د ورانۍ لپاره په کار واچوي! خو په باوري توګه د وګړيو بنسټيزه ځيرکتيا او څرکتيا کولای شي، چي د دغه خلګو ارادې له ناکامۍ سره مخامخ کړي. وګړپال اولس به ژر يا په ځنډ سره د هغوی له لاسونو څخه د واک واګي تر لاسه کړي، له دې لنډوينو او خپل چاروکو سياسيانو څخه د وېري له کبله ځيني خلګ شته، چي ساينس ته بد او رد وايي. په ډاګه وايي، چي ساينس انسانان د مرګ د ژوري کندي لوري ته بيايي. څرګنده ده، چي پړه د ساينس نه ده؛ بلکې د هغو خلګو ده، چي د ساينس لاس ته راوړني د ځاني ګټو د پالني لپاره د په کار اچولو هڅي کوي. که چېري يو سړی په باروتو په غرونو کي د کان کيندني پر ځای د يو چا کور ورانوي! نو پړه خو د باروتو نه ده؛ بلکې د هغه ناوړه کار تر سره کوونکي وګړي ده. تر داسې ډول دليل وړاندي کوونکو خو د څاروو پوهه ښه ده، چي څوک يې په لرګي و وهي او هغه په لرګي پسې نه ځغلي، چي دی يې ټپي کړی يا خوږ کړی وي، په لرګي وهونکي پسې ځي او هغه ته خوله ور اچوي! خو دا خلګ د ورانوونکو او باروت ايښوونکو يا غورځوونکو پر ځای باروت غندي. په هر حال د ساينس پوهانو علمي هڅو و انساني ذهن او دماغ ته روڼا ورکړې او د ژوند لاره يې ورته روڼا کړې ده.

د ساينس تر ټولو لويه لاس ته راوړنه دا ده، چي تر هر اړخيزه خورېدلو او پلي کېدلو مخکي يې د بېلابېلو نړيوالو قامونو نظر ډېر لنډوينی وو. د هغوی لپاره د انساني ورورګلوۍ تصور کول امکان نه درلودی. ځينو پوهانو په نظرياتي توګه بې له شکه د انساني ورورګلوۍ يادونه کړې ده! خو په عملي نړۍ کي دغه کړنلاره قبايلي پاته شوې ده. هغه داسي چي د هر مذهب پلويان اوس داسي ګڼي، چي هر سړی کوم چي زما په ځانګړي مذهبي چوکاټ کي راسره مل دی، هغه مو ورور دی او چي څوک هم په دې چوکاټ کي نه وي، هغه پرېدی او دښمن دی. د انسان د اندامونو او د انسان پوهني پلټنو دا جوته کړې ده، چي په کړه وړه ټول انسانان يو رنګه دي. که څه هم په رنګ، ژبه، مذهب او نژاد يو له بله بېل وي. ټول نړيوال قامونه په ملګرې توګه د وېري او ترهي له لومړي پړاو څخه په وتلو د تهذيب او مدنيت و پړاو ته ور ننوتلي دي. دغه تصور ته رېډيو، ټېلي وژن، راډار، الوتکي، ورځپاڼو، مجلو او نورو زښته ډېره په زړه پوري وده ورکړې ده. د انساني ورورګلوۍ تصور په څرګنده بڼه اوس د انسانانو تر سترګو کېږي. خبره تر دې ځايه پوري رسېدلې ده، چي کله کله موږ ته هغه خلګ تر ګاونډيو هم را تېر و ايسېږي؛ که مو څه هم دريابونه تر منځ وي. همدارنګه د ساينس له کبله د لوړ او درانه انسانيت د کړنلاري د عملي استازيتوب لاره روڼا شوې ده. د برابرتيا هغه خيال چي څرک يې د رواقيانو په فکرونو کي، د عيسی M په غرنۍ لارښوونه کي او د وجودي صوفيانو په اشعارو کي څرګند شوی دی، رښتيا کېدونکی او تر سره کېدونکی دی.

د دې يادي شوي فکري تېروتني يو اړخ دا دی، چي د تېرو زمانو خلګو تر اوسنيو انسانانو ښه سړيتوب(اخلاق) درلودی. ولي چي هغه ډېر مذهبيان خلګ وو او ننني خلګ له مذهب څخه د لېريوالي لامله له سړيتوب څخه لېري شوي دي. پر دې خبره د غور کولو پر وخت د څارونکو پام و دې خوا ته راګرځول به بې ځايه نه وي، چي سړيتوب يواځي په مذهب پوري نه دی تړلی. له مذهبي سړيتوبه پرته رسمي او دوديز يا روايتي سړيتوب شته، پېښاوو سړيتوب شته،( دا د رسمي سړيتوب يوه پراخه بڼه و ګڼی) او بل نظرياتي سړيتوب دی. مذهبي سړيتوب پر څه لارښوونو ولاړ دی. مانا دا چي هغه په څرګنده توګه وايي، چي دا به کوې او دا به نه کوې. رسمي او دوديز سړيتوب و يوې ځانګړي ټولني ته له نيکه ګانو په ميراث ور پاتېږي.

د تېر وخت دودونه او روايات په دومره کچه د هغوی په خټه کي اخښلي وي، چي له هغه څخه ځان ژغورل ممکن خو دي! خو زښته ګرانه خبره ده. نظرياتي سړيتوب د ځينو لوړو مرامونو تر لاسه کولو بلنه ورکوي، چي هغې خوا ته پوهان يا فلاسفه د خلګو پام وخت پر وخت را اړوي. پېښاوو سړيتوب هغه وي، چي په ټولنه کي له وخته سره سم وي، مانا دا چي که څه هم د يوې ټولني خلګ د ژبي پر سر د يو مذهبي يا نظرياتي سړيتوب خبره کوي، د هغوی د دې سړيتوب له کتني په علمي توګه د مرام ګټه اخستل کېدلای شي، د کومو چي هغوی په عملي توګه لاروي هم وي. د تاريخ او ژوند کتنه موږ ته دا را په ګوته کوي، چي د مذهبي سړيتوب هغه لار ښووني که په هر ډول ښه او کره توګه پلي کړل شي، پر رسمي، دوديز او پېښاوو سړيتوب چنداني اغېزه نه شي کولای. د بېلګي په توګه کله چي د عيساييت خورېدل د روم په بت پرستانو قامونو کي و شو! نو عيسايي مذهب د هغوی په خټه و نه اخښل شو. هغوی په خوله خو د عيسائيت منونکي وو! خو په عملي توګه يې هم هغسي رسمي سړيتوب پلي کاوی. د عيسائيت خورول هغه وخت ممکن شو، چي کله پال ولي عيسائيت ته د بت پرستو قامونو د زړو دودونو او زړو روايتونو پوښ ور واغوستی او وړاندي يې کړی. نو ځکه تثليث، کرسمس، عيد ميلاد، عشای رباني، مريم عذرا او د ماشوم مسيح لمانځنه، صليب، رهبانيت، قربان ګاه، بپتسيمه او نور دودونه او شعاير چي د روم کليساوو خپل کړل، له زړو مصري، يوناني، رومي، بابلي او ايراني دودونو څخه اخستل شوي وو. پر همدې بنسټونو د عيسوي لار ښوونو د پتريو وهلو يا پينو ګنډلو هڅي وشوې، چي سم دلاسه بريالۍ نه شوې! نو ځکه د منځني زمان د قامونو د سړيتوب ارزښتونه هم هغه وو، چي د بت پرستانو قامونو وو.

دا ډول د اسلام د خورېدا بېلګه هم زموږ په وړاندي ده. کله چي اسلام په روم، ايران او هند کي خور شو، نو هغو لار ښوونو د دغه قامونو په ذهن او زړه کي ځای و نه موندی، ولي چي دغه قامونه له پېړيو د دې رواياتو او دودونو سره تړلي پاته شوي وو، چي د ارين له پام او فکر سره ځانګړي دي، د چا لپاره چي د اسلام سامي لارښووني پرېدۍ وې. پايله دا شوه، چي د اسلام په پوښ کي ګډوډېدل؛ لکه تناسخ، تجسيم، سريان، وجوديت، اوتار او نورو فکرونو، روايتونو په پرله پسې توګه ځای نيوی او سوکه سوکه دومره پکښي و اخښل شول، چي نن يې له مذهب څخه جلا کول هيڅ امکان نه لري.

له دې څرګندونو مرام د دې رښتوني لوري ته پام را اړول وو، چي مذهبي سړيتوب او دوديز سړيتوب يا پېښاوو سړيتوب يو له بله بېل دي. پر دې سربېره چي کله يو مذهب د زوال پړاو ته ور ننوزي! نو د کرکي بې ځايه اندېښمن چاپېريال يوه ټولنيزه بڼه خپلوي. يو مذهب د بل مذهب بلکې د يوه مذهب يوه ډلګۍ د بلي ډلګۍ دښمنه شي. له دې کرکي بې ځايه اولسي انساني ارزښتونو ته زيان رسېږي! نو ځکه د مذهب پر نامه بې درېغه وينه تويېږي او دا له سړيتوبه لوېدلی کار نه ګڼل کېږي. د مذهب پر نامه چي کومه وينه توی شوې ده، په دې د نړيوال تاريخ پاڼي رنګېدلي دي. د يورپ په دېرش کلنه جګړه کي د روم د کليساوو او تر روزنه لاندي کليساوو پلويانو بې شمېره خلګ و وژل. په فرانس کي د سين بارتولوميو وژنه د عام مذهب پر نامه تر سره کړل شوله. سليم عثماني د اسلام پر نامه د پنځه ويشت زره بې ګناوو د اثنای عشره پلويانو عامه وژنه وکړه. و بلي خوا ته شاه اسماعيل صفوي د اسلام پر نامه شل زره سنيان د مرګ کندي ته ور پوري وهل. په منځني زمان کي په زرګونو ښځي د جادوګرو په نامه وسوځل شوې. په يورپ کي توره وبا و غوړېده! نو د مذهب پلويانو و ويل، چي لامل يې يهودان شول. ځکه يهوديان ټاکلي سړي را و ځړول شول. هندوانو په ډېره بې دردي او ناترسي سره د بدوګانو حقوق و ځبېښل، د هند د وېش پر وخت د مذهب پر نامه لږ او ډېر پنځلس لکهه انسانان چا چي هيڅ هم نه وو کړي، و وژل شول.

د وخت په اوږدو کي چي کله مذهب په خپله د بېواکو دودونو ټولګه جوړېږي! نو د هغوی د سمون او اووښتون اروا يا نفسيات له منځه ځي. د ايمان ځای خبرچڼ(د علم کلام ماهر) دليل او د خلوص ځای رياکاري نيسي. خلګ د سربېرنو احکامو بنديز د مذهب بنديز ګڼل پيل کړي. د وجدان ژوري سپېڅلتيا او سړيتوب ته ارزښت نه ورکول کېږي. چي کوم سړی برسېرن اداب او شعاير پالي، هغه دين پالونکی ګڼل کېږي. که څه هم دننه هغه ډېر بدبخته او په زړه خيرن وي. په داسي چاپېريال کي د مذهب پلويان سپېڅلتوب پلورونکي شي. په مذهبي پوښ کي د دنياوي چارو پالونکي شي. زموږ په وخت کي د ساينس له پلي کېدلو بې ځايه کرکي او رياکارۍ تر ډېره بريده پوري بې وسه شوي دي. د ساينس تر پلي کېدو له مخه د کرکي څرګندونه سپېڅلتوب او دين ګڼل کېدله. کوم سړي چي به د بل مذهب له پلويانو سره په څومره کچه بد کول، کرکه به يې پاللـه، په هغومره کچه به هغه د دين پلوي ګڼل کېدی. همدغه رنګه رياکاري د مذهب برخه جوړه شوې وه. زموږ په وخت کي د پلټونکو علومو له پلي کېدو سره سم کرکه او رياکاري دواړه له منځه تلونکي دي. د دې لپاره زړتيا خوښوونکو مذهب پالو دا خبري پيل کړي دي، چي خلګ له مذهبه پرېدي کېږي، ولي چي هغوی سړيتوب د مذهب يوه تړلې برخه ګڼي. د دې لپاره دا هم ويل کېږي، چي نن سبا سړيتوب ورځ په ورځ له منځه تلونکی دی. ډېری وخت د دې خلګو د سړيتوب تصور يواځي تر جنسياتو پوري وي. په عامه توګه له نه سړيتوبه دا مرام اخستل کېږي، چي په خلګو کي بې لاريتوب خورول کېږي.

لومړۍ خبره خو داده، چي سړيتوب يواځي تر جنسياتو پوري نه دی. دويمه دا چي په جنسي چارو کي هم د نن سبا ځوانان د خپلو مشرانو په پرتله ښه ژوند تېروي. کله چي د مذهب پر نامه د مينځو او مريانو خرڅېدل روا کار ګڼل کېدی، خلګو د شپو تېرولو او تودولو لپاره د سلګونو مينځو په رانيولو سره خپلي ماڼۍ ډکي ساتلې، کومو چي به د هغوی له هري غوښتني ځان نه سپماوی. د انسانانو د خرڅلاو مخ نيوي و ښځه ته خپل درنښت ور په برخه کړی. اوس يې څوک د څاروو په څېر نه شي رانيولای، چي له کبله يې پر سړيتوب ښه اغېز شوی دی. اوس ښځه هم له خپل مېړه څخه د دغومره سپېڅلتابه هيله لري؛ لکه مېړه چي يې ور ځني کوي. لکه څنګه چي يادونه وشوه، د سړيتوب مانا تر جنس پراخه ده. په دې کي سپېڅلي ږغونه، ښې رويې، خلوص، په چارو کي رښتينواله، د ښاري فرايضو تر سره کول، د ژوند د حقوقو ساتل، بلهارۍ، پېرزويني او نور په دې کي ګډون لري. يو کاروباري سړی چي په ښکاره توګه د مذهب چاري پالي! خو په څنګ کي د راکړي ورکړي په چارو کي له دروه او مکره په کار اخستلو ټولنه ورانوي، و دې ته مذهبي خو ويل کېدلای شي! خو په سړيتوب نه شي منل کېدلای. د درانه او لوی سړيتوب اړه له دې کړنلارو سره وي، چي د يوې ټولني ګڼ شمېر خلګ يې په ځانګړې او ټولنيزه بڼه د تر لاسه کولو هڅي کوي. دغه ارزښتونه چي څومره لوړ وي، سړيتوب يې هم هغومره ارزون لري. د ساينس موندنو چي انسان ته څومره پراخ نظر او لوی زړه ور ولوراوی، د هغه په روڼا کي موږ ويلای شو، چي د نوي دور په انسان کي يې يواځي دا نه چي د ټولنيزو هڅو احساس او شعور را سربېره کړی دی؛ بلکې ګڼ شمېر وسايل يې هم ور په برخه کړي دي، چي هغه وسايل د ارزښتونو په تر لاسه کولو کي مرستيال جوتېدلای شي. په دې مانا انساني ټولنه په باوري توګه پرمختګ کوونکې ده. د دغه پرمختګ پالني لپاره په کار ده، چي څوک دي د تېرو وختونو د ارزوني او ستايني پر ځای پر مهال لاسبرتيا او پر سباوون د باور اړتيا و لري.

[1] د کوشنيانو او ځوانانو د ژوند له ستړو څخه په زړه کي وېره پيدا کېدل او د مور په غېږ کي ځان ته ځای لټول

[2] زموږ په وخت کي د اولس دښمنو کسانو( چي د واکمنو ځبېښاکګرو له پاتي شونو څخه دي) له خوا پر اولس باندي ډېر ناوړه تېری او ظلم کيږي.

دويمه برخه :

دا چي تاريخ بيرته راګرځي!

دا فکري تېروتنه چي”تاريخ بيرته راغبرګېږي”، د زمان له دوه اړخيز تصور څخه را پاته ده. لرغونو يونانيانو زمان يا وخت رښتونی نه ګاڼی او د زمان د دوه اړخيزه خوځون منونکي وو. له نه رښتينوالي د هغوی مرام دا وو، چي زمان نه پيل لري او نه پای. پينۍ(کاينات) په همداسي بڼه له پخوا څخه شته او همداسي به تل تر تله پاته وي. که چېري د زمان رښتينواله و منل شي! نو بيا به يې د پيل د ټکي منل اړين وي، هم به يې پرمختګ او پای ته رسېدل د منلو وي. ګڼ شمېر ارين قامونه د زمان د دوه اړخيزه تصور منونکي پاته شوي دي. د هندوانو هم باور يا عقيده داسي وه! خو ايرانيان له دې پرته يا بېل ګڼل کېدلای شي، ولي چي د زردښت (زرتښت) په خيال زمان رښتونی دی او خوځون يې پر ځای دی. مانا دا چي پيل هم لري او پای ته به هم رسي. دغه خيال په څرګنده توګه د اشوريانو او بابليانو پور شوی دی، چي د نورو ساميانو په څېر يې زمان رښتونی ګاڼی، پر ځای د خوځون يې منونکي وو. هندوان او يونانيان د ساميانو له دې خياله دومره اغېزمن نه وو، لکه د نږدې ګاونډيتوب له کبله چي ايرانيان اغېزمن شوي وو. د اريايانو قبايلو اوج او يرغل د سامي قامونو سياسي واک له منځه يووړی! خو سامي يهوديان هم هغسي د زمان د رښتينوالي په اړه پر خپله خبره ټينګ پاته وو. په هر حال د تاريخ دوه اړخيزه تصور او له کبله يې را منځته شوې فکري تېروتنه د يونان د فلسفيانو او رواقيانو[1] د زمان د نظريې را غبرګ شوی ږغ دی. دا تېروتنه تر ټولو له مخه د اېټاليې تاريخ پوه”ويچو”[2]په سپړلې او پراخه بڼه وړاندي کړې وه. د ويچو په خيال هر قام په يوه شپول يا دايره کي پر له ګرځي، چي پيل يې د ترهي (بربريت) يا مېړنتوب له زمانې کېږي. بيا د تهذيب او مدنيت و اوج ته تر رسېدلو وروسته بيرته له عقلي زوال سره مخامخ کېږي، چي و هغه ته يې د فکر د ترهي(بربريت) نوم ورکړی دی. دلته يې سرونه سره يو ځای کېږي او قام بيرته له سره خپله لاره يا خپل مزل پيلوي! خو مهالنی توپير يې دومره وي، چي په دې مزله کي د مخني مدنيت ارزښتونه وي! نو ځکه ويچو ليکي: چي تاريخ بيرته راګرځي او دا غبرګون يې روان وي. و دې کړه يا عمل ته هغه د Ricorsiنوم ورکړی دی. ځينو تاريخ ليکونکو د يوناني او رومي تاريخ په لړ کي دغه ګرځلاو داسي وړاندي کړی دی، چي د ترهي (بربريت) په دوره کي په يوه قام کي د جرګې کړنلاره وي. کله چي دغه قبايل د معاشي ستونزو له کبله پر ځوړ تلونکو مدنيتونو يرغل او تاخت کوي! نو واک تر لاسه کوونکي فوجي سرداران پر واک پښې ځله وکاږي، چي وروسته بيا شاهان(باچاهان) شي او پر هر څه تر برلاستيا وروسته د قام اراده او مېړانه تر پښو لاندي کړي، يا يې دلاندي کولو بريالۍ هڅي وکړي، چي پای د شاهي دوره بې شمېره ناوړي او بدۍ را منځته کوي. د حکومت له خوا ترپل شوي ججې د اولس په وينو ځبېښلو سره تر لاسه کېږي، چي له کبله يې اولس ياغيتوب او سرغړونه ته جوړ شي او شاهي له منځه وړي. همداسي د جمهوريت پړاو پيل شي، سوکه سوکه د جمهوريت په پړده کي يو څو کورنۍ په يووالي سره واک او زور تر لاسه کوي، د خپل واک ساتني لپاره د دسيسو جال خوروي. د هېواد پر شتمنيو خپل لاس را ګرزوي، چي له کبله يې اولس هم هغسي ستړی او بې وزله پاته وي. د اولسونو له ستړياوو څخه د ژغورني په پلمه يو نه يو زبر واکمن واکمني تر خپله لاسه رسوي او د هغه شاه تر مړينه وروسته څه تاو تريخوالی رامنځته شي، همدغه ډول د ژوندانه لوړي ژوري همداسي رواني وي.

د تاريخ د عمل دغه دوه اړخيزه تصور په فطري توګه پر جبر پای ته رسېږي، ځکه مشسکو او سپينګلز د تاريخ په فلسفه کي د مطلق جبر منونکي دي. هغوی وايي: چي په داسي وخت کي چي يو مدنيت و اوج ته رسېږي، له هم هغه ځايه يې بيرته زوال پيل کېږي. ولي چي په غېږ کي يې داسي څوک را پورته شي، چي پای د هغه مدنيت د ورانۍ او خرابېدلو لامل جوړېږي. مانا دا چي مدنيت په خپله د مدنيت تر ټولو لوی دښمن دی. دغه تاريخ ليکونکي مدنيت د انساني عمر سره ورته بولي او وايي: چي قامونه هم د انسانانو په څېر د زوکړي، کوشنيوالي، بوډاتوب او مرګ له پړاوونو سره مخامخ کېږي. لکه څنګه چي د وګړي د ځوانۍ اوج د بوډاتوب پيل دی، همدا رنګه د مدنيت پرمختګ يا اوج د هغه د زوال زېری دی. د جبر دا نظريه سمدلاسه د ژوري نهيلۍ د رامنځته کېدلو لامل ګرزي. کله چي انسان ته له سره خپلي هڅي بې پايلي او نا هيلي څرګندي شي! نو د هغوی د کړنو ولولې او جذبې ډېري سړې شي. هغوی د فطرت د تسخير پر ځای د مرګ او فنا په اړه غور پيل کړي او نور لا دا چي مطلق جبر د پرمختګ تصور او خيال له منځه وړي. کله چي د تاريخ د عمل غبرګون دوه اړخيزه وي، هلته د پرمختګ هيله له سره کېدلای نه شي. ولي چي د پرمختګ عمل خو پر يوه غوړېدلې لاره يا بريدکرښه کېږي، په يوه شپاله يا دايره کي د پرمختګ تصور نه شي کېدلای! نو پايله يې دا ده، کومو تاريخ ليکونکو چي د تاريخ د بيرته غبرګون يا ګرځلاو خبره وړاندي کړې ده، هغوی د جبر او ژوندانه دتياره اړخونو يا قنوطيت استازيتوب هم په برخه لري، ځکه چي هغوی وګړي يا انسانان د ژوند له سباوون څخه نهيلي کړي دي.

که په ژوره توګه و څارل شي، څرګنده به شي، چي د تاريخ د بيرته غبرګون يا ګرځلاو تېر وتنه د اندېښمنو فکرونو پايله ده. کوم تاريخ ليکونکي چي د دې منونکي دي، هغوی د انساني مدنيت د پرمختګ د په زړه پوري څارني او ژوري کتني يا د هغوی پر برخه ليک په ټوليزه توګه د غور کولو پر ځای د بېلا بېلو قامونو د تاريخ جلا جلا تجزيه وړاندي کړې ده. کومه پايله چي د هغوی له هڅو تر لاسه شوې ده، هغه يې د انسان پر برخليک نجتې يا پينه کړې ده. هغوی د وګړو يا انسانانو د کوشنيوالي، ځوانۍ، بوډاتوب او مرګ تر پړاوونو د تېرېدلو په څارنه سره دا پايله تر لاسه کړې ده، چي ټول انسانان ختمېدونکي يا فاني دي! خو له دې پايلي سترګي پټي کړل شوي دي، چي د انسانانو له مرګه پرته هم انسان غير فاني دی. په بله مانا د قامونو، ملتونو، مدنيتونو پر پيل، اوج او ختمېدو خو يې بحثونه کړي دي! خو دا ری يا فکر يې نه دی وهلی، چي د دې بېلا بېلو مدنيتونو تر فنا کېدو پرته هم انسان تلپاتی او پر ځای دی. تر څار لاندي ستونزه که په دې نيامت و څارل شي! نو چي چېري د تاريخ د عمل دوه اړخيزه تصور بې ځايه ګڼل کېږي، هلته د دې په پايله او نتيجه کي چي د جبر او نهيليو کوم تصورات را منځته کېږي، هغه په ژوند بخښونکو روڼاګانو بدلېږي. تاريخ ليکونکو د سمېري، بابلي، فنېقي، مصري او نورو مدنيتونو په بېله بېله کتنه سره د هر يوه د ځای ټاکني هڅه کړې ده. يواځي د تاريخ ليکني په نظر سره د دې ډول کتني بې له شکه ګټه خو تر لاسه کېدلای شي! خو که د دې کتني په روڼا کي د فلسفې تاريخ ټاکل کېږي، دا د بې شمېره تېروتنو لامل جوړېدلای شي. ولي چي هر تاريخ ليکونکی د خپل قام د مدنيت تاريخ ډېر لوړ وړاندي کوي. د هغه وګړي په څېر چي هر وخت د نورو په تاوان کي د خپل زهتوب يا ځان خوښوني پالنه کوي او د نورو قامونو د مدنيت د بريا په منلو کي له ځنډ او بخل څخه کار اخلي، چي د فکر او نظر تله ورځنې پورته کښته کېدلای شي. د نظر دغه انداز له هغه دوره يادپاته دی، چي کله خلګو خپل ځانونه يونانيان، مصريان، هنديان، عرب او نور ګڼل او دغه څه يې تر انسان و خپل ځان ته ور تېر ګڼل.

زموږ په وخت کي د ساينس د هېښوونکو موندنو(ايجاداتو) او را برسېرنو له کبله و هري خواته د قوميت او وطنيت ډبرين دېوالونه د “يريحو” د خوندي ښار په څېر نړېدونکي دي. ورځ په ورځ دغه احساس نوره وده مومي، چي د رنګ او نژاد(نسل) دغه بېلتون ټيټ او مهالنی دی. په انسانانو کي”په توګه د انسان” هيڅ توپير نشته. په دې کي هيڅ شک نشته، چي خپل چاروکي، لنډ ويني او خپلي ګټي په نظر کي ساتونکي سياست پوهان د انسانانو د يووالي په بېلتانه او ټوټې ټوټې کولو پسې دي! خو وايرليس، رېډار، الوتکي، ورځپاڼو او مجلو د مځکي تناوونه را لنډ کړل. د بېلا بېلو هېوادونو اوسېدونکو له يو بل سره د نږدېوالي احساس کړی دی، چي د ټولو انسانانو احساسات په بنسټيزه توګه يو ډول دي. اړتياوي يې يو ډول دي، ګټي يې يو ډول دي، دغه خيال د نژاد، رنګ او ژبي کرکي سوکه سوکه له منځه وړي. ښاغلي عيسیM او مارکس اريليس چي د انسانيت د يووالي کوم خوب ليدلی وو، د هغه مانا کېدل اوس را نږدې شوي دي. و دې رښتينواله ته په کتنه سره په اوس مهال کي د دې خبري کلکه اړتيا شته، چي د مصريانو، يونانيانو، بابلي مدنيتونو د تاريخ ليکني پر ځای دي. د انساني مدنيت پر پيل او پرمختګ غور وکړل شي. د سپينګلر او بطليموسي نظر پر ځای دي د “کوپر نيکي” نظريه په کار واچول شي. د نړيوال مدنيت دغه کتنه به د دې فکري تېروتني په لېري کېدو کي مرسته وکاندي، چي د تاريخ عمل دوه اړخيزه دی، يا تاريخ بيرته راګرځېدونکی دی. له دې کتني به موږ ته څرګنده شي، چي انسان څه رنګه د شعور په ويښتابه له څاروو بېل ژوند تر لاسه کړی. د پوهي، فکر په وده سره د ترهي او وحشت تر پړاو څنګه راتېر شو او په کرهڼيز پړاو کي يې د ژوندانه ګامونه واخستل. څه ډول کرهڼيز اووښتون د ښکار دوره له منځه يووړه. کروندې او کښت “انسان” بانډې يا کلي جوړولو ته اړ کړی. ښارونه يې ودان کړل، د مملکت بنسټ يې کښېښوو. د ودانيو تصور که يوې خوا ته مدنيت را منځته کړی، نو بلي خوا ته يې د انسان په زړه کي د ښکېلاک، ځبېښاک او د برلاستيا د ورانو، ناوړو غوښتنو او جذباتو پالنه هم وکړه. سوکه سوکه يې بې وزله او کمزوري خلګ په مريانو او مينځو ګرزولو سره په ځاني املاکو واړول. موږ به و پوهېږو، چي څه ډول تر کرهڼيز اووښتون وروسته ښځه له خپل لوړ ارزښت څخه را ولوېدله. د شاهانو(پاچاهانو) په مخکي د شاهي او مذهب يووالی را منځته شو.شاه به د خپلي زمانې تر ټولو لوی مذهبي مخکښ ګڼل کېدی، پاچا به ځان د هسک يا لمر زوی څرګنداوی، چي د هغه خبره منل مذهبي فرض و ګڼل شو. دا ډول مذهبي لمانځنځای او تخت تر پېړيو يو د بل ملاتړي پاته شو. همدارنګه په کرهڼيزه ټولنه کي د ښکار د دورې ځينو روايتونو تر ډېري مودې ژوند وکولای شو، چي په هغوی کي تر ټولو د اندېښنې وړ روايت دا وو، چي زورور د بې وزله او کمزوري پر ځان او مال د واکمنۍ بنسټيز واک و درلودی. پر دې ټولو ناوړو سربېره هم کرهڼيزي ټولني د ښکار پر دوره ارزښت او وړتيا درلوده. په دې کي ساينس، مذهب او زړه اېلوونکي فنون يا زړه خوښوونکي هنرونه را منځته شول. د ساينس موندني او را برسېرني رامنځته شوې، چي د دې ارزښتونو له کبله انسان له سرښت (فطرت) څخه د ترهېدلو او وېرېدلو پر ځای له هغه سره د ډغري وهلو زړه و موندی. لاري ګودري يې ورته و څارلې. ساينس د وګړيو نفسياتي يا اروايي باور ته وده ورکړه. هغوی ته يې له لرغونو وهمونو، کرکو او کږنو ژغور ور په برخه کړی، چي له کبله يې انسان د هسک، سپوږمۍ او ستورو د لمانځني پر ځای د هغوی د لاندي کېدو په فکر کي شو. کرهڼيزه ټولنه لس زره کاله پر ځای پاته شوه. تر دې مهاله چي په نونسمه پېړۍ کي صنعتي اووښتون را منځته او را سربېره شو، چي د زاړه نظام ودانۍ يې سره و لړزولې.

د صنعتي اووښتون د راتګ يواځي يوه نيمه پېړۍ تېره شوې ده! خو اغېز يې په کرهڼيزه ټولنه کي هر ځای خپور او پلي شوی دی. سوکه سوکه د زاړه نظام ريښې او زړه ورکاږي. د صنعتي اووښتون پيل په انګلستان کي شوی وو، په څو کلونو کي په ټولو هېوادونو کي خپور شو. پر ځای ځای کارخانې پرانستل شوې. د مېچن نوي بڼې په صنعت او کار کي اووښتون را سربېره کړی. د کارخانو لپاره و اومو موادو او د جوړو شوو شيانو د خرڅلاو لپاره و منډيانو ته اړتيا وه! نو ځکه قامونو اسيا او افريقه د توري په زور لاندي کړه. ملوکيت و کاروبار او تجارت ته وده ورکړه. د تجارت پراختيا يو نوی ډول ملوکيت و زېږاوی، چي و هغه ته تجارتي يا اقتصادي ملوکيت ويل کېدلای شي. د نوو اباديو پر وېش د قامونو خبره تر له لاندي شوه، چي تر دوو نړيوالو جګړو ورسېده. دا جګړې په څرګنده توګه خو د خپلواکۍ او اخلاقي ارزښتونو د ساتني لپاره تر سره شوې! خو په شا کي يې د ملوکيت لوی دېب ولاړ وو. د صنعتي اووښتون له پيل سره ورځ تر بلي هر ځای لويي لويي کارخانې جوړي شوې، ماشينانو د لاس کارونه له منځه يووړل، ځکه کارګران او مزدوران په ډلو ډلو د کارخانو لوري ته ولاړل. په يوه ورځ کي کارګر او مزدور تر خپله مزدوري څو پټه يا څو چنده ډېر څه پيدا کول، چي له کبله يې د کارخانې څښتنانو ډېره ګټه تر لاسه کوله! خو د کارګر او مزدور ځپلې ورځ هم هغسي پر ځای پاته وه. هغه به د ټولي ورځي په کار کولو يواځي دومره لاس ته راوړنه درلودله، چي لومړنۍ اړتياوي به يې په نول او ځول پوره کولای شوې. څرګنده پايله يې دا شوه، چي د کارګر او سرمايه دار تر له لاندي شوه. د دوی تر منځ دغه تاو تريخوالی تر اوسه روان دی! خو د را الوتي بادله توندۍ څخه څرګندېږي، چي پايلې به يې څه او څه رنګه وي.

د صنعتي اووښتون د راسربېره کېدلو له کبله شاهي ځبېښاک له منځه ولاړی! خو کوم دوه څلور شاهان چي لا پاته دي، د هغوی هم پښې له مځکي ختلي دي. دومره برلاسي او اغېزمن نه دي، جمهوريت هر ځای وده مومي. اولس را ويښ شوی دی، په اولس کي د خپلو حقوقو د غوښتني او ځان ساتني پر توان او وس سربېره ډېري په زړه پوري هڅي را سربېره شوي دي. د ساينس موندنو صنعتي اووښتون راوستلی وو او صنعتي اووښتون د ساينس موندنو او رابرسېرنو ته وده ورکړه. دا چي په تېرو پنځوسو او شپېتو کلونو کي ساينس ته څومره وده ور په برخه شوې ده، دومره وده يې په تېرو پنځوسو پېړيو کي ممکن نه وه. د ساينس روڼا د جهالت په ژورو تيارو کي لاره وموندله. د انسان د برېښنا يا بجلۍ له پړک سره دا خبره و زړه ته ولوېدله، چي د ساينس په برکت موږ له خپلي سيارې(مځکي) جنت جوړولای شو. له پېړيو پېړيو ځپلی او د ځبېښاک تر پښو لاندي اولس د خپلواکۍ سا اخلي. د صنعتي اووښتون يوه بله پايله دا شوه، چي ښځه د نر له مرييتوبه ژغورل شوې ده. د ښځي خپلواکۍ له نارينوو څخه د ډېرو ماينو کولو واک او وس واخست. اوس ښځه د نارينه د خوشالولو يوه لوبتکه پاته نه ده، بلکې اوس د نارينه سره په سيالي د ژوند په ملګرتيا منل کېږي.

تر صنعتي اووښتون وروسته د علومو او فنونو د خپرېدلو بې شمېره لاري ګودري پرانستل شوي دي. اوس د علم تر لاسه کولو لاري هر چاته پرانستي دي. کيلي يې د يوې ځانګړي ډلي په لاس کي نه ده. اولس هم اوس د علم پر چينه خپله تنده ماتوي! لکه څنګه چي کرهڼيز اووښتون د ښکار د وختونو ارزښتونه له منځه يووړل، همدغه ډول د صنعتي اووښتون د غوړېدلو له کبله د کرهڼيزي ټولني ارزښتونه بدلېدونکي دي! نو کله چي په را روانو پېړيو کي د نړۍ په هېوادونو کي بشپړه صنعتي ټولنه رامنځته شي؛ بيا به هرو مرو خپل نوي نوي سياسي، اقتصادي، ژوندني(عمراني) علمي او هنري ارزښتونه را و پنځوي. د ټولني بهرني بدلونونه له لېري څرګند او ښکاره دي! خو دننني(داخلي) بدلونونه په ناڅرګنده ډول راسربېره کېږي. د بېلګي په توګه د ترهي يا بربريت په پړاو کي چي ټولنه مورګنۍ[3]وه! نو ښځي ته د ټول ټبر سترګي ور اووښتې. ښځه منځی يا مرکز ګڼل کېدله. زامن د دې له نامه پېژندل کېدل، د پلار ارزښت تر هغې وروستی او ټيټ وو. تر کرهڼيز اووښتون وروسته پلرګنۍ[4] ټولنه را منځته شوه. نارينه درنښت تر لاسه کړی، ښځه د څاروي په څېر يو ځاني ملکيت وګڼل شوه. د صنعتي ټولني په بشپړ راتګ به دغه چاپېريال بدلون و مومي، ښځه به بيرته له لاسه ورکړی د سيالۍ ارزښت او ځای تر لاسه کړي. د تاريخ پر دې پړاو له اټکل او قياس څخه کار اخستل به تر وخت مخکينۍ خبري وي! خو دومره ويل کېدلای شي، چي په نوې ټولنه کي د کرهڼيزي ټولني اخلاقي او ژوندني ارزښتونه پر ځای نه شي پاته کېدلای.

له دې څرګندو يادونو مرام دې رښتينوالي ته پام را اړول وو، چي تاريخ د انسان دوه اړخيز خوځښت نه دی. مانا دا چي انسان په يوه شپاله يا دايره کي نه پر له ګرځي! بلکې پر يوه پر له پسې لاره د پرمخ تګ لوري ته روان دی. د انسان د ترهي او وحشت دور تر هغه پخواني پړاو رښتيا هم ښه وو، چي نيکونو يې پر ونو(درختو) ژوند تېراوی او دترهي پړاو د وحشت تر پېر يا وخت ښه جوت شو، چي په هغه کي اور و موندل شو او د اوسپني په کار اچول را منځته شو.

تر کرهڼيز اووښتون وروسته چي کومه ټولنه و رغېدله، هغه په هره توګه د ترهي تر پړاو ښه وه. همدا رنګه تر صنعتي اووښتون وروسته انسان په پوره باور سره د پرمختګ لوري ته روان دی. بې له شکه د پرمختګ په دې ستونزمن مزله کي انسان له ډېرو ستړو او ناکاميو سره مخامخ شوی دی! خو په هرحال انسان د خپل راڼه لوري خوا ته په پرله پسې توګه روان دی. تر کرهڼيزه ټولنه وروسته د صنعتي ټولني راتګ هم دومره اړين او ضروري دی، لکه د وحشت تر پړاو وروسته چي د ترهي يا بربريت او تر بربريت وروسته د کرهڼيزي ټولني بدلون اړين وو. تهذيبونه له منځه ځي، مدنيتونه ماتېږي! خو د هغوی پرمختګ خوښوونکي او ژوند ته وده ورکوونکي روايات تل ژوندي پاته وي. د پرمختګ له کړنو سره ډغري راتللای شي، د هغه تګ ځنډنی کېدلای شي! خو پر يوه ځانګړي پړاو يې مخنيوی کول يا تګ لوری ځای پر ځای وچ درول د هيچا د وس خبره نه ده.
[1] stoics
[2] vico
[3] Matriarchal
[4] Patriarchal

خپلواکي بې لاري ده!
يا
بېلاري د خپلواکۍ نوم دی!

خپلواکي دوه اړخه لري، ځاني او ټولنيزه. پر ځاني اړخ فلسفيانو او ارواپوهانو په زړه پوري خبري کړي دي. په فلسفه کي دا پوښتنه د ارزښت وړ ده، چي انسان خپلواک دی که اړ دی؟ په اصطلاح کي و دې ته د جبر او ارزښت نوم ورکول شوی دی. ارسطو، نظام، لايب نټزاو برګسان انسان په کار کي خپلواک ګڼي. اېپک ټېټس، شنکر اچاريه، ابن عربي او شوپنهاير يې يواځي اړ يا مجبوره ګڼي. په نوو نفسياتو کي فرايډ يواځي په مطلق جبر منونکی دی. اېډلر د ارزښت او واک ملاتړی دی. د دې ستونزي ټولنيز يا سياسي اړخ له دې پوښتني سره تړلی دی، چي انسان د ټولني د غړي يا د رياست د ښاري په توګه خپلواک دی که اړ دی؟ که خپلواک دی، نو تر کومه ځايه خپلواک دی؟ د يادوني وړ ده، چي د خپلواکۍ د ځاني او ټولنيز اړخونو تر منځ د هيڅ ډول ټاکلی واټن نشته. دا توپير د دې ستونزي د هوارولو لپاره وړاندي کېږي؛ کنې نو دا خو جوته اوڅرګنده ده، چي انسان د ټولني يو غړی دی، د هغه سړيتوب او شخصيت په ټولنه کي بڼه مومي.

د دې ستونزي تاريخي شاليد په لنډه توګه دا سي دی، چي په ډبرين پير يا د ډبري په زمانه کي چي د انسان نيکه ګانو د څاروو په څېر په ځنګلونو او د غرونو په سمڅو(غارونو) کي ژوند کاوی. په ښکار کولو به يې ژوند تېراوی، د خوړو په پلټنه پسې به خوار وو! خو د هغوی ذهن د څاروو په پرتله ډېر پرمختللی جوت دی. د همدغه ذهني ارزښت له کبله يې اور و موندی. تبرونه، برچې او کرچې( دواړو اړخونو ته تېره چاړه چي وروسته يي د توپک په خوله کي ځای و موند) يې جوړي کړې، پايه(پهيه) او کشتۍ يې جوړه کړه! خو په انساني تاريخ کي تر ټولو لویه او اووښتون را وستونکې درنه موندنه د ښځي په برخه رسېدلې ده. چي د تخم، کرهڼي، کروندې موندنه يې تر لاسه کړه. له دې موندني سره د ټولني، رياست، مدنيت او ښاري ژوند پيل تړلی دی. د دريابونو پر غاړو کروندې وداني شوې، کښتونه و کرل شول، ډېرو کورنيو يو ځای اوسېدل پيل کړل، ډېر توکمونه د يوه نيکه پر اولادونو جوړ وو او د هغه په نامه به پېژندل کېدل. د وخت په اوږدو کي د دريابونو پر غاړو ودانۍ او کلي جوړ شول، چي وروسته يې د لويو لويو ښارونو بڼې خپلي کړې. د انسانانو ګډي اوسېدني بېلابېلي ستونزي رامنځته کړې. تر ټولو درنه ستونزه دا وه، چي په څه ډول دغه ودانۍ او بانډې د غرنيو او بېديا مېشتو(چي لا يې وحشي ژوند درلودی) له بريدونو خوندي و ساتلای شي؛ ولي کومو خلګو چي د وېري ترهي پخوانی ژوند درلودی، د هغو چي به کله هم لاس بر شو، پر دې کليو بانډو به يې ناتار جوړ کړی، وژل او تالا ترغه کېدل به يې تر سره کول. د سوبمنو په څېر به يې لاندي شوي ودانۍ د ځان کړلې. د نړۍ تاريخ د ترهګرو او متمدنو خلګو تر منځ د جګړو يوه اوږده کيسه ده. په هر حال په ودانيو کي ځينو زړورو اوسېدونکو د بريد کوونکو د مخنيوي لپاره د مېړنيو جنګياليو ډلي جوړي کړې او په خپله به يې مشران شول. و دې مشرانو ته د سولي ساتونکو په سترګه کتل کېدل، دوی به هم هر وخت د جګړې لپاره چمتو وو. د همدې لپاره کروندګرو د کښت څه برخه يا ګټه و هغوی ته ورکول پيل کړل، چي هغوی په ښه توګه او لوی زړه خپل کار تر سره کړای شي او دغه خپله کړې لاره و پالي. دغه دود وروسته د خراج او ماليې بڼه خپله کړله، چي نن هم په کرهڼيزو هېوادونو کي اخستل کېږي. همدغه مشران پای شاهان و بلل شول، چي پر اولس يې د خپل لوړښت او واک ساتني لپاره خپله نسبي شجره له ديوتاګانو سره وتړله. همدا رنګه د انساني ټولنيز ژوند پيل و شو. د ټولني له غېږي رياست را و زېږېدی. د نړۍ د تاريخ په دې لومړي پړاو کي په ښاري رياستونو کي د انتظامي اړتياوو په روڼاکي د ټولني بېلابېلي ډلي را منځته شوې. تر ټولو لوړه ډله د جنګياليو وه، چي د رياست واګي يې په لاس کي وې. ملتيا يې د مذهب مخکښانو او د هغوی پلويانو کوله، چا چي د مذهب پر نامه چارواکو ته د جبر او ځبېښاک لاره هواروله، چارواکو په بدل کي و هغوی ته يو ډول اسانتياوي برابرولې. د اولس ډېره برخه له کروندګرو، کارګرو او مريانو جوړه وه، چي د ژوند مرام يې يواځي همدا وو، چي د لوړي ډلي د ژوند د هوسايني لپاره په ورځ او شپه زيار، کړاو او خواري پر ځان ومني. هغوی ته په ټولنه کي ډېر په سپکه سترګه کتل کېدل؛ ځکه خو په لرغونو تاريخونو کي د پاچاهانو او د هغوی د درباريانو يادونه ښه په پوره توګه کېږي! خو د اولسي ژوند څرک يو ځای پکښي نه ښکاري.

پوهانو د انساني ټولني د پيل او اوج د وګړي او ډلي د تړون او اړيکو په زړه پوري وړاندويني ورکړي دي. روسو وايي: چي انساني ټولني په رسمي ډول د يوې ژمني پر بنسټ خپله بڼه خپله کړې ده، چي پر دې بنسټ اولس خپل واک د امن او سولي د ساتلو په بدل کي و چارواکو ته سپارلی وو. د هابس خيال دی: چي اولس کله يو ځل له خپله واکه لاس پر سر شو! بيا خپل واک په هيڅ توګه نه شي تر لاسه کولای. په داسي وينا هغه و پاچاهانو ته د ځبېښاک لاره هواروي. لاک اولس د واکمنو دواک سرچينه ګڼي. هغه دا وايي: چي چارواکي د اولس ملازمان دي، چي څه وخت يې وغواړي، له واکه يې لېري کولای شي. له اولس څخه دا واک او وس څوک نه شي اخستلای. لاک د خلګو د خپلواکۍ منونکی دی. وايي: چي د رياست کار يواځي دا دی، چي سوله او امن وساتي. رياست تر دې بريده پوري د خلګو په کړنو کي لاس وهنه کولای شي، چي زښته اړتيا يې وي. د ادم سمتهـ په نظر تر ټولو ښه رياست هغه دی: چي خلګ يې د تجارتي ګونديو، د مال او اسباب په وړلو راوړلو کي په بشپړه ډول خپلواک وي. د دې اپوټه افلاطون او هيګل وايي: چي هيڅ يو سړی که له ټولني ځان ته جلا ژوند و غواړي، هغه خپلواک نه شي پاته کېدلای. ولي چي سړی په ټولنه کي د خپل ځان په ګډون رښتونې خپلواکي تر لاسه کولای شي. د هېګل په خيال د يادوني وړ رياست هغه وي: چي په هغه کي سړی په يوه ډله يا جماعت کي داسي ځان ورک کاندي، چي د ډلي اراده يې خپله اراده جوړه شي. دا خيال د کارل مارکس هم دی. جان سټوارت مل وايي: چي د ځانګړي ښېګړي لپاره د ژوند ښېګړي ته اړتيا ده. سړی له ډلي سره تړلی وي، خوشالي يې د ډلي پر ښېګړه ولاړه وي.”ډېوي” د سړي د ارزښت خبره کوي. وايي: چي هر سړی ځان غوښتونکی دی! نو ځکه هغه د چا د ښېګړي وسيله نه شي جوړېدلای. د انساني سړيتوب ساتنه او پالنه د هغه د فکرونو مرکزي تصور دی. ژان پال سارتر د ځانګړي خپلواکۍ دغه تصور په نهايي بڼه وړاندي کوي. وايي: چي انسان په هره توګه مطلق خپلواکه دی. د هيڅ يو سړي په اړه بل څوک يا ډله د پرېکړي کولو واک نه لري. انارکسټ باکونن او کروپاټکن رياست له بشپړ جبر او تشدد څخه اخستی ګڼي. وايي: چي د رياست له منځه وړلو پرته به انسان کله هم د خپلواکۍ سا وانخيستلای شي.

دې ټولو خيالاتو او رايو دغه ستړې رامنځته کړې ده، چي سړی د رياست لپاره دی، که رياست د سړي لپاره دی. په بله مانا دا چي د سړي ځانګړې خپلواکي ارزښت لري؛ که د رياست پراخه ښېګړه ارزښتناکه ده. څرګنده ده، چي د داسي يو د بل په مخکي رابرسېرو شوو نظرياتو پرتله په يوه نه يوه توګه د حکومت سره په تړون امکان لري. تر ټولو له مخه ملوکيت را اخلو، چي يادونه يې په لنډه توګه شوې ده. موږ وليدل، چي د ټولني او مدنيت پيل د رياست له را منځته کېدو سره شوی وو. د رياست جوړېدلو انساني ټولني ته ټينګښت ور په برخه کړی. د ټولني ټينګښت مدني ژوند ممکن کړی. د رياست پاچا د ټولو کرهڼيزو شتمنيو څښتن وو! نو ځکه په قدرتي توګه هغه داسي کړنلاره و ټاکله، چي د دوی لاسبرتيا او واکمني يې پر ځای ساتلای شوای. داسي رياست له پيل څخه د واکمني ډلي په لاسونو کي د اولسونو د تر لاس لاندي ساتلو لپاره په کار واچول شو. په هر ډول املاکو کي لاس وهنه کول ډېر لوی جرم او تېری و ګڼل شو، مځکه، زر او ښځه.

ښځه هم د څاروو په څېر د نارينه شتمني ګڼل کېدله. د دغه کړنلاري د ساتني لپاره سختي تګلاري و رغول شوې. د ياغيتوب، غدارۍ، غلا او زنا سزا مرګ وه؛ ولي چي د دې جرمونو له کبله ځاني شتمنيو ته وېره وه. پر رياست د پاچاهانو او د هغه د پلويانو لاس بر وو. نورو ټولو خلګو د دوی چوپړ ته ملا تړلې وه، مځکه د پيداوار تر ټولو لويه وسيله وه، ځکه د ژوند اړيکي په دې تړون را سربېره او را څرګندي شوې. يوې خوا ته پاچاهان او مځکوال وو، بلي خوا ته کروندګر او مريان وو. د دې پړاو سياستونه هم د اقتصادي نظام او د ژوند له اړيکو سره تړلي دي. د دې تګلاري ټاکلی مرام همدا وو، چي څنګه اولس تر لاس لاندي ساتلای شو. د کرهڼيزي ټولني پيل له مرييتوبه شوی وو، تر هغوی وروسته د کروندګرو، بزګرانو او نورو زيارکښانو ژوند د مريانو له ژونده سره دومره زيات توپير نه درلودی. د هغوی د ګټو نږدې ډېره برخه د پاچاهانو او جاګيردارانو تر لاسونو رسېدله. کرهڼيزه ټولنه په دوو ډلو وېشل شوې وه. له کاره ځان کښونکې ډله، لټان او بې کاره ډله خپلي خوښي ته ايله وه او زيار کښونکې ډله تر لاس لاندي وه. دې اقتصادي او ژوندني توپير د واکمنو پاچاهانو او ځپلو يا تر لاس لاندي اولس تر منځ دغه تاو تريخوالی را منځته کړی، چي د همدې تاوتريخوالي پر بنسټ د جمهوريت او خپلواکۍ و تصوراتو ته ملاتړ ور په برخه شو. د ملوکيت تر زوال وروسته د پخواني رواياتو پالل د امريت په بڼه کي پاته شول. نن چي په څلور کنجه پينۍ کي د اولس د راويښېدلو کومه ځوږه خوره ده، هم دغه روايات په نوې نوې بڼه کي د جمهوريت په پوښ کي را سربېره کېږي.

دويم ډول حکومت جمهوريت دی، چي پيل يې د زاړه يونان له ايتهنز رياست څخه وشو. کله چي د هغه ځای ښاريانو خپل پاچا د هېواد و پرېښوولو ته اړ يوست او واک يې په خپل لاس کي واخست. د اېتهنز مېشتو له دغه ګامه د پېړيو تر مرييتوب وروسته د اولس د پاچاهانو له زورکي لاسبرتيا څخه د ژغورون لپاره پر له پسې هڅي پيل کړې. دا خبره د يادوني وړ ده، چي د پاچا په ضد د خپلواکۍ د غورځنګ خښته د ايتهنز تجارت کوونکي ډلي ايښې ده، چي تر کروندګرو ښه ژوند لرونکې او خپلواکه ډله وه. تر پېړيو وروسته په برطانيه او اروپايي هېوادونو کي هم تاجرانو او سوداګرو د پاچاهانو واکمني له منځه وړې وه! خو که چېري موږ دا بهير و څارو، د پاچاهانو تر واک له منځه وړلو وروسته همدغه ډلي اولس له هغو حقوقو بې برخي کول و غوښتل، د کومو حقوقو لپاره چي دوی د پاچاهانو په ضد را پورته شوي وو. په هر ډول په يوناني رياستونو کي چي کومه اولسواکي رامنځته شوه او وده يې وکړه، هغه په خپل ځان کي هم د مرييتوب په چوکاټ کي وه. د ايتهنز د اولس ډېره برخه مريان وو، چي په قدرتي توګه له هر ډول ښاري حقوقو بې برخي وو. ارسطو په خپل”سياسيات” کي د مريانو وجود د يو مثالي مملکت لپاره اړين ګڼي. هغه وايي: چي په رياست کي د مريانو اوسېدل اړين وي، چي چارواکي او پوهان د سمون چارو او کړنلارو د ټاکني په اړه په ښه توګه فکر کولو ته وخت و لري. د ايتهنز د جمهوريت کاري چوکاټ د ښار تر کلا پوري وو. د چوڼ پر وخت به ټوله ښاريان پر يوه ډګر سره راغونډ شو. په ولاړي ولاړي به يې خپلي رايي وشمېرل شوې. په ملوکيت او يوناني جمهوريت کي توپير همدا وو، چي په يوناني ښارونو کي واک د يو څو شتمنو کورنيو په لاس کي وو. د واک په تر لاسه کولو يا ساتلو کي به له يو بل سره په ګوندي بوخت وو. له همدې پلوه چي په دې ښاري رياستونو کي د جمهوريت کوم ډول پلي شو، يا يي رواج و موندی، و هغه ته د يو څو هوسا او شتمنو کورنيو واکمني ويل کېدلای شي.

د نوي جمهوريت پيل په انګلستان کي وشو. کله چي شتمنو يا جاګيردارانو شاه جان(پاچا، واکمن) پر قرطاس اعظم لاس ليک ته اړ کړی، چي له کبله يې د پاچا واک ته يو چوکاټ وټاکل شو. هغه د اولس دا غوښتنه ومنله، چي پاچا به بې له مقدمې يو سړی په بند کي نه شي اچولای. د جاګيردارانو واکمني لنډ مهالې وه، دومره وخت يې نه و نيوی. په څوارلسمه او پنځلسمه پېړۍ کي د علومو د راڅرګندېدلو بهير رامنځته شو. چاپخونه راغله، د لوري ښوونکي الې لېري لېري دريابي لاري را لنډي کړې، د باروتو رواجېدلو او د توپ موندني د جاګيردارانو واکمني له منځه يووړه. د کوپر نېکس، ګېليليو او نيوټن علمي برسېرنو د خلګو خيالونو ته بدلون ورکړی. خلګ د خپل واک او لويي په اړه څرک شو. په انګلستان کي د سپڼسي ورېشلو مېچن او د دود کوونکي مشين موندنو د ماشيني کارونو او لاسي کارونو و ډول ته بدلون ورکړی. د مېچن يا مشين په کار اچوونکو پر پراخه کچه د کار ځايونو جوړول پيل کړل، چي په زرګونو کارګرانو په هغو ځايونو کي کارونه کول. د علومو د راڅرګندېدني د پيل او صنعتي اووښتون تر منځ لږ او ډېر پنځه پېړۍ وخت دی، چي د درانه اووښتون راوړونکی وخت ګڼل کېدلای شي. د ساينس موندنو او را برسېرنواقتصادي نظام زښت پر بل مخ واړاوی. کرهڼيزه ټولنه سره و لړزېدله، د پيداواري لارو له بدلون سره ژوند لارو هم بدلون و موندی. د کروندګر او بزګر تر منځ تاوتريخوالي د کارخانه دار او مزدور تر منځ د تاوتريخوالي بڼه خپله کړه. په پيل کي خو تاجران او کارخانه داران په دې ډېر خوښ وو، چي د جاګيردار له لاسه و وتل! خو کله چي مزدورانو د دوی په ضد يو غورځنګ رامنځته کړی، نو دوی و بوږنېدل! لکه څنګه چي پاچاهانو د خپلواکۍ د غورځنګونو له منځه وړلو لپاره کومي هلي ځلي تر سره کړي وې؛ همدغه رنګه سرمايه دارانو له زيارکښانو څخه د بنسټيزو انساني حقوقو اخستلو لپاره هر ډول ناوړي لاري خپلي کړي دي! خو د تېري نيمي پېړۍ پېښو دا جوته کړې ده، چي هغوی يوه بايللې جګړه پالي. په هر حال دا هغه اقتصادي شاليد وو، چي په هغه کي د نوي بڼې و پارليماني جمهوريت ته وده ور په برخه شوه. د ايتهنز د تاجرانو په څېر د برطانيې کاروباريانو او صنعت کارانو هم د جمهوري ارزښتونو په نوم چي د کومي خپلواکۍ لپاره هڅي کولې، له هغه څخه يې مرام د تجارت او کاروباري خپلواکۍ تر لاسه کول وو. په دې خپلواکي کي هغوی د کارګرانو او زيارکښانو ګډون نه غوښت! نو ځکه موږ وينو، چي د”ولبر” ډلي وګړ پالو د مرييتوب له جغه د حبشيانو د ژغور لپاره په لوی زړه په خپلو ويناوو کي څرګندوني کولې! خو په خپلو هېوادنيو کارخانو کي يې د اتو اتو او لسو لسو کلونو هلکوانو او برالبو ښځو پر شل شل ساعته پر له پسې کار غوږونه کاڼه اچولي وو. هغوی ته د دې خبري احساس هم نه وو، چي د نوي بڼې دغه مرييتوب تر لرغوني ډول مرييتوب څو پټه بد او ځوروونکی دی.

په برطانوي پارلمان کي د امراوو ځای جوړول د زاړه فکر پالونکو د ملاتړ لپاره تر سره کړل شو. د زورواکانو يا امرانو سياسي واک له منځه تللی وو؛ ځکه له هغوی څخه د صنعت کارانو او شتمنو د وېري هيڅ لامل پاته نه وو! نو ځکه هغوی له دې ناچلاندو سکو څخه د زيارکښي ډلي د غورځنګ په مخکي د خنډ جوړېدني کار اخستل غوښت. همدغه کار نن له تاج او تخته اخستل کېږي؛ کنې نو د نړيوال جمهوريت په دې دوره کي د پاچاهانو وجود يواځي په لرغونتون کي د ايښوولو د پاتېدو دی. په پارلماني نظام کي يواځي هغه خلګ ټاکل کېدلای شي، چي له هغه سره ډېره سرمايه يا شتمني وي، يا يې د سرمايه دارانو د اقتصادي ګټو د ساتلو ژمنه کړې وي. پر دې سربېره هم د برياليتوب لپاره د يوې سياسي ډلي سره تړون په کار وي. دغه سياسي ډله د تاجرانو او شتمنو ګټي ساتي، ځکه چي څوک هم له دوی څخه په مخ اړولو په چوڼ کي د برياليتوب مخ نه شي ليدلای! که بريالي هم شي، تر لوړه ځايه يې د رسېدلو لاره تړلې وي. په انګلستان، امريکايي ملګرو اولسواليو، فرانس او هندوستان کي اوس هم دغه چاپېريال دی. په دې هېوادونو کي يوه کابينه هم د سرمايه دارانو له خوښي پرته نه شي را منځته کېدلای. امريکايي ملګري اولسوالۍ نن سبا ځان د جمهوريت تر ټولو ستر پالونکي ګڼي او خپل دغه جمهوريت د توري په زور پر نورو ترپل غواړي! خو د هغوی يو کروړ حبشيان له لومړيو انساني حقوقو هم بې برخي دي. د څاروو په څېر ژوند تېروي. د هغوی په پارلمانونو کي يو زيارکښ هم نه تر سترګو کېږي. پر سنا(سېنيټ) او کانګريس د جاګيردارانو او شتمنو لاس بر دی. د همدې پارليماني جمهوريت په نوم اخستلو سره په هندوستان کي د لوړو ذاتونو هندوانو خپله واکمني جوړه کړې ده. د پرېديو له واکمنۍ څخه د ژغور لپاره چي هندي کانګريس کوم غورځنګ پيل کړی وو، د هغه مرام په ټول هند کي اولس ته خپلواکي ور په برخه کول نه وو؛ بلکې و يو څو کارخانه دارانو او شتمنو ته د اقتصادي لوټماريو خپلواکي ورکول وو. هغه شتمني چي د انګلستان تاجرانو وړله، اوس د هېواد د صنعت کارانو پونګيو ته لاره لري. اولس يې هم هغسي ستړی ژوند لري، برلا، ټاټا، دالميا چي کانګريسي غړو ته يې په لکهونو مرستي ورکولې، اوس يې په اربونو بيرته ځني تر لاسه کوي. په پارليماني جمهوريت کي د چوڼ په دروه خورولو سره اولسي ښاريان د يوه خوشالوونکي زېري په ورکړه بوخت ساتل کېږي او تېر ايستل کېږي، چي واکمني ستاسو خپله ده! خو بې وزله اولس په دې خيال هرو مرو هېښ پاته شي، چي موږ د هېواد په واکمني کي پر لاس لرلو سربېره ولي په وږي نس ګرزو. دا چي لوړ چارواکي د هوسا او خوشاله ژوند څښتنان دي، طالسطايي رښتيا ويلي دي:

“مملکت د سرمايه دارانو د ډلي نوم دی، چي د اړتيالرونکو څخه د خپلي شتمنۍ د ساتلو لپاره سره يو موټی شي.”

په پارليماني جمهوريه کي د يو ښاري په دې بې ځايه وياړ بوختېدل، چي رښتونی واکمن زه يم، په خپل ووټ حکومت بدلولای شم. مانا دا د”امېل کروټکي” په خبره د هغه باد رو(لوری) څرګندوونکي نخښي يا”مرغ بادنما” و بې ځايه خبره ته ورته انګېرنه ده. چي وايي: د باد لوری زه ټاکم. موږ چي کله د اروپا او امريکې د سياست پوهانو د وګړپالني نارې او د انساني ارزښتونو خوروني تر غوږ تېر باسو. د ټولني رښتينې بڼه په پام کي ونيسو! نو دا خبره به د لمر غوندي څرګنده شي، چي د دې هېوادونو درې سوه لاسبرو پر سرمايه دارانه پنګه د هغو بوډاګانو په څېر که څه هم و مرګ ته نږدې وي! خو بيا يې هم ځان پر شتمنۍ اچولی وي. هغوی دا برلاستيا د مذهب، لوړو اخلاقو او لوړو ارزښتونو پر نامه پالل او ساتل غواړي. کله چي د فلسطين، وېت نام، عدن او کشمير[1] خپلواکي خوښوونکی اولس د خپل واک غوښتنه کوي! نو د جمهوريت دا ساتونکي، د لوړ انسانيت پالونکي راولاړېږي، هغوی په وينو اوبوي. په دې ډول جمهوريت کي د انساني خپلواکۍ يادول او د اولسي حقوقو د ساتني دعوه کول، پر خپل ځان د تېر وتلي کاږه فکر يوه ځانګړې بېلګه ده. برټرېنډرسل چي د انساني خپلواکۍ ډېر لوی ملاتړ کوونکی دی. وايي:

“په جمهوريت کي و تاجرانو او صنعت کارانو ته د لوټلو خپلواکي ور په برخه وي او زيارکښانو ته له لوږي څخه د مړ کېدا خپلواکي ور په برخه وي.”

جارج برنارډ شاه د هم دې جمهوري ټولني په يادونه سره د هغې د تګلاري په اړه وايي. چي:

“زموږ قوانينو يا تګلاري د قوانينو ارزښت له لاسه ورکړی دی. زموږ خپلواکۍ زموږ خپلواکي له منځه وړې ده. زموږ شتمني يوه پر له پوري لار لوټونه ده.

زموږ سړيتوب يواځي ځان ښکاره کول دي. پوهه مو د تجربه نه لرونکو ناپوهانو په لاس کي او واک مو د بې زړه خلګو په لاس کي دی.

دريم ډول حکومت اشتراکيت دی. په څرګنده مانا اشتراکيت په خپل ځان کي په خپله مرام نه دی؛ بلکي تر يوې ګډي ټولني د رسېدلو يو منځ مهالی پړاو دی. د يوه تصور په ارزښت اشتماليت يا اشتراکيت څه نوي شيان نه دي. د روس تر اووښتون له مخه هم ځيني پوهانو د يوې داسي ټولني خيال وهلی او وړاندي کړی وو، چي پر معاشي نياومنتيا او برابري ولاړه وي. د افلاطون او طامس مور جنت (يوټوپيا) يې ډېري ښې او نوموړي بېلګي دي. د افلاطون په بېلګه ايزه جمهوريه کي به واک د پوهانو يا فلسفيانو په لاس کي وي! خو اولس به په هغه کي هم ښه د وياړ ژوند تېر نه کړای شي. د طامس مور په ټاپو کي به ځانګړې شتمني يا املاک له منځه يووړل شي او ټول خلګ به د رښتوني خوشالۍ ژوند تېرولای شي. په دې ټاپو کي هيڅ څوک د خپل کار مزد نه اخلي؛ بلکي د خپلي اړتيا شيان اخلي. د ګډي ټولني تصور هم له دې سره نجتی دی.

“له هر سړي څخه کار د خپل وس په تله او هر سړي ته ورکړه د هغه د اړتيا په تله.”

د لومړۍ نړيوالي جګړې په پای کي د لېنن او د هغه د ملګرو د ډېرو هڅو له کبله په روس کي اووښتون رامنځته شو، د زار شاهۍ او جاګيردارۍ په له منځه وړلو سره د ټولني له نوي سره پر ګډو بنسټونو جوړېدل تر سره کړل شو، ټولي شتمنۍ ګډي وګڼل شوې. د کارل مارکس په وينا”د لاندي کوونکو شتمني لاندي کړل شوه” سامراجو قامونو د سپينو روسانو په ملتيا د اووښتون د ناکامه کولو مهم پيل کړی! خو له ناکامۍ سره مخامخ شو. بالشوېکانو په رسمي ډول په منصوبه بندي کولو سره د هېواد په صنعتي او کرهڼيز پيداوار کي زياتوالی راووست. اولس په ورځ او شپه زيارکښلو سره دغه هڅي تر برياليتوبه ورسولې. اوس حال دا دی، چي روس د نړۍ يو پر مختللی او ستر هېواد ګڼل کېږي. په چين کي ماوزې تنګ پرمختګ نه خوښوونکي سرمايه داران له منځه يووړل. تر اووښتون وروسته په خلګو کي د کار بې ساري وس او جذبه راسربېره شوه، په لږ وخت کي چين د اېشيا تر ټولو ستر هېواد شو. د اشتراکيت د ځلنده برياليتوبونو له کبله د اېشيا، افريقې او جنوبي امريکې ګڼ شمېر هېوادونه اغېزمن شوي دي.

په اشتراکي هېوادونو کي د اقتصادي لاس ته راوړنو وسايل د يوې ځانګړي ډلي په لاس کي نه دي. د طبقاتو توپير له منځه تللی دی. د املاکو له ګډون څخه چي د ژوند کوم بدلونونه را منځته شوي دي، په قدرتي توګه پر برابري بنا دي. بېکاره بد مستان شتمن، لټان، خيرات غوښتونکي، د ځور لامل مذهبي مخکښان او بد لمني ښځي رټل شوي دي. د اروپا او امريکې سرمايه داران”جمهوريت خوښوونکي” پر اشتراکي هېوادونو په نيوکه کولو سره وايي: چي ګډه ټولنه پر جبر بنا ده، په دې کي ځانګړې ځاني خپلواکي نشته. په اشتراکي هېوادونو کي جبر داسي وړاندي کېږي، چي هر وګړی به کار کوي. اشتراکيان وايي، چي څوک کار نه کوي، هغه به خواړه څه خوري.

په جمهوري هېوادونو کي اولسونه و کار کولو ته اړ دي. يو څو شتمنو او سرمايه دارانو ته په هوسا او بد مسته ژوند تېرولو سره خپلواکي ور په برخه ده.

په سرمايه داره ټولنه کي اولس په نه زړه کار کوي، ولي چي هغوی په دې پوهېږي، چي مزد يې د خوارۍ هومره نه وي؛ بلکې د هغوی د خوارۍ ګټه د بېکاره کارخانه دارانو جېبونو ته لاره لري. په اشتراکي ټولنه کي ځاني ګټه د ټولنيزو ګټو په روڼا کي تر سره کېږي؛ ځکه خو ټولنه پنځوونکې(تخليقي) او ودانوونکې بڼه خپلوي. دغه احساس چي زه د اولسي ګټو لپاره کار کوم، و يوه مزدور ته د زړه خوشالي ور په برخه کوي. زيار د خوشالۍ لامل شي او هغوی کار د دې لپاره کوي، چي کار کول يوه فطري غوښتنه ده. رښتيا خو دا دي، چي انسان تر اوسه څومره پرمختګ کړی دی، لامل يې زيار او خواري پر ځان وړل دي. زيار يواځي د معاش وسيله نه ده؛ بلکې د ژوند د ارزښت وړ فطري اړتيا هم ده. زيار د انسان ښه جسماني او ذهني وړتياوي په کار اچوي. ساينس پوه وي که هنرمن، کان کيندونکی وي که نجار، هغوی ټوله وس د ټولني د ښېګړي لپاره ځانګړی کوي. د هغوی زيار يواځي دا نه چي د ځانګړي هوسايني لامل ګرځي؛ بلکې د ټولني په اولسي خوشالۍ کي د زياتوالي لامل ګرځي. په داسي چاپېريال کي د جسماني او ذهني زيار توپير له منځه تللای شي. يو کارګر د مشين په جوړولو کي هغومره خوشالي احساسوي؛ لکه يو نغمه زمزمه کوونکی چي يې د نغمې په دوران کي احساسوي. په لرغونې ټولنه کي د دغه دواړو تر منځ ډېر واټن را منځته کړل شوی وو. شعر ويلو، نغمه زمزمه کولو يا انځورکښني ته د جسماني زيار په پرتله په درنه سترګه کتل کېدل، دا توپير غير فطري دی.

په اشتراکي هېوادونو کي د دندې ټاکنه د سړي له وړتيا پرته د ټولني پر اړتياوو تر سره کېږي. کله چي د يوه سړي ليک لوست ته زړه غواړي! نو هغه داسي کار په ښه توګه تر سره کوي، چي په هغه کي ليک لوست ته اړتيا وي. يو پڅ ذهن لرونکی خو پياوړی سړی بيا يو ښه کان کيندونکی جوړېدای شي او خپل کار په ښه زړه تر سره کوي. ځيني لوستي کسان چي کله د کان کيندني تصور کوي! نو د ځان په کان کيندونکي انځورولو سره د هغه زړه ورپېږي او وايي: که يې تر اشتراکي اووښتون وروسته له موږ څخه کان کيندونکي جوړ کړل، بيا به څه وي؟ هغوی داسي ری نه وهي، چي کان کيندونکي چي د ليک لوست سره يې سروکار نه وي، هغوی به خپل کار په مينه او لوی زړه تر سره کوي. که چېري هغوی و دې ته اړ کړل شي، چي تاسو لوست ليک وکړی! نو بيا به هغوی هم دا ګڼي، چي له موږ سره بد کېږي. افلاطون وايي، چي:

“مثالي ټولنه به هغه وي، چي په هغه کي به هره ښځه او هر سړی هغه کار کوي، چي دوی يې فطري وس او وړتيا ولري.”

و زيار ته بېکاره سرمايه داران د جبر په سترګه ګوري، چي د خواريکښو زيار او کړاو يې د هوسا ژوند لامل جوړ شوی وي او هغوی په دې روږد شوي وي. د زيار سره د جبر او خښم چي کوم تصور تړل شوی دی، هغه له لرغوني جاګيردار نظامه را پاته دی، چي زيار بېګار ګڼل کېدی. زيارکښانو د مرييتوب ژوند درلودی. په اشتراکي ټولنه کي د زيار تصور ډېر بدلون موندلی دی. اوس و زيار او خواري ته د انساني سرښت د غوښتنو په سترګه کتل کېږي. کار او زيار د ډلي د ښېګړي لپاره ځانګړی کړل شوی دی، د دې لپاره دا يوه په زړه پوري دنده ګڼل شوې ده. دا خيال چي يو سړی د خپل قام لپاره زيار باسي، و زيار ته د کاري سړيتوب بنسټ ورکوي. دا هغه سړيتوب دی، چي د پرمختلليو ټولنو له رغوونکو ارزښتونو رامنځته کېږي. له پاسه نه شي ورباندي ترپل کېدلای، له کار يا زيار څخه ځان کښل په هيڅ توګه امکان نه لري، ولي انسان چي څومره بوخت پاته وي، هغومره يې ژوند خوشاله وي. کار نه لرونکی شتمن په ناسته ناسته ستړی او بېزاره شي، له داسي ورپېښي ستړيا څخه د ځان ژغورني لپاره هغه د بدمستۍ لاره غوره کړي، په هم هغه لاره کي ډوب شي. له کار او زياره ځان کښل، په کار شرمېدل هم له کرهڼيزي ټولني راپاته دي. په لرغوني چين او برما کي واکمنو د لاس نوکان غټول، چي څوک داسي و نه وايي يا دا شک ونه کړي، چي دوی د لاس کار کوي. زموږ په ټولنه کي اوس هم په لاس کارکوونکي ته کمينه يا کمين(لفظي مانا يې کار کوونکی دی) ويل کېږي، چي کوم سړی څومره بېکاره ګرځي، له لاسه يې څه نه کېږي، هغومره يې خلګ دروند ګڼي. اوس هغه وخت راغلی دی، چي کار کوونکي ته به په درنه سترګه کتل کېږي، بېکاره خلګو ته به په سپکه کتل کېږي.

د وړاندي شوو يادونو په روڼا کي د دې پوښتني جواب ورکول اسانه شوی دی، چي انسان به په څه ډول ټولنه کي په رښتيا خپلواک وي. په څه ډول ټولنه کي به اړ او تر ځور لاندي وي. په جاګيرداره او سرمايه داره ټولنه کي د اولس د خپلواکۍ هيڅ امکان نه وي. تش په نامه جمهوري هېوادونو کي د مزدور او کارګر ژوند د کارخانه دارانو او شتمنو پر لورېينو او پېرزوينو ولاړ وي. ځانګړي ځيرکتيا دغه باور په مرييتوب بدل کړی دی. يو کارګر چي د مشين د يوې برخي جوړوونکی وي، په کارخانه کي وکار کولو ته اړ دی. اقتصادي او صنعتي ګوندي په يورپ او امريکه کي جمهوريت ګڼل کېږي. حال دا چي دا خپلواکي هم يو اړخيزه ده. واړه واړه صنعت کاران خو دومره وس نه لري، چي د سترو سترو شتمنو سره دي ګوندي وکړي. په ناچاري هغوی د شتمنو په سيوري کي ژوند خوښ او د هغوی سره ملتيا غوره کړي، د دې ګوندۍ بنسټيزه تګلاره دا ده، چي نور و لوټه؛ کنې نو په خپله به لوټ شې، بادار جوړ شه، يا به مرييتوب ته غاړه ږدې”.

رښتيا خبره دا ده، چي تر کومه وخته پوري ځاني شتمنۍ وي، اولس رښتونې خپلواکي نه شي تر لاسه کولای. رابرټ اوون(۱۷۷۱ـ ۱۸۵۸ ) تر اشتمالي اووښتون ډېر مخکي دې اړخ ته په پام را اړولو سره ويلي وو، چي د تاريخ له پيل څخه ځاني شتمني د تېري، تشدد، مکر او دروه، وژني لوټوني او پت پلورني له کبله رامنځته شوې ده. لارډ رسل وايي:

” تر کومه پوري چي د اقتصادي واک وسايل په اولسي لاسونو کي نه وي، هيڅ سړي ته خپلواکي نه شي ور په برخه کېدلای، پرته له هغو کسانو چي پر وسايلو برلاستيا په برخه و لري.”

جان سټوارټ مل چي په نونسمه پېړۍ کي دکومي ځاني خپلواکۍ خورونه کړې وه، هغه په رښتيا کي د شتمنو لپاره د تجارتي خپلواکۍ تر لاسه کولو يوه برخه وه. د هغو په وخت کي د انګرېزانو لاسبرتيا پر اېشيا او افريقه ټينګه شوې وه. تاجران او صنعت کاران دې لوټوني ته غړي غړي پراته وو، چي څرک يې انګرېز ځبېښاکګرو ورکړی او لاره يې ورته روڼا کړې وه. سټوارټ مل او د هغه پلويان که په رښتيا د ځاني خپلواکۍ پلويان وای! نو د هغو لکهونو مزدورانو د خپلواکۍ لپاره به يې هڅي کړي وای، چي په ورځ او شپه تر زيار او خواري کښلو وروسته هم په وږي نس ژوند تېرولو ته اړ وو. دغه خلګو په څرګنده توګه خپلواکي د شتمنو او صنعت کارانو تر چوکاټه ساتله.

د سرمايه دارو هېوادونو د پوهي څښتنان چي کله هم د ځاني خپلواکۍ يادونه کوي! نو ډېری وخت د روسو او پال سارتر په خبره پخلی کوي. د روسو منل شوی ګای دی، چي انسان خپلواک زېږي! خو هر ځای په زنځيرونو کي نښتی وي. روسو د دغه زندان لامل د تهذيب، مدنيت، علومو، هنرونو وده او پرمختګ ګڼي. د هغه په خيال مدني ژوند انسان له سرښته لېري کړی دی. هغه وايي: چي انسان هغه وخت په رښتيا خپلواک وو، چي سرښت يا فطرت ته نږدې وو، ساده ژوند يې درلودی. همداسي روسو د سارايي ژوند پلوي او ملاتړی دی. هغه چي د خپلواکۍ کوم تصور لري، هغه په مدني ټولنه کي هيڅ امکان نه لري. انسان که چېري د څاروو په څېر خپلواک پاته وای! نو دټولني، رياست او مدنيت دغه بڼه نه شوه راسربېره کېدلای.”د ځنګله خپلواکي” د څاروو لپاره ده، د انسان لپاره نه ده. يو چا له يوناني قانون پوه سولن څخه و پوښتل: “د مثالي مملکت ځانګړتياوي به څه وي؟”

هغه سمدلاسه جواب ورکړی:

“چېري چي اولسونه د چارواکو منونکي وي او چارواکي د قانون منونکي وي.”

مانا دا چي انسان د قوانينو په چوکاټ کي په پاتېدلو سره خپلواکي تر لاسه کولای شي، چي په خپله خوښه يې پر ځان منلي وي. د ژوند د نرخونو له بنديزه پرته د خپلواکۍ تصور نه شي کېدلای. روسو د خپلواکۍ خوروونکی دی! خو د هغه د سياسي نظريې له مخي د بېوزله ناداره اولس او ښځو له سياسي واک څخه بې برخي ساتل اړين دي، هغه به داسي څوک په خلګو کي نه شمېرل.

زموږ په وخت کي ژان پال سارتر د خپلواکۍ يو سپېڅلی تصور وړاندي کړی دی، چي زموږ په لوستې ډله کي ورځ په ورځ وړتيا مومي. سارتر د”وګړپالني” بلنه ورکوي، چي مرام يې دا دی. د سارتر په ژبه چي له انساني پينۍ(کاينات) پرته کومه بله پينۍ نشته، نه له انسانه پرته بل قانون جوړوونکی شته، هغه وايي:

“موږ مذهب له لاسه ورکړی دی! خو وګړپالنه مو تر لاسه کړې ده. اوس مرام د انسان خپلواکه کول دي، چي انسان په خپله د انسان لپاره يو مطلق وجود پاته شي.”

د سارتر دا عقيده په څرګنده توګه له موسس کيرک ګيرد څخه اخستل شوې ده، چي و يلي يې دي:

“زما ټاکنه او زما پرېکړه ځاني ده، هيڅ يو مطلق ذات زما لپاره هيڅ ډول پرېکړه نه کوي. زه په خپله خوښه او واک سره خپلي پرېکړي کوم.”

دکيرک ګيرد د همدغه ارزښت، درنښت او واک له کبله د انسان پر وږو دا بار پروت دی. د سارتر په ژبه همدغه درنښت او واک د انسان لپاره د ستونزو او ستړو لامل دی.

د درنښت او واک دا تصور د فرايډ د لاشعور له رویه او د سرمايه دارانه ټولني د کاږه فکر چکړوبه(ملغوبه) ياپاتی دی. سارتر هم د روسو په څېر داسي خپلواکي غواړي، چي په هغې کي د انسان پر کړو د هيڅ ډول نيوکه او خنډ نه وي او هغه خپلي غوښتني تر سره کړای شي. د سارتر”خپلواک سړی” له ټولنيزي اغېزې بې نيازه دی. خپل ځان د خير او شر د رښتيا او سپېڅلتوب معيار ګڼي. دا معيارونه د هر سړي د ژغورونکو خيالونو او له وختني احساساتو سره بدلېدونکي دي. د سارتر د نظريې له رويه انساني ارزښتونه د ټولني له غوښتنو سره تړلي نه دي؛ بلکې هر سړی په خپله خوښه او واک سره د خپلو ارزښتونو پنځوونکی وي. لکه څنګه چي د لاشعوري رو منونکي کيسه ليکوال ذهن د خپل بدلون څرنګوالی ټکی په ټکي ليک ته سپارل اړين ګڼي، همداسي موجوديت خوښوونکي شېبه په شېبه له بدلېدونکي رنګ او مزاج سره سره خپل ارزښتونه او معيار پنځوي. دې بې لاريو ته د فکر او کړو د خپلواکۍ نوم ورکوي. دا خپلواکي نه ده، لېونتوب دی. د يوه لېوني د خيالونو پر تګلاره د شعور برلاستيا نه شي ټينګېدلای.

سارتر او د هغه پلويانو د ارزښتونو او واک پر نامه هر ډول کړني روا ګڼلي دي. کله چي يو سړی د خپل ځان لپاره د سړيتوب او کړنو معيار يا وازه په خپله د ټاکني واک او وس و لري! نو څرګنده ده، چي هغه به د خپل هر کار لپاره خپل جواز په داسي ويلو وړاندي کوي، چي دا کار ما کړی دی. زه د داسي کولو حق لرم، ولي چي زه په بشپړه توګه دا ارزښت او درنښت په برخه لرم. دې درنښت او واک زما پر وږو دا بار ايښی دی، زه د خپلو کړو په خپله جواب ورکوونکی يم، بل څوک نه دی. د ټولني ذمه وارياني يا سړيتوب او د نرخونو چوکاټ زما لپاره د سړيتوب او کړنلاري ټاکونکی نه دی، زه په هر کار کي هر ډول خپلواک يم. دا دی د خپلواکۍ او واک هغه تصور چي خورول يې سارتر او د هغه پلويان کوي. د موجوديت خوښوونکو دا نظر د پوهي په نړۍ کي څه نوی شی نه دی؛ بلکې د نوموړي فرايډ د انتها خوښوونکي موضوعيت او فرديت Individualism يوه برخه ده، چي پر هغه د ژورو سوفسطايي(د چارواکو هغه ډله چي دتګلاري بنسټ يې پر وېره وي او له رښتياوو يې مخ اړولی وي) دليلونو رنګ غوړول شوی دی. کله چي هر سړی د ارزښت، واک مانا او استازيتوب په داسي ډول کوي؛ لکه خورونه چي يې د دې خلګو له خوا څه ډول کېږي! نو ټولنه سره خوره وره او وپاشل شي. کله چي هر څوک په هر ډول کار کولو کي خپلواک وي، هلته ټولنيز نرخونه له منځه ځي. انسان به بيرته ځنګلي ژوند پيل کړي، موږ وليدل، چي په ټولنيزو نرخونو پاللو سره انسان له تهذيب او مدنيت سره اشنايي موندلې ده. د همدې نرخونو په ساتلو سره انسان خپل ارزښت پر ځای ساتلی دی. د موجوديت خوښوونکو کيسه ليکوالو او انځورګرو کردار له ټولنيزو نرخونو ځان ژغورونکی وي. د هري ستونزي په اړه په ځاني نظر سره پرېکړي تر سره کوي. د هغوی په مخکي هيڅ ټاکلی مرام او تګلاره نه وي، ځکه هغوی د پاشلي خيال او بې سره کړنو سره مخامخ وي، هغوی د خپلي بې ساري ستړيا، بېزارۍ څخه د ژغور لپاره خپل زړه له ژونده په يوه کرکجنه او زړه نه غوښتونکې نټه سپکوي. د سارتر د ارزښت او واک يا تش په نامه د خپلواکۍ دا نظريه د لوېديځ په ځوان بهير کي د فرايډ د جنس څرګندوني د نظريې په څېر ورځ په ورځ غوړېږي؛ ولي چي هغوی ته د بېلاريتوب لپاره يوه فلسفيانه لاره پرانستل شوې ده. په لوېديز کي د دې نظريې رواج او منل د پام وړ وو، چي د لوېديز ټولنه لوېدلې او ډوبه شوې ده. د دغه خيال له خورېدني هلته هر سړی د ځاني ګټو په پالنه بوخت دی. د خواشينۍ خبره دا ده، چي د ختيځ په راپورته شوې پرمختلونکې ټولنه کي هم د فرايډ د شعوري رو او جنسي څرګندوني په څېر د سارتر دغه سلبي يا وړونکی تصور د ځوان بهير يوه لوستې ډله اغېزمنه کوي. د اېشيا، افريقې او جنوبي امريکې د ځوانانو لپاره اړينه ده، چي د خپلواکۍ د دې ناجړه تصور د اسبابو او لاملونو په ژوره توګه کتنه وکړي، چي له دې وژونکي زهر څخه خوندي و ساتل شي. د دوی په مخکي يو څرګند او ښکاره مرام دا دی، چي د خپلي هېوادنۍ ټولني جوړښت د نوي ټولني د نياومنتيا يا انصاف پر بنسټونو تر سره کړي، چي اولس يې په پېړيو له لاسه ورکړی خپل ځای، برم او ارزښت تر لاسه کړای شي. سارتر چي د خپلواکۍ په پوښ کي د کومو بې لاريو خورونه کوي، هغه يو ناوړه ډول مرييتوب دی. کوم سړي ته چي خپله سودا ور ولاړه شي، د هغه يو ناوړه مرييتوب په برخه رسېدلی وي، په ځان نه پوهېږي. په سياسي نړۍ کي د خپلواکۍ هغه تصور وکړی، چي پاټکن او باکونن وړاندي کړی وو، کله چي هغوی و ويل. چي:

رياست له يوه مخه له منځه يوسی. څرګنده ده، که لېنن او ماوزې تنګ تر اشتمالي اووښتون وروسته رياست له منځه وړی وای، نن به د اشتمالي روس او اشتمالي چين وجود هم نه وای.

خبره دا ده، چي د سرمايه دارو هېوادونو د پوهي څښتنان چي د ځاني خپلواکۍ کومه نظريه په افريقه او اېشيا کي خورول غواړي، هغه ځنګلي خپلواکي ده. چېري چي هر څاروی د بل څيرلو ته چمتو ناست وي. “چارلس نووير”د دې په ارزونه سره ويلي دي، چي: په سرمايه دارانه نظام کي هر کارنده د ډلي دښمن وي، ولي چي ډله ايزي ګټي د هغه د خپلي ګټي په مخکي د خنډ لامل وي. طبيب غواړي، چي ناروغۍ ډېري شي. د وکيل غوښتنه وي، چي ناوړي او ناخوالي ډېري شي، خلګ په مقدمو اخته شي. خټګر(بنا) غواړي، چي بارانونه ډېر وشي، يا مځکه و شوري، چي د خلګو ودانۍ و نړېږي. دا ډول د ځاني او ټولنيزو ګټو تر منځ هيڅ ډول يووالی او روغه جوړه نه شي را منځته کېدلای. دا روغه جوړه په يوه داسي ټولنه کي تر سره کېدلای شي، چي په هغه کي ځاني شتمنۍ له منځه يووړل شي او هلته ټول کارنده، کارګر، زيارکښان د ټولني د ښېګړي لپاره په بشپړه توګه تر ځان په تېرېدلو سره په کارونو بوخت وي. په همداسي توګه زيار له ځبېښاکه او زيارکښ له جبري بېګاره ژغور موندلای شي. خپلواکي يې په برخه کېدلای او د ټولني هر وګړی رښتونې خپلواکي تر لاسه کولای شي.
نور بيا
[1] ليکوال تر پښتنو پښه اړولې ده او نه يې يادوي، په کار خو دا وو چي پښتانه يې ياد کړي وای، چي ډېر واکمن يې د خپلواکۍ او يووالي په لاره کي خنډ او د وخت په اوږدو کي يي په هم دې تور په وينو اوبکړي او اوس يې هم په دي ګناه وژني. ژباړن نعيم ازاد

څلورمه برخه
دا چي فلسفه پر مرګ ده!

نن سبا په ځيني لوستو ولکو کي د دي خيال څرګندونه کېږي، چي فلسفه له ژونده لوېدلې ده. د فلسفې هري څانګي ځانته ځانته د تلپاتي علم بڼه خپله کړې ده. په پيل کي سياسيات، نفسيات او عمرانيات په فلسفه کي شمېرل کېدل! خو زموږ په وخت کي دغه د فلسفې له چوکاټه و ايستل شول. د ول ډيورانټ په ژبه فلسفه د شاه ليير په څېر خپلو زامنو له پاچهۍ څخه په لېري کولو له کوره ايستلې ده. هغه په بې سر او سامانه چاپېريال کي دلته او هلته پر له ګرځي، په راکړه ورکړه يواځي الهيات پاته شوي وو، د نوي پړاو فلسفې هم له دې مخ اړولی دی، چي د لوی څښتن د ذات تصور له فلسفې ايستل شوی دی. پر الهياتو سربېره ډېري مابعدالطبيعاتي ستونزي، تر مرګ وروسته ژوند، خير و شر، اروا، وجدان او نور هم له بحثه ايستل شوي ګڼل کېږي. منطق او فلسفه لاس او ګرېوان وو، اوس له منطق څخه برټرېنډ رسل او وايټ هېډ د رياضي پر بنسټ له لويه سره د وډون په هڅو کي د تجريداتو يوه پېچلې لړۍ جوړه کړې ده. په داسي چاپېريال کي په قدرتي توګه دا پوښتنه را منځته کېږي، چي پای د فلسفې د ژوندۍ پاته کېدلو څه جواز پاته شوی دی؟ د دې پوښتني د جوابولو لپاره موږ ته په کار ده، چي د ساينس او فلسفې پيل او اوج وڅارو، غور پر وکړو.

په لومړي پړاو کي ساينس سر له سره عملي او تجرباتي وو. په لرغوني مصر کي د مځکي کچه، په عراق کي د هيئت او په فنېقيه کي د رياضي بنسټ کښېښوول شو. د مصر خوشالي او زرغونېدل په همدې سيلاب پوري تړلي وو، چي هر کال په نيل درياب کي راتلی. د شا او خوا مځکي يې اوبولې، د نيل درياب څخه د ناليانو له لاري و کروندو ته اوبه ورکول کېدلې. د اوبو وېشلو او د مځکي کچ کولو د علم پراختيا را منځته کړه. نن هم په ژبو کي د جيومېټري توری رواج دی، چي د توري مانا يي د مځکي کچ کول يا مېچ کول دي. په عراق کي د دېوتا بعل مردوخ لمانځنځايونه د اووه پوړو مينارونو په بڼه کي ودانېدل، چي و هغه ته زغورط ويل کېدل. پر دې مينارونو په کښېنستلو سره مذهبي مخکښانو د مشتري، زهره، مريخ او نورو سيارو د ګرځلاو کتنه کوله. ولي چي دوی به هغه ديوتاګان ګڼل، د هغوی په حال به يې ځان خبر ساتل غوښت. دغه اوږدو څارنو د علم هيئت بنسټ کښېښوو، د وخت له اوږدو سره سره مذهبي مخکښانو د لمر او سپوږمۍ د ترنځي په اړه وړاندويني کولې. له دې پلټنو د مذهبي مخکښانو مرام دا وو، چي د اولس پر زړه او ذهن خپله لاسبرتيا و ساتلای شي! نو ځکه به هغوی د لمر تر ترنځي له مخه دا و ويل، چي لمر ديوتا له ستونزي سره مخامخ دی. د تيارې دېب غواړي، چي غوړچ يې کړي، له دې کبله به اولس و وېرېدی. مذهبي مخکښانو ته به يې پېرزويني کولې، چي د منتر په ويلو مو له دې بلا و ژغوري.

د روم د درياب پر اسيايي څنډه يو ښاري رياست ودان وو، چي نوم يې ملټيس وو. د هغه يو ښاري طاليس(۵۵۰-۶۲۴ ق م) له بابليانو د هيئت پوهه تر لاسه کړه. د لمر د ترنځي په اړه يې وړاندوينه وکړه، چي سمه وختله. طاليس پر ځای د نظرياتي ساينس او فلسفې بنسټ ايښوونکی ګڼل کېږي. د ساينس بنسټ ايښوونکی ځکه چي هغه ساينس د لرغوني مذهب له لاسه په ژغورلو سره و هغه ته خپل تلپاتی ځای ور په برخه کړی او د فلسفې بنسټ اېښوونکی ځکه چي هغه تر ټولو له مخه د دې پوښتني د جوابولو هڅه وکړه، چي پينۍ(کاينات) څنګه په وجود کي راغله. تر دې له مخه بعل مردوخ، امن رع يا مولک د پينۍ پيدا کوونکي ګڼل کېدل. طاليس له دوی څخه په خيال اړولو يواځي په څېړنيز نظر پر دې پوښتنه غور وکړی او دې پايلي ته ورسېدی، چي پينۍ له اوبو جوړه شوې ده. که څه هم دا پايله نن خندوونکې ښکاري! خو له دې کبله ارزښت لري، چي د نړۍ په تاريخ کي په لومړي ځل د دې پوښتني جواب له پژيالۍ(صنمياتي) او مذهبه په خيال اړولو سره د ورکولو هڅه شوې ده. ساينس او فلسفه د مذهب له اوږده مرييتوبه وژغورل شول. د طاليس يوه پلوي اناکسي مېنډر و ويل، چي پينۍ له اوبو نه ده جوړه شوې؛ بلکې دا بې بريده ژوند لرونکی شی دی. هريقلېتس و ويل، چي پينۍ له اوره جوړه شوې ده. اېمپي ويکليس د څلورو شيانو تصور وړاندي کړی. دا يې و ويل، چي پينۍ له اوبو، باد، خاوري او اوره جوړه شوې ده، چي نه يي پيل وو، نه به يې پای وي. ديما قرېطس تر مرګ وروسته له ژونده او د اروا له وجوده نټه وکړه. ويې ويل، چي انساني اروا د هغه له شعور څخه پرته هيڅ هم نه ده. د مړيني سره سم له وجوده سره شعور هم له منځه ځي، ځکه د اروا د تلپاتي ژوند خبره زښته بېځايه ده. د طاليس ماديت خوښونه د ديما قرېطس په فلسفه کي هغه وخت و پای ته ورسېدله، کله چي هغه و ويل، چي پينۍ له اېټمونو يا ذرو جوړه ده. انساني شعور يا اروا هم له دې اېټمونو اخښلې ده. د دې ماديت خوښوني په څنګ څنګ کي په فلسفه کي د باطينيت او اشراق د روايت پيل له فېثاغورث څخه وشو، چا چي په مصر او فنېقيه کي رياضي په کار اچولې وه، د هغه له راسربېره شوو يا پېژندل شوو فکرونو يې هم ګټي تر لاسه کولې. فېثاغورث د ديوتا وايونېسيس د مسلک يو سموونکی وو. د هغه خيال وو، چي مادي نړۍ د انساني نفسياتو يا اروا لپاره زندان ده. د اروا له دې زندانه د ژغورلو لپاره و سپړلي سپيناوي او ژوري څېړني ته اړتيا ده. هغه تر مرګ وروسته د ژوندانه او له اروا څخه د نټي يا ردولو هم منونکی وو. هغه له يوې خوا په فلسفه کي د اشراق او موندنو يووالی رامنځته کړی، بلي خوا ته يې د هغه وډون د رياضي پر تګلارو د پلي کولو هڅه وکړه. هغه ويل، چي پينۍ له عددونو څخه جوړه ده، همدې عددونو ته وروسته افلاطون د امثالو نوم ورکړی وو. افلاطون هم له فېثاغورث څخه دغه خيال پور کړی وو، چي ځيني يواځيني رښتينتوبونه(صداقتونه) داسي دي، چي تر څرک کېدا په هورته، ازلي او تلپاتي دي. دا رښتينتوبونه يواځي پر عقلي دليل تر لاسه کېدلای شي، تر هغوی پوري څرګنده تګ نه شي کېدلای. مانا حواس نه شي ور رسېدلای. همدا خيال له افلاطون څخه تر هېګله پوري د ټول مثاليت اره تګلاره ده. پارمي نايديس او زينو هم په ښکاره او پټه په عقل او حس يا څرک کي توپير وکړی، و يې ويل. چي:

پينۍ يو ټول دی، چي ولاړ او پټ خولی دی. ډېروالی يې يواځي د نظر دروه او دوکه ده! خو لنډه دا چي ايوني فلسفې د بابل له هيئت او د مصر له رياضي څخه په ګټه اخستلو سره و انسان ته د سرښت يا فطرت د نندارتون په خپلواکه توګه د غور او فکر کولو بلنه ورکړه او د فلسفې دوه ښکاره اړخونه او لاري را منځته شوې.

(۱) د طاليس او د هغه د پلويانو ماديت خوښونه چي په هغه کي پژيالي(صنمياتي) مذهب او باطينيت له يوه مخه و ايستل شول.

فېثاغورث او د هغه د منونکو باطينيت چي په وروسته کي د اشراق او مثاليت منځی(مرکز) او شپول(محور) جوړ شو. په ماديت او مثاليت يا فلسفه کي د ساينسي رجحان او د اشراقي رجحان د دې تاريخي لوړو ژورو تاريخ د فلسفې تر ټولو ارزښتناک څپرکی جوړوي. ساينسي رجحان دا خبره کوي، چي پوهه يواځي د څرکونو ياحسياتو له لاري تر لاسه کېدلای شي. د اشراق له رويه د رښتوني پوهي يا علم سرچينه وجدان دی، چي له پنځو څرکونو پرته جلا او له اسراره ډک يو پټ څرک يا حس دی. ساينسي رجحان د داسي ازلي او تلپاتو رښتينتوبونو رد وکړی، کوم چي له عامو څرګندونو څخه لېري وو. د اشراق له رويه رښتونی پوهاند هم هغه دی، چي د احساساتو يا څرکونو له چوکاټه په هورته وي. د سقراط په زمانه کي سوفسطايان د ساينسي رجحان استازي وو، چي د پوهي د تر لاسه کولو په لاره کي يواځي د څرکونو يا حسياتو د وسيلې منونکي وو! خو سقراط او افلاطون و ازلي او تلپاتو ارزښتونو(اقدارو) اوتجريداتو يا تصوراتو ته د لومړيتوب ورکولو پر خبره ټينګار کاوی. پروتاغورث سوفسطايي و ويل، چي له څرکونو بېل د هيڅ ډول په هورته رښتينتوب وجود نه لري. سقراط د هغه په ردولو سره و ويل، چي علم يا پوهه يواځي څرکيزه نه ده او نه د ادراک دويم نوم دی؛ ولي چي د هر څه پېژند په عقلي دليل سره تر سره کېدلای شي. پېژند ته هغه د تجريد(Concept) يا تصور نوم ورکړی. د افلاطون امثالونه هم تصورات دي، هغه و ويل. چي: امثالونه ازلي او تلپاتي دي او دا غير مخلوق دی. د مادي نړۍ ټوله شيان د همدغو امثالونو سيوري دي. ماده يواځي خام مواد دي، چي پر هغه د امثالو ټاپه پرېوځي. مادي نړۍ رښتونې نه ده، د نظر دروه يا دوکه ده. انساني اروا په ماده کي لاس لرونکې شوې ده. د مادې له زندان څخه د ژغور موندني لپاره سپيناوي او ژوري کتني ته اړتيا ده. يواځنی خير تر ټولو لوړ دی. په دې اړه افلاطون پټه خوله دی، چي مطلق له خير څخه شر څنګه رامنځته شوی وو. د افلاطون امثالي نړۍ پټ خولې ده. خوځون او بدلون يواځي په سربېرنه نړۍ کي دی. هغه په پينۍ کي د مرام او مقصد منونکی وو. ارسطو هم د خپل استاد په څېر مثاليت خوښوونکی وو، امثال يې په ازلي او تلپاتي منل! خو د هغه په مثاليت کي د رښتينوالي خوښوني اړخ هم ګډون درلودی، هغه وايي. چي:

امثال له مادې بېل نه دي؛ بلکې په ماده کي دننه وي. د پينۍ د مرام ار يا اصل لامل مطلق وجود دی، چي و هغه لوري ته پينۍ د خپل بشپړتابه لپاره خوځون کوي. د دې نظريې له رويه وجود مطلق د پينۍ پيداکوونکی نه دی؛ بلکې د هغه د لوړښت بېلګه ده، چي د پينۍ له لوړتابه سره سم راسربېره کېږي. د ارسطو د فلسفې مرکزي خيال همدا دی، چي امثال په ماده کي وي او د هغه د خوځون او بدلون لامل جوړېږي. دافلاطون اوارسطو غايت (Teleology) د ساينس د پلټني په لاره کي تر ټولو لوی خنډ جوت شو. ولي چي په ساينس کي د غايت لپاره هيڅ ځای نشته، د هغه له رويه لامل تل تر لامل جوړېدونکي له مخه وي.

تر ارسطو وروسته د يونان له سياسي زوال سره سم فلسفه هم له زوال سره مخامخ شوه. روميانو د روم درياب پر غاړو هېوادونه لاندي کړل. روميان جګړې او خپل يووالي ته لېوال او يواځي هم دې خوا ته يې پام وو. فلسفه او زړه وړونکي فنون و يوناني مريانو ته سپارل شوي وو. د روميانو په اوږده زورواکي کي د رواقيت او لذتيت د فلسفې مکتبونه پلي شول. دا د ماديت څانګي يا شاخونه ګڼل کېدلای شي. اپېکورس او لکرېشيس د اروا او له مرګه وروسته د ژوندانه نامنونکي وو. اپېکورس ويل، چي:

دېوتا د انساني ترهي زېږنده دی. رواقيان د وحدت وجود منونکي وو، پينۍ يې په خدايي منله. روميان چي ترهګرو قامونو لاندي کړل! نو بازنطين د رومي واک منځی(مرکز) و ګرځېدی. د عېسويت له خورېدا سره سم د”ګبن” په ژبه پر يورپ د ناپوهۍ لړۍ راخورې شوې. د لوېديځ ترهګر قامونه تش په نامه عېسويان وو. له مذهب او سړيتوب سره يې مينه سربېرنه وه. پر علومو او فنونو د روم د کليساګانو لاس بر شو. په خانقاوو کي د نقلي(مصنوعي) علومو ښوونه تر سره کېدله. عېسوي پوهانو چي دکومو ستونزو د څېړني خبري په کلکه کولې، هغه څه دا ډول وې، چي د ادمM نو(ناف) وو، که نه وو، يا چي د يکشنبې په ورځ کوم مرغان اګۍ واچوي، د هغو خوړل تر کومه بريده پوري روا دي. په داسي چاپېريال کي د ساينس پښې ټينګول يا په بله مانا ريښې خورېدل تر ناشونتيا کم نه وو. عېسوي پوهانو فلسفه د مذهب مينځه جوړه کړې وه، هغوی فلسفه د مذهبي عقيدو د پخلي او جوتېدا لپاره يوه وسيله ګڼله. د دې مرام تر سره کولو لپاره به يې د افلاطون له اشراق او عرفان څخه سندونه وړاندي کول. د افلاطون د امثالو د نړۍ په اړه عېسوي پوهانو ويل، چي لوی څښتن مادي نړۍ له نېستۍ(عدم) څخه پيدا کړه او په خپله له هغه څخه په هورته پاته وو؛ لکه څنګه چي افلاطوني امثال له مادي شيانو په هورته دي، د منځنيو زمانو په پای کي د نوم غوښتونکو(Nominalists) او د رښتيا خوښوونکو(Realists) تر ميان هغه تاريخي شخړه پيل شوه، کومي شخړي چي وروسته فلسفه او ساينس له مذهبه بېل کړل. د نوي دور پړاو پيل شو، روسکې لن اسمايي ويل. چي:

امثال( Ideas) يواځي تر نامه پوري دي. دا هيڅ رښتينی وجود نه لري، له دې اپوټه رښتيا غوښتونکو البرټ، طامس، اکټونامس او نورو دا خبره په کلکه کوله. چي:

امثال رښتوني دي او په واقعيت کي شتون لري. د دې جګړې ار يا اصل مرام دا څرګندول وو، چي کوم يو رښتونی دی. هغه چي موږ يې له خپلو احساساتو يا څرکونو څخه درک کوو، يا که هغه، چي زموږ په ذهنونو کي د تصوراتو په بڼه کي شته. په ديارلسمه پېړۍ کي يو انګرېز پوه وليم اکم د روسکې لن سره په يووالي و ويل. چي:

هم هغه څه رښتوني دي، چي د څرکونو له لاري زموږ په ورځنۍ مشاهده او تجربه کي راځي. امثال تش تصورات دي. دا د افلاطون په ضد د بغاوت پيل وو، چي د څرکونو نړۍ يې د نظر دروه منله او امثال يې رښتوني ګڼل. د افلاطون له مثاليت څخه د روم کليساوو ګټي پورته کړي وې. اسمايي روايت د نوي ساينس او فلسفې بنسټ جوت شو، د هغې له پلي کېدا او منلو څخه پوهانو مشاهده او تجربه په کار واچوله. د روم د کليساوو ذهني پرتم پای ته ورسېدی، د دې پايلي چټکتيا د علومو د خپرېدا غورځنګ نوره هم ګړندۍ کړه، چي د يوناني مسودو يا متونو له ژباړي سره سم په اطاليه کي راسربېره شو. تر شپاړسمي ميلادي پېړۍ پوري په ټولو يورپي هېوادونو کي خور شو. د ساينس په نړۍ کي کوپرنېکس جوته کړه، چي مځکه نه خو د پينۍ مرکزه ده او نه پر ځای ولاړه ده. لکه د مذهب د پلويانو عقيده چي وه، دا په ويړه پينۍ کي يوه وړوکې سياره ده، چي و لمر ته ګرځي. ګلېليو لروين يا دوربين جوړ کړی، په ويړ هسک کي د سمدلاسه مشاهدې پيل و شو. کپلر د رياضي له لاري د کوپرنېکس او ګلېليو د نظرياتو ملاتړ وکړی. نيوټن د کشش ثقل(چي مځکه هر شی ځان ته را کشوي) نظريه وړاندي کړه. د ساينس له نويوالي سره سم د فلسفې خورېدا هم رامنځته شوه. د برټرېنډرسل په خبرو کي” د نويوالي پيل هغه وخت و شو، کله چي څرکونو ته يو ځل بيا برلاستيا ور په برخه شوه. په ساينس کي له ګلېليو سره او په فلسفه کي د بېکن سره” د بېکن د ساينس له فلسفې څخه د تجربيت خوښوني پيل و شو، چي له رويه يې پوهه له څرکونو او درکونو څخه تر لاسه کېږي، ولي لکه څنګه چي بېکن و ويل. چي:

له بهرنۍ نړۍ سره زموږ تړون يواځي د څرکونو له لاري کېدلای شي، ذهن د احساساتو يا څرکونو له دربچو و نړۍ ته ګوري. د څرکونو له تجربې پرته په خپله د رښتينوالی او سپېڅلتوب پر پلټنه لاسبرتيا نه لري. رښتيا که څومره هم ځانګړي وي! خو په هره توګه له تجربې اخستل کېدلای شي. له څرکونو بېل او تر تجربې په هورته هيڅ ډول ازلي او تلپاتي رښتينتوبونه نشته، يا وجود نه لري. بېکن لاکس، هابس او هېوم اغېزمن کړل، د تجربيت دا فلسفه سمدلاسه د ګلېليو، نيوټن او د کپلر ساينس پاللې ده او ساينس ته تر ټولو نږدې ده، بېکن په دې ويلو سره فلسفه له مذهبه بېله کړه، چي:

د مذهبي عقيدو سپړنه د عقل له لاري امکان نه لري. هغه د علم کلام سره د ارسطو منطقي قياس هم رد کړی او لټون يې د علمي پلټني شپول و ګرځاوی. په بله مانا هغه و ويل، چي له مخکي څخه د جوړ کړل شوو کلياتو په روڼا کي د جزئياتو د کتني پر ځای د جزئياتو له کتني د کلياتو را ايستلو ته اړتيا ده. همدغه د ساينس پوهانو نظريه هم ده، چي له کتني څخه د اولسي قوانينو ټاکنه کوي. هابس د تېري زمانې سره د تړون د پرېکړي خبره په کلکه وکړه. د يونان فلسفه يې يواځي د اټکلونو خورجين و ګڼله. د بېکن په څېر هغه هم په ساينس او فلسفه کي د ګټو منونکی وو. هغه د کلام علم، الهيات او روحانيات د پام وړ نه بلل. د کوپرنېکس، ګلېليو او کپلر د موندنو په روڼا کي هغه په فلسفه کي هم مېکانکيت پلي کول غواړي. هغه څرکونه له فکر او نظر څخه اخستي ګڼي او د بشپړي ماديت خوښوني استازی دی.

لاک د نيوټن همزولی وو. د نيوټن په څېر هغه هم له تجربې څخه د علمي پايلو د تر لاسه کولو بلنه ورکوله، هغه و ويل، چي:

انساني ذهن په پيل پيل کي ساده او ناپوه وي، دغه فکرونه او نظرونه زېږديز او لوروونکي نه وي. له څرکونو او درکونو څخه چي کومي اغېزې رامنځته کېږي، هغه د فکرونو او نظرونو بڼه خپلوي. لاک د تجربې د ارزښت په ستاينه له بېکن سره په يوه خوله شو، چي زموږ د پوهي سرچينه څرک يا احساس دی. د ازلي او تلپاتو رښتينتوبونو هيڅ وجود نشته، د څرکونو له لاري د تر لاسه شوي پوهي په روڼا کي چي موږ کومه سمه يا چپه رايه جوړوو، هغه وجدان يا ضمير دی. وجدان زېږديز يا پيدايشي نه وي، پوهه سر له سره پر درک ولاړه ده. له درکونو بېل هيڅ ازلي او تلپاتی رښتينتوب نه شي شته کېدلای. لاک د خپلي فلسفې پيل له دې پوښتني وکړی، چي”انسان د شيانو په اړه خبرتيا څنګه تر لاسه کوي؟” دا پوښتنه يې داسي جواب کړه، چي: پوهه له څرک او درک څخه تر لاسه کېږي. هيوم د لاک دغه دليل تر مانالرونکي پايلي پوري و رساوی، کله چي هغه و ويل، چي:

انسان يواځي د درکونو(مدرکات) “چي يو په بل پسې را سربېره کېږي” خرېړی(ملغوبه) دی. پر همدې بنسټ هغه د خدای او د اروا له وجود منلو هم نټه وکړه.

په نوې فلسفه کي ډېکارټ او لايب نټز سمدلاسه د عقليت او په وسيله د مثاليت پالنه وکړه. دواړه رياضي پوهان وو. په دې ترڅ کي يې د فېثاغورث له روايت سره اړيکي ساتلې، چي هغه هم د رياضي له تګلارو په فلسفه کي د يواځنيو رښتينتوبونو د موندلو هڅه وکړه. هغه به ويل، چي:

يواځي له څرکونو او تجربو موږ باوري پوهه نه شو تر لاسه کولای. د دې مرام لپاره د دليل خوښوونکي پوهي په کار اچولو ته اړتيا ده. پر څرکونو يا حسياتو په کلکه نيوکه کولو سره هغه و ويل، چي:

دليل خوښوونکې پوهه څرکونه تللای شي.

بېکن، لاک او هيوم د څرکونو په مخکي دليل لرونکې پوهه بې ځايه ګڼله. په هر حال د نوي ساينس له خپرېدا سره په فلسفي نړۍ کي دغه شخړه پيل شوه، چي د پوهي سرچينه څرکونه دي، لکه څنګه چي د سوفسطايانو غوښتنه وه، يا دليل خوښوونکې پوهه د رښتينتوب يواځنی وازه يا معيار دی، لکه څنګه چي د افلاطون ګروهه يا عقيده وه.

بېکن، لاک، هابس او هيوم د سوفسطايانو د روايت پالنه وکړه. ډېکارټ، لايب نټز او سپېنوزا د افلاطون عقليت وځلاوی. ډېکارټ په دې اړه د ځانګړي ځای لرونکی وو، چي هغه ماديت او مېکانکيت ته هم وده ورکړه، هغه د ماديت او ذهن دوه اړخيزه تصور وړاندي کړی، د ذهن او مادې دواړو په خپل ځان کي په تلپاتيتوب منلو سره هغه د فطرت خپلواکه کتنه وکړه، په مېکانېکي نظر سره يې د هغه د پېژندلو هڅه وکړه، د فطرت له نندارو هغه روحانيت او غايت له سره و ايستل، ذهن يې له فطرت څخه و يوست. همدارنګه د طبيعاتو پوهه له ذهنه خپلواکه شوه، له دې څخه مرام په بشپړه توګه و ايستل شو. ډېکارټ و ويل، چي:

پينۍ د يوې ټاکلي کړنلاري په روڼا کي خوځون کوي، د دې لپاره موږ د دغه تګلارو په پېژندلو سره د فطرت پر واکمنيو برلاسي کېدلای شو. هغه وايي، چي:

ساينس پوهانو ته په کار ده، چي د مرام لرونکي ذهن او اروا له سرښت يا فطرت څخه په بېلوالي سره د هغوی کتنه وکړي. دا رنګه ډېکارټ د نونسمي پېړۍ د مېکانکي غورځنګ وړاندوينه اټکل کړه.

په اتلسمه ميلادي پېړۍ کي د ساينس خورېدا د عقل ځلوني غورځنګ و غوړاوی، چي تر ټولو لوی منځی يا مرکز يې فرانس وو. د فرانس ځينو عقل خوښوونکو پوهانو په ملګرتيا سره د علومو قاموس ترتيب کړی او د ساينس د موندنو په روڼا کي يې و انساني ټولنه ته له نوي سره د جوړښت بلنه ورکړه. قاموسيان ماديت خوښوونکي وو، هغوی و ويل، چي:

د مېکانکيت کړنلاري پر شعور لرونکو او ژونديو هم داسي پلي کېږي؛ لکه څنګه چي پر سا نه لرونکو شيانو پلي وي. هغوی به ويل:

انسان هم يوه پرزه ده، که څه هم تر نورو پرزو پېچلې ده. په سرښت يا فطرت کي هيڅ مرام او غايت نشته. پينۍ يواځي ماده او نه فنا کېدونکې ده او په پينۍ کي د هيڅ ډول يو ذهن په کار بوختيا نه لري. هغه د ځينو کړنلارو په روڼا کي خوځېږي. قاموسيانو مذهب، تصوف، موندني يا کشف، اشراق او نور څه د انساني پرمختګ په لاره کي خنډونه ګڼل. هغوی په ډاګه د دې اعلان وکړی، چي يواځي د ساينس په مرسته د ټول انسانيت ستونزي هوارېدلای شي. انسان د خوشالۍ تر لاسه کولو لپاره تر طبع په هورته يوې هستۍ ته اړتيا نه لري. لامتري او هولباخ د ډېکارټ په څېر په مېکانکي نقطه نظر د انساني ذهن په کار اچول په پام کي و نيول.

“والټيير”او”ويدرو” د مذهبي خلګو د سپېڅلتوب له پلورن ځايونو پړده پورته کړه.”کندورسې” او”ترګو”په انساني ټولنه کي د پرمختګ تصور په ډېر باور سره ورننيوست، ويل يې ، چي:

يواځي ساينس د دې پرمختګ لامل کېدلای شي. قاموسيانو پر عقل او پوهه بشپړ باور درلودی، د هغوی همزولي روسو د عقل او پوهي، تهذيب او مدنيت په ضد قلم اوچت کړی. انسان ته يي په بيرته د سرښت لوري ته د راګرځېدا بلنه ورکړه. په فلسفه کي د رومانيت او عقل دښمنۍ روايت له روسو څخه را پيلېږي. د هغه وينا ده، چي:

فکر کول او تدبير جوړول يو غير فطري کار دی او فکر کوونکی يو ترټلی څاروی دی. فحتې، شوپنهائر، نټشې او نور د ده مانوي اولادونه دي.

د کوپر نېکس دغه موندني چي د مځکي کره د پينۍ منځی يا مرکز نه دی؛ بلکې دا يوه وړوکې سياره ده. د انسان ځان ستاينه او ځان خوښونه(زهتوب) ډېر و لړزول. ولي چي له پېړيو د مځکي د کرې په اړه انسان خپل ځان د پينۍ مرکز ګڼلی وو. د دغه خواشينۍ د ډاډ لپاره د جرمن مثاليت فلسفه و نښلول شوه. د جرمن مثاليت مرکزي خيال دا دی، چي مادي پينۍ د ذهن زېږنده ده، له ذهن څخه بېل د دې هيڅ وجود نشته. دغه رنګه انسان له لاسه ورکړي ځای ته بيرته و رسېدی. هغه به دا ګڼله، چي د پينۍ د وجود وداني د ذهن پر ستنو يا تمبو ودانه ده.

د جرمن مثاليت او اراديت سرمشر کانټ دی. د هغه په وړاندي دوه مرامونه وو، يو خو دا چي د هيوم شکمنه ورځ به له منځه لېري کړل شي، بل دا چي مذهبي او د سړيتوب ارزښتونه به ودان کړل شي، چي قاموسيانو نړولي وو. پر مثاليت او اراديت سربېره د نتائجيت، موجوديت او د عقل دښمنۍ روايتونه هم د کانټ له فلسفې را زېږېدلي دي. فحتې و ويل، چي:

رښتيا د نفس يا خوښي منل ستره ځان ليدنه ده، چي د مادې د خنډونو په ضد په لوړو ځوړو کي خپل بشپړتوب تر سره کوي. د مادې وجود زياتوب او ضمني دی. شوپنهاير د ژوند اراده او نټشې د واک تر لاسه کولو اراده رښتونې او منونکې و ګڼله. و يې و يل، چي:

د انسان عقل د دې ارادې په مخکي بې وسه دی. نټشې و سرشته ته تر عقل لوړ ځای ورکوي. د هغه په خيال کي عقل د سرشتې په لاس کي تشه يوه لوبته ده. هغه د افلاطون د عقليت په ردولو سره و ويل، چي:

تر عقلياتي نقطه نظر جذباتي او ښکلاييز نقطه نظر لوړ ځای لري. د واک تر لاسه کولو اراده د ښکلا او ښايست بنسټيز ټکی دی. هېګل پر مثاليت د جدلياتو پيوند کښېښووی. و يې ويل، چي:

د تصوراتو پر له پسې پيکار د پينۍ د پرمختګ لامل جوړېږي.

په نونسمه پېړۍ کي د هېګل او ډارون د نظرياتو خپرونه وشوه. په ساينس کي د سرښت او مېکانکيت وده را منځته شوه. هېګل و ويل، چي: ذهن له انساني وجوده بېل نه دی؛ بلکې ماغزه د سر کړه يا کار دی. د سرماغزه مادي دي، ځکه چي ذهن د مادې کړه(فعل) دي. هغه ويل، چي: پر سرشته باندي په ساينسي ډوله پلټنه سره سړی پوهېدلای شي. په طبيعي نړۍ کي د سپړني لپاره تر عقل په هورته يا تر طبيعت د لوړي هستۍ و پام را اړولو ته اړتيا نشته. ډارون په بې شمېره کره اندونو وړاندي کولو سره جوته کړه، چي:

انسان د اندامونو په توګه د څاروي پرمختللې بڼه ده. انساني ذهن د ناوړه طبيعي چاپېريال په ضد د شخړي په بوختياکي ځلا و موندله. دا دويمه درنه پېښه وه، چي انساني ځان خوښونه يا زهتوب يې و لړزاوی. کومي چي پر جرمن مثاليت اوبه تېري کړې. د انګرېزانو د تجربيت خوښوني روايت د کونت ايجابيت پر مخ بوتلی، کونت و ويل، چي: انساني پوهه په کار ده، د انساني تجربې تر چوکاټه پوري پاته شي. د هغه په خيال انساني پوهه تر درې څرګندو پړاوونو تېره شوې ده. لومړی پړاو د مذهب او الهيات وو، چي د فطرت د نندارو وړاندي کېدنه د خدای په اړه وکړل شوه. دويم پړاو د مابعدالطبيعات وو، چي په هغه کي د فطري چاپېريال سپړنه د بېلا بېلو ځواکونو سره په تړون وکړل شوه. دريم پړاو د منلو او ساينسي دی، چي د سرښت سپړنه د اسبابو او لاملونو په وسيله سره کېږي. کونت ذهن هم مادي ګڼي، وايي، چي:

موږ به کله هم د پينۍ ژورو ته و نه رسېږو. موږ يواځي په دې خبرېدلای شو، چي په پينۍ کي څه پېښي راسربېره کېږي، چي تګلاره يې د خپل وس تر بريده پوري موندل کېدلای شي. د ما بعدالطبيعاتي ستونزو او د لوړ رښتينتوب په خبرو کي لوېدل بې ځايه هڅه ده. انسان ته په کار ده، چي په خپل چوکاټ کي په پاتېدلو سره د خپل ژوند د ښېګړي لپاره هڅه وکړي. له هغو ستونزو په کار دی، چي لېري پاته شي، چي د ده د مشاهدې او تجربې سره له لېري هم اړه و نه لري. د انسان لپاره مطلق وجود همدا يو دی، چي هغه په خپله هم دا انسان دی.

جرمن مثاليت د هېګل په فکرونو کي د اوج بام ته رسېدلی وو. د ساينس له خپرېدا او پلي کېدا څخه چي د هغه په ضد کوم ټولنيز غبرګون رامنځته شو، له کبله يې د فلسفې ډېر مکتبونه را منځته شو. کومو چي سمدلاسه د ساينس د پلټني له لاري فکري روڼا اخستې وه. په هغوی کي د هربارټ واقعيت خوښونه، د جېمز نتايجيت او د کارل مارکس جدلياتي ماديت څرګند دي.

د واقعيت خوښوني له رويه دنيا يا نړۍ رښتونې ده، سړی يې پېژندلای شي. هربارټ پېژندونکی او هغه شی چي و پېژندل شي، يو له بله بېلوي! خو مثاليت خوښوونکي وايي، چي:

د يو شي شته کېدل د پېژندونکي په ذهن پوري اړه لري. افلاطون ويلي وو، چي: انساني فکرونه په ذهن کي د هغوی د تجربې له لاري په خپلواکه توګه راځي. مانا دا چي فکرونه په انساني تجربه پوري تکيه نه لري. له دې څخه اپوټه د واقعيت خوښوونکو خبره داسي ده، چي:

د ذهن له خپله تولـه فکرونه نه وي، دا فکرونه له د باندي ذهن ته راځي. د هربارټ په خيال ذهن هم د نورو شيانو په څېر يو شی دی، چي د پرمختګ په دوران کي يې شتون يا وجود موندلی دی. مثاليت خوښوونکي ذهن رښتونی ګڼي او ماده د ذهن موندنه ګڼي. مانا دا چي ماده د خپلي شته والي لپاره ذهن ته اړتيا لري.

(برېډلې، رايس، بوزنکوی)

د واقعيت خوښوني له رويه ذهن او مادي نړۍ دواړه مادي دي. توپير يې يواځي دا دی، چي ذهن د مادې پرمختللې بڼه ده. له هربارټ څخه تر”ډېوي” پوري ټول واقعيت خوښوونکي پر وړو وړواختلافاتو سربېره پر دې خبره په يوه خوله دي، چي ذهن يو ډول کړه يا عمل دی، شی نه دی. د واقعيت خوښوني استازيتوب زموږ په زمانه يا وخت کي سنېټيانا، ډرېک، برټرېنډرسل، جي اي مور او نورو خو د واقعيت خوښوني پر نامه کړی دی.

په نتايجيت کي مطلق رښتينتوب يا مطلق وجودځای نه لري. جېمز و مطلق وجود ته د “مابعدالطبيعاتي بلا” نوم ورکوي. د نتايجيت په بڼه کي په رښتيا د بېکن او بنتهم د ساينسي ډوله فکر په نوې ژبه کي استازيتوب شوی دی، بېکن ويلي وو.

“هغه چوکاټ چي په کړو کي تر ټولو اغېزمن جوت شي، هغه په نظريه کي هم رښتونی او وړتيا لرونکی وي.”

د بنتهم لاره دا وه، چي: ګټه Utility د هر شي وازه يا معيار ټاکي. جېمز وايي: رښتيا په کار دی، داسي و تلل شي، چي هغه زموږ پر ژوند د ګټي يا ښېګړي کومه اغېزه لري. د نتايجيت همدغه تله ده، چي د کړني پايلي يې رښتينتوب ټاکي. که چيري د کړني له اړخه يوه نظريه په کار راتلونکې جوته نه شي! نو هغه له رښتينوالي بې برخي ده. جېمز پر ډېوي او شېلر په ځانګړې توګه اغېزه و درلوده. شېلر د خپل نتايجيت نوم “انسان خوښونه” ايښې ده. مانا دا چي څه د انسان لپاره په ګټه دي، په هم هغه د انسان د ګټي پالنه په کار ده؛ نه چي تر طبعه په هورته د يوې هستۍ خوښي تر لاسه کول. ډېوي وايي، چي: فلسفه په هيڅ ډول تر انساني تجربه تېری نه شي کولای. موږ د نظرياتو رښتينوالی د هغوی له ګټو يا پايلو پېژندلای شو. فکر يواځي يوه اله ده، چي په يو ځانګړي وخت کي ګټمنه جوتېدلای شي. په داسي بڼه کي نتايجيت يوه کاروباري بڼه خپله کړې ده، چي د امريکي شعور او ذهنيت منځی يا مرکزي ټکی دی. که چېري د يوه بېوسه قام په ورانولو يا د هغه په زور سره د ښکېلولو له کبله و امريکه ته ګټه رسېږي! نو د هغوی دا ګام او چاره تر سره کول به ښه او پر سمه لاره تګ ګڼل کېږي.

کارل مارکس د ابېکورس له ماديت څخه اغېزمن شو، چي پر هغه يې يوه څېړنيزه مقاله هم ليکلې وه. له دې سره هغه د هېګل په پلويانو کي وو. د هېګل پر مثالياتي جدليت چي فويرباخ کومه علمي کره کتنه کړې وه، هغې و کارل مارکس ته د فکر لوری ورکړی او هغه د جدلي ماديت په اړه وليکل، چي: د ماديت اره تګلاره دا ده، چي ماده رښتونې ده او ذهن د مادې زېږنده دی. ماده د خپل وجود يا شتون لپاره و ذهن ته اړتيا نه لري. د جدلياتو مانا په اصطلاح کي دا ده،کوم توپيرونه چي د شيانو په دننه کي وي، هغه يې د بدلون لامل وي. هېګل پر همدې بنسټ د خپل مثاليت وداني درولې وه. مارکس د فرانسيسي قاموسيانو ماديت بېځايه او مابعدالطبيعاتي ګاڼی.

هغه د ماديت له لاري جدليات را ننه ايستل او جدلي ماديت يې بنا کړی. هغه له ماديت څخه مابعدالطبيعات له سره و ايستل، ولي چي د هغه په خيال کي مابعدالطبيعات پټ خولي او نظرياتي دي. هغه وايي، چي: د نوي ساينس د موندنو له رويه د سرښت کړه جدلياتي دي، پټ خولي نه دي. د مارکس په خيال رنګ په رنګ نړۍ د شيانو چکړوبه يا خرېړی نه دی؛ بلکې د ډول ډول او رنګ په رنګ کړنو ټولګه ده. د فرانسيسي قاموسيانو و ماديت ته هغه د مېکانيکي ماديت نوم ورکړی، ولي چي په هغه کي د شيانو بدلون موندنه په پام کي نه ده ساتل شوې. د مارکس د تاريخي ماديت نظريه هم ارزښت لري. هغه وايي، چي:

کوم توپيرونه چي د مادي نړۍ د بدلون او پرمختګ لامل ګرزي، هغه په انساني ټولنه کي بدلونونه رامنځته کوي. مارکس د ازلي او تلپاتي تصوراتو منونکی نه دی. هغه وايي، چي:

تصورات د شيانو انځور دی، چي پر ذهن پرېوزي. ځکه د شيانو له بدلون سره دا تصورات هم بدلون مومي. په انساني ټولنه کي مادي سرګزشت اصل دی، سياسيات، مذهب، سړيتوب، پوهه او فنون د همدې اصل څانګي دي، چي د اندامونو په توګه له خپل اصل سره تړلي دي او د اصل له بدلون سره سره بدلون مومي، ځکه چي معاشي سرګزشت د تاريخ د کړنو خوځوونکی دی. د مارکس په جدلياتو کي د اووښتون خميره شته، هغه نظريه له کړو څخه بېله نه ګڼي او وايي، چي: د فلسفيانو کار يواځي په نړۍ پوهېدل نه دي؛ بلکې د هغې بدلول هم دي. مارکس د ازلي او تلپاتو ارزښتونو منونکی دی. يواځي معاشي نياومنتيا او برابري د سړيتوب يواځنۍ تګلاره بولي. د هغه په خيال کي د ګډي ټولني سړيتوب به د لرغوني ټولني د سړيتوب په څېر په هورته، ما بعدالطبيعاتي او مثالياتي نه وي؛ بلکې دا به عملي او مهالنی وي.

کانټ د هيوم د تشکيک په ضد قلم پورته کړی وو. د عقلي دليل او د هغه له لاسه ورکړي ځای د بيا لاس ته راوړلو هڅه يې وکړه! خو د هغه له فکرونو د عقل د دښمنۍ غورځنګ را و زېږېدی، چي په هغه کي يې د ارادې او جبلت په مقابله کي و عقل او پوهي ته دويم او ثانوي ارزښت ورکړی. د فحتې، شېلنګ، شوپنهاير او نټشې په خيال کي اراده او جبلت چي زموږ لپاره کومه تګلاره ټاکي، عقل د هغه د ترلاسه کولو لپاره تش وسايل ورکوي. برګسان د همدغه عقل دښمنۍ له روايت سره اړه لري. ډارون د پرمختګ د نظريې په فلسفيانه مانا کولو سره او د حياتيت و تګلارو ته د ځانګړي مانا په ور کولو سره د برګسان د نونسمي پېړۍ د ساينس د مېکانکيت په ضد ګامونه واخستل. د هغه و فلسفه ته د ژوندنۍ يا حياتيت(vitalism) او د لوړتابه پرمختګ (Evolutionism) يا ارتقائيت نوم ورکول کېږي.

د برګسان په خيال ژوند خپلواک او پنځېدونکی دی. ماده د يوې وسيلې په توګه په کار راولي. د هغه په خيال کي د رښتوني زمان جوهر تګ دی، رواني ده، چي درک يې د ژوند د دننه اړخ په بې وسيلې کتنه سره ممکن کېدلای شي. و دغه بې وسيلې درک ته هغه وجدان وايي، چي د وخت رښتينتوب پرله پسې بهله يا رواني مومي. عقلياتي پوهه د باندنۍ ده، څانګيزه او زياتوب ده. د مادې کار يواځي دا وي، چي هغه د ژوند د تودښت په لاره کي خنډونه رامنځته کړي. دپنځوني واک د مادې په زندان کي زنداني کړل شوی پاته دی او له هغه څخه د ژغورون لپاره لاس او پښې غورځوي. د برګسان د ژوند فلسفه او مادې د عقل او وجدان پر دوو وږو يا دويي ولاړي دي. له مادې څخه مراد هغه بې حسه او بې څرکه شی دی، چي عقل او پوهي د مادې نوم ورکړی دی. ژوند د لوړتابه لوري ته الوت کوي، ماده يې کښته را کشوي. د ژوند تودښت او خوځښت خپلواک او واکمن کړه دي، چي د مادې جبر پر ملا ماتوي. لکه څنګه چي برټرېنډرسل ويلي دي: د برګسان دغه نظريه د پخواني تصوف بدله شوې بڼه ده. د پنځوني واک په ماده کي زنداني دی، د ژغور لپاره هڅي کوي، صوفيان وايي چي:

اروا د مادې په زندان کي بندي ده، چي د ژغور لپاره بې کراره وي. د صوفيانو په څېر برګسان هم وايي، چي: وجدان رښتينواله درک کولای شي، عقل له دې درکه بې برخي دی. برګسان پر تصوف د حياتيات رنګ غوړولی دی.

د څرګند پرمختګ څېړونکي لايډ مارګن او الېګزېنډر د برګسان خوښوونکي دي؛ که څه هم په ځينو خبرو کي له هغه سره په يوه خوله نه دي. لايډ مارګن د برګسان د ژوند تودښت او تش تګ غير ساينسي ګڼي. د ده په خيال کي د پرمختګ په کړو کي دوه ډوله واک په کار بوخت دی، چي يو يې د وار په وار پرمختګ لامل جوړېږي او د دويم په کاراچولو يا بوختيا سره د پرمختګ په دوران کي زښته نوي ډوله شيان را سربېره کېږي، هغه وايي، چي:

د ژوند او ذهن هسته يا پنځونه همداسي شوې وه. د هغه په خيال لوی څښتن د پينۍ پيدا کوونکی نه دی. مانا دا چي هغه له دې درې ګوټيز(تکوين) څخه مخکي نه شتون درلودی، نه يې پينۍ له نېستۍ څخه هست کړې ده؛ بلکې د پينۍ د پرمختګ له لاري به وار په وار لوی څښتن راسربېره کېږي، الېګزېنډر وايي، چي:

د پرمختګ سره سره لوی څښتن هم پرمختګ ته يون کوي.

رښتيا دا دي، چي پنځوونکی پرمختګ او څرګند پرمختګ دواړه سرياني نظريات دي. د وحدت وجود د څېړونکو په څېر د بروزيانو خدای د مذهب خدای نه دی، چي له پينۍ په هورته دی. مطلق واکمن دی؛ بلکې سرياني خدای دی، چي پر پينۍ خور او ژوندی دی. کوم خلګ چي د برګسان او الېګزېنډر له فکرونو د مذهبي عقيدو جوتول غواړي، د هغوی لپاره دا خبره د فکر وړ ده.

د هېګل د مثاليت په ضد کيرک ګرد هم قلم را اخستی وو. هغه په مذهبي نقطه نظر پر هېګل په کره کتنه کولو سره و ويل، چي: خدای لکه د هېګل خيال چي دی، يو بې سا معروضObject)) نه دی؛ بلکې يوه ژوندۍSubject)) سکالو ده، چي تر کومه وخته پوري خدای په سکالو نه وي منل شوی، د بنده لپاره دا امکان نه لري، چي هغه دي له خدايه سره د جذباتو او زړه تړون جوړ کړای شي. د کيرک ګيرد دا خبره، چي موجود(Existent) تر وجود(Being) مخکي دی. ترې هغه فلسفي خبره و رغول شوه، چي وروسته د موجوديت(Existentialism) په نوم نوموړې شوه. موضوعيت د دې مکتب فکر اره تګلاره ده. موضوعيت او عقل دښمني سره تړلي يا اخښلي بخښلي دي. کله چي د سړي ځاني څرک يا ځاني رايه د رښتيا، سپېڅلتوب او دروغ و باطل وازه يا معيار جوړ شي! نو بيا يوې پرله پوري پايلي ته رسېدل امکان نه لري. های ډګر د کيرک ګرد په استازيتوب کولو سره و ويل، چي:

معروضي دليلونه چي ساينس له هغوی کار اخلي، له سره بېځايه دي. ولي چي يواځي د موضوعي ډوله فکر له لاري انساني غوټي سپړل کېدلای او پرانستل کېدلای شي. معروضي ډوله څېړنه شخصيت يا سړی په پام کي نه نيسي. موجوديت خوښوونکي دليل وړاندي کوونکی عقل بېکاره او بېځايه ګڼي. د های ډګر په خيال کي د موجوديت دوه بنسټيز فکرونه دي. نېستي، ارزښت او خپلواک. د هغه په خيال انسان په کړو کي خپلواک دی، ولي چي هغه هره شېبه د نوو نوو ارزښتونو پنځونه او هسته تر سره کوي! خو د همدغو ارزښتونو او اختيار له کبله انسان له ځوروونکي ذهني ځور سره مخامخ شوی دی. انساني ژوند له سره پرېښوول شوی دی. هر سړی تر خپله وسه پوري په دې کي د مانا موندلو په لټون دی. جبريل مارسل د کيرک ګرد د عيسوي موجوديت روايت مخته بوتلی. های ډګر او جاسپرز شکمن او نامنونکي دي. سارتر د بې لارۍ يا الحاد خبره کوي. سارتر په ژوند کي د ګډون اشتماليت يا برابرۍ و خوا ته اېل دی! خو د موضوعيت له کبله د اشتماليت سره په خپل ذهني تړون ساتلو کي نه دی برلاسی شوی. په لومړيو کي موجوديت يواځي يو مذهبي غورځنګ وو، چي د خدای او بنده تر منځ يې د زړه د تړون بلنه ورکوله. برډيوپ بلټ مان، بيوبر او نورو خبرچڼو(د علم کلام پوهانو) د هغه مذهبي استازيتوب کړی دی. سارتر هم د الحاد پر خبره سربېره د خپل موضوعيت، ارزښت او واک له کبله په بنسټيزه توګه مذهبي سړی دی. د ساينس او مذهب بنسټيز توپير همدا دی، چي مذهب د سبب او مسبب له لړۍ په نټه کولو سره د ارزښت او واک د باور خبره کوي او پر موضوعيت ولاړ دی! خو ساينس د سبب او مسبب پر لړۍ په تکيه کولو سره د معروضيت او جبر خبره کوي.

زموږ په وخت کي چي کوم مکتبونه سمدلاسه له فلسفې اغېزمن شوي دي، په هغوی کي نوې واقعيت خوښونهNeo_Realism) او منطقي ايجابيت(Logical Positivism) د يادوني وړ دي.

د نوي واقعيت خوښوني استازي برټرېنډرسل، جي اي مور، الګزېنډر، هولټ او نور و هغو ټولو فلسفو ته د شک په سترګه ګوري، چي د مطلق وجود يا يوه وجود خبره کوي. د برټرېنډرسل په خيال نوې فلسفه له ساينس څخه بېله نه ده؛ بلکې له هغه سره اندامي تړون لري. توپير يې يواځي دا دی، چي د دې فلسفې ستونزي د ساينس د ستونزو په پرتله زياتي اولسي ډوله وي. په دې کي د نړۍ د يوه اندامي”ټول” خيال نه ساتل کېږي، نه د نړۍ کتنه په کلياتي سترګوره توګه سره تر سره کېږي؛ بلکې دا فلسفه د ساينس په څېر ستونزي له يوې بلي په بېلولو سره سپړي. په دې فلسفه کي د علم نظريه، منطق او رياضيات ارزښتناک ګڼل کېږي. د نوي واقعيت خوښوونکو په خيال کي شيان زموږ له علم څخه په خپلواکه ارزښت وجود لري. د هغوی دليل دا دی، چي شيان مخکي وي، وروسته و پېژندل شي. له پېژني مرام دا دی، چي داسي شيان و منل شي، چي له علمه بېل شتون لري. مثاليت خوښوونکي وايي، چي:

ذهن شيان په خپله پيدا کوي، حال دا چي ذهن شيان نه پيدا کوي، تش يې مومي. برټرېنډ رسل وايي، چي:

د شيانو په درک کولو سره موږ هغه له ادراک څخه بېل مومو. د پېژني عمل شی نه پنځوي او نه يې په فکرThought)) کي بدلوي. ذهن د خپل وجود لپاره د اعصابو نظام ته اړتيا لري. انساني ذهن د نړۍ يوه زښته وړه برخه ده. د پوهي او عقل غوښتنه دا ده، چي انسان خپل ځان، ځای او چوکاټ و پېژني، د نوي واقعيت خوښوونکو بنسټيز خيالونه دا دي.

(۱) نړۍ يوه نه؛ ګڼ شمېر دي.

(۲) سمه پوهه له تجزيې تر لاسه کېدلای شي.

(۳) شيان د خپل وجود لپاره هيڅ ذهن ته اړتيا نه لري.

هغوی يووالی”احديت”(Monism) چي له رويه يې ستر رښتيا يو دي، پاته او بې سړيتوبه ګڼي. ولي چي د هغه له رويه شر له خيره راپورته شوی دی. نوي واقعيت خوښوونکي وايي، چي:

درکونه يواځي له ذهن سره اړه نه لري؛ بلکې د ذهن او شيانو دواړو سره اړه لري. په سړيتوب کي د دې نظريه دا ده، چي خير له انساني هڅو وجود موندلای شي. شر به انسان په خپله له منځه وړي. د خير او شر ذمه يواځي انسان په غاړه لري. د خير ښېګړي د عملي استازيتوب لپاره عملي هڅي اړيني دي. په خواست او دعاګانو باندي په نړۍ يا ژوند کي د بدلون ښه په زړه پوري زېري نه شي تر لاسه کېدلای. د منطقي ايجابيت ولکه ويانا په نونس سوه اته ويشت(۱۹۲۸) کي مورټنر شلک جوړه کړه. کارناپ، نيورتهـ او ګوډل له دې سره اړه لري. د دوی د فکرونو يو اړخ ناوړه دی او دويم وړ. ناوړه اړخ يې دا چي مابعدالطبيعات بې ګټي او بېځايه دي. وړ دا چي د ساينس له بېلا بېلو څانګو څخه چي کومي پايلي تر لاسه کېږي، د هغه منطقي استازيتوب دي وکړل شي. د هغه لاره دا ده، چي د هغوی ټولو لپاره دي يوه ژبه را منځته کړله شي، چي په علمي موندنو کي يووالی او ملتيا رامنځته شي. د منطقي ايجابيت له رويه انساني پوهه او عقل د ځينو زښتو ارزښت لرونکو ستونزو د هوارولو وړ لاره نه شي وړاندي کولای! خو هغوی و دې منلو ته جوړ نه دي، چي له عقل څخه په هورته د پوهي تر لاسه کولو لپاره دي يوه داسي وسيله شتون و لري، چي د دې رښتينتوبونو موندنه دي تر لاسه کړي، چي له ساينس او عقل څخه پټ دي. د منطقي ايجابيت خوښوونکو په خيال کي فلسفې ته په کار ده، چي يواځي پر مانوي تجزيه بسنه وکړي او د غونډلو يا جوملو د منطقي جوړښت پر موندنو بسنه کول په کار ده.

د ساينس او فلسفې په ځينو مکتبونو کي د کلاسيکي ماديت خوښوني او د نونسمي پېړۍ د مېکانکيت روايتونه د نونسمي پېړۍ تر پايه پوري پاته وو، ان چي شروډنګر، پلانک او د هايزن برګ نظريې مقادير عنصري(Quantum Theory) دغه اووښتون پالونکې موندنه تر لاسه کړه، چي اېټم کلک نه دی؛ بلکې د الېکټرون، پروټون او نيوټرون پر څپو جوړ دی، چي خوځون يې د لمريز نظام له خوځون سره ورته دی. د اين سټاين د اضافيت نظريې هم د کلکي مادې دلرغوني تصور رد وکړی. د زمان او مکان تصورات يې بدل کړل. د فلسفې له رويه د هغه د اضافيت د نظريې دوې تګلاري د ارزښت وړ دي.

(۱) يوه داچي هر اړخيزه وخت او زمان نشته، چي په هغه کي دي د پينۍ ټولي پېښي راسربېره شي.

(۲) له طبيعي نندارو څخه د موضوعيت تر ډېره بريده پوري ازاله کېدلای شي. د مادې ټوټه يا خاشه چي موږ يې اکايي ګڼو، په رښتيا پر ډېرو اکاييانو جوړه وي. دغه خبره موږ د ذهن په اړه کولای شو. ماده او ذهن دواړه د”پېښو” ټولګي دي. دا”پېښي” د څو قوانينو په روڼا کي بېلا بېلي بڼې خپلوي. ماده او توانايي د”پېښو” بېلابېلي بڼې دي، چي په خپله سره بدلېږي. مثاليت خوښوونکو د دغه موندنو په سند وړاندي کولو سره و ويل، چي فطري رښتينتوبونه سر له سره موضوعي دي.

(۲) په جوهري څپو کي د قدر او واک تومنه شته، چي د ساينس له جبريت څخه مخ اړوي. د رواني پېړۍ په لومړيو کي د طبيعاتو يو پوه ماخ او د اسټريا يوه فلسفي ايونيرس و ويل، چي کوم قوانين پر فطرت او ټولنه لاسبري دي، هغه معروضي نه دي؛ بلکې موضوعي يا سکالووي دي. ولي چي نړۍ په خپله معروضي نه ده. د نوي طبيعاتو له لاري هغه و ويل، چي: په کومه نړۍ کي موږ اوسېږو، هغه له لويه سره موضوعي ده. و دې نظريې ته د”طبيعاتي مثاليت” نوم ورکول شو، چي د هغه په خيال کي دا د فطري ساينس نوې فلسفه ده. لېنن د ماخ پر دې نظريه په نيوکه کولو سره و ويل، چي:

طبيعاتي مثاليت څه نوی شی نه دی؛ بلکې دا د بشپ بارکلې د موضوعي مثاليت بدله شوې بڼه ده. د ماخ خبره دا وه، چي نړۍ، فطرت، انسان، شيان يواځي له موضوع څخه شتون موندلای شي. لېنن له هغه و پوښتل، چي: ايا فطرت تر انسان له مخه وجود يا شتون نه درلودی؟ که چېري يې شتون درلودی! نو فطرت د خپل شتون لپاره انساني ذهن يا موضوع ته اړ نه شو. تر دې پوخ ثبوت به نور څه وي لېنن و ويل، چي:

ماخ او د هغه پلويان په ساينس کي بيرته د مثاليت او مذهب د ګډون هڅي کوي.

د نوو طبيعاتو په مثالياتي استازيتوب کولو سره اډنګټن و ويل، چي: د هستوي يا جوهري څپو خوځون خپلواک دی، چي له کبله يې د ساينس د جبريت نفي شوې ده. برټرېنډرسل پر دې موضوع د خپل خيال په څرګندولو سره وايي، چي:

د هستوي يا جوهري څپو خوځون دي خپلواک وي! خو کله چي هغه مادي کړه وړه او بڼه خپله کړي! نو د سبب او مسبب د لړۍ په چوکاټ کي راځي. ځکه خو په طبيعي نړۍ کي د سبب او مسبب لړۍ په پرله پسې توګه په کار ده. له همدې لاري علمي پلټنه پرمختللای شي، چي تر کومه وخته پوري د سبب او مسبب لړۍ د ساينس د پلټني منځی(مرکز) او چوکاټ وي. د ساينس له جبريت څخه په هيڅ توګه د مخ اړوني لاره امکان نه لري. ځينو خبرچڼو و هستوي يا جوهري څپو ته په”روحاني” ويلو سره د مذهبي عقيدو لاره لټولې ده! خو ساينس پوهان دغه يواځي يوه انګېرنه ګڼي او وايي، چي: جوهري څپو ته د”روحاني” ويلو لاره په هيڅ ګون سره نه جوړېږي.

د ساينس او فلسفې د پيل او پرمختګ له دې لنډي څارني به دا خبره څرګنده شوې وي، چي ساينس او فلسفه له پيله څنګ پر څنګ او په سيالي سره د پرمختګ پړاوونه وهي. فلسفيانو د ساينس د موندنو استازيتوب کړی دی. ساينس د فلسفيانو و فکرونو ته نوي لاري ور پېرزو کړي دي، دا خبره کول، چي:

فلسفه پر مرګ ده. دا خبره به د دې خبري انډول وي، چي:

ساينس له ژونده لوېدلی دی. تر کومه وخته پوري چي د ساينس د پلټنو لړۍ روانه وي، تر هغه وخته پوري به فلسفيان د هغوی د موندنو په استازيتوب کولو سره نوي نوي لاري او د ارزښتونو ټاکنه تر سره کوي.

د نوي دور فلسفيانو له الهياتو مخ اړولی دی. د دې لپاره هغه خلګ چي الهياتو ته فلسفه وايي، په دې ورانو لارو سر شوي دي، چي فلسفه له منځه تللې يا ختمه شوې ده. حال دا چي سياسي، ژوندني، د سړيتوب او ښکلاييز ارزښتونه او د ټاکنلارو سره د فلسفيانو اړيکي پاته او پر ځای دي! خو پاته دا چي اوس به د هغه ټاکنه د ساينس د موندنو په روڼا کي تر سره کېږي. ولي چي د فلسفې په نړۍ کي د ازلي او تلپاتي ارزښتونو له منځه تلل د الهياتو او مابعدالطبيعاتو له ختمېدو سره سم شوي دي. د الهياتو او مابعدالطبيعاتو له بحثه په ايستلو سره فلسفه ساينس ته زښته نږدې شوې ده. د ساينس او فلسفې اړيکي او تړون نور هم ټينګ شوی دی. د ساينس موندنو د استازيتوب واک له فلسفيانو څوک نه شي اخستلای. انسان چي تر کومه وخته د مځکي پر کره(قاره) وي، هغه د شعور او عقل لرونکي په حيث د ټاکنلارو او ارزښتونو څخه مخ نه شي اړولای. ټاکنلاري او ارزښتونه د ساينس له کاري چوکاټه د باندي دي. ولي چي هغه په تجربه ځايونو کي نه شي تلل کېدلای او کچه کېدلای. د نياومنتيا خبره خو دا ده، چي ساينس پوهانو هم له هغوی سره څه سروکار نه دی ساتلی او د دې ارزښتونو د فلسفې په نښتېځ ګڼلو او منلو پاته شوي دي. د خبري پايله دا ده، چي ساينس او فلسفه له پيله سره تړلي دي، چي تر کومه وخته پوري ساينس ژوندی وي، فلسفه به ژوندۍ پاته وي او دواړه به يو د بل د ملاتړ لامل ګرځي.

( پنځمه برخه )
داچي انساني فطرت بدلېدونکی نه دی!

دا فکري تېروتنه [1]چي انساني فطرت بدلېدونکی نه دی، د جبريت “Determinism”يوه څانګه ده. د جبريت دوه اړخونه دي، بهرنی او دنننی، له بهرني جبريته هيڅوک نټه نه شي کولای. د پينۍ په کوم اړ او پېچ کي چي انسان ژوند تېروي، و هغه ته بدلون ورکول د هغه د وس خبره نه ده، چي په هغه کي د انسان ځای د يوې بې کچي ذرې غوندي دی! خو دا هم رښتيا دي، چي په بهرنۍ توګه د اړتيا له کبله هغه د خپل نږدې چاپېريال پر بدلون برلاسی دی. دنننی يا داخلي جبريت خو کړکېچنه ستونزه ده. ارسطو د دې خبري منونکی وو، چي د انسان اړتيا بهرنۍ نه دنننۍ ده. زموږ د وخت ځيني اروا پوهان چي سرخېل يې فرايډ دی، د مطلق جبر منونکي دي. د هغوی په خيال کي انسان د خپل سرشت له لاسه اړ دی، دا خيال چي هغه پر خپل يوه کار واک په برخه لري، تر بې بنسټه اندېښنې په هورته ارزښت نه لري. له دې سره سره هغه د ارادي واک د فعاليت هم نامنونکی دی. فرايډ وايي، چي:

يو سړی که د دوو لارو پر سر ولاړ وي او و وايي، چي زه له دې دوو لارو پر يوه ټاکلې لاره تګ کولای شم، دا ځان دروهنه ده، ځان ته دوکه ورکول دي. ولي چي په دې دوو لارو کي هغه کومه لاره و ټاکي، هغه به هرو مرو د يوې لاشعوري غوښتني په روڼا کي ټاکي، چي کېدای شي، دی هم نه وي په خبر. پر داسي وخت وګړی ګڼي، چي زه له ارادي واک څخه کار اخلم. د فرايډ په خيال کي دا د هغه تېروتنه ده. د ده ارادي واک د لاشعور له ښووني څخه پرته هيڅ هم نه شي کولای.

د فکر او نظر په نړۍ کي د جبر تصور څه نوی شی نه دی. د ايرانيانو زردان، د يونانيانو مويرا، د هندوانو کرم، د رواقيانو مقدر، د ماني او اګسټاين د زېږندي ګناه تصور او د شوپنهاير د ړندې ارادې په بڼه کي هر ځای د هغه کتنه کېدلای شي، خيام وايي. چي:

از رفته قلم هيچ د ګرګون نه شود
وز خوردن غم بجز جګر خون نه شود

کو در همه عمر خوېش خوننابه خوري
يک قطره ازان که هست افزون نه شود

د فرايډ دننني يا داخلي جبريت و دې فکري تېروتنه ته وده ورکړې ده، چي انسان خپل فطرت ته بدلون نه شي ورکولای. ولي چي د هغه عقل او پوهه د هغه د لاشعور په مخکي بېوسه او سپر په لاس ولاړه ده. د ژوندانه دغه ګرو شوي او لوېدلي نظريې لوېديځ اديبان”الډس هکسلې” “جيرارډ هرډ” او “انذرې موردو” د نهيليو لوري ته ټېل وهلي دي. هغوی د انساني ژوند د بې مانا او بې ارزښته کېدا اوښکي تويوي. هغوی وايي، چي: انسان له پېړيو په هڅه او هاند د تهذيب او مدنيت اسمانڅکه وداني رغوي! خو ناڅاپه چي د هغه وحشي رګ کله په جوش راشي. د ورانۍ د سرشتې اور غورځوونکی غر يې سره و چاودي، په لږه موده کي انسان په خپل لاس هغه لوړه ماڼۍ په رانړولو سره سوځي. پايله دا چي د پرمختګ او تهذيب خيالونه بې مانا او بې ځايه اندېښنې دی. کاميو په خپل کتاب “د سسي فس اسطور” کي د انسان د بې ځايه هڅو و لوري ته پام را اړولی دی. په يوناني اسطورو کي فس يو سړی وو، چي د يوې ناوړي کړني پر بنسټ د دېوتاګانو تر کاوړ(خښم) لاندي راغلی. هغه ته دا سزا وارورول شوه، چي يوه درنه ډبره په پوري وهلو او اړولو اړولو د غره سر ته و خېژوي! نو کله چي هغه تر ډېر کړاو او خوارۍ وروسته هغه کاڼی د غره سر ته رسوي. کاڼی يې له لاسه ښويېږي، بيرته په ګېلېدلو ګېلېدلو لاندي راځي. سسي فس بيا دې ته ځان جوړوي، چي دا کړاو پر ځان و مني او بيرته يې و خېژوي. تر اخرته پوري به هغه دا کاڼۍ په اړولو اړولو د غره سر ته خېژوي، بيرته به په ښويېدلو سره هغه د غره تر بېخه راګېلېږي. له دې کيسې څخه کاميو دغه پايله اخستې ده، چي د انسان کړه د سسي فس غوندي دي، چي هغه په ډېر کړاو او زيار سره د مدنيت ماڼۍ ودانوي! خو د هغه په بشپړېدلو يې بيرته ورانوي؛ بيا يې له سره په ودانولو بوخت شي. د دې په منځپانګه کي هغه همدا خبره کوي، چي انسان د خپل ورانوونکي سرښت له لاسه اړ دی. د داسي فطرت په لاس کي لوبته دی، چي د بدلون واک يې تر وس وتلی دی. فرايډ په خپلو نوموړو کتابونو”د خوند له تګلارو څخه ور هاخوا ته””تهذيب او د هغه ناخوالي” کي انساني ځېل(نوع) له سباوون څخه نهيلی کړی دی. څرګنده ده، که دا ګروهه په اولس کي ډېره خوره او و منل شي! نو د ټولنيز پرمختګ، تهذيب او مدنيت، ښووني او روزني ټولي هڅي به بې ځايه و ګڼل شي! خو له ښه مرغه انسان نه اړ دی او نه داسي ده، چي فطرت يې نه بدلېدونکی دی. که چېري داسي وای! نو نن به انسان هم له نورو څاروو سره په غرونو او سمڅو کي ژوند تېرولای.

د مېک ډوګل په خيال کي انساني سرښت د څو خويونو ټولګه ده. په دې توګه په انسان او څاروي کي څه توپير نشته، هغه او فرايډ په انسان کي د عقل او شعور د وجود منونکي دي! خو د خويونو يا جبلتونو په مخکي و هغوی ته دويمه درجه يا ارزښت ورکوي. دا ډول انسان هم د څاروو تر کچي پوري را کښته کوي. خبره دا ده، چي دعقل او شعور په روزنه سره انسان له څاروو څخه را بېل شوی دی. له لکهونو کلونو څخه هغه پر خپلو څاروو خويونو د عقل او پوهي د لاسبرتيا ساتلو په هڅه بوخت دی. په دې کي هغه له ناکاميو سره هم مخامخ شوی دی! خو د ټولنيز پرمختګ، تهذيب او مدنيت شتون په خپل ځان کي دا خبره جوتوي، چي انسان له فطري خويونو څخه د ودانولو کار هم اخستی دی. جبلتونه عقل او پوهي پر ودانوونکو لارو بيولي دي. له همدې لاري هغه د فطري خويونو د درانه پرتم په لېري کولو سره پر ارزښت او واک تر لاسه کولو برياليتوب موندلی دی. څاروي تر اوسه اړ دي؛ ځکه چي تر اوسه د جبلتونو په زندان کي دي. انسان خپلواک کار کوونکی دی. ولي چي هغه پر جبلتونو د عقل لاسبرتيا ساتلای شي. د همدې ارزښت او واک له لاري هغه په شعوري توګه د چاپېريال د بدلون هڅه کړې ده. د چاپېريال بدلون په خپله هم د هغه په سرښت کي بدلونونه راوستلي دي. څاروي د فطري خويونو له لاسه اړ دي؛ ځکه خو موږ د هغوی د کړو و ډول ته Behaviour وايو. دا چي په انسان کي د پوهي او عقل خويونه ړنده برلاستيا ماتوي. د همدې لپاره موږ د هغه د کړنو و ډول ته د ښوونيز Conduct نوم ورکوو. تر دې په هورته فرايډ او د هغه پلويانو د وګړي پر اروايي تجزيه د خپلو نظرياتو بنسټ اېښی دی او تر ټولنيزو چارو يې ګام اړولی دی. ځکه خو هغوی هغه ذهني او اروايي بدلونونه تر غور لاندي نه شي نيولای، چي د ټولني پر يوه وګړي د هغه په ذهن او د کړنو په ډول کي را سربېره کېږي.

د وګړپوهني زدکړه وال موږ ته ښوونه کوي، چي لږ او ډېر په تېرو لسو زرو کلونو کي د انسان د فطري خويونو د څرګندوني په ډول کي ښکاره بدلونونه رامنځته شوي دي. د بېلګي په توګه د مدنيت تر پلي کېدا له مخه انسان خپل جنسي خوی لږ او ډېر د څاروو په څېر تر سره کاوی! خو د تهذيب او مدنيت په برکت هغه د ميني او محبت له خوندورو جذباتو سره اشنا شو. د همدې جذبې استازيتوب د زړه اېلوونکو هنرونو او د تصوف او عرفان د نېست لامل شو. د عقل او شعور څخه د بې برخي کېدو له کبله څاروي هم هغسي پر خپل ځای ولاړ دي. که نن سبا کوم سړی د څاروو په څېر هغسي جنسي تسکين و کاندي، هغه د انسانانو له لړليک څخه ايستل کېږي. همدارنګه لرغوني انسان د څاروو په څېر اومې غوښي له هډونو څخه په غاښونو شکولې او خوړلې يې! خو د ژوند ښکلاييزي بڼې هغه د داسي کړو څخه را وګرزاوی، چي د دې خوی د بدلون په څرګندونه کي ښکاره توپير رامنځته شوی دی. پر دې سربېره د بېلابېلو فطري خويونو په خپل ځان کي ارزښت نه دی پاته؛ بلکې کوم احساسات او جذبات چي له هغوی سره تړلي دي، داسي يو له بل سره ګډ شوي دي، چي يو له بل څخه يې بېلتون نه شي کېدلای. د دې توپير او بدلون په ذهن کي د کښېنولو لپاره دا خبره په کار ده، په ياد و ساتل شي، چي د مدني ژوند تر اوسه يواځي اته يا لس زره کاله شوي دي. د مځکنيو طبقاتو د پوهانو خيال دی، چي د مځکي له لمر څخه د بېلوالي دوه کروړه کاله شوي دي. د لومړۍ سړزګۍ يا کنګل (Ice age) زمانه له نن څخه شپږ لکهه کاله مخکي پيل شوې وه. د څلورمي سړزګۍ يا کنګل زمانه له نن څخه پنځوس زره کاله مخکي د اوج ټکي ته ورسېدله. د دې وروستۍ سړزګۍ په زمانه کي د کړاوجن چاپېريال سره په ډغرو وهلو د انسان د نيکه ګانو شعور وده او روزنه تر لاسه کړه، چي له کبله يې هغوی د څاروو له ډلي را بېل شو. د مځکنيو ډلو د اوږدو زمانو په مخکي د تېرو پنځو زرو کلونو موده تر خندا په هورته ارزښت نه لري. کله چي موږ ګورو، چي د مصر او بابل د تهذيبونو پيل تر مسيح شپږ اووه زره کاله مخکي و شو! نو زموږ د هېښتيا هيڅ پای نه وي. په دومره لږ موده کي چي انسان د پرمختګ او تهذيب څومره پړاوونه وهلي دي. د دوی په کار او عمل کي د نورو څاروو په پرتله څومره په زړه پوري توپير رامنځته شوی دی. اوس چي علمي موندنو د پرمختګ دغه تګ ډېر ګړندی کړی دی، دا تصور چنداني بې ځايه نه ښکاري، چي په راروانو لسو زرو کلونو کي به د انسان د ری وهلو يا فکر کولو او محسوسولو په انداز کي ډېر بدلون رامنځته شي. فطرت به يې په نوي جوړښت خپلولو سره زښته نوې بڼه خپله کړي.

کوم خلګ چي د انساني فطرت په نه بدلون منونکي دي، هغوی زدکړه او روزنه بې ځايه ګڼي. د هغوی په خيال د ښووني او روزني په زړه پوري بڼې هم د انسان فطرت نه شي بدلولای. دا نظريه بې ځايه ده، ولي چي د اموخته کېدلو خوی په انساني سرښت کي شته او اموخت ډېری وخت دويم فطرت جوړ شي. د زدکړي او ښووني په تاريخ کي تر ټولو له مخه ارسطو دې خبري ته پام را اړولی وو، چي د کردار او سړيتوب لپاره اړينه ده، چي په کوشني کي ښه خويونه را سربېره کړل شي. د هغه په پلويتوب کي لږ او ډېر د پوهني او روزني ټولو پوهانو په کوشنيانو کي د ښو خويونو د راسربېره کولو خبره کړې ده! نو ځکه پسټالاتسي، هربارټ، مانټې سوري او ډېوي د اموخت پر ارزښت خبره کړې ده. روسي اندام پوه(ماهر عضويات) پاف لوپ پر سپيانو تر سلګونو تجربو کولو وروسته دا پايله تر لاسه کړه، چي د يوه عمل په وار وار تر سره کولو سره په څاروو کي د اړه لرونکي عمل غبرګون راسربېره کېدلای شي. دغه د زمان منل شوي موندني ته هغه د Conditioned reflex نوم ورکړی. په لنډه توګه د دې يادو شوو خبرو مانا دا ده، چي که چېري و سپي ته د ورځنيو خوړو ورکولو پر وخت سړی ږنګ و وهي! نو سپی د ږنګ سره داسي اموخت و نيسي، چي کله بيا ږنګ واوري، که څه هم خواړه ور نه کړل شي، هم به يې له خولې څخه لاړګي را تويېږي. له ږنګه پرته د بوی، لمس او روڼا څخه هم دا پايلي تر لاسه کېدلای شي. ډاکټر واټسن د پاف لوپ دې نظريې ته په ډېر جوش او ښه زړه ښه راغلی و وايه، ويې و يل، چي: د همدې نظريې په روڼا کي دي د ښووني او روزني تګلاره له نوي سره و ټاکل شي. چي په څاروو کي خويونه راوستل کېدلای شي! نو په وګړي کي چي عقل او شعور لري. له په زړه پوري خويونو راوستلو څخه د هغه د دويم فطرت رغونه کېدلای شي. وليم جېمز په خپل تاليف”د نفسياتو اصول” کي پر خويونو خپل نوموړی څپرکی و ليکی. دا يې د انساني ټولني منځی(مرکز) او شپول و ګاڼی. د هربرټ سپنسر خيال دی، چي د ذهن وده، رغېدل، د کردار او عمل جوړښت په چاپېريال پوري اړه لري. ښه په زړه پوري چاپېريال کولای شي، چي انساني خويونه د خپلي خوښي په چوکاټ کي و رغوي. په نوو نفسياتو کي اېډلر د فرايډ او مېک ډوګل د جبريت او نهيليو يا قنوطيت سره مخالفت وکړی. د هغه خپله نظريه ژوند بخښونکې او له هيلو ډکه ده؛ ځکه يې په ښوونيزو ولکو کي ښه راغلی په ډېره مينه او ښه زړه سره وکړل شو. د هغه ګروهه يا عقيده ده، چي د ټيټوالي د احساس لېري کېدا لپاره انسان ټوله ژوند د خپل ټاکلي مرام د تر لاسه کولو هڅي کوي. که په ژوره توګه سره و کتل شي! نو څرګنده به شي، چي د مرامونو لوري ته هڅه په هره ستره اروا کي وي. د انساني ځېل د ښېګړي لپاره د نړيوال تاريخ ځينو درنو مخورو شتمني خو پرېږده، ځان يي هم نه دی سپمولی او تر ځان تېر شوي دي.”جې جي فرېزر” پر کردار په خبره کولو سره ليکي[2]:

په يوه قام يا سړي کي د ارزښتناک کردار تر ټولو لويه نخښه دا ده، چي تر نن د سباوون لپاره تېر شي. د مهالنيو پېښاوو خوشاليو د تر لاسه کولو پر ځای تلپاتی ډاډ او هوساينه په خيال کي ساتي. دا ځانګړتيا چي په کوم سړي کي څومره ډېره وي، هغومره به يې کردار ټينګتيا و لري، ان چي د بېهودګۍ تر پړاوه به رسي. کله چي يو وګړی د خپل ژوند تر اسانتياوو؛ بلکې تر خپل ژوند هم تېرېږي، د دې لپاره چي په راتلونکي سباوون کي را روان زېږد يا نژاد(نسل) د ژوند رڼه لاره، خپلواکي او سپېڅلتيا په برخه و لري.”

د بلهارۍ او قربانۍ دغه وړتياوي دغه خبري درواغ کوي، چي انسان د سرښتې په توګه خپل چاروکی دی. سقراط، برونو، وکلف، شېخ الاشراق سهروردي(وژل شوي) تر خپلو ځانونو د خپلو ګټو لپاره نه وو تېر شوي؛ بلکې د خپلو تګلارو او عقيدو په پالنه سره يي په ورين تندي مرګ پر ځانونو منلی وو. د سقراط ملګرو ورته و ويل:

“موږ و ساتونکو ته په يو څه موک يا بونګه(رشوت) ورکولو سره له زندان څخه ستا د ژغورلو او وړلو هڅي کوو.”

سقراط له تېښتي نټه وکړه. و يې ويل:

زه د ايتهنز خلګو ته دا خبره په سر رسوم، چي پر انسان خپله تګلاره تر خپل ځان هم ګرانه وي.”

د نړيوالو شهيدانو تر خپل نفس تېرېدل دا خبره جوتوي، چي وګړی هر وخت خپل چاروکی نه وي. که چېري خپله چاروکتيا د هغه په سرښت کي دننه وای! نو هغه به څنګه تر ځان تېرېدلای شوای. پر دې سربېره که انسان په فطري توګه خپل چاروکی وي! نو د انسان خپلوۍ يا وګړپالني(Humanism) تګلاره څنګه د سړيتوب، سياسياتو، فلسفې او د زړه اېلوونکو هنرونو بنسټيزه تګلاره جوړېدلای شوه.

د انساني فطرت د بدلون موندني نه منونکو دا هم ويل، چي انسان په فطرتي توګه جګړن دی؛ ځکه خو له جګړې څخه د ژغور لاره نه لري. په نړيوال تاريخ کي يوناني روغتياپال هرېقلېتس تر ټولو له مخه دا نظريه وړاندي کړه. تر هغه وروسته مېکياولي، هېګل، نټشې او سپېنګلر جګړه او شخړه د انسان د پرمختګ لپاره اړينه و ګڼله او د هغې په ستاينه سره يې د جرمن عسکريت اوبه خور وکړی. سپېنګلر وايي:

“انسان يو ښکاري څاروی دی. زه دا خبره بيا بيا کوم، چي تاوتريخوالی او جګړه ژوند دی. جګړه د ژوند بنسټيز ارزښت دی.”

سپينګلر او د هغه پلويان دا ګڼي، چي جګړه په سرښت کي ګډون لرونکې ده. انساني فطرت بدلېدونکی نه دی، ځکه له جګړې او شخړي څخه د ژغور لاره نشته. هغوی دا رښتيا هېروي، چي انسان انسان دی، په ښکار ځان ساتونکی څاروی نه دی. د مدني ژوند سره يې د اشنا کېدو تر اوسه يواځي څو زره کلونه تېر شوي دي. دا خبره پرونۍ ښکاره کېږي، چي نيکه ګانو يي د څاروو په څېر په ځنګلونو او غرونو کي ژوند کاوی! خو د تهذيب او مدنيت په دې لږ موده کي انسان د ارزښتونو په نخښه کولو سره د انسان خپلوۍ، بلهارۍ او انساني زړه خوالي ته ملاتړ ور پېرزو کړی دی. د هېګل او سپېنګلر پلويان نن سبا دا دليل وايي، چي: انسان هايډروجن او مېګانن بمونه جوړ کړي دي او انساني ځېل (نوع) به ډېر ژر د مځکي له مخه څخه نېستي شي. څرګنده ده، که د دې بمونو د کارولو واک د دې تړيو يا اخطارونو ورکوونکو په لاس کي وای! نو تر اوسه به وخت لا قيامت راغلی وای. د دې پر خپل ځان تېروتلو برخليک ازمويونکو ارزښت د هغو جرمونو کوونکو په څېر دی، چي په هره ټولنه کي وي. د يو څو ناوړو کارونو تر سره کوونکو له لاسه و ټوله ټولنه ته په هغه سترګه نه شي کتل کېدلای. لکه څنګه چي ټولنه به يوه نه يوه ورځ د ناوړو کارونو کوونکو په سزا رسولو کي بريالۍ شي. همدر رنګه به انساني ځېل هم و دې سياست پوهانو ته دا اجازه ور نه کړي، چي هغوی د خپلو غوښتنو د بشپړېدا لپاره بې ګناه او سوله خوښوونکي وګړي و وژني. د انساني ځېل ټوله وګړ پالنه او انساني زړه خواله به د دې جګړې د لېونيانو په بېوسه کولو کي په باوري توګه بريالۍ شي. پر دې سربېره به د ساينس له خورېدا، ښې زدکړي او روزني له کبله هم د انسان جګړه ايزه جذبه و بل لوري ته اووښتل کېدلای شي. د فطري عناصرو په ضد په مبارزه کولو او د ټولنيزو ناوړو د مخنيوي په هڅو کولو سره هم د انسان جګړه ايزه جذبه سړېدلای شي. رښتيا دا دي، چي ورځ په ورځ د انسان د فطري خويونو اسانتياوي خپلي بڼې بدلوونکي دي. ولي چي په ټولنه او چاپېريال کي ډېر ستر بدلون رامنځته کېدونکی دی. د نړيوال تاريخ له کتني څخه څرګندېږي، چي د مصر او يونان متمدن انسان د سړيتوب او خويونو له لاري د لرغوني زمانې له انسان سره ډېر توپير درلودی. لږ او ډېر دومره توپير د نن د مهذب انسان، د مصر او يونان د وګړي تر منځ هم څرک کېدلای شي. ولي چي د پېړيو په تېرېدلو سره په ټولنيز، سياسي او اقتصادي نظام کي بدلون راغلی دی. د چاپېريال د جوړښت له بدلون سره سره انساني فطرت هم بدلون موندلی دی. همدا کړه به تر بې شمېره پېړيو روان وي. له نن څخه د راروانو لسو زرو کلونو انسان به زموږ د ننني دور و انسان ته د ځنګلي انسان په سترګه ګوري. لکه موږ چي په سمڅو کي د ژوند لرونکي دورې و انسان ته ځنګلي يا وحشي انسان وايو. د ودانۍ يا ابادۍ له ډېرښت سره د قوميت او وطنيت دېوالونه نړېدل اړين دي. د مځکي سر ورځ په ورځ د يو ډېر ستر او لوی ښار بڼه خپلوي، چي ښاريان به يې يو له بله څخه کرکه کول هېر کړي. انسان د خپلي ټولني د بدلون لپاره په زړه پوري هڅي کوي، ولي چي انسان د عقل او شعور څښتن دی. د بېلګه ايزي ټولني د جوړښت لپاره کېدای شي، څو پېړۍ وخت نور واخلي! خو انسان په خپل برياليتوب باوري دی. هغه ته دا خبره څرګنده شوې ده، چي يواځي په بېلګه ايزه(مثالي) ټولنه جوړېدلو سره د بېلګه ايز يا مثالي انسان رغېدل تر سره کېدلای شي.

[1] Fallacy
[2] Man god and Immortallty

شپږمه برخه
داچي انساني فطرت بدلېدونکی نه دی!

دا فکري تېروتنه [1]چي انساني فطرت بدلېدونکی نه دی، د جبريت “Determinism”يوه څانګه ده. د جبريت دوه اړخونه دي، بهرنی او دنننی، له بهرني جبريته هيڅوک نټه نه شي کولای. د پينۍ په کوم اړ او پېچ کي چي انسان ژوند تېروي، و هغه ته بدلون ورکول د هغه د وس خبره نه ده، چي په هغه کي د انسان ځای د يوې بې کچي ذرې غوندي دی! خو دا هم رښتيا دي، چي په بهرنۍ توګه د اړتيا له کبله هغه د خپل نږدې چاپېريال پر بدلون برلاسی دی. دنننی يا داخلي جبريت خو کړکېچنه ستونزه ده. ارسطو د دې خبري منونکی وو، چي د انسان اړتيا بهرنۍ نه دنننۍ ده. زموږ د وخت ځيني اروا پوهان چي سرخېل يې فرايډ دی، د مطلق جبر منونکي دي. د هغوی په خيال کي انسان د خپل سرشت له لاسه اړ دی، دا خيال چي هغه پر خپل يوه کار واک په برخه لري، تر بې بنسټه اندېښنې په هورته ارزښت نه لري. له دې سره سره هغه د ارادي واک د فعاليت هم نامنونکی دی. فرايډ وايي، چي:

يو سړی که د دوو لارو پر سر ولاړ وي او و وايي، چي زه له دې دوو لارو پر يوه ټاکلې لاره تګ کولای شم، دا ځان دروهنه ده، ځان ته دوکه ورکول دي. ولي چي په دې دوو لارو کي هغه کومه لاره و ټاکي، هغه به هرو مرو د يوې لاشعوري غوښتني په روڼا کي ټاکي، چي کېدای شي، دی هم نه وي په خبر. پر داسي وخت وګړی ګڼي، چي زه له ارادي واک څخه کار اخلم. د فرايډ په خيال کي دا د هغه تېروتنه ده. د ده ارادي واک د لاشعور له ښووني څخه پرته هيڅ هم نه شي کولای.

د فکر او نظر په نړۍ کي د جبر تصور څه نوی شی نه دی. د ايرانيانو زردان، د يونانيانو مويرا، د هندوانو کرم، د رواقيانو مقدر، د ماني او اګسټاين د زېږندي ګناه تصور او د شوپنهاير د ړندې ارادې په بڼه کي هر ځای د هغه کتنه کېدلای شي، خيام وايي. چي:

از رفته قلم هيچ د ګرګون نه شود

وز خوردن غم بجز جګر خون نه شود

کو در همه عمر خوېش خوننابه خوري

يک قطره ازان که هست افزون نه شود

د فرايډ دننني يا داخلي جبريت و دې فکري تېروتنه ته وده ورکړې ده، چي انسان خپل فطرت ته بدلون نه شي ورکولای. ولي چي د هغه عقل او پوهه د هغه د لاشعور په مخکي بېوسه او سپر په لاس ولاړه ده. د ژوندانه دغه ګرو شوي او لوېدلي نظريې لوېديځ اديبان”الډس هکسلې” “جيرارډ هرډ” او “انذرې موردو” د نهيليو لوري ته ټېل وهلي دي. هغوی د انساني ژوند د بې مانا او بې ارزښته کېدا اوښکي تويوي. هغوی وايي، چي: انسان له پېړيو په هڅه او هاند د تهذيب او مدنيت اسمانڅکه وداني رغوي! خو ناڅاپه چي د هغه وحشي رګ کله په جوش راشي. د ورانۍ د سرشتې اور غورځوونکی غر يې سره و چاودي، په لږه موده کي انسان په خپل لاس هغه لوړه ماڼۍ په رانړولو سره سوځي. پايله دا چي د پرمختګ او تهذيب خيالونه بې مانا او بې ځايه اندېښنې دی. کاميو په خپل کتاب “د سسي فس اسطور” کي د انسان د بې ځايه هڅو و لوري ته پام را اړولی دی. په يوناني اسطورو کي فس يو سړی وو، چي د يوې ناوړي کړني پر بنسټ د دېوتاګانو تر کاوړ(خښم) لاندي راغلی. هغه ته دا سزا وارورول شوه، چي يوه درنه ډبره په پوري وهلو او اړولو اړولو د غره سر ته و خېژوي! نو کله چي هغه تر ډېر کړاو او خوارۍ وروسته هغه کاڼی د غره سر ته رسوي. کاڼی يې له لاسه ښويېږي، بيرته په ګېلېدلو ګېلېدلو لاندي راځي. سسي فس بيا دې ته ځان جوړوي، چي دا کړاو پر ځان و مني او بيرته يې و خېژوي. تر اخرته پوري به هغه دا کاڼۍ په اړولو اړولو د غره سر ته خېژوي، بيرته به په ښويېدلو سره هغه د غره تر بېخه راګېلېږي. له دې کيسې څخه کاميو دغه پايله اخستې ده، چي د انسان کړه د سسي فس غوندي دي، چي هغه په ډېر کړاو او زيار سره د مدنيت ماڼۍ ودانوي! خو د هغه په بشپړېدلو يې بيرته ورانوي؛ بيا يې له سره په ودانولو بوخت شي. د دې په منځپانګه کي هغه همدا خبره کوي، چي انسان د خپل ورانوونکي سرښت له لاسه اړ دی. د داسي فطرت په لاس کي لوبته دی، چي د بدلون واک يې تر وس وتلی دی. فرايډ په خپلو نوموړو کتابونو”د خوند له تګلارو څخه ور هاخوا ته””تهذيب او د هغه ناخوالي” کي انساني ځېل(نوع) له سباوون څخه نهيلی کړی دی. څرګنده ده، که دا ګروهه په اولس کي ډېره خوره او و منل شي! نو د ټولنيز پرمختګ، تهذيب او مدنيت، ښووني او روزني ټولي هڅي به بې ځايه و ګڼل شي! خو له ښه مرغه انسان نه اړ دی او نه داسي ده، چي فطرت يې نه بدلېدونکی دی. که چېري داسي وای! نو نن به انسان هم له نورو څاروو سره په غرونو او سمڅو کي ژوند تېرولای.

د مېک ډوګل په خيال کي انساني سرښت د څو خويونو ټولګه ده. په دې توګه په انسان او څاروي کي څه توپير نشته، هغه او فرايډ په انسان کي د عقل او شعور د وجود منونکي دي! خو د خويونو يا جبلتونو په مخکي و هغوی ته دويمه درجه يا ارزښت ورکوي. دا ډول انسان هم د څاروو تر کچي پوري را کښته کوي. خبره دا ده، چي دعقل او شعور په روزنه سره انسان له څاروو څخه را بېل شوی دی. له لکهونو کلونو څخه هغه پر خپلو څاروو خويونو د عقل او پوهي د لاسبرتيا ساتلو په هڅه بوخت دی. په دې کي هغه له ناکاميو سره هم مخامخ شوی دی! خو د ټولنيز پرمختګ، تهذيب او مدنيت شتون په خپل ځان کي دا خبره جوتوي، چي انسان له فطري خويونو څخه د ودانولو کار هم اخستی دی. جبلتونه عقل او پوهي پر ودانوونکو لارو بيولي دي. له همدې لاري هغه د فطري خويونو د درانه پرتم په لېري کولو سره پر ارزښت او واک تر لاسه کولو برياليتوب موندلی دی. څاروي تر اوسه اړ دي؛ ځکه چي تر اوسه د جبلتونو په زندان کي دي. انسان خپلواک کار کوونکی دی. ولي چي هغه پر جبلتونو د عقل لاسبرتيا ساتلای شي. د همدې ارزښت او واک له لاري هغه په شعوري توګه د چاپېريال د بدلون هڅه کړې ده. د چاپېريال بدلون په خپله هم د هغه په سرښت کي بدلونونه راوستلي دي. څاروي د فطري خويونو له لاسه اړ دي؛ ځکه خو موږ د هغوی د کړو و ډول ته Behaviour وايو. دا چي په انسان کي د پوهي او عقل خويونه ړنده برلاستيا ماتوي. د همدې لپاره موږ د هغه د کړنو و ډول ته د ښوونيز Conduct نوم ورکوو. تر دې په هورته فرايډ او د هغه پلويانو د وګړي پر اروايي تجزيه د خپلو نظرياتو بنسټ اېښی دی او تر ټولنيزو چارو يې ګام اړولی دی. ځکه خو هغوی هغه ذهني او اروايي بدلونونه تر غور لاندي نه شي نيولای، چي د ټولني پر يوه وګړي د هغه په ذهن او د کړنو په ډول کي را سربېره کېږي.

د وګړپوهني زدکړه وال موږ ته ښوونه کوي، چي لږ او ډېر په تېرو لسو زرو کلونو کي د انسان د فطري خويونو د څرګندوني په ډول کي ښکاره بدلونونه رامنځته شوي دي. د بېلګي په توګه د مدنيت تر پلي کېدا له مخه انسان خپل جنسي خوی لږ او ډېر د څاروو په څېر تر سره کاوی! خو د تهذيب او مدنيت په برکت هغه د ميني او محبت له خوندورو جذباتو سره اشنا شو. د همدې جذبې استازيتوب د زړه اېلوونکو هنرونو او د تصوف او عرفان د نېست لامل شو. د عقل او شعور څخه د بې برخي کېدو له کبله څاروي هم هغسي پر خپل ځای ولاړ دي. که نن سبا کوم سړی د څاروو په څېر هغسي جنسي تسکين و کاندي، هغه د انسانانو له لړليک څخه ايستل کېږي. همدارنګه لرغوني انسان د څاروو په څېر اومې غوښي له هډونو څخه په غاښونو شکولې او خوړلې يې! خو د ژوند ښکلاييزي بڼې هغه د داسي کړو څخه را وګرزاوی، چي د دې خوی د بدلون په څرګندونه کي ښکاره توپير رامنځته شوی دی. پر دې سربېره د بېلابېلو فطري خويونو په خپل ځان کي ارزښت نه دی پاته؛ بلکې کوم احساسات او جذبات چي له هغوی سره تړلي دي، داسي يو له بل سره ګډ شوي دي، چي يو له بل څخه يې بېلتون نه شي کېدلای. د دې توپير او بدلون په ذهن کي د کښېنولو لپاره دا خبره په کار ده، په ياد و ساتل شي، چي د مدني ژوند تر اوسه يواځي اته يا لس زره کاله شوي دي. د مځکنيو طبقاتو د پوهانو خيال دی، چي د مځکي له لمر څخه د بېلوالي دوه کروړه کاله شوي دي. د لومړۍ سړزګۍ يا کنګل (Ice age) زمانه له نن څخه شپږ لکهه کاله مخکي پيل شوې وه. د څلورمي سړزګۍ يا کنګل زمانه له نن څخه پنځوس زره کاله مخکي د اوج ټکي ته ورسېدله. د دې وروستۍ سړزګۍ په زمانه کي د کړاوجن چاپېريال سره په ډغرو وهلو د انسان د نيکه ګانو شعور وده او روزنه تر لاسه کړه، چي له کبله يې هغوی د څاروو له ډلي را بېل شو. د مځکنيو ډلو د اوږدو زمانو په مخکي د تېرو پنځو زرو کلونو موده تر خندا په هورته ارزښت نه لري. کله چي موږ ګورو، چي د مصر او بابل د تهذيبونو پيل تر مسيح شپږ اووه زره کاله مخکي و شو! نو زموږ د هېښتيا هيڅ پای نه وي. په دومره لږ موده کي چي انسان د پرمختګ او تهذيب څومره پړاوونه وهلي دي. د دوی په کار او عمل کي د نورو څاروو په پرتله څومره په زړه پوري توپير رامنځته شوی دی. اوس چي علمي موندنو د پرمختګ دغه تګ ډېر ګړندی کړی دی، دا تصور چنداني بې ځايه نه ښکاري، چي په راروانو لسو زرو کلونو کي به د انسان د ری وهلو يا فکر کولو او محسوسولو په انداز کي ډېر بدلون رامنځته شي. فطرت به يې په نوي جوړښت خپلولو سره زښته نوې بڼه خپله کړي.

کوم خلګ چي د انساني فطرت په نه بدلون منونکي دي، هغوی زدکړه او روزنه بې ځايه ګڼي. د هغوی په خيال د ښووني او روزني په زړه پوري بڼې هم د انسان فطرت نه شي بدلولای. دا نظريه بې ځايه ده، ولي چي د اموخته کېدلو خوی په انساني سرښت کي شته او اموخت ډېری وخت دويم فطرت جوړ شي. د زدکړي او ښووني په تاريخ کي تر ټولو له مخه ارسطو دې خبري ته پام را اړولی وو، چي د کردار او سړيتوب لپاره اړينه ده، چي په کوشني کي ښه خويونه را سربېره کړل شي. د هغه په پلويتوب کي لږ او ډېر د پوهني او روزني ټولو پوهانو په کوشنيانو کي د ښو خويونو د راسربېره کولو خبره کړې ده! نو ځکه پسټالاتسي، هربارټ، مانټې سوري او ډېوي د اموخت پر ارزښت خبره کړې ده. روسي اندام پوه(ماهر عضويات) پاف لوپ پر سپيانو تر سلګونو تجربو کولو وروسته دا پايله تر لاسه کړه، چي د يوه عمل په وار وار تر سره کولو سره په څاروو کي د اړه لرونکي عمل غبرګون راسربېره کېدلای شي. دغه د زمان منل شوي موندني ته هغه د Conditioned reflex نوم ورکړی. په لنډه توګه د دې يادو شوو خبرو مانا دا ده، چي که چېري و سپي ته د ورځنيو خوړو ورکولو پر وخت سړی ږنګ و وهي! نو سپی د ږنګ سره داسي اموخت و نيسي، چي کله بيا ږنګ واوري، که څه هم خواړه ور نه کړل شي، هم به يې له خولې څخه لاړګي را تويېږي. له ږنګه پرته د بوی، لمس او روڼا څخه هم دا پايلي تر لاسه کېدلای شي. ډاکټر واټسن د پاف لوپ دې نظريې ته په ډېر جوش او ښه زړه ښه راغلی و وايه، ويې و يل، چي: د همدې نظريې په روڼا کي دي د ښووني او روزني تګلاره له نوي سره و ټاکل شي. چي په څاروو کي خويونه راوستل کېدلای شي! نو په وګړي کي چي عقل او شعور لري. له په زړه پوري خويونو راوستلو څخه د هغه د دويم فطرت رغونه کېدلای شي. وليم جېمز په خپل تاليف”د نفسياتو اصول” کي پر خويونو خپل نوموړی څپرکی و ليکی. دا يې د انساني ټولني منځی(مرکز) او شپول و ګاڼی. د هربرټ سپنسر خيال دی، چي د ذهن وده، رغېدل، د کردار او عمل جوړښت په چاپېريال پوري اړه لري. ښه په زړه پوري چاپېريال کولای شي، چي انساني خويونه د خپلي خوښي په چوکاټ کي و رغوي. په نوو نفسياتو کي اېډلر د فرايډ او مېک ډوګل د جبريت او نهيليو يا قنوطيت سره مخالفت وکړی. د هغه خپله نظريه ژوند بخښونکې او له هيلو ډکه ده؛ ځکه يې په ښوونيزو ولکو کي ښه راغلی په ډېره مينه او ښه زړه سره وکړل شو. د هغه ګروهه يا عقيده ده، چي د ټيټوالي د احساس لېري کېدا لپاره انسان ټوله ژوند د خپل ټاکلي مرام د تر لاسه کولو هڅي کوي. که په ژوره توګه سره و کتل شي! نو څرګنده به شي، چي د مرامونو لوري ته هڅه په هره ستره اروا کي وي. د انساني ځېل د ښېګړي لپاره د نړيوال تاريخ ځينو درنو مخورو شتمني خو پرېږده، ځان يي هم نه دی سپمولی او تر ځان تېر شوي دي.”جې جي فرېزر” پر کردار په خبره کولو سره ليکي[2]:

په يوه قام يا سړي کي د ارزښتناک کردار تر ټولو لويه نخښه دا ده، چي تر نن د سباوون لپاره تېر شي. د مهالنيو پېښاوو خوشاليو د تر لاسه کولو پر ځای تلپاتی ډاډ او هوساينه په خيال کي ساتي. دا ځانګړتيا چي په کوم سړي کي څومره ډېره وي، هغومره به يې کردار ټينګتيا و لري، ان چي د بېهودګۍ تر پړاوه به رسي. کله چي يو وګړی د خپل ژوند تر اسانتياوو؛ بلکې تر خپل ژوند هم تېرېږي، د دې لپاره چي په راتلونکي سباوون کي را روان زېږد يا نژاد(نسل) د ژوند رڼه لاره، خپلواکي او سپېڅلتيا په برخه و لري.”

د بلهارۍ او قربانۍ دغه وړتياوي دغه خبري درواغ کوي، چي انسان د سرښتې په توګه خپل چاروکی دی. سقراط، برونو، وکلف، شېخ الاشراق سهروردي(وژل شوي) تر خپلو ځانونو د خپلو ګټو لپاره نه وو تېر شوي؛ بلکې د خپلو تګلارو او عقيدو په پالنه سره يي په ورين تندي مرګ پر ځانونو منلی وو. د سقراط ملګرو ورته و ويل:

“موږ و ساتونکو ته په يو څه موک يا بونګه(رشوت) ورکولو سره له زندان څخه ستا د ژغورلو او وړلو هڅي کوو.”

سقراط له تېښتي نټه وکړه. و يې ويل:

زه د ايتهنز خلګو ته دا خبره په سر رسوم، چي پر انسان خپله تګلاره تر خپل ځان هم ګرانه وي.”

د نړيوالو شهيدانو تر خپل نفس تېرېدل دا خبره جوتوي، چي وګړی هر وخت خپل چاروکی نه وي. که چېري خپله چاروکتيا د هغه په سرښت کي دننه وای! نو هغه به څنګه تر ځان تېرېدلای شوای. پر دې سربېره که انسان په فطري توګه خپل چاروکی وي! نو د انسان خپلوۍ يا وګړپالني(Humanism) تګلاره څنګه د سړيتوب، سياسياتو، فلسفې او د زړه اېلوونکو هنرونو بنسټيزه تګلاره جوړېدلای شوه.

د انساني فطرت د بدلون موندني نه منونکو دا هم ويل، چي انسان په فطرتي توګه جګړن دی؛ ځکه خو له جګړې څخه د ژغور لاره نه لري. په نړيوال تاريخ کي يوناني روغتياپال هرېقلېتس تر ټولو له مخه دا نظريه وړاندي کړه. تر هغه وروسته مېکياولي، هېګل، نټشې او سپېنګلر جګړه او شخړه د انسان د پرمختګ لپاره اړينه و ګڼله او د هغې په ستاينه سره يې د جرمن عسکريت اوبه خور وکړی. سپېنګلر وايي:

“انسان يو ښکاري څاروی دی. زه دا خبره بيا بيا کوم، چي تاوتريخوالی او جګړه ژوند دی. جګړه د ژوند بنسټيز ارزښت دی.”

سپينګلر او د هغه پلويان دا ګڼي، چي جګړه په سرښت کي ګډون لرونکې ده. انساني فطرت بدلېدونکی نه دی، ځکه له جګړې او شخړي څخه د ژغور لاره نشته. هغوی دا رښتيا هېروي، چي انسان انسان دی، په ښکار ځان ساتونکی څاروی نه دی. د مدني ژوند سره يې د اشنا کېدو تر اوسه يواځي څو زره کلونه تېر شوي دي. دا خبره پرونۍ ښکاره کېږي، چي نيکه ګانو يي د څاروو په څېر په ځنګلونو او غرونو کي ژوند کاوی! خو د تهذيب او مدنيت په دې لږ موده کي انسان د ارزښتونو په نخښه کولو سره د انسان خپلوۍ، بلهارۍ او انساني زړه خوالي ته ملاتړ ور پېرزو کړی دی. د هېګل او سپېنګلر پلويان نن سبا دا دليل وايي، چي: انسان هايډروجن او مېګانن بمونه جوړ کړي دي او انساني ځېل (نوع) به ډېر ژر د مځکي له مخه څخه نېستي شي. څرګنده ده، که د دې بمونو د کارولو واک د دې تړيو يا اخطارونو ورکوونکو په لاس کي وای! نو تر اوسه به وخت لا قيامت راغلی وای. د دې پر خپل ځان تېروتلو برخليک ازمويونکو ارزښت د هغو جرمونو کوونکو په څېر دی، چي په هره ټولنه کي وي. د يو څو ناوړو کارونو تر سره کوونکو له لاسه و ټوله ټولنه ته په هغه سترګه نه شي کتل کېدلای. لکه څنګه چي ټولنه به يوه نه يوه ورځ د ناوړو کارونو کوونکو په سزا رسولو کي بريالۍ شي. همدر رنګه به انساني ځېل هم و دې سياست پوهانو ته دا اجازه ور نه کړي، چي هغوی د خپلو غوښتنو د بشپړېدا لپاره بې ګناه او سوله خوښوونکي وګړي و وژني. د انساني ځېل ټوله وګړ پالنه او انساني زړه خواله به د دې جګړې د لېونيانو په بېوسه کولو کي په باوري توګه بريالۍ شي. پر دې سربېره به د ساينس له خورېدا، ښې زدکړي او روزني له کبله هم د انسان جګړه ايزه جذبه و بل لوري ته اووښتل کېدلای شي. د فطري عناصرو په ضد په مبارزه کولو او د ټولنيزو ناوړو د مخنيوي په هڅو کولو سره هم د انسان جګړه ايزه جذبه سړېدلای شي. رښتيا دا دي، چي ورځ په ورځ د انسان د فطري خويونو اسانتياوي خپلي بڼې بدلوونکي دي. ولي چي په ټولنه او چاپېريال کي ډېر ستر بدلون رامنځته کېدونکی دی. د نړيوال تاريخ له کتني څخه څرګندېږي، چي د مصر او يونان متمدن انسان د سړيتوب او خويونو له لاري د لرغوني زمانې له انسان سره ډېر توپير درلودی. لږ او ډېر دومره توپير د نن د مهذب انسان، د مصر او يونان د وګړي تر منځ هم څرک کېدلای شي. ولي چي د پېړيو په تېرېدلو سره په ټولنيز، سياسي او اقتصادي نظام کي بدلون راغلی دی. د چاپېريال د جوړښت له بدلون سره سره انساني فطرت هم بدلون موندلی دی. همدا کړه به تر بې شمېره پېړيو روان وي. له نن څخه د راروانو لسو زرو کلونو انسان به زموږ د ننني دور و انسان ته د ځنګلي انسان په سترګه ګوري. لکه موږ چي په سمڅو کي د ژوند لرونکي دورې و انسان ته ځنګلي يا وحشي انسان وايو. د ودانۍ يا ابادۍ له ډېرښت سره د قوميت او وطنيت دېوالونه نړېدل اړين دي. د مځکي سر ورځ په ورځ د يو ډېر ستر او لوی ښار بڼه خپلوي، چي ښاريان به يې يو له بله څخه کرکه کول هېر کړي. انسان د خپلي ټولني د بدلون لپاره په زړه پوري هڅي کوي، ولي چي انسان د عقل او شعور څښتن دی. د بېلګه ايزي ټولني د جوړښت لپاره کېدای شي، څو پېړۍ وخت نور واخلي! خو انسان په خپل برياليتوب باوري دی. هغه ته دا خبره څرګنده شوې ده، چي يواځي په بېلګه ايزه(مثالي) ټولنه جوړېدلو سره د بېلګه ايز يا مثالي انسان رغېدل تر سره کېدلای شي.
[1] Fallacy
[2] Man god and Immortallty

اوومه برخه :

صوفي صوف[1] توری(لفظ)(له وړيو څخه جوړ شوي کالي، له اوني يا نخي ټوکر(پشمينه ټوکر) يا له سوتليو څخه جوړه شوې ګونۍ، اوني کهادي) څخه اخستل شوی دی. د لومړۍ دورې بزرګان چي د دويمي هجري پېړۍ په شا اوخوا کي په خراسان، مصر او عراق کي راڅرګندېدونکي وو، صوفيان ورته ويل کېدل. ولي چي هغوی د ګونۍ يا اون څخه رغول شوي کالي اغوستل. د ابن خلدون شهاب الدين سهروردي او سيد علي هجويري همدا خيال دی، چي ملاتړ يا تاييد يې نولدکه کړی دی. ابوريحان البېروني ليکي، چي د صوفي توری له يوناني توري سوف(د پوهي په مانا) څخه اخستل شوی دی او مانا يې د څرک ځيرک (دانشور) ده! خو دا خيال سموالي ته نږدې نه ښکاري. په لرغونې زمانه کي و تصوف ته د سريت(Mysticism) يا باطينيت (Esotericism) نومونه ورکول شوي وو. د سريت ورته ويلو لامل يې دا وو، چي له اسراره د ډکو پټو دودونو تر سره کېدل ورسره تړلي وو. په لرغوني مصر او يونان کي ځينو خلګو پټي ولکې(حلقې) جوړي کړي وې، چي له اولس څخه په پټه يې داسي دودونه تر سره کول، چي مرام به يې ژوندي پاته کېدنه تر لاسه کول وو. په تاريخ کي د اليسېني اسرار او عارفي مت يادونه شوې ده، چي د دايونېسيس ديوتا او دمتيردېوي لمانځنه که په ځانګړو ډولونو(طريقو) سره تر سره شي، نو وګړی له مرګه وروسته هم ژوندی پاته کېدلای شي. لکه د غنمو دانه چي په مځکه کي پټه کړل شي”يا هر ډول تخم چي په مځکه کي پټېږي” نو بيرته د وږي په بڼه را شنه کېږي، مانا ژوند يې باوري شي. د اروا د تلپاتي ژوند لپاره چي کوم دودونه تر سره کېدل او تر ننه لا په پړده کي پوښلي پاته دي، چي د ښکاره کېدلو لاره يې په سوګندي توګه نيول شوې وه. د دې رازونو زدکړه يواځي و ځانګړو خلګو ته په پټه ورکول کېدله. د فېثاغورث زدکړه وال پر دوو ډلو وېشلي وو.

څرګندلوستونکي(اهل ظاهر) يا(Exoteric) چي څرګند علوم به ورته ښوول کېدل او پټ لوستونکي(اهل باطن) يا(Asoterici) چي د پټو علومو ښوونه ورته کېدله. باطينيت له وروستيو يادو شوو څخه را پاته دی. همدا حال د لرغونو هندو ويدانتيانو دی.”اپنشد” د توري (لغوي) په مانا و نږدې کښېنستلو ته وايي، مانا دا چي پيرانو به خپل مريدان و ځان ته نږدې کښېنول او پټ رازونه به يې ور زده کول.

د سريت يا باطينيت پيل د مذهب، ساينس او زړه اېلوونکو فنونو (فنون لطيفه) په څېر د تاريخ د سپېدو په تياره ګوښو يا خوپونو کي پټ دی. دومره باوري ده، چي د مذهب په څېر سريت هم د اروا د لرغوني تصور زېږنده دی. د سمڅو د دورې وګړيو به په خوب کي ليدل، چي په لېرو لېرو ځنګلونو کي ګرځي، يا له مړه شوو خپلوانو سره ويني او له هغوی سره خبري کوي! خو پر راويښېدلو به يې وليدل، چي په خپله سمڅه کي ويده دی. په وار وار د خوب ليدلو څخه د هغوی په ذهن کي دا خبري ځای و نيوی، چي په دوی کي دننه يو داسي څه هم شته، چي له وجود څخه ووزي او بيرته په راتګ سره وجود ته ننوزي. همدغه څه ته وروسته د”اروا” يا”اتما” نوم ورکول شو. دا دور له اروا سره تړلی (Animism) دور وو. انسان له ځانه پرته لمر، سپوږمۍ، ستورو، څاروو، ونو، غرونو او نورو ته هم اروا ورکړه. کېده کېده، داسي خيال رامنځته شو، چي د وګړو اروا تر مرګ وروسته ونو(درختو) يا څاروو ته ننوزي. همدا د اواګون يا سنسار(جهان، پينۍ) د سربدالۍ(چکر) بنسټيز تصور دی، چي په ټولو لرغونو قامونو کي موندل کېږي. د هيروډوټس په وينا د اروا د نسخ دا عقيده له لرغوني مصر څخه نورو قامونو اخستې ده. مصريانو مړي د وچېدو په بڼه خوندي ساتل، چي د مړه اروا څارويو، نيالګيو او نورو ته تر تګ وروسته بيرته خپل وجود ته غبرګون وکړي او خپل وجود روغ رمټ و ويني. لرغوني يونانيان او هنديان هم د اروا د نسخ منونکي وو. د بزرګانو د اروا او هسکيزو توکيو(اجرام فلکي) لمانځونکو يا زړه ساتونکو مذهب رامنځته کړی، چي بنسټيزه عقيده يې دا وه، چي په پينۍ کي داسي درنې هستۍ شته، چي د انساني ځېل(نوع) پر برخليک برلاستيا په برخه لري. د هغوی د زړه ساتنه ډېره اړينه(ضروري) ګڼل کېدله. فريزر وايي:

“مذهب تر طبع د لوړو واکونو(قوتونو) د زړه دساتني نوم دی، چي د مذهب پلويانو په خيال کي پر انساني ژوند برلاسي دي.”

د ټېلر په خيال:

“مذهب تر طبع پر لوړو واکونو د عقيدې نوم دی.”

نو ځکه تر طبع د لوړو هستيو د خوښۍ لپاره د لمانځني دودونه رامنځته شول. د هغوی لپاره لوی لوی انځورونه د پژيو(مجسمو) په بڼه او لوی لوی ودانۍ جوړي شوې. د هغوی و پژيو(مجسمو) ته د لوړي بيي کالي ور واغوستل شول. ملغلري او وړتيا لرونکي غمي پر ونجتل شول. د خوږو بويونو په نښتېځل شوو اوبو به يې مينځل. لمانځنځايونه به يې په داسي خوږو بويونو کي پوښلي ساتل، چي د ډېرو توکيو(لکه عنبر او نورو) په سوځلو به خواږه بويونه ځني پورته کېدل. د هغوی پر بلهاريو به څاروي او وګړي قرباني کېدل او د هغوی د زړونو اېلولو لپاره به خمارو سترګو لرونکو نجونو سهار او ماښام نڅا کوله. د همدې دودونو په څرګنده او ښکاره توګه تر سره کېدل د ښېګړي او ژغور لامل ګڼل کېدل. يوه ډله د داسي خلګو وه، چي د مادي وجود له بنده څخه د ژغور لپاره په هڅه کي وه، د دې مرام لپاره به هغوی له رياضت او نفس وژني څخه کار اخست. همدغه خلګ د پټ پرارو او سريت خوښوونکو مخکښان ګڼل کېدل. موږ چي کله هم د لرغونو يونانيانو يا اپنشدانو و مولفينو يا وډونکو ته رسېږو! نو موږ ته څرګنده شي، چي باطينيت په فلسفه کي هم ځان ځای کړی او لاره يې ورته موندلې ده. د ويدانت او فېثاغورثيت دواړو بنسټيزه عقيده دا ده. مادي نړۍ چي موږ يې په څرکونو سره درک کوو، رښتونې نه ده. د نظر دروه ده، دوکه ده. د اروا زندان دی، له رښتوني نړۍ څخه په هورته ده. د دې درک کېدل له څرکونو يا حواسو څخه نه کېږي؛ بلکې له هغه پټ واک څخه کېدلای شي، چي د نفس له مجاهدې څخه د انسان په زړه کي را سربېره کېږي. و همدې پټ واک ته د وجدان يا اشراق نومونه ورکول شول او دا يې د موندني او سپړني پيليزه ګڼل پيل کړل. د لرغوني باطينيت يا عرفان دوه نوموړي روايتونه دي: يوناني اشراق او هندي ويدانت. د دې له تاريخي څارني څخه د سريت يا تصوف هغه کړه وړه راڅرګندېږي، چي له پيل څخه يې دوی له روايتي مذهب څخه بېل ساتلي دي او د هغوی له نه انګېرني(بې پروايي) څخه دا تېروتني اولسي بڼه خپله کړه، چي تصوف د مذهب يوه څانګه ده.

د يوناني اشراق پيل په رسمي توګه له فېثاغورث(۴۴۰ـ۵۵۰ق م) څخه وشو، چي د عارفي مسلک يو سموونکی وو. عارفي مت د شراب او سرور له ديوتا دايونېسس سره اړه درلوده، چي پلويانو به يې د شرابو په څښلو د مستۍ په څرنګوالي کي په نڅا سره لاريونونه را ايستل. د هغوی عقيده وه، چي د وجد(بې خودۍ) په داسي څرنګوالي کي ديوتا په دوی کي غوړېږي. مانا په دوی کي حلول کوي. د دې مسلک په پلي کېدا او خورېدنه کي د تهرېس مغني عارفيوس لوی لاس درلودی. عارفيوس او د هغه پلويانو ژوند ستړيا بلله او دنيا يې د اروا زندان ګڼله. د هغوی دا عقيده وه، چي انساني اروا له زېږېدني سره سمه د ژوند په زندان کي راګېر شي. له دې زندان څخه د ژغور لپاره ژورتيا او نه انګېرنه يا بېخودي په کار راوستلو ته اړتيا ده. فېثاغورث د عارفيوس د زدکړو وډون تر سره کړی او د يوې ښوونيزي ټولني بنسټ يې کښېښوو. هغوی د اروا د نسخ منونکي وو او دا خبره به يې کوله، چي زموږ د تېرو زېږېدنو(جنمونو) خبري په ياد دي. يوه ورځ فېثاغورث وليدل، چي يو سړی په ډېره ناترسي سره خپل سپی وهي او سپی ډېري بدي چيغي وهي. فېثاغورث هغه د سپي له وهلو څخه وګرزاوه او و يې ويل، چي په دې چيغو کي ما د يوه خپل مړه ملګري ږغ و پېژاندی. فېثاغورث د عقليت او عرفان يوه ټولګه ګڼل کېدله، هغه به ويل، چي له فلسفيانه تدبر او عارفانه څرنګوالي څخه د وګړي اروا د مادې له بنديزونو څخه خپلواکه کېږي او وګړی د زېږېدا له سربدالۍ يا کړکېچ څخه ژغور مومي. د فېثاغورث د اعدادو نظريه هم په تاريخ، فلسفه او تصوف کي ډېر ارزښت لري. هغه عدد د ټول وجود ار يا اصل مني. هغه به ويل: په پينۍ کي چي کوم يووالی او برابري ښکاره کېږي، لامل يې همدا عددونه دي. وروسته افلاطون و دې عددونو ته د امثالو نوم ورکړی او اخوان الصفا د دې عددونو يوه تلپاتې فلسفه و رغوله. په دې لړ کي د فېثاغورث د يوه لوستونکي(زدکړه وال) پارمي نايدس الياطي يادونه په کار ده، هغه د “يوه وجود” نظريه وړاندي کړه، چي وجوديا”يو”ستر رښتينتوب دی، چي ټوله پينۍ يې شپول(محور) ده. همدا خيال وروسته د وحدت وجود په نامه نوموړی شو. د پارمي نايدس په خيال کي پينۍ څښتن ده. ژوندی فطرت دی او نه بدلېدونکی دی. ډېروالی د درک کولو دروه ده. زينو الياطي په منطقي دليل سره د دې جوتولو هڅه وکړه، چي د شيانو خوځون امکان نه لري او ډېروالی هيڅ رښتينتوب نه لري. اېمپي وېکليس(۴۳۵ـ۴۹۵ ق م) د فېثاغورث غوندي د زېږېدا په سربدالۍ او د اروا په نسخ منونکی وو. هغه به ويل: چي تر مرګ وروسته د وګړيو ارواوي په څارويو او بوټو کي ځان ځايوي. په همدې وخت کي هېرېقلېتس او اناکساغورث دNoun او Logos يا د “افاقي ذهن” هغه تصورات وړاندي کړل، چي وروسته په عېسوي عرفان او د مسلمانانو په تصوف کي يې ځان ځای کړی. د هغوی يادونه به په راتلونکو مخونو کي په سپړلې بڼه راشي.

د يونان نوموړی فلسفي افلاطون که و يوې خوا ته د عقليت لمانځونکو او مثاليت خوښوونکو مخکښ ګڼل کېږي! نو بلي خوا ته د سريت خوښوونکو او باطني برخه لرونکو پير هم ګڼل کېږي. د هغه په فلسفه کي د فېثاغورث د باطينيت، د الياطي فلسفې د عقليت، جدليت او د سقراط د لوړو ارزښتونو د ازليت يو خوږوکی ګډون دی. د هغه امثال (Ideas) له رښتوني دنيا سره اړيکي لري. د مادي نړۍ ټوله شيان د هغه انځور دی. د دې امثالو درک کول يواځي په عقل سره کېدلای شي. د څرکونو جهان(عالم حواس) رښتونی نه دی. ماده بېکاره (ناقصه) ده. کله چي امثال په ماده کي راښکاره کېږي! نو هغه اره بڼه له لاسه ورکوي. له همدې ځايه څخه د افلاطون باطينيت پيلېږي. هغه د فېثاغورثيانو په څېر وايي، چي: اروا له مادي نړۍ څخه تر راتګ مخکي په خپلو خپلو ستورو کي مېشت وه. پر دې د مادي نړۍ زړه راکښون برلاستيا وموندله! نو هغې د وجود زندان و مانی. اروا له دې زندان څخه په ژغور موندلو بيرته خپل ځای ته د تګ لپاره اندېښمنه وي. افلاطون د عارفيانو په څېر د اروا د نسخ منونکی وو او وايي، چي:

تر مرګ وروسته د ښه او بد عملونو په تاله سره انساني اروا په نوي چوکاټ(قالب) کي ځای نيسي. د بېلګي په توګه د نادان(احمق) اروا په ماهي کي ځان ځايوي او د بد عمل لرونکې اروا په ښځه کي ځای مومي. افلاطون د دوه ډوله ارواوو يادونه کوي. يوه له مرګه وروسته له منځه ځي، مانا فنا کېږي او بله پاته وي. د سمڅي(غار) په نوموړي انځور کي هغه دا خيال وړاندي کړی دی، چي مادي نړۍ يا د”سېورو نړۍ” رښتونې نه ده. د نظر دروه ده. هغه وايي: يوه سمڅه ده، چي په هغه کي څه بنديان په داسي ډول څخلي کښېنول شوي دي، چي ښي، کيڼ اړخ او شا لوري ته نه شي سره لېدلای، چي و شاته يې يوه لار تېره شوې ده. د شا خوا يي يوه زوروره لمبه روڼا کوي. پر دې لاره چي څوک هم تېرېږي، په سمڅه کي ناست بنديان د هغوی سېوري و خپل مخ ته پر دېواله ويني. دا بنديان يواځي د سايې انځور ليدلای شي، ځکه خو هغوی له رښتينې بڼې له ليدلو ناخبره پاته وي. له دې انځور څخه افلاطون دا خبره څرګندوي، چي په مادي نړۍ کي اوسېدونکي يواځي د سيورو يا انځورونو د ليدلو وس لري، ځکه د امثالو د رښتينتوب په اړه خبرتيا نه شي تر لاسه کولای. دا انځور د ويدانتيانو د مايې(مايا) تصور را په زړه کوي. په يوه مکالمه”ايراس” کي افلاطون د رښتوني ميني يوه نظريه وړاندي کړې ده، چي وروسته يې پر عېسويانو او مسلمانانو صوفيانو ژوري اغېزې وشوې. هغه وايي، چي:

د ازل له ورځي څخه د ميني اړيکي له ازلي ښکلا سره پاته شوي دي. کله چي يو وګړی په دې نړۍ کي يو شايسته څوک ويني! نو سمدلاسه د هغه په ذهن کي د ازلي ښکلا ياد راسربېره کېږي. ځکه چي د دې وګړي ښايست د ازلي ښکلا انځور دی. له دې ياده څخه د ښکلا پر ليدونکي يو ډول څرنګوالی(کيفيت) غوړېږي. ارسطو په علمي بڼه دا خبره کړې ده. هغه وايي، چي:

د پينۍ خوځېدونکي شيان د سوړوالي(نه خوځيدونکي) لوري ته هڅه کوي. د همدې بې پايه او هر اړخيزه زړه راکښون له کبله د نړۍ مېچن ګرزي، يا فابريکه يې ودانه ده. د افلاطون عرفاني نظريه سکوني ده. په دې کي انساني هڅه، کړاو او زيار هيڅ ځای نه لري. کله چي امثال ازلي او تلپاتي ومنل شي او د پينۍ و شيانو ته د هغوی بې ځانه انځور او سېوری و ويل شي! نو د مادي نړۍ يا د سېورو د نړۍ د ښايسته کولو يا ښېګړي لپاره خوځون څنګه رامنځته کېدلای شي. د افلاطون په خيال کي د انساني هڅو مرام يواځي دا وي، چي د فکر او ژورتابه د څرنګوالي په کار اچولو سره اروا د وجود له زندان څخه ژغور موندلای شي.

د مقدونيې پاچا فلپ د يوناني رياستونو و يوځای شوو پوځونو ته په ډاګه ماته ورکولو سره د يونان خپلواکي او ازادي له منځه يووړه او له هغه سره په يوناني فلسفه کي د اجتهاد فکر هم له منځه ولاړی. د روميانو د لاسبرتيا په دوره کي رواقيت خپور شو، چي بنسټګر يې زېنو وو. په رواقي فلسفه کي مارکس ارېليس، سنيکا او اپيک ټېټس د يادوني وړ دي. رواقيان ماديت خوښوونکي وو. د هغوی په خيال کي غير مادي شی نشته او پوهه يواځي د څرکونو يا حسياتو له لاري تر لاسه کېدلای شي. هغوی څښتن او اروا هم مادي ګڼي يا تصور کوي او د وحدت وجود منونکي دي. هغوی د پينۍ په وجود او د څښتن په اروا منونکي دي. څښتن له پينۍ څخه بېل او پينۍ له څښتن څخه په بېلوالي نه مني. و پينۍ ته په څښتن ويلو چي هغوی د”همه اوست” يا يوه وجود د کومي نظريې خورونه وکړه، همدغه وروسته د صوفيانو د الهياتو بنسټ جوته شوه.

رواقيانو و پينۍ ته په څښتن ويلو سره فلسفه و مذهب ته زښته نږدې کړله. د سکندريې د نوي اشراقي فلسفې فلاطينوس(چي عربو هغه فلاطون الهي يا فلاطن بالی) د افلاطون د فلسفي فکرونو او عقيدو استازيتوب د فېثاغورثي باطينيت په بڼه وکړی، چي له کبله يې د نوي اشراقيت يا نوي افلاطونيت فکري مکتب رامنځته شو. يوناني فلسفيانو نوی اشراقيت د عېسويت د ورځ په ورځ غوړېدا او خورېدني په ضد وروستنۍ ناکراره هڅه ګڼلې ده. د فلاطينوس مخکښ فلو يهودي لوګس(لغوي مانا ويي يا کلمه، توری، نثر) يا افاقي ذهن يې د څښتن او پينۍ تر منځ اړين تړون ګڼلی وو، چي د درې ګوټيزي پينۍ او انساني ځېل(نوع) د پنځوني لامل شو. همدا تصور په وروسته کي په عيسايي الهياتو کي ويي(کلمه) يا د ښاغلي مسيح او ابن عربي په فکرونو کي د محمديه رښتينتوب په بڼه کي راڅرګند شو. په هر حال فلو يهودي د استغراق او مراقبې بلنه ورکوله او د فېثاغورثيانو په څېر ماده يې د شر پيليزه ګڼله. د فلاطينوس دويم د ياد وړ مخکښ سکندر افرد وېسي وو، چي له ۱۹۸ء څخه يې تر ۲۱۱ء پوري په اېتهنز کي د فلسفې ښوونه پېرزو کوله. سکندر افردوېسي د ارسطو و فکرونو ته د مذهب په پوښ کي په ځايولو سره و عين العيون ته د څښتن نوم ورکړی. د فلاطينوس د نوي اشراقيت تر تدوين له مخه د سريت او باطينيت هغه فکرونه او عقيدې چي په نړيواله پوهه کي يې ځای نيولی وو، د هغوی لنډون څه داسي دی.

۱ د انسان اروا د مادې په زندان کي بندي ده. د انساني هڅو يواځنی موخه او مرام دا دی، چي له دې زندان څخه خپله اروا را وژغوري. د دې مرام تر لاسه کولو لپاره د اړيکو پرېښوولو، زاويه نشينۍ(په يو چوکاټ کي کښېنستلو، ګوښه کښېنستلو) استغراق او تر نفس يا په بله مانا تر ځان و تېريدلو ته اړتيا ده.

۲ ماده د شر پيليزه ده، ځکه خو له مادي نړۍ څخه ځان کښلو ته اړتيا ده.

۳ ژوند ستړی دی او د دې ستړيا لامل د ژوند سربدالي يا کړکېچ دی، چي د انسان له زېږېدلو سره سم هغه پکښي را ګېر شي.

۴ مادي نړۍ رښتونې نه ده. د ادراک دروه(دوکه) ده. عقل او پوهه يې و ژورو ته نه شي رسېدلای. د دې د درک کېدلو لپاره پټه روڼا يا اشراق ته اړتيا ده، چي په ناکراري او له ځانه څخه د ناخبرتيا(سکر و وارفتګي) په څرنګوالي کي تر لاسه کېږي.

۵ د پينۍ ټوله شيان د مطلق ښکلا يا تلپاتي ښايست لوري ته په خوځون دي. مينه همدا خوځون او زړه راکښون دی. ښايست چي چېري هم وي، د تلپاتي ښکلا سېوری دی او د ميني غوښتونکی دی.

۶ په پينۍ کي هر ځای لوړ(افاقي) ذهن په کار بوخت دی، چي د پينۍ يووالی يې پر ځای ساتلی دی. دا اورنی يا مادي دی.

۷ وجود يا “يو(واحد)” يو ستر رښتينتوب دی، له دې پرته هيڅ هم وجود يا شته والی نه لري.

۸ پينۍ څښتن دی، پينۍ او څښتن له يوه بله نه شي بېلېدلای.

په نوي اشراقيت کي د سريت، فېثاغورثيت، عارفيت او افلاطون د فکرونو ګډون شوی دی. فلاطينوس د افلاطون له عقليت څخه مخ واړاوی او د هغه له مکالمو زندان، جمهوريه او له سمپوزيم څخه يې د فېثاغورثي باطينيت، کشف او شهود او د ميني د نظرياتو په اخستلو سره له نوي سره د هغه استازيتوب وکړی. افلاطون ويلي وو: چي يواځي خير يا ازلي ښکلا او يا د يواځني ذات(د هغه په نېز دا ټول سره ورته دي) درک کول په انساني عقل سره شونتيا نه لري. د ازلي ښکلا او پينۍ تر منځ څه ارواوي د وسيلې په توګه کار کوي، چي استازيتوب يې لوګس کوي. همدا لوګس د پينۍ د ټولو نندارو اخځ دی. ازلي ښکلا له پينۍ څخه په هورته ده. د دې پېژند يواځي له باطيني روڼا يا اشراق څخه تر لاسه کېدلای شي. د افلاطون غوندي فلاطينوس هم د انساني ژوند مرام دا ګڼي، چي لوړه اروا د وجود او مادې له زندان څخه و ژغورل شي. د استغراق او وجد(بېخودي) په وخت کي اروا له مادي نړۍ څخه لېري کېږي او په وجدي څرنګوالي کي له يواځني ذات سره تړون مومي. فلاطينوس دا خبره کوي، چي په داسي څرنګوالي کي زه په خپل ژوند کي څو ځله له دې تړون څخه برخمن شوی يم.

فلاطينوس د اروا په مخکي خاورينه بڼه(خاکي پيکر) ټيټه ګڼله، د هغه شاګرد فرفوريوس ليکي:

“هغه به په دې خبره هم له خنګ يا شرم سره مخامخ کېدی، چي زما اروا په خاورين وجود کي زنداني ده. يوه ورځ يوه ملګري يو انځورګر ورته را وستی، چي د فلاطينوس انځور واخلي. فلاطينوس هغه له دې کاره وګرزاوی او ويې ويل: ته چي د کوم څه انځور اخستل غواړې(مانا د څرګند وجود) نو دا خو زما د وجود هغه خواره کوټه ده.”

فلاطينوس د فېثاغورثيانو او افلاطون په نظرياتو کي د ځلا يا تجلي له تصور څخه د پېيون او تړون رامنځته کولو هڅه وکړه. په فلسفي نړۍ کي همدا تصور د فلاطينوس ورکړه ګڼل کېږي. فلاطينوس و يواځي ذات ته ښه او نېک ذات(ذات محض) وايي. د هغه په خيال کي له همدې ذات څخه په پرله پسې ډول د عقل، اروا، لوړو او ټيټو ارواوو او د مادې څرګندونه شوې ده. انساني اروا د مادې په مرداري کي لاس لرونکې شي او له دې چکړوبې څخه د استغراق او ژورتابه په مرسته سره د بيرته ژغور موندلو په نيامت عالم بالا ته غبرګېږي. و دې ته د فصل وجذب[2] يا تنزل او صعود[3] نظريه هم ويل کېږي.

د فلاطينوس په خيال له ښه ذات څخه په لومړي ځل د عقل څرګندونه وشوه. له عقله څخه د اروا څرګندونه وشوه او بيا يې په پرله پسې توګه مادې بڼه و موندله. د فلاطينوس د استعارې يا بيان په روڼا کي د ښه ذات لمريني پلوشې چي څرک وهي، هغه د عقل، اروا، لوړي او ټيټي ارواوي په خپله ځلا باندي په روڼولو سره لاره وهي، ان چي تياره ورپسې راځي، غوړېږي. همدغه تياره ماده ده. انساني اروا د مادې له چکړوبې څخه په خپلواکه کېدلو سره بيرته ار يا اصلي پيل ته غبرګېږي. دغه نوي اشراقي نظريې د وروستيو وجودي فلسفيانو او صوفيانو د ژور ځيرکتابه په بڼه کي په وار وار خپل ځان را څرګندکړی دی.

د فلسفې د ځينو تاريخ پوهانو په خيال کي فلاطينوس له هغو بدهانو(د بدهـ مت پلويانو) څخه هم ګټه تر لاسه کړې وه، چي په ګڼ شمېر په سکندريه کي مېشت وو. د هغوی پر پله فلاطينوس له بلهاريو او غوښو خوړلو څخه خلګ راګرزولي وو. په دې لړ کي د ايران يوه ځانته نبي ويونکي”ماني” يادونه اړينه ده، چي د بدهـ مت له عقيدو څخه اغېزمن شوی وو. د ماني تر څرګندېدلو په پېړيو مخکي د بدهـ مت د ډلي مهايانا خورونه په افغانستان او خراسان کي شوې وه، چي هلته ځای پر ځای د بدهانو سټوپې او سايې جوړي وې. بلخ د بدهانو ستر منځی(مرکز) وو، د دې ځای د يوه ستر لمانځونکي يا پرمک کورنۍ تر مسلمانېدو وروسته د برامکه په نامه نوموړې شوې وه. په ايران کي له پېړيو څخه د بدهـ مت او مجوسيت تر منځ د اغېز او اغېزمنتيا لړۍ پر ځای وه. ماني د اړيکو پرېکول او ګوښه کېدل، يا ځان ته په خلوت کي کښېنستل، له بدهانو څخه اخستي وو، چي په مجوسيت کي پر هغه بنديز وو. ماني د فلاطينوس همځولی وو! نو ځکه د مانويت او اشراقيت خورېدل څنګ پر څنګ وشو. دواړو ماده د شر ماخذ او لامل ګڼله او د رهبانيت(دنيا ته شا ګرزول) خبره يې کوله. د هغوی ښوونو او زدکړو په لومړي پړاو کي عېسويان د اروا تر ژورو اغېزمن کړي وو. په دې څرګندېدلو سره هېښتيا نه رامنځته کېږي، چي د عېسوي رهبانيت پيل له مصر څخه و شو.” اګسټاين ولي” تر عيسايي کېدو له مخه مانويي پاته شوی وو. هغه د افلاطون يادونه په زړه پوري ډول سره کوي. د عېسويت د خورېدني په لومړيو پېړيو کي په مصر، شام او خراسان کي د نوي اشراقيت، مانويت، عېسوي رهبانيت او سمنيت(بدهـ مت) پر عقيدو هر ځای ښې تودې خبري اتري کېدلې. په اسلامي نړۍ کي د دې عقيدو خورېدنه د اوېسې، خراسان او ګنديشاپور د مدرسو له لاري وشوه، چي عېسويانو په شام، ايران او عراق کي جوړي کړي وې. د فلاطينوس او فرفوريوس کتابونه او سپړني شامي ژبي ته ژباړل شوي او په دې مدرسو کي ورته لوستل کېدلې. په دې کتابونو کي د افلاطون، ارسطو، اېمپي ويکليس او فېثاغورث د فکرونو استازيتوب په نوې اشراقي بڼه کي په کولو سره د هغه پرتله له عېسوي عقيدو سره کېدله. د مامون رشيد په وخت کي د بين الحکمت پوهانو د دې کتابونو ژباړي په عربي کي وکړې، چي له کبله يې په مذهبي عقيدو کي ځوږه خوره شوه او خبرچڼو(متکلمينو) د نوي اشراقي فکرونو پرتله له مذهبي عقيدو سره کوله. د فېثاغورثي او نوي اشراقي فکرونو د خورېدلو له کبله اسلامي مذهب په سوونو ډلو کي سره و وېشل شو او د ارواوو د نسخ، سريان، امتزاج، تجسيم، حلول او اوتار نوو اشراقي اريايي فکرونو په اسلامي زدکړو کي ځای و نيوی. د مسلمانانو د فلسفې او علم کلام په څېر تصوف هم د همدې فکرونو له خوروني څخه بڼه موندلې وه.

د تصوف الهيات هم هغه دي، چي د اخوان الصفا، الکندي، فارابي او د ابن سينا په نظرياتو کي ليدل کېږي. فنا فی الله، فصل و جذب، ځلا يا تجلي، سريان او نورو اشراقي فکرونو ته تر ټولو له مخه اخوان الصفا وډون ورکړی او يا يې مرتب کړي وو، چي خوښونه يي تر هغو وروستنيو پوهانو او د فکر او نظر څښتنانو وکړله. ډي بوير په خپل ياد تاليف”د اسلامي فلسفې تاريخ” کي ليکي:

“اخوان الصفا هم د فنا فی الله نظريه وړاندي کړې ده، چي اروا د مادې له چکړوبې څخه په ژغور موندلو سره سپېڅلې کېږي او خپلي رښتوني پيليزي ته بيرته غبرګون کوي. انساني اروا د اړيکو په پرېکړون او په پوره کړاو او تپ(رياضت) سره نفس پېژندنه او الهيه پېژندنه تر لاسه کولای شي.”

“اخوان الصفا د تورو(حروفو) او عددونو فېثاغورثي تصور وړاندي کړی دی. د”يوه” شمېره يا عدد د هغوی په خيال د وجود ماخذ دی. هغوی وايي، چي: د اقليدس او رياضي لوستنه او کتنه انسان د څرکونو يا حسياتو له بنديزونو څخه ژغوري. له روحانيت سره يې اشنا کوي. د منطقو تړون هم له رياضي سره دی. د هغوی په خيال کي له څښتن څخه د مادي او روحاني نړۍ راپنځېدل له ځلا څخه په پرله پسې توګه شوي دي، او دا پړاوونه په دې ډول دي.

له څښتن څخه فعاله اروا، له فعالي اروا څخه منفعله اروا يا روح عالم، له دې څخه ماده عالم طبيعي، جسد مطلق او د بروج د دنيا په پرله پسي توګه را وتل و شو. د مادي نړۍ عناصر او جمادات، بوټي ، څاروي چي له دې عناصرو څخه جوړ دي، په دې ټولو کي د څښتن ذات اخښلی بخښلی دی. د هغوی په خيال کي انساني اروا له روح عالم څخه وتلې ده.

د تنزلات سته يا عقلونو سرياني نظريه الکندي ، فارابي، او ابن سينا په سپړلې توګه وړاندي کړې ده. د کيندي عقول د سکندر افردوېسي د تاليف”روح سې متعلق(د اروا په اړه)” له دويمه ټوکه څخه اخستل شوي دي. الکندي وايي، چي: له يواځني ذات څخه د فعال عقل را وتل و شو. ګټه اخستونکی عقل يا انساني عقل له فعال عقل څخه را وتلی دی. فارابي د څلورو عقلونو يادونه کوي. هېولاتي عقل چي په مرسته سره يې انسان له څرکونو څخه د معقولاتو اخستل کوي. په کار اچول شوی عقل هغه فکري ارزښت دی، چي په دې منلو او اخستلو کي مرستيال وي. فعال عقل چي له د باندي يا خارج څخه مانا د څښتن له لوري څخه دی او ګټه اخستونکی عقل انساني پوهه ده. د”همه اوست” يا”وحدت وجود” نظريه همدې ته ورته ده. فعاله عقل د يواځني ذات له لوري څخه دی. له فعال عقل څخه روح کل، د روح کل څخه اروا او له اروا څخه د مادې را وتل وشو. دا ډول په ټوله مادي نړۍ کي د څښتن ذات اخښلی بخښلی دی. ابن رشد وروسته و ويل، چي انساني عقل په انساني وجود کي پاته او مېشت دی. تر مرګ وروسته به يواځي په کار عقل (عقل فعال) پاته وي. ځانګړی عقل يا پوهه د وجود په له منځه تللو سره له منځه ځي. همداسي هغه تر مرګ وروسته له ژوندانه او د ژويو له جسدونو څخه نټه کړې ده. شېخ شهاب الدين سهروردي”وژل شوی” چي شېخ الاشراق ورته ويل کېږي. په حکمت الاشراق کي چي د نور(روڼا) کومه نظريه وړاندي کړې ده، هغه هم سرياني ده. هغه وايي، چي:

مطلق نور يا “نور قاهره” په ټوله پينۍ کي پلي شوی دی. ماده تياره ده او د مطلق نور سېوری دی. شر د مادې لوري ته د اېلتابه نوم دی. شېخ الاشراق و افلاطون ته د انوارو او نعمتونو څخه برخمن وايي او څښتن ته نورالانوار واجب الذاته وايي. نور پر دوو برخو وېشل شوی دی. نور فی نفسه لنفسه(نور د خپل ځان لپاره چي نور محض دی) او نور فی نفسه لغيره(نور په خپل ځان کي چي د نورو لپاره غوښتونکی وي) په انسان کي دننه چي کوم انوار دي، و هغه ته هغوی الانوار لجردت المدبره وايي. د هغه په خيال کي تياره او د هغې ټولي نندارې د څرګندو سېوري دي. جميع الحيات الظلمانيه ظلال للحيات العاقله. هغوی دا خبره کوي، چي د نور د نظريې پيل د ايران له فلسفيانو جاماسپ، فرشاوشتر او بزرجمهر له فکرونو څخه و شو. په حکمت الاشراق کي ليکي:

“و نور الانوار ته تر لومړي نوره پوري چي کومي پلوشې رارسېږي په پرتله د هغو پلوشو چي دويم نور ته رسېږي، هغه زښتي بشپړي(کامل تر) دي. جوته شوه، چي لومړی تر لاسه شوی نور له نورالانوار څخه يو دی او هغه نور بېخي نږدې دی، و نورالانوار ته او لوی دی. د زردښت (زرتښت) د فاضل حکيم دا ګمان کړل شوی دی، چي لومړی کوم شی و پنځول شو، له موجوداتو څخه، هغه ځيرک يا بهمن دی. بيا اروي بهشت، بيا شهر پور، بيا اسفنداوند، بيا خورداد دی، بيا امر داد دی او يو له بل څخه رازېږېدل شوي دي. لکه له څراغ څخه چي څراغ پرته له دې چي څه له لومړي څخه لږ شي او زردښت(زرتښت) د هغه انوارو په ليدلو له هغوی څخه د رښتينو علومو ګټي تر لاسه کړې.”

په ښکاره توګه د شېخ الاشراق په دې نظريه کي د فلاطينوس د ځلا نظريه او د زردښت(زرتښت) د نور او د ظلمت د دويي ګډون کړل شوی دی. د فلاطينوس ښه ذات د هغه په نېز نورالانوار جوړ شوی دی، چي له هغه څخه په پرله پسې توګه انوار راپنځېږي. همدا خيال چي لومړی له نورالانوار څخه تر لاسه شوی نور له هغه سره يو دی. له ابن سينا څخه اخستل شوی دی، چي وايي: څښتن”يو” په خپل ذات کي دی او کوم چي يو په خپل ذات کي وي، له هغه څخه په خپل ذات کي يواځي يو شی راپنځېږي. ځکه له څښتن څخه د لومړي عقل پنځونه او هستونه وشوه. الواحد لا يصدر عنه الا الواحد.

صوفيانو چي له تنزلات سته(شپږ) څخه کوم تصور وړاندي کړی دی، په هغوی کي د فلاطينوس د ځلا د نظريې څرکونه له ورايه ښکاره کېږي. مير ولی الدين ليکي:

“د نزول بې شمېره پړاوونه دي! خو په ټول باور سره دا په شپږو چوکاټونو کي ځايېدلای شي. و دې ته صوفيان تنزلات سته وايي. په دې کي لومړني درې احديت، وحديت، وحدانيت، مراتب الهيه دي. نور درې مراتب کونيه دي، اروا، مثال، وجود او انسان. په دې کي د څښتن يواځنی ذات محض دی.”

د فلاطينوس د صدور نظريې د دې تصوفي استازيتوب پيل له قشېري څخه شوی وو. د ميني نوی اشراقي تصور موږ ته د فارابي، ابن سينا، شېخ اشراق او په نورو کي په څرګنده بڼه ښکاره کېږي. فارابي وايي: چي څښتن په خپله عشق دی او د درې ګوټيزي پينۍ لامل هم عشق دی، چي له کبله يې د هسک توکي يو له بل سره تړلي دي. د ميني په مرسته انسان ته الهي پېژندنه ور په برخه کېدلای شي او خپل روحاني اوج ته رسېږي. ابن سينا اوج ته د رسېدلو و هڅه ته د ميني نوم ورکړی دی. د افلاطون غوندي هغه وايي، چي:

پينۍ د ازلي ښکلا لوري ته ناپايه زړه راکښون احساسوي. همدا زړه راکښون مينه يا عشق دی. د پينۍ شيان د همدې زړه راکښون له کبله د ازلي ښکلا لوري ته يون کوي او پړاو پر پړاو د اوج لوري ته لاره وهي. دا زړه راکښون له جماداتو څخه په پيلېدلو بوټي، څاروي او انسان پړاو پر پړاو د لوړو ځايونو لوري ته بيايي. ابن سينا ويلي دي، چي:

مطلق رښتونې ازلي ښکلا ده، چي په څرګنده دنيا کي د خپلي ښکلا يا جمال ځلاندي پلوشې ويني. شېخ الاشراق وايي، چي:

لاندي يا ټيټ هرښايست تر ځان له لوړي ښکلا سره مينه کوي. همدا مينه يا عشق دغه انوار تر نور الانواره مانا تر څښتنه پوري رسوي. څښتن بشپړه ښکلا يا کامله ښکلا ده. ځکه هغه په خپله مينه کي ډوب دی. هغه په خپله مئين هم دی او خپله مينه هم په خپله دی. د افلاطون په څېر صوفيان هم د څښتن په ازلي ښکلا منونکي دي او وايي، چي:

ښکلا او ښايست و خپلي څرګندوني ته اړتيا لري او د ميني غوښتونکي دي. د ښکلا او ښايست د همدې څرګندوني هيله د پينۍ د پنځوني لامل شوه. صوفيان و مطلق ښکلا يا ازلي ښکلا ته جمال وايي او نور هر ډول ښايست ته د ښايست نوم ورکوي. د مجازي ميني پيل له څرګنده ځانګړي ښايست څخه کېږي. تر دې ور وړاندي پړاو د رښتوني ميني دی، چي په هغه کي د ازلي ښکلا پلوشې پر مئين غوړېږي.

صوفيانو د نوي اشراقي فکرونو د عملي مانا کولو هڅه کړې ده. لکه څنګه چي مو ليدلي دي، چي د نوي اشراقيت پيل له مصر څخه شوی وو، چي د عېسوي رهبانيت منځی(مرکز) جوړ شو. خراسان له پېړيو څخه د بدهـ مت انګړ يا غولی وو؛ ځکه خو په مسلمانانو کي د عرفان د برخمنو څرګندېدل له مصر څخه و شو او بزرګان په خراسان کي راښکاره شو. په ۸۱۵ء کي په سکندريه کي د صوفيانو يوه ډله راڅرګنده شوه، چي مشر يې صوفي عبدالرحمان وو. ذوالنون مصري(۸۶۱ءم) تر ټولو له مخه د پېژندني تصور د مسلمانانو تصوف ته ور ننيوست. هغه او رابعې بصري په خپلو شعرونو کي د تاندي رښتوني ميني څرګندونه کړې ده. ابو سعيد الخزازالبغدادي(۸۹۰ءم) د ذوالنون مصري مريد وو. هغه چي د فنا فی الله کومه نظريه وړاندي کړه، هغه په څرګنده توګه له لرغونو عارفيانو او نوو اشراقيانو څخه اخستل شوې ده. د مصر دا روايت په بغداد او بصره کي ډېر نوموړی شو. د خراسان د تصوف د مکتب پيل له ابراهيم بن ادهم څخه وشو. د دې مسلک په خورونه کي د هغه مريد شفيق بلخي(۸۱۰ءم) وړاندي وړاندي وو. د خراسان د مکتب صوفيانو چي د زاويه نشينۍ، ذکر و فکر او په خلوت کي د ناستي خبري خورې کړې. هغه له پېړيو څخه د خراسان د بدهانو له لاري پلي شوي وې. د مسلمانانو په تصوف کي د دې دوو روايتونو ګډون رامنځته شوی دی. فضيل بن عياض(۸۸۳ءم) د مرو اوسېدونکی وو. هغه ويلي دي:

“زه له څښتنه سره مينه لرم، ځکه هغه لمانځم.”

احمد بن خضرويه د بلخ اوسېدونکی وو، وايي:

“خپله اروا فنا کړه، چي هغه ژوند ومومي.”

ابوالحسن نوري خراساني(۹۰۷ءم) وايي:

“تصوف له دنيا سره دښمنۍ او له څښتن سره خپلوۍ ته وايي.”

يحيی بن معاذ بلخي ويلي دي. چي:

“بزرګ جهاني خوندونو ته شا ورګرزوي! خو صوفي د بل جهان يا اخرت تر خوندونو هم تېرېږي.”

بسطامي بايزيد خراسانی وايي:

“زما تر چپنه يا چوخه لاندي څښتن دی. زه هم ساقي يم، هم جام يم او هم زه څښونکی يم.” او

“زه د څښتن لوري ته ولاړم، زما له دننه څخه ږغ را وشو. چي اې! په تاکښي.”

سبحاني ما اعظم شاني.

(زه سپېڅلی يم، زما وړتيا څومره لوړه ده.”)

جنېد نهاوندي وايي:

تر دېرشو کلونو څښتن د جنېد په ژبه خبري کولې او څوک خبر هم نه شو.”

“صوفي په ښکاره(ظاهره) انسان دی، په باطن کي څښتن دی.”

ابوبکر شبلي خراسانی وايي:

“تصوف پر څرکونو لاس برتيا او د ساه د زندان نوم دی.”

“صوفي په دنيا کي داسي پاته شو، لکه ورته راغلی چي نه وي.”

د هغوی په خيال کي دوږخ له څښتن څخه بېلتون دی او جنت د هغه د ديدار نوم دی.

نوموړی صوفي شاعر جلال الدين رومي[4] تنزل او صعود او فنا فی الله په دې تورو کي وړاندي کوي.

صد هزاران حشر ديدي اې عنود، تا کنون هر لحظه از بدو وجود

از جمادي بې خبر سوے نما، وز نمای سوے حيات و ابتلا

باز سوے عقل و تغيرات خوېش، باز سوے خارج اين پنج و شش

تالب بحر اين نشان پايماست، پس نشان پا درون بحر لاست

(اې سرکشه تا له خپل پيل او زېږد څخه تر اوسه په لکهونو قيامتونه ليدلي دي. له جماداتو څخه د نما يا څرګندېدا لوري ته راغلې. له څرګندېدا څخه څاروييز(حيواناتي) ژوند ته او له انساني ازمويني سره مخامخ شوې. بيا د عقل او توپير لوري ته راورسېدې. وروسته تر پنځو څرکونو او شپږو اړخونو په را تېرېدلو سره رښتوني لوړ ځای يا اوج ته را ورسېدې. د دې وجودي بدلونونو د پلونو نخښي د درياب تر غاړو پوري دي او د سپېڅلي څښتن په درياب کي په ګډېدلو سره د پلونو دغه نخښي له منځه ولاړې.)

د فلاطينوس عقل او اروا چي وروسته د عقل اول، عقل فعال، روح عالم، عقل کل، نفس کل، نومونه ورکول شول، په دې تورو سره يادوي.

عقل کل و نفس کل مرد خداست، عرش و کرسي رامدان ازوے جداست

عقل جزوي عقل را بدنام کرد، کام دنيا اوے را ناکام کرد

(انساني اروا د مادي تماس په زندان کي خپل اصل هېروي.)

سالها هم صحبتي و همدمي، باعناصر داشت جسم ادمي

روح او خود از نفوس و از عقول، روح اصل خوېش را کرده نقول

از نقول و از عقول با صفا، نامه مې ايد بجان کاے باوفا

يارګان پنج روزه يافتي، روز ياران کهن بر تافتي

(د وګړي وجود له کلونو څخه د توکيو سره يووالی او بېلوالی لري، د هغوی اروا په خپله له عالم نفوس او عقلونو څخه ده! خو له خپله اره يا اصله څخه يې مخ اړولی دی. د دې سپېڅلو نفسونو او عقلونو له خوا د اروا لوري ته ږغ او پېغام راځي. چي اې بېوفا تاسو په نړۍ کي د څو ورځو يارانه او ملګري جوړه کړې ده او له دوی سره په خپلوي کي مو له زړو خپلوانو څخه مخ اړولی دی)

ټوله ښکلا او ښايست د ازلي محبوب د ښکلا انځور دی.

خوب رويان ائينه خوبي او، عشق ايشان عکس مطلوبي او

هم باصل خود رود اين خد و خال

دائما در اب کی ماند خيال

جمله تصوير است عکس اب جوست

چون بمان چشم خود خود جمله اوست

(ټولي ښکلاګاني او ښايستونه د هغه د ښکلا هنداري دي. د هغوی ميني د هغوی د غوښتنو انځور دی. دا انځور دی او هغه اصل دی. دا ټول کړه وړه د خپل ار لوري ته ځي. تل په اوبو کي انځور چېري پاتېږي. د دې نندارو ټولي بڼې د”اب جو” انځور دی. که چېري تاسو خپلي سترګي و مږی! نو څرګنده به شي، چي ټول هغه په خپله دی.)

له رومي څخه پرته عراقي، سنايي، عطار او جامي هم د فصل او جذب او”همه اوست(ټوله دی دی) د دغه نوي اشراقيت فکرونه د شاعرۍ په بڼه کي وړاندي کړي دي. حسين بن منصورحلاج(۸۵۸ءتر ۹۲۲ء) د حلول يا اوتار نظريه په تصوف کي ګډه کړله. په”کتاب الطواسين” کي هغه ناسوت، ملکوت، جبروت، لاهوت او باهوت د عالمونو يادونه کړې ده. ناسوت د تيارې جهان دی، چي په هغه کي انسانان اوسېږي. ملکوت د فرشتو اوسېدنځای دی. په جبروت کي نور جلال ځلا غوړولې ده. لاهوت د نور جمال ټاکنځای دی او باهوت د خاص حق ځای دی. حلاج وايي: چي”هو هو”(يزداني اروا چي په ښاغلي رسالت ماب ﷺکي څرګنده شوه) د درې ګوټيز عالم ادم له پنځوني څخه يې مخکي شتون درلودی. د منصور په شعرونو کي د سريان او حلول منځپانګه تر سترګو کېږي، وايي:

سبحان من اظهر ناسوته، سوسنا لا هوته الثاقب

ثم بداني خلعت ظاهراً، فی صورت الاکل والشارب

حتی تعد عانيه خلقه، کلخطت الحاجب بالحاجب

(ايا سپېڅلي هغه ذات چي په ناسوت کي يې خپل څرکېدونکی لاهوت څرګند کړی،،، بيا يې په خپل پنځ(مخلوق) کي د خواړه خوړونکو او څښونکو په بڼه کي ځان څرګند کړی. ان تر دې چي پنځ(تخليق) يې په ډاګه ننداره وکړه.)

په يو شعر کي ويل شوي دي.

بيني و بينک اني اليازعني، فارفع بلطفک اني من البين

(زما او ستا په منځکي”زه” په خنډ جوړېدلو سره جګړه اچوونکی دی. په خپله لورېينه او پېرزوينه سره دغه”زه” له منځه و باسه.)

پای د”زه” پړده پورته شوه. حلاج د”انالحق، زه حق يم” ناره و وهله او د پاڼسۍ تختې ته و خېژول شو.

شېخ اکبر محی الدين ابن عربي په خپل نوموړي کتاب”فصوص الحکم” کي”وحدت الوجود” يا”همه اوست”په زښته پراخه او سپړلې بڼه وړاندي کړی دی. هغه له منطقي استدلال سره کشف او اشراق هم په کار اچوي. د خپل قطبيت(د بزرګۍ اوج) په يادونه سره ليکي:

“کله چي ستر څښتن له ادمM څخه تر محمدﷺ پوري د ټولو نبيانو او رسولانو ذاتونه ماته راښکاره کړل! نو زه پر يو ځای او د کتني وړ جوړ شوی وم. دا پېښه د قرطبې په ښار کي په ۵۸۶ء کي وشوه، د نبيانو په دې ډله کي يوه هم له ما سره خبري و نه کړې! خو هودM. هود M د ټولو نبيانو د يوځای کېدو لامل راته و وايه، چي: و شېخ ابن العربي ته د بزرګۍ مبارکۍ ورکړه ده.”(فصوص الحکم فص هوديه)

همدا رنګه د يوې مکاشفې يادونه داسي کوي، چي ما د کشف په څرنګوالي کي و ليدل، چي فصوص الحکم نومي کتاب و ماته د ستر څښتن رسولﷺ را وسپاری او د دې د څرګندوني اجازت يې هم را پېرزوکړی. تر يادوني پوري شېخ احمد سرهندي د شېخ اکبر د همه اوست نظريې رد وکړی؛ نو هغوی هم دا خبره وکړه، چي د کشف په څرنګوالي (کيفيت) کي پر ده دا رښتينوالی را څرګند شو، چي”همه اوست” بېځايه نظريه ده. د دې خبري پرېکړه څوک کولای شي، چي په دې دواړو بزرګانو کي د چا کشف سم دی. په هر حال د شېخ اکبر د وحدت الوجود نظريې لاس ته راوړنه دا ده، چي په خپل ذات کي شتون لرونکی بې له څښتن څخه بل څوک نشته. له څښتنه پرته ټول په غوښتنه(بالغرض) دي. هغه وايي، چي: صفتونه د ذات عين دی. پينۍ د صفتونو ځلا ده، ځکه خو پينۍ هم عين ذات ده. په اسانه ژبه د دې مانا دا ده، چي له پينۍ څخه جلا د څښتن وجود شتون نه لري. ابن عربي څښتن او بنده يو له بله څخه جلا نه ګڼي. په فتوحات مکيه کي په لومړيو شعرونو کي وايي:

الرب حق والعبد حق، ياليت شعر من المکلف

ان قلت عبد فذاک ربا، او قلت رب اني يکلف

(څښتن هم خدای دی او بنده هم څښتن دی! نو بيا مکلف څوک پاته شو، يو هم نه دی. که چېري تاسو واياست، چي بنده! نو هغه څښتن هم دی. چا ته چي تاسو څښتن واياست! نو هغه به مکلف څنګه وي.)

ددې عقيدې له رويه شرعي بنديزونه ماتېږي. ابن عربي د برسېرنو يا ظاهري پوهانو له وېري ځای ځای په مذهبي ژبه خپله عقيده وړاندي کړې ده او د هغه په سپړتيا کي يې قراني ايتونه هم ليکلي دي! خو د هغه اره بڼه پټه پاته نه شوه او پوهانو کلکي نيوکي ورباندي وکړې. ابن تيميه وحدت الوجود سم دم کفر او بې ديني وګڼله. پر دې سکالو هغه يوه رساله وکښله، چي نوم يې”حقيقت مذهب الاتحاديين” دی. په هغه کي يې بېخي په ډاګه ليکلي دي،”چي د ابن عربي نظريه وحدت الوجود کفر دی” او د ابن عربي دا وينا چي وجود عين وجود خالق دی او وجود په عين باور سره يو دی، په ډاګه بېلاري او بې ديني ده.

اوس عربي هغه پايلي و منلې، چي د ده د سرياني الهياتو څخه ژر ذهن ته راتلونکي وي. هغه وايي، چي: د پينۍ نه کوم پيل شته او نه به يې پای وي. هغه له عدم يا نېستۍ څخه په وجود د راتګ منونکی نه دی. هغه ژوند د ادراک دروه ګڼي او د داسي ځانګړي څښتن منونکی نه دی، چي له مادي عالم څخه ځان ته بېل شتون و لري او د هغوی چاري تر سره کوي. هغه د لااله الالله پر ځای د لاموجود الالله ويونکی دی.

شېخ اکبر د نوو اشراقيانو پلي شوې يا د ځلا نظريه وړاندي نه کړه! خو د هغوی جوت شوي اعيان د افلاطون د امثالو بدلي شوي بڼې (شکلونه)دي. د ابن عربي په خيال کي جوت شوي اعيان د مطلق رښتينتوب او ښکاره نړۍ تر منځ د اړتيا وړ وسيلې دي، چي و هغه ته دوی مفاتيح الغيب وايي.

شېخ اکبر د”حقيقت محمديه” د تصور په بڼه کي د يونان د فلسفيانو نوموړې او پېژندل شوې نظريه لوګس وړاندي کړې ده. ياده دي وي، چي د هغوی”حقيقت محمديه” د ښاغلي رسالت مابﷺ شخصيت نه دی؛ بلکې يزداني واک دی، چي د درې ګوټيزه عالم او ادم د پنځ لامل شوی دی او د حلاج د”هو هو” په څېر يا سره ورته دي. د ابن عربي روحاني شاګرد مولانا روم د ښاغلي رسالت مابﷺ له خولې وايي.

نقش تن رانا فتاد از بام طشت، پېش چشمم کل ات ات ګشت

بنګرم در غوره مې بينم عيان، بنګرم در نيست شی بينم عيان

بنګرم سر عالم بينم نهان، ادم و حوا نرسته از جهان

من شمارا وقت ذرات الست، ديده ام پا بسته و منکوس واست

از حدوث اسمان بې عمد، انچه دانسته بدم افزون نشد

من شما را سرنګون مې ديده ام، پېش ازان کز اب وګل باليده ام

(د انساني وجود بڼه لا نه وه څرګنده شوې، چي زما د سترګو مخته هر وجود موندونکي شي وجود وموند. زه چي و شنو انګورو ته ګورم، نو په هغوی کي دننه په څرګنده توګه شراب وينم. زه چي په معدوم کي دننه ور وګورم! نو شی په سپا توګه راسربېره شوی وينم. زه چي د لېري خبره څارم او هغه وخت يوه پټه نړۍ وينم او دا چي هغه وخت ادم او حوا لا پيدا شوي هم نه وو. ما”ته” دالست په ورځ مانا د ميثاق يا ژمني په ورځ کي د ذرات(غوندي مخلوق کېدا له وخته څخه) بندي، ځوړند سر او لاندي شوی(مغلوب) ليدلی يې. کوم څه چي و ماته د پنځونو(مخلوقاتو) تر څرګندېدلو وړاندي ښکاره شوي وو. د دې بې تمبو ولاړ هسک له را منځته کېدا سره په هغه کي هيڅ ډول زياتوالی و نه شو. کوم څه چي اوس شته، دا تر دې وړاندي هم ماته څرګند وو، له مخه تر دې چي زه د اوبو او خټو څخه پيدا شوم، ما”ته” په زندان کي سر ځوړند و ليدلې.)

يو بل ځای د ښاغلي رسالت مابﷺ له خولې وايي.

ګر بصورت من ز ادم زاده ام، من ز معنی جد جد افتاده ام

کز براے من بدش سجده ملک، وز پی من رفت بر هفتم فلک

پس زمن زائيد در معنی پدر، پس ز مېوه زاد در معنی شجر

اول فکر اخر امد در عمل، خاصه فکرې کان بود وصف ازل

(که څه هم په ښکاره خو زه له ادم څخه زېږېدلی يم! خو په رښتيا زه د نيکه نيکه يم. ولي چي هم زما لپاره فرشتو و هغه ته سر کښته(سجده) کړی او هم زما لپاره هغه اووم هسک ته ولاړی. نو په رښتيا سره پلار له ما زېږيدلی دی! نو په رښتيا سره ونه(درخت) له مېوې(تخم)[5] څخه راپنځېدلې ده. راسربېره کېدونکی شی په وجود کي وروسته راځي، په ځانګړې توګه هغه شی چي ازلي يا تلپاتی ارزښت و لري.)

د ابن عربي حقيقت محمديه چي ازلي او تلپاتی يزداني واک دی. د مولانا روم په فکرونو کي د شخصيت په بڼه کي راسربېره شوی دی. ابن عربي و”حقيقت محمديه”ته د حقيقت الحقايق، عقل اول، العرش، قلم الاعلی، کامل انسان، اصول العالم، رښتونی ادم، البرزخ، اکهېولا او د قطب الاقطاب نومونه هم ورکړي دي. د هغه په عقيده حقيقت محمديه پينۍ پر ځای ساتلې ده او د څښتن د پنځوني واک هم دغه دی. الحق المخلوق به. عېسويانو و ښاغلي عيسیM ابن مريم ته کلمه(د لوګس لغوي مانا کلمه ده) و ويله او هغه ته يې د الوهيت جامه ور واغوستله. ابن عربي د حقيقت محمديه په بڼه کي د لوګس تصور وړاندي کړی. په وروسته کي د الجېلي د”کامل انسان” او د مجدديه د”قېم”(چي پينۍ يې پر ځای ساتلې ده) په بڼه کي دا تصور جوړ او پر ځای پاته شو.

پر ابن عربي د کفر فتواوي ولګېدې. د هغه يو لامل دا هم وو، چي هغه د”ابليس او فرعون” په خپلو استادانو منونکی وو. د هغه په خيال کي د ابليس نافرماني يا د څښتن خبره نه منل په اصل کي د خدای خبره منل وو، چي هغه د څښتنه څخه پرته بل چاته له سر ټيټېدا څخه نټه کړې وه. د هغه عقيده وه، چي فرعون به و ژغورل شي. هغه د جنت او دوږخ د نوموړي عقيدې منونکی هم نه دی او وايي، چي: له جنت څخه مراد دا دی، چي په هغه کي ټول ډېری پټ پاته شي. همدا رنګه هغه وحي او الهام د تخيل کار سپارنه ګڼي او د افلاطون خير محض د فلاطېنوس”ښه ذات” او د اسلام ستر څښتن(خدای) يو بل ته ورته (مترادفات) ګڼي. د يونان د فلسفيانو و حقيقت الکبری ته هغوی د وجودالمطلق او د وجودالکلي نومونه ورکړي دي.

ابن عربي د تصوف او عرفان تر ټولو لوی مفکر او څېړونکی وو. د هغه د زدکړو اغېزې هر اړخيزه او ښې و غوړېدلې. صدر الدين قونوي، عراقي، ابن الفارض، عبدالکريم الجېلي او مولانا روم د وحدت الوجود خورونه په ډېر جوش او خروښ سره وکړه او د تصوف په نړۍ کي دا نظريه ډېره پلي او نوموړې شوه. غزالي تصوف په شريعت کي ځای او ګډ کړی، چي له کبله يې څرګندو پوهانو(اهل ظاهر) هم مخالفت پرېښووی. په دوولسمه عېسوي پېړۍ کي د صوفيانو نوموړي ولکې(حلقې) قادريه، سهرورديه، مولويه، چشتيه، نقشبنديه او نوري جوړي شوې. د فارسي شاعرانو د مجازي يا سربېرني ميني او عشق په چوکاټ کي د رښتوني ميني او عشق يادونه دومره په زړه پوري بڼه او خوږوالي سره وکړه، چي له کبله يې د تصوف فکرونو اولس هم د ځان کړی. په څوارلسمه پېړۍ کي تصوف هر ځای له راپرېوتو(تنزل) سره مخامخ شو.

د سريان او اتحاد يا يووالي دويم نوموړی روايت له هندوستان څخه پيل شو. دا روايت د پرېشانه فکرونو په بڼه په اپنشدانو کي وو. وروسته ويدانتانو د فکري نظام په بڼه خپل کړی.

په چهاندوګيه اپنشدکي راغلي دي:

“دا پينۍ ټوله په هستوي او جوهري توګه”هغه” دی، هغه رښتينتوب دی، هغه بادار دی او هم هغه خو دی.”

د اپنشدانو د زدکړو لاس ته راوړنه دا ده، چي برهمن(د پينۍ اروا) او اتما(انساني اروا) يواځنی اصل دی. له برهمن څخه د پينۍ را وتل (صدور) د فلاطينوس په څېر د استعارو په بڼه کي څرګند کړل شوي دي. پينۍ له برهمن څخه داسي را و وتله، لکه د غړېنګي(مکړي) څخه ځاله، يا چي له لمره څخه پلوشې را وزي. برهمن توری له”بره” څخه را اخستل شوی دی، چي مانا يي(برکول) غوړېدل ده. مانا هغه له ستر رښتينتوب څخه چي غوړېږي، هغه پر هر ځای خور دی. د اتما لغوي مانا لکه په رېګويد کي چي راغلې ده. د باد د څپې غوړېدا يا ساه اخستلو ده. دا رنګه برهمن او اتما د ځېل(نوع) په توګه يو وجود دی. دوه اړخه دي، اتما برهمن دی، برهمن اتما دی. توپير يواځي دا دی، چي اتما سکالو(موضوع) او برهمن معروض دی. د مايا يا اوديا(جهالت) تصور په اپنشدانو کي ځای پر ځای موندل کېږي. په چهاندوګيه اپنشد پنځم څپرکي کي د عالم ډېرښت رښتونی نه دی ګڼل شوی. په شوتيا شوتر اپنشد کي په پيل پيل کي د دې خيال څرګندونه شوې ده، چي مادي نړۍ د نظر دروه ده او برهمن د مداري د لوبي په څېر زموږ په مخکي درولې ده. ياده دي وي، چي د اپنشدانو برهمن د هندو مت له ځانګړي څښتن څخه بېل دی؛ لکه د فلاطينوس ښه ذات د عېسويانو له خدايه څخه يا د ابن عربي مطلق وجود د مسلمانانو له ځانګړي څښتن څخه بېل دی. و دې ته نرګن نراکار(بې چون و بې چګون) او انتريامي (په پينۍ کي اخښلی بخښلی) ويل شوی دی، چي پېژند يې امکان نه لري. څوک که د هغه د ماهيت په اړه و پوښتي! نو به ځواب دا وي، چي نيتي نيتي(هغه دا نه دی، هغه دا هم نه دی) د اپنشدانو د زدکړي له رويه د هر انسان فرض جوړېږي، چي هغه د جېواتما(ځانګړي اروا) موندنه وکړي،(د نفس پېژندنه دي تر لاسه کړي) او بيا دي هغه په خپل ار يا اصل ماخذ برهمن کي و اغږي.

په ويدانت سوتر کي د اپنشدانو زدکړي په وډلي او تدوين شوې بڼه کي وړاندي کړل شوي دي. ويدانت ته د برهما ميمانسا(د برهمن په اړه څېړنه) ادويت داد(د احديت نظريه) برهم سوتر(د برهم يا برهمن نظريه) هم ويل کېږي او ويدانت سوتر له وياس جي او باوا رائن سره تړل کېږي. د هغه استازيتوب شنکر او رامانج په خپل خپل نظر سره وړاندي کړی دی. د شنکر استازيتوب سرياني اتحادي دی او د رامانج په استازيتوب کي د وحدانيت رنګ تر سترګو کېږي. د ويدانت سوتر څلور څپرکي دي، چي په هغه کي د برهم وديا(د برهم د زدکړي پوهه) د تر لاسه کولو لارښوونه شوې ده. د هغه له رويه برهمن په ټوله پينۍ کي اخښلی بخښلی دی، هغه د دنيا مادي لامل هم دی او کړونکی(فاعلي) هم. پينۍ برهمن او برهمن پينۍ دی. پينۍ له برهمن څخه داسي و زېږېده؛ لکه د اور څخه چي توښ زېږي. درې ګوټيزه دنيا په خپله د برهمن له دننه ذات څخه را وپنځېدله؛ لکه توښ چي د اور له غېږي څخه را پنځېږي. څرګنده دنيا دروه ده. د ادراک تېر وتنه ده، د پرخي(شبنم) غوندي بې شته ده، سراب ده. د ترشنا(تنده، غوښتنه) په روڼا کي اروا پوهېږي، چي زه يې درک کولای شم! خو دا د اوديا(جهالت) پايله ده. د رښتينوالي پر څرګندېدلو د درک دروه له منځه ځي. څرکونه (حسيات) د تېروتنو لامل ګرزي او واښکی مار ورته ايسېږي.

شنکر د ګووند شاګرد وو، د هغه اوديتا(نه دوه کېدونکی) احديت (Monism ) پر منطقي استدلال ولاړ دی. شنکر د مايا تصور د ويدانت اره تګلاره و ګڼله او ويې ويل، چي: د اوديا له کبله اروا يا اتما د دنيا له ستړو سره مخامخ کېږي او ستړي پر ځان مني. د اوديا په لېري کولو سره هغه له ستړو څخه ژغور تر لاسه کوي. د هغه په خيال کي هغه وګړی پر ژغور(موکش) برلاستيا مومي، چي د برهمن او اتما ځيلي يووالی(وحدت نوعي) پېژند تر لاسه کوي. ځانګړتيا د کرم (عمل) پايله ده او کرم د اوديا(جهالت) لاس ته راوړنه ده. څرګنده جهان (ظواهرعالم) زموږ د څرکونو د دروه پنځونه او هسته ده. ژغور(موکش) د اتما له برهمن سره په يووالي سره تر لاسه کېدلای شي. د دې مرام لپاره د اړيکو پرېکون، ځانله په خلوت کي کښېناستلو او دنيا پرېښوولو ته اړتيا ده او د عقلي استدلال پر ځای دهيان(مراقبه) و مرام ته د رسېدلو لپاره ګټور جوتېدلای شي، چي کوم وګړي ته دا رښتينواله څرګنده شي، چي تت تو مه اسي(ته هغه يې) هغه په دې پوهېږي، چي اهم برهم اسي(زه څښتن يم) او هغه ډاډ، کرار(تمکين، شانتي) مومي. دا اوديتم يا کامل يووالی دی.

د هندوستان پر صوفيانو د ويدانت ژوري اغېزې وشوې. په هند کي تر ټولو زياته نوموړتيا د صوفيه چشتيه زدکړو تر لاسه کړه. ولي چي د هغوی وحدت الوجود او د ويدانت اوديتم په بنسټيزه توګه سره يو وو. البېروني د همدې فکري يووالي لوري ته پام را اړولی دی. داراشکوه د اپنشدانو ژباړه په فارسي ژبه کي وکوله او له اوديتم سره يې د وجودي عقيدو د سمون(تطبيق) هڅه وکړه. شستري د دې اغېز او اغېزمنتيا په يادونه سره ليکي، چي د ويدانت او تصوف دا خبري سره ګډي[6] او سره ورته يا سره سوي دي.

1 دواړه ساه نيول(حبس دم، لرغونی يام) کوي.

۲ دواړه سر په خپل ګرېوانه کي ځوړندول(دهيان، مراقبه) کوي.

۳ دواړه د پير(مرشد) چوپړ ته ارزښت ورکوي.

۴ دواړه تپ(رياضت) او لوږي پر ځان مني.

۵ دواړه تسبيح(مالا) اړوي، په ذکر او ياد کي ډوب وي.

۶ دواړه انساني اروا(اتما، روح) په برهمن(مطلق وجود) کي په اغږلو او ورسره په يووالي منونکي دي.

۷ دواړه د نورو مذهبونو له پلويانو سره د زغم سلوک کوي.

د”بهګتي غورځنګ” د ويدانتيانو د احساس او فکر د ګډون تر ټولو لوی لاسوند دی. د بهګتي(رښتوني ميني يا عشق) دا غورځنګ د ګووند، سورداس، ميران، چنډي داس او نورو و شاعري ته د خوند پېرزوينه ورلورولې وه. د بهګت شاعرانو په کلام کي چي رادها(اروا، اتما) په کوم زړه راکښون او سپارنه سره د کرشن(برهمن، وجود مطلق) سندري وايي. په هم هغسي زړه وړونکې اندېښنه سره د خواجه غلام فريد په کلام کي سسي(اروا) د خپل پنون(ازلي مئين) په بېلتانه کي په سرو سترګو ژاړي.

د لوړو يادو شوو سپړنو لاس ته راوړنه دا ده، چي صوفيانو د يونان له فلسفيانو څخه د لوګس تصور واخست، چي د منصور حلاج په”هو هو” د ابن عربي په”حقيقت محمديه، قطب الاقطاب” د الجېلي په”کامل سړي” کي، د افلاطون د”رښتيني او څرګندجهان په دويي” کي، د ازلي ښکلا او رښتوني ميني تصور، د فېثاغورث د مادې د شر د پيلامې ګڼلو خيال د نوي اشراقيت له لاري تصوف ته لاره و موندله. له فلاطينوس څخه د بشپړ احديت، فصل وجذب، ځلا او اشراق، عقلونه او نفسونه، تنزل او صعود، اشراق او کشف او پر عقل د وجدان د لوړتيا تصورات واخستل شول. د مجوسيانو د”نور” نظريه د شېخ الاشراق له لاري تصوف ته لاره وکړه. له بدهـ مت او مانويت څخه رهبانيت، په يو چوکاټ کي ناسته، نفس وژل، تر ځان تېرېدل، مزار لمانځنه، د پير او مريد اداره او د تسپو اړولو تګلاره خپله کړل شوه. اوس دا کتل په کار دي، چي د تصوف په الهياتو او سړيتوب او د مذهب په الهياتو او سړيتوب کي څومره توپير دی. ياده دي وي، چي سړيتوب په لازمي توګه له اړه لرونکو الهياتو څخه اخستل کېږي، يا اخستل شوی وي.

د تصوف الهيات او سړيتوب

۱ ښه ذات، برهمن، ستر رښتينتوب يا تاو په پينۍ کي اخښلی او بخښلی دی. له پينۍ څخه يې بېلتون نه شي کېدلای.

۲ ښه ذات ځانګړی نه دی.

۳ د پينۍ له ښه ذات څخه راوتل داسي تر سره شو؛ لکه له لمر څخه چي پلوشې يا شغلې راوزي.

۴ ماده له ښه ذات څخه بېله نشته، يا شتون نه لري.

۵ انساني اروا يا د برهمن اتما يا د ټول اروا(روح کل) برخه ده، چي د مادې په زندان کي بندي ده. هغه د نفس د پېژندني په تر لاسه کولو سره بيرته په ار يا اصل رښتينتوب کي ځان اغږي.

۶ جنت، دوږخ يا سورګ، او نرک په مذهبي مانا کي وجود نه لري. د انساني اروا لوړښت يا ارتقا پر فنا فی الله پای ته رسېږي.

۷ ماده د شر پيلامه ده، ځکه خو رښتينتوب غوښتونکی له ټولو مادي شيانو څخه کرکه کوي.

۸ رښتينتوب باطني دی، چي ظاهري پوهان يې نه شي موندلای.

۹ انسان مازي اړ(مجبور محض) دی.

۱۰ له ازلي ښکلا سره په مينه کي انسان تر ځان په تېرېدلو سره د “ځان” په مينه کي پر اغږلو(پر فنا فی المحبوب) برلاسی کېږي.

۱۱ د وخت ګرځلاو دوه ګونی(دو لابي) دی. د پينۍ نه پيل شته او نه به يې پای وي.

۱۲ د انساني هڅو مرام دا دی، چي هغوی اروا د مادې له شره او کړکېچ څخه وژغوري او د دې مرام تر لاسه کولو لپاره تر ځان تېرېدل، نفس وژل، لوږه وړل، سرځوړندول(مراقبه) استغراق او د نفس سپېڅلتيا اړينه ده، له سپېڅلي باطن څخه پرته څرګند(ظاهري) کړه بې ځايه دي.

د مذهب الهيات او سړيتوب

۱ څښتن(خدای) يهواه، ايشور يا شانګني له پينۍ څخه په هورته دی، بېل دی.

۲ څښتن(خدای) ځانګړی(شخصي) دی.

۳ څښتن پينۍ له نېست څخه و پنځوله.

۴ ماده له څښتن څخه بېله شتون يا شونتيا لري.

۵ اروا د انساني څښتن پنځونه او هسته ده. تر مرګ وروسته اروا خپل تلپاتی وجود پر ځای ساتي.

۶ جنت او دوږخ په څرګنده مانا کي شتون لري. انسان به د خپلو کړنو په تاله(رعايت) سره ورځي.

۷ ماده د شر پيلامه نه ده، له مادي خوندونو څخه ګټه تر لاسه کول روا يا جايز دي.

۸ شريعت څرګند يا ظاهر دی، چي هيڅ پټ يا باطن نه لري.

۹ انسان په کړو کي خپلواک دی. د همدې اندازې واک او اختيار له کبله به هغه د سزا او جزا وړ او پوروړی وي.

۱۰ د ښو کړنو لپاره له څښتنه وېره اړينه ده. څښتن ته د انسان لمانځنه او بندګي په کار ده. هغه د ده له ميني بې پروا دی.

۱۱ د وخت تګ پر ځای دی. د پينۍ پيل هم وو، پای به يې هم وي

۱۲ د انساني هڅو يواځنی مرام دا دی، چي د شرعي چارو په تر سره کولو سره د څښتن خوښي تر لاسه کړل شي، چي تر مرګ وروسته جنت يا سورګ ور په برخه شي. کوم وګړی چي په ښکاره توګه شرعي چاري پر ځان مني او پالي يې، هغه ښه سړی او د ژغور وړ دی. څرګند ښه والی د پټ ښه والي ګواهي ورکوي.

څرګنده ده، چي د مذهب په الهيات او سړيتوب او د تصوف په الهياتو او سړيتوب کي د مځکي او د هسک توپير دی. تصوف د فکر او کړو(عمل) يو تلپاتی نظام دی، چي د مذهب برخه نه شي ګڼل کېدلای. که ځير کاته ورته و شي! نو څرګنده به شي، چي تصوف تر مذهب و فلسفه ته ډېر ور نږدې دی. د مطلق وجود او ښه ذات تصورات له يوناني مثاليت څخه اخستل شوي دي. په مثاليت خوښوونکو او صوفيانو کي له لويه سره د فکر او نظر يووالی ليدل کېږي. په دواړو کي توپير يواځي دا دی، چي مثاليت ګړده يا ټول نظرياتي او عقلياتي دی، چي په هغه کي د مطلق وجود د جوتېدا لپاره منطقي لاسوندونه وړاندي کېږي! خو تصوف د يوه ذات يا مطلق وجود سره د خپلوۍ او زړه د يووالي او اتصال ساتلو نوم دی. له فېثاغورث، پارمي نايدس او افلاطون څخه تر لايب نټز، شوپنهاير، شيلنګ، هېګل، برګسان او وايټ هېډ پوري مثاليت خوښوونکو په يوه نه يوه بڼه د پينۍ په شعور لرلو منونکي دي او دا شعور يې سرياني ګڼلی دی. صوفيان هم په دې ټوله ويړ پينه ايز يا کايناتي شعور کي د ځان اغږلو په هڅو بوخت دي.

[1] ويل کېږي، چي صوف توری په اصل کي له هغه بېديايي بوټي څخه اخستل شوی دی، چي په ټکولو ټکولو به پراخېدی، خو ځله پرېکېدی به نه او د صحابه وو په وخت کي به هغوی تر ټکولو وروسته د جوړي کړي جونګړي پر سر د سېوري په جوړولو سره تر هغه لاندي د لمانځني لپاره کښېنستل، ځکه يې اصحاب صفه بولي. ژباړن

[2] فصل: جلا کېدل. جذب: ګډېدل

[3] تنزل: ټيټ تګ. صعود لوړ تګ

[4] رومي

بامريدان ان فقير محتشم! بايزيد امد که يزدان نک منم

ګفت مستانه عيان ان ذوفنون! لا اله الا انا ما نا عبدن

(هغه له وياړه ډک فقير بايزيد د خپلو مريدانو مخ ته راغلی او ويې ويل، ګوری زه څښتن يم، دې نوموړي په مستانه څرنګوالي وويل، څوک د لمانځني وړ نه دی خو زه، نو زما لمانځنه وکړی)

[5] د تخم په اړه پر رحمان بابا برسېره نوموړي پښتو شاعر حنان بارکزی هم په يو شعر کي دا يادونه کړې ده، چي: چي خپل سر په صدق لاندي کا تر خاورو، دانه ګوره زرغونېږي په اخلاص. چي هم دغه خيال بيا د اقبال لاهوري په شعر کي نوموړی شو،چي مټا دے اپني هستي کو اګر کچهـ مرتبه چاهې، که دانه خاک مين مل کر ګل ګلزار هوتا هې.

[6] (An Outline Of Islamic Culture Vol, 2)د نعيم ازاد

اتمه برخه:
دا چي مينه يوه ناروغي ده!

په لرغونو زمانو کي خلګو مينه لېونتوب بلـله. بوعلي سينا په خپل نوموړي کتاب”قانون” کي د ميني تر سرليک لاندي ليکي:

“مينه يوه وسواسي ناروغي ده، چي کاهښت يا ماليخوليا ته ورته ده. په دې ناروغي کي د انسان پام په ځينو ښکلو او ښايسته بڼو(څهرو) يا خنده رويو خلګو کي را ايسارېږي.”

د ميني خپلي نخښي دي. سترګي لوېدل، تور شپول پر سترګو راګرځېدل او بې اوښکو سترګي، د سترګو د جېږمو کپېدل؛ لکه يو خوږ او په زړه پوري شی چي سړی ويني. په دې ناروغي کي انسان له نورو څخه بېګانه او را پرې کېږي. نه له چا سره کښېني ولاړېږي، نه له چاسره ليده کاته خوښوي. د خوشالۍ او خندا پر وخت خواشيني احساسوي. له ژړا څخه يې حالت بدلون مومي. په ځانګړي ډول چي کله يوه ښه غزل اوري، يا د هجر او وصال يادونه کېږي! نو هغه پر خپل ځان واکمن نه پاته کېږي. خوب لږ ورځي، د هوسايي و خوا ته يې ډېر پام نه ور اوړي. د هغه ناروغي پر يوه ځای نه وي پاته؛ نه د يو چوکاټ بنديز لري. که څوک د هغه په مخکي د هغه د مئيني نوم واخلي؛ يا يې يادونه وکړل شي! نو د هغه وينه په جوش راځي او حالت يې بدلون مومي. که چېري له خپلي ميني سره د ليدو وخت و مومي! نو هم د يو ډول ستړيا سره مخامخ کېږي. د دې دارو درمل دا دي، چي د دين او شريعت په روڼا کي په سمه او رواتوګه مئين او مينه سره يو ځای کړل شي. په داسي کړو يې تللې روغتيا او لوېدلی واک بيرته را غبرګېږي. د ميني له کړاو څخه چي کومه بېوسي او نرۍ تبه، بېوزلي او کمزوري رامنځته کېږي، هغه تر خپلي ميني پوري په رسېدلو سره بيرته له منځه ځي. له دې خبرو څخه جوتېږي، چي د انسان طبيعت د اروايي کږنو او انګېرنو لاس نيوی کوي اود هغوی منونکی دی.”

مولوي رومي په مثنوي کي يوه کيسه ليکلې ده، چي يو پاچا پر يوه مينځه مئين وو. مينځه پر زرګر مئينه وه او د هغه په بېلتانه کي به ورځ په ورځ نولېدله. شاهي روغتيا پال(ډاکټر) سلا ورکړه، چي نجلۍ دي له زرګر سره يو ځای کړل شي. هم هغسي وکړل شو. د مينځي روغتيا بيرته پر ځای شوه. هغه روغتيا پال و زرګر ته داسي دارو درمل ورکړل، چي هغه ډېر ډنګر او کمزوری شو. د مينځي له هغه څخه زړه موړ او سوړ شو، بد يې ځني راغلل. د پاچا مراد تر سره شو. په دې کيسه کي د بوعلي سينا د دارو درمل کړنلاره په بشپړه توګه وړاندي شوې ده. په غزل الغزلات کي د يوې ښکلي شپونکۍ د ارمانونو يادونه انځور شوې ده. يو پاچا پر هغې مئين شو او هغه يې خپلي ماڼۍ ته بوتله. نجلۍ پر يوه شپانه مئينه وه. د ماڼۍ ژوند، هوساينو او ټولو وړتياوو د هغې له زړه څخه د خپل مئين يادونه لېري نه کړای شول. هغې به د خيال په نړۍ کي له خپل مئين سره خبري کولې، چي:

“زما مئين زما د غاړي لونګين دی

چي ټوله شپه زما د سينې په منځ کي پروت وي

وګوری ډېر ښکلی دی، وګوری ښايسته دی

زما مئينه!

ستا سترګي لکه دوې کوترې

زه د ابشارونو ګل د نرګس

او د ناوې ږغ يم

لکه د سېب ونه په ونو کي

همداسي زما مئين په ځوانانو کي دی

زما مئينه!

له دې بې کرارۍ څخه مي وباسه

او په سېبونو مي مړه کړه

ولي چي زه د ميني ناروغه يم.”

شکسپيئر په مئين او لېوني کي توپير نه کوي، نېټشې وايي:

” کله چي يو سړی پر يوه پېغله مئين شي! نو و هغه ته دي د واده کولو واک او اختيار ور نه کړل شي. ولي چي په لېونتوب کي هيڅوک هم د خپل سباوون په اړه سمه او کره پرېکړه نه شي کولای.”

د ميني له لېونتوب او د ميني له سودا څخه د پښتو، فارسي او اردو شاعرانو ديوانونه ډک دي.

افتاده بپا زلف سمن سای تو از چيست

ديوانه منم سلسله درپای تو از چيست

(فنايي)

علاج کرتې هين سودای عشق کا مېرې

خلل پذير هوا هې دماغ يارون کا

بلبل کې کاروبار په هېن خنده های ګل

کهتې هين جس کو عشق خلل هې دماغ کا

هې سنګ پر برات معاش جنون عشق

يعني هنوز منت طفلان اټهائيې

(غالب)

عشق امد از جنون برد مندم کرد

وارسته زصحبت خرد مندم کرد

ازاد زبند دين ودانش ګشتم

تاسلسله زلف کسې بندم کرد

(کوکلتاس)

د اروا سپړني د لوستونکو په خيال د ميني په لېونتوب هغه سړی اخته کېږي، چي په وړوکوالي کي د مور او پلار له ميني بې برخي پاته شوی وي. د ځوانۍ په پيل کي چي کوم لومړی وګړی پر هغه د ميني پېرزوينه کوي، هغه ورته په ډېره باوري توګه د ميني غبرګون ورکوي. دCalf love يا مينه هم داسي وړاندي کړل شوې ده. د سارجنټ نظريه دا ده. کله چي و يوه مئين ته خپله مينه(محبوبه) د نټي يا انکار غبرګون ور کوي! نو د هغه د خواشينۍ او غم لامل د هغه په مينه کي ناکامي نه وي؛ بلکې هغه درد او خوږ وي، چي د هغه زهتوب(انا) ته رسېدلی وي. د هغه په خيال کي د هر ډول ميني په ژورو کي د خپل ځان مينه پټه وي. موږ له رښتيني خلګو سره مينه نه کوو؛ بلکې له هغه چا سره مينه کوو، چي په خپله زموږ تخييل پنځولي وي. د فرايډ په خيال کي کله چي د جنس د څرګندوني په زړه پوري وخت چا ته په لاس ور نه شي! نو انسان له اروايي کړکېچ سره مخامخ شي، چي يوه نخښه يې مينه ده. د ليکوال په خيال کي مينه ځانګړې فطري غوښتنه ده! خو د دې خبري تر سپيناوي مخکي په کار ده، چي د ميني روايتي بڼې تر غور او څارنه لاندي و نيول شي. له دې څخه به څرګنده شي، چي ميني په څنګه چاپېريال او زغم کي د ناروغۍ بڼه خپله کړې ده.

د روايتي ميني دوې پېژندل شوي او نوموړي بڼې دي:

(۱) رښتونې مينه (۲) مجازي مينه

په وروستۍ ياده شوې مينه کي رومانوي او همجنسياتي ميني هم ځای لري. موږ به تر ټولو له مخه د رښتوني ميني خبره وکړو.

د رښتوني ميني د تصور پيل د افلاطون د مثاليت خوښوني څخه شوی وو. هغه و ستر رښتيا يا عين العيون ته د ازلي ښکلا نوم ورکړی دی. د هغه په خيال کي همدا د ټولي ښکلا، ښايست پيل او ماخذ دی. ارسطو د خپل استاد د نظريې په سپړلو سره وايي. چي:

د پينۍ ټوله شيان د عين العيون لوري ته هڅه احساسوي او د خپل بشپړتابه لپاره و دې هڅوب ته اړتيا لري. فلاطينوس د افلاطون د نظريې له نوي سره څخه اشراقي استازيتوب وکړی. د جذب او فصل يا صعود او تنزل تصور يې وړاندي کړی. د هغه لاس ته راوړنه دا ده، چي د انساني اروا پنځېدنه د ټول اروا او ټول عقل له لاري له يوه ذاته څخه شوې ده. د رنګ او بوی په نړۍ کي په راتګ سره اروا د مادې په زندان کي نښتې پاته شوې ده. هر وخت د خپل ار(اصل) لوري ته د بيرته تګ او له هغه سره د بيرته يووالي لپاره پر ځای پاته وي. له ژورتابه او تجريد څخه اروا له مادي علايقو څخه په خپلواکه کېدلو د لومړي ماخذ لوري ته په الوت شي. فلاطينوس د ازلي ښايست و هڅوب ته د ميني نوم ورکړی. د ميني دغه نوفلاطوني نظريې د صوفيه وجوديه په فکرونو کي ځای و موندی. مولانای روم د دې استازيتوب په پوره او کره توګه کړی دی.

خوبرويان ايينه خوبي او

عشق ايشان عکس مطلوبي او

هم باصل خود رود اين خدوخال

دايما در اب کې ماند خيال

جمله تصوير است عکس اب جوست

چون بمالي چشم خود خود جمله اوست

(ټوله ښکلي د هغه هنداري دي. د هغه مئينتوب د هغه د غوښتني انځور دی. دا انځور دی او هغه ار يا اصل دی. دا ټولي نخښي نښانې د خپل ار لوري ته تګ کوي. تل په اوبو کي انځور کله پاته وي. دا د څرګندوني ټولي بڼې د اب جو انځور دی. که چېري تاسو خپلي سترګي و مږی! نو څرګنده به شي، چي ټول هغه په خپله دی)

د فلاطينوس د نوي اشراقيت ژوري او د اوږدې مودې اغېزې پر عېسويانو او مسلمانانو صوفيانو باندي و شوې. د هغوی له لاري يې په شاعري او ادبياتو کي په زړه پوري ځای و موندی. د عطار، سنايي، محمود شبستري، رومي، ابن الفارض، حافظ شېرازي، مرزا غالب، خواجه غلام فريد، بلهې شاه او نورو په شاعري کي د دغه اغېزو ښکاره څرکونه ليدل کېږي. مسلمانانو صوفيانو د رښتوني ميني د څرګندوني لپاره د مجازي ميني د بيان لاره خپله کړه. و يې ويل، چي:

د انسان په ښکلا او ښايست کي د رښتوني محبوب ښکلا څرګنده ده! نو د دې لپاره د ښکلي وګړي سره مينه کول د همدې لاري له رښتوني محبوب سره مينه کول دي. مجازي مينه يو اړين پړاو دی، چي تر دې له تېرېدو پرته د ميني د لاري لاروی رښتيني لاري ته نه شي رسېدلای. دغه پرانستونکي نظر و هوسناکو ته د هوس لاري پرانستلې. اروا پوهان خو رښتونې مينه هم له جنسه ګڼي. ډاکټر فارستهـ پر دې سکالو(موضوع) د خپل خيال په څرګندونه سره[1] وايي:

“تصوف د لوی څښتن په مينه کي د ځان ورکولو وسيله ګڼل کېږي. د دې مرام لپاره دځان سپارني او تر ځان تېرېدني څخه کار اخستل کېږي، چي اروا په”ټول اروا”کي ځان ورک کاندي او په”يوه” کي د ځان په ورک کولو سره يو شي. د دې مرام لپاره صوفيان په نغم کي کښېني، د يواځيتوب په لوږه ژوند تېروي! نو بيا د هغوی لاندي کړل شوي جنسي جذبې سوځل کېږي. د هغه د کرار لپاره هغوی د لمانځني وړ خپل محبوب ګڼي. د هغه يادونه په دومره مينه او زړه غوښتنه چي يواځي د مئين ځانګړتيا ده، سره کوي، چي پر هغوی باندي يو څرنګوالی يا د وجد حالت راشي. د صوفيانو د ميني شاعري د نورو شاعرانو په څېر د خپل جنسي ماخذ لوري ته اېل او اشاره کوي. د روم د کليساګانو ځواني پالونکي(راهبې) د ښاغلي مسيح يادونه په همداسي ځان سپارنه سره کوي؛ لکه يو مئين چي د خپلي ميني(محبوبي) يادونه په ډېره ژوره توګه او خوند سره کوي. هغه خپل ځان د ښاغلي مسيح يا د هسک ناوې ګڼي. د هغه په وجود کي خپل وجود ورک کول غواړي.”

نوموړي لمانځونکي ميران په خپلو ګايونو کي د دې ډول ژوري ميني څرګندونه کړې ده. ګيتا ګوندا په رادها او کرشن کي د وصال يادونه په ډېر ژورتابه او خوندور چوکاټ کي کړې ده. د مسيحي اباء په ژوند ليک کي داسي پېښي ډېري او په پرله پسې توګه موندل کېږي، چي د تجرد او لوږي په اغېزو کي وړاندي کېدلای شي. فلايبر په خپل کتاب”ترغيبات ولي انتهوني” سره دې رښتينوالي ته پام را اړولی دی. رونېنس د يو لمانځونکي(راهب) کيسه ليکلې ده. وايي، چي:

يوه توره تياره شپه وه. چي د يوه ځوان لمانځونکي(راهب) له جونګړي څخه د باندي د خوږ بوی څپې را سربېره شوې. سر پټ کړی او مراقبه لمانځونکی(راهب) څه ويني، چي يوه تور سترګې نيمه لڅه ښکلې پېغله يې په مخکي ولاړه ده او د ده په غېږ کي پناه غوښتونکې ده. د هغې د ښکلا پلوشو جونګړه روښانه کړې وه. د دې په ليدلو سره لمانځونکی په ځان کي پاته نه شو. د لاس په غوړولو سره په غوړېدلې غېږه کي د نيولو په نيامت ورته را مخته شو. د را مخته کېدو سره سم يې پېغله له سترګو الونيا شوه. په رښتيا سره دا ټوله د لمانځونکي يا راهب د وهمونو کرشمه وه، چي د هغه په زور لاندي کړل شوو جنسي جذبو راپنځولې وه. لمانځونکی په لېونتوب سره له جونګړي را و ووت. سامخ په پېغله پسې د کلي لور ته روان شو. کله چي هغه ته د خپلي تېروتني احساس و شو! نو د خپلو راپارېدلو توپاني جذباتو د کرار لپاره هغه د اور و ژور تناره ته ځان وغورځاوی. اناطول فرانس په خپل کتاب “تايس” کي د يوه لمانځونکي راهب بفنوټس د ګراوټ پېښه بيانوي. چي شېخ علي ټوله ژوند بې واده پاته وو او په خپله اړه ليکي، چي:

يوولس کاله زه ستر څښتن له واده غوندي ستونزي څخه خوندي و ساتلم. بيا تقدير داسي وکړل، چي زما په مخکي يو چا د يوې ښځي د ښکلا او ښايست ستاينه وکړه. زه ناليدلی پر هغې مئين شوم. بشپړ يو کال د ميني په داسي لېونتوب اخته وم، چي مذهب مي له خطر سره مخامخ شو. پای څښتن پر ما لورېينه وکړه؛ له دې لېونتوب څخه يې و ژغورلم. په ښکاره خو ټوله دنيا پرې ايښي صوفيان د شېخ علي غوندي لوړ کردار لرونکي نه شي کېدلای. د دې لپاره هغوی د مجازي ميني له لاري تر ترهېدونکي او نري پله سوکه سوکه اووښتي دي. عطار په خپله مثنوي منطق الطير کي د شېخ صنعان کيسه ليکلې ده، چي ډېر لوی خواري کښونکی بزرګ وو. په سپين ژيرتابه کي پر يوه مجوسۍ پېغله مئين شو. د بزرګۍ لاره يې پرېښووله. دا هم رښتيا ده، چي سپين سپيڅلتوب و صوفيانوته د رښتوني ميني ژور کاته او پراخ زړه ور په برخه کړی دی. هغوی له وغم، لویمړجني ورځي او کرکي څخه خپلواک له ټولو انسانانو سره بې له توپيره د مذهب او ملت زغم او راشه درشه لري.

شاد باش اې عشق خود سودای ما، اې طبيب جمله علت های ما

اې دوای نخوت و ناموس ما، اې تو افلاطون و جالينوس ما

د ميني دويم نوموړی ډول رومانوي دی. د وحشت په دور کي انسان له رومانوي ميني ناخبره وو. د نن سبا د افريقې او اسټرېليا د وحشيانو په څېر هغوی هم په جنسي يووالي کي له هيچا نه کښېختل او نه يې ځان پټاوی. د خوړلو، څښلو په څېر يې د ښځي سره په يووالي خپل کار تر سره کاوی. تر کرهڼيز اووښتون وروسته انساني ټولني بڼه و موندله. نارينه خپله پاتمړې شتمني و خپل رښتوني زوی ته ور پرېښوول غوښت. د دې لپاره هغه د خپلي ښځي کره څارنه پيل کړه او له همدې څخه د پت او ننګ تصور را منځته شو. د پړدې او پټېدا يا ستر پيل وشو. د جنسياتو ځيني پوهان وايي، چي:

د ښځي ستر کول(مخ او ځان پټول) د نارينه د کيني د جذبې هسته او پنځونه ده. وېټنر پر ښځينه ستر، شرم او پړده په خبره کولو سره ويلي دي، چي د اوسنيو وحشي قبايلو په څېر تر کرهڼيز اووښتون مخکي هم ښځو خپل ستر او پړده بې ځايه ګڼله. د هغوی په خيال نارينه خپله ښځه د نورو له هوس څخه د خوندي ساتلو په نيامت ښځه و ستر او پړده ته اړ ايستله. همدا رنګه کالي، پټېدل، په واسطه سره شرم او پړده، ناز او ادا هم د نارينه د کيني له جذبې څخه رامنځته شوي دي. کله چي ښځي ستر پټول پيل کړل! نو په نارينه کي يو کاهښت رامنځته شو، چي سوکه سوکه د جنسي غوښتني بنسټ وګڼل شو. د ستر پټوني ډېري په زړه پوري پايلي را منځته شوې. سټېنلې او ايلن پر دې سکالو په خبره کولو سره ليکي:

” دا خبره باوري ده، چي د مذهب، ارټ او د ژوند د خوندورو توکيو د زړه د غوښتني ماخذ جنسي جذبه ده، چي په وار وار خوره شوله. کېدای شي، چي په لومړي پيل کي د ښځي پړدې او”شرمېږي” دغه احساسات چي د جنسي اندامونو سره تړلي وو. په خورېدلو سره په څاروو کي جګ جګ غورځلاو او په انسان کي ټوکي ټکالي، ارزه ورځ او بې درکه خندا را منځته کړه. د دې جذبې په بې مهاره څرګندونه کي چي خنډ را منځته شو! نو د رنګونو، بڼو د جنسي يووالي د موسمونو د جوش او خروش څرګندونه پيل شوه. د انساني بدن د ځينو اندامونو له پټولو څخه د ښکلا احساس، سترګو، زلفو، د مخ کړه وړه، رنګ او د کاليو لوري ته ور واووښت. د وحشيانو نڅا او د کاليو جوړښت هم موږ ته د جنسي جذبو د غوړېدلو څرک راکوي.”

(د هېولاک اېلس د جنس له نفسياتو څخه اخستل شوی)

نن هم داسي وحشي قبيلې شته، چي هلته کرهڼيز اووښتون نه دی راغلی؛ ځکه په هغوی کي د سترپټوني، شرم او پړدې، د ميني او محبت نخښي نه موندل کېږي. يو وار ډارون د افريقې د سيل کولو په دوران کي پر يو څو لڅو حبشي ښځو باندي په زړه سوځلو سره و هغوی ته د رېشمي ټوکرانو يو تان ورکړی، چي هغوی دي خپل ځانونه په پټ کړي. دويمه ورځ څه ويني، چي د هغه له ور پېرزو کړل شوو ټوکرانو څخه هغو ښځو تراټي جوړي کړي وې او په خپلو لاسونو او نورو ځايونو يې ځړولي وې. هم هغسي د پخوا په څېر لکه له موره زوکړي لڅي او بربنډي ورته راغلې. رومانوي مينه د ناڅرګنده اېلتابه او د نه رسېدا د احساس هسته او پنځونه ده. ځکه خو په کوم چاپېريال کي چي ښځي بربنډي وي، چېري چي د نر او ښځي د يووالي په لاره کي خنډ نه وي؛ هلته مينه او محبت نه شي پنځېدلای. په هر حال تر کرهڼيز اووښتون وروسته هم تر پېړيو پېړيو پوري د زرغونېدو او شنېزۍ په مذهبونو کي د لرغوني جنسي خپلواکۍ روايت پاته وو. په لرغوني بابل، مصر، فنېقيه، يونان، هند او روما کي د شنېزۍ د ديويانو او ديوتاګانو لمانځنه په ډېر جوش او خروښ سره کېدله. د اسيس، افرووايتي، وينس، او نورو په مندرونو کي په زرګونو ځواني لمنځپالونکي(ديوداسياني) اوسېدلې، چي مېندو او پلرونو به يې د بلهارۍ په توګه هلته ور سپارلي وې. همدا لمنځپالونکي يا سپېڅلي ديوداسياني د سپينو زرو په يو څو سکو و زيارت ته د راتلونکو سره د شپې تېرولو لپاره چمتو وې. د هغوی ګټه به د مذهبي مخکښانو جېبونو ته تلله. د برټرېنډرسل په وينا وروسته همدغه کارچلاندي د دغو لمنځپالونکو(ديوداسيانو)ځای ناستي دي. په هغه وخت کي جنسي يووالی د لمانځني يوه برخه ګڼله کېدله. دا ګروهه يا عقيده خوره وه، چي په مندرونو کي له جنسي يووالي څخه د مځکي و شنېزي ته واک ور په برخه کېږي. د پايلو په توګه د کروندې او جنسي يووالي کړه يو ډول کړه ګڼل کېدل. د کښت پر کرلو او رېبلو د خوشاليو لمانځني تر سره کېدلې، چي په هغوی کي به ښځو او نارينوو يو ځای نڅا کوله. پر داسي ځايونو د جنسي يووالي لاره پرانستې وه؛ له هغو کړو سره هيڅ ډول ګناه تړون نه درلودی. د جنسي جذبې له څرګندوني سره د ګناه احساس د يهوديت او عېسويت د خپروني سره و تړل شو. په داسي چاپېريال کي رومانوي مينه نه شي راټوکېدلای. په لرغونو اسطورو او کيسو کي د ديوتاګانو او پاچاهانو د مينو يادونه کېږي! خو په هغوی کي د رومانويت رنګ ډېر تت دی او د هوس جذبه پر خوره ده. د بېلګي په توګه زېس ديوتا پر يوه ښکلې مئينېږي؛ بيا هغه ښکلې پېغله تښتوي. کليو پېټرا د سياسي مرامونو د بشپړتابه لپاره د جوليس سيزر او انټني سره ميني تر سره کوي. د سېمي رامېس او مېسالينا ميني د بدکاريو او ګناهکاريو ډېري ناوړي بېلګي وړاندي کوي. په لرغونو بت لمانځونکو قامونو کي د جنسي خپلواکۍ له منځه تګ د يهوديت او عيساييت په لاس تر سره شو. د پال ولي تر وخته د کورنتهـ په يوناني رياست کي د جنسي يووالي بازار تود وو. د روم ماڼيو عېسويت خپل کړی او د کارنتهـ مندرونه يې و نړول. عيسوي وليانو و جنسي يووالي ته په کرکه کتل. د جېروم ولي وينا ده:

“د جنسي يووالي له تصور څخه د يوې نجلۍ پېغلتوب له منځه ځي.”

په مصر کي چي مذهبي مخکښۍ وده وکړه! نو له جنسي جذبې سره د ګناه او جرم احساساتو ډېره کلکه بڼه خپله کړه. دا احساسات نن هم پر جنسي خپلواکۍ سربېره په لوېديځ کي پر ځای او پاته دي. په ايران کي ماني، په هندوستان کي بدهـ، جنسي ګډوډي د انساني ستونزو تر ټولو ستر لامل و ګڼله. د بدهـ مت خورېدنه له خوراسانه څخه تر چينه او د جنوبي ختيځي اسيا په هېوادونو کي و شوه. په هر ځای کي جنسي يووالی ناوړه يا مکروه و ګڼل شو. تر عېسويت درې څلور پېړۍ وروسته د لوېديځ او ختيځ په ډېرو هېوادونو کي د جاګيردارۍ نظام راسربېره شو. کېده، کېده، هر چېري خور شو. همدا هغه ټولنيز نظام دی، چي په هغه کي د نر او ښځي تر مابين د پورته کړل شوو دېوالونو د کلاګانو و ورونو(دروازو) ته درانه کاڼي کښېښوول شو. د رومانوي ميني پيل و شو. د روميانو د واکمنۍ په دوره کي د فرانس او هسپانيې په ځايي ژبو کي د جنګ جګړې، مېړنتوب، رزم او د ناکامي ميني چي کومي کيسې وړاندي شوي وې، هغه رومانوي و بلل شوې. د رومانوي ميني ګړني د همدې کيسو څخه ياد پاته دي. د رومانوي ميني د ودي غورځنګ د مېړنتوب له خوروني سره تړاو لري، چي د مسلمانانو د واکمنۍ په دوره کي په سوريه او اندلس کي پيل شو. په عربي کي و دې ته فتوت ويل کېدل او غړو ته يې فتيان ويل کېدل. فتيانو ښاغلی امير علي ابن ابي طالب د خپلي مېړاني، لوړ درنښت او د زړه د پراختيا له کبله د خپلي وياړمنتيا لپاره د يوې بېلګي په توګه وړاندي کاوی. عنتره د شداد زوی، صلاح الدين ايوبي او رکن الدين بېبرس د ټوپک پالني د مېړاني کارنامې هم په ډېر خوند سره اورولې. د فتيانو پر سپرونو او کاليو باندي د يو ځانګړي ډول خپلي کورنۍ نخښي نجتي يا جوړي شوي وې، چي په هغه سره به دوی پېژندل کېدل. هغوی و ښځه ته په درنه سترګه کتل. د خپلي ميني د ښکلا او ښځينه ښايست د سپېڅلتيا په اړه به يې تر بريد تېره(مبالغه) ستاينه کوله. و خپلي مئيني ته د ځان د وړتيا جوتولو لپاره به يې په زړه پوري کارونه تر سره کول. په اندلس کي د معتمد او رميکې، د عبدالرحمن او حبيبې او د خرم د زوی د ميني کيسې د هر چا پر خوله وې. د بېلګي په توګه به موږ د خرم د زوی د ناکامي ميني خپله ليکلې کيسه وړاندي کړو. هغه ليکي:

“زما د پلار په ماڼۍ کي يوه نجلۍ اوسېدله، چي زموږ په کور کي لويه سوې وه. کله چي هغه نجلۍ شپاړس کلنه شوه! نو په ښکلا، ښايست، ځيرکتيا، وړتيا، پت پالنه او شرم کي يې سياله نه درلوده. هغه په شاپون غوړه ماليو او ټوکو خواشينې کېدله. د هغې ښايست او ښکلا که څه هم هر زړه ته ور تېر وو او د هر چا خوښېدله! خو چا هم هغې ته د خپلي ميني د څرګندولو زړه نه شوای کولای. هغه مغروره وه او پر هر چا يې په لورېينه کي له ډېره پامه څخه کار اخست. هغې په نغمه ږغولو کي ډېر لاس درلودی.

زما د ځوانۍ دوره وه او زه بشپړه د هغې پاته وم. د هغې خبرو ته مو زړه کېدی. بس د هغې خبري به مو اورېدلې! خو هغه وخت چي نور کسان به هم ورسره وو. زه دوه کاله په همدې هيله وم، چي يو ځای به په يووالي کي ورسره د خبري کولو وخت و مومم. يوه ورځ يوه غونډه وه، د ورځي څه برخه په ماڼۍ کي په تېرولو سره ټولي ښځي پر يو داسي ځای باندي سره کښېنستې، چي له هغه ځايه څخه د قرطبې ښار او د ښار شا او خوا سيمي ښکاره کېدلې. ونو(درختو) يې په منځ کي رقابت نه کاوی. زه هم هلته ورغلم، هغه ځای ته ور نږدې شوم، چېري چي دا پېغله ولاړه وه! خو کله چي هغې زه نږدې وليدلم، ژر له هغه ځايه بلي خوا ته ولاړه. زه هم تر شا ورپسې ورغلم! خو هغې به ځان راڅخه کښی. زما د ميني حال و هغې ته څرګند شوی وو؛ ولي چي ښځي د نارينوو مينه و ځان ته په څرګندولو کي داسي برلاسي دي؛ لکه څنګه چي يو پوونده د شپې په بېديا کي په خپله لار او ليکه څرګندولو کي څرک وي. ځينو سپين سرو چي د دې و زړه ته ډېري ورتېري وې، ورته و ويل، چي سندره و وايي. هغې د رباب په را اخستلو سره د هغه تارونه په خپلو نازکو ګوتو چمتو کړل. له داسي څرنګوالي څخه زما په سترګو کي د هغې ښکلا دوپټه شوه؛ بيا هغې له ربابه سره د عباس بن حنيف شعرونه زمزمه کړل:

“زه پرته له خپل مئينه د بل چا خيال په زړه کي نه لرم

هغه نازک اندامه چي د ماڼۍ د تورو دېوالونو و شاته پټ په نظر راغلی دی.

ښکلا او ښايست په هغه کي له سره تر پښو شتون لري

د هغه ښکلا لکه يوه ابداره مرغلره ده. د هغه تن لکه د نرګس ګل دی، د هغه سا خوږ بوی لري

هغه د نور يوه چينه ده. د شربتي رنګ کالي يې په غاړه دي

داسي د ګوتو پر سرو او په خيال ځي، چي تر پښو لاندي يې هر څومره نازک شی نه ماتېږي.”

څه وخت وروسته موږ له نوي ماڼۍ څخه د بلاط مغيث ودانۍ ته راغلو. هشام المويد موږ زنداني کړو او زموږ کورنۍ ورانه او برباد شوه او هغه ښکلې پېغله هم له موږ سره پاته نه شوه. ډېره موده وروسته يوه ورځ ما هغه د يوه خپل په هديره کي وليده. د هغې په ليدلو و ماته خپل تېر وخت او د ميني پيل را ياد شو. پر دې وخت ما دغه شعرونه و ويل:

(دا د يوه مړي ماتم کوي، چي خلګو ډېر په درنه سترګه ور کتل.

خو کوم سړی چي تر اوسه ژوندی دی، د هغې د لورېينو و اوښکو ته ډېره زياته اړتيا لري.

دا د يو داسي انسان لپاره ژاړي، چي په قدرتي مرګ مړ دی! خو زما بدبخته او بې برخي لپاره د دې په زړه کي هيڅ لورېينه نشته.)

د مېړنتوب غورځنګ په هېوادونو کي دChivarly په نامه و غوړېدی. و فتا ته knight و ويل شول، چي پر خپلو سپرونو يې کورنۍ نخښي جوړول پيل کړلې. نايټ به په اولسي توګه د يوې لوړي کورنۍ له پېغلي سره د ميني دعوه کوله. د هغې د دسمال څخه په نخښه جوړولو سره به هغه د جګړې و ډګر ته ور دانګل. د برطانيې د پاچا ارتهر د ګېنور”ملکې”سره او د سرلانسيلايټ رومان ډېر نوموړی دی. رومانوي مينه پر ارمانجنه برخه، پر هوس واکمنتيا او نهيليو ودانه وه. د مېړنتوب غورځنګ له رومانوي ميني سره د سپېڅلتوب، بلهارۍ او پت تصورات و تړل او دې ته د افلاطوني ميني نوم هم ورکول شو! خو د سباوون په پاڼو کي به موږ و وينو، چي افلاطوني مينه له رومانوي ميني څخه بېله ده. په هره بڼه په رومانوي مينه کي و هوس او هوسناکۍ ته په سپکه کتل کېدل پيل شو. شکسپير په خپل يوه نظم “وينس” او “اوونس” کي په مينه او هوس کي په توپير کولو سره ويلي دي:

” مينه وګړي ته داسي هوسايي ور په برخه کوي؛ لکه تر باران اورېدو وروسته چي لمر را وخېژي.

د هوس اغېز داسي دی؛ لکه تر لمر وروسته چي توپان راشي.

د ميني پسرلی تلپاتی دی.

هوس هغه منی يا خزان دی، چي پر پسرلي را سربېره کېږي.

له ميني وګړی نه ستړی کېږي او هوس له مړتيا څخه مري،

مينه تلپاتې ده،

هوس سر له سره درواغ دی.”

ابن خلدون ويلي دي، چي مينه او شراب په شعر ويلو کي مرسته کوي. د نړۍ تر ټولو ستره شاعري د ناکامي ميني يا رومانوي ميني لورېينه ده. د شکسپئير په نظمونو کي د هغه ناکامه مينه له ورايه برېښي، چي هغه له مېري فټن سره درلوده. د دانتې په کيسه کي د لوی څښتن د پېرزو کړي ناکامي ميني لورېينه ده. د مير تقي مير دواويا نشترونه هم دغه بې پايانه توښ زهرجن کړي دي. د پټرارکا نظمونه د فياميټا ياد راسربېره کوي. د هير وارث شاه د ژوري اغېزې لامل د وارث شاه په زړه پوري مئينه مينه ده.

د ميني و دريمه بڼه ته د همجنسي ميني نوم ورکول شوی دی. د هغې پيل له فنېقيې او کرېټ ټاپو څخه و شو. له کوم ځای څخه چي په يونان او ايران کي خور شو. د فنېقيانو سدوميت په جهان کي رسوا وو. لرغونو يونانيانو له همجنسيت څخه يوه ټولنيزه اداره جوړه کړه. په سپارټا کي يې اولسي بڼه خپله کړې وه، يو له بل سره مينه کوونکو ځوانانو به يو پر بل باندي د جګړې په ډګر کي ځانونه ورکول. د تهېباس رياست نوموړې جګړه ايزه ډله له همدې مئينو ځوانانو څخه رغېدلې وه. يونانيانو و خپلو ښځو ته ډېر په سپکه سترګه کتل. په کور کي به يې دننه ساتلې. د هغوی خيال وو، چي رنډياني د زړه خوشالولو لپاره وي. مينځي د روغتيا پالني لپاره، ماينې د زامنو او لوڼو د زېږولو لپاره وي. د ميني رښتونې جذبه يواځي د نارينوو د خپلوۍ په بڼه کي راسربېره کېږي. افلاطون چي په خپله مکالمه سمپوزيم کي د ميني کوم لوړ او ارزښتناک انځور وړاندي کړی دی، هغه د همجنسۍ ډول دی. په سمپوزيم کي ټول برخه اخستونکي پر دې خبره باندي په يوه خوله کېږي، چي د نارينوو له يو بل سره مينه د ښځو تر مينه ډېره سپېڅلې او ژوره وي. د خلګو په تېروتنه سره د نارينه او ښځي و مينه ته د افلاطوني ميني نوم ورکول شوی دی. يونانيانو به په خپل زړه ته ورتېر نارينه ډېر وياړل. د هغوی د ښکلا په ستاينه کي به يې ډېر په زړه پوري نظمونه ويل. د سقراط او السي بايدس د ميني يادونه خو ګر سره د يو متل په توګه کېږي. سقراط د جګړې په ډګر کي د خپل ځان په سپارنه د السي بايدس ځان ژغورلی وو. د اکېليس او پرډکلس د ميني يادونه هومر په الېډ کي کړې ده. افلاطون د سپارټا مېشتو د لاري په خپلولو سره په خپله”جمهوريه” کي چي د رياست کوم تصور وړاندي کړی دی. په هغه کي و همجنسي ميني ته د اېلتابه لاره روڼه شوې ده. په يونانيانو کي همجنسه مينه يواځي تر نارينوو نه وه پاته. په ښځو کي هم وه، ښځي هم په داسي مينه بوختي وې. د لزباس د نوموړي شاعرې سېفو خپل نوموړي نظمونه د يوې نجلۍ په هجر کي ليکل شوي دي. همجنسه مينه په اولس کي رواج وه. د فارسي غزل بېلګه ايز محبوب امر هم هغه دی. پاچاهانو او واکمنو به له ځانه سره هلکوان پر څنګ کښېنول، برملا به يې له هغوی سره د ميني څرګندونه کوله. يو ځل يو ساده ښايستوکی روغتياپال(ډاکټر) د صفوي پاچا عباس دربار ته ورغلی، پاچا د هغه په ليدلو سره و ويل.

خويش طبيبې ست بيا تا همه بيمار شويم

نوي ښايستوکي غوړيدلي ګل ځوانان د خانقاوو او شاعرانو د ناستو د ځايونو ښکلا او ښايست ګڼل کېدل. له ترک مريانو څخه د ساقيانو کار اخستل کېدی. د هغوی پر ښايست او ښکلا به يې شعرونه ويل. د شاهنامې د لومړي څپرکي ليکوال دقيقي پر يو ترکي مريي مئين وو. يوه ورځ شاعر په ډير جوش او جذبه کي د خپلي غوښتني څرګندونه وکړه. مريي په خښم کي د دقيقي نس په خنجر ور څيري کړی. سوکه سوکه ترک توری د ميني په مانا په کار واچول شو او د ترکي ناز او نخرو ترکيب په فارسي کي پلي شو. امير خسرو

اې ترک غمزه زن که مقابل نشستهه

افغانانو او تېموري پاچاهانو دغه ايرانی شوق له خپله ځانه سره هندوستان ته راوړی. عبدالقادر بدايوني د هغوی ميني بيان کړي دي. ظهيرالدين بابر هم په خپل”تزک” کي د خپلو خپلوانو د همجنسو مينو يادونه کړې ده او په ډېر رښتيا سره يې د خپلي ميني حال هم ليکلی دی، چي د بېلګي په توګه داسي دی:

:په دې ورځو کي د بابري په نامه يو هلک په لښکر کي اوسېدی، زموږ د دواړو په نومونو کي يو په زړه پوري ورته والی وو،

ترکي شعر:

“زه پر هغه مئين شوم او رښتيا دا دي، چي زه د هغه په مينه کي لېونی شوم.”

تر دې له مخه ما له هيچا سره مينه نه وه کړې. ماته بېخي نه وه څرګنده، چي د ميني څرګندونه په کومو تورو سره کېږي. د همدې ميني په وخت کي ما يو څو فارسي شعرونه و ليکل، چي په هغوی کي يو شعر وو. ” زما رنګه يو مئين او لېونی مئين به ځپلی او تر ځان تېر نه وي.

خدای دي نه کوي، چي ستا رنګه بې پروا ښکلي سره مخامخ شي”

ځيني وختونه به ناڅاپه بابري زما ليدلو ته راغلی. زما به له شرمه سترګي څوړي وې. د هغه و مخ ته مو هم په لوی زړه نه شو کتلای، په داسي حال کي له هغه سره د زړه وړونکو خبرو کولو يا د زړه غوښتني د څرګندوني خبره چېري کېدلای شوای. د ذهني ګډوډۍ او د ميني د اندېښنې له کبله مو له هغه څخه د خپل راتګ مننه هم نه شوای کولای. ځکه دي دا څوک و نه ګڼي، چي ما دي د هغه پر بيرته تګ له هغه څخه د ګيلې وس لرلی وي. د همدغي ميني په حال کي يوه ورځ له څو چوپړيانو سره تر يوه تنګه کوڅه تېرېدم، چي ناڅاپه له بابري سره مخامخ شوم. له دې ناڅاپه کتو څخه زما څرنګوالی بل ډول شو. ذهن مو کار پرېښووی، نه مو سترګي پر سترګو ور برابرولای شوې، نه مو خبره تر خوله وتلای شوه. له زړه رېږدېدا او شرم څخه په خولو کي ډوب له هغه سره نږدې تېر شوم. په دې وخت کي ما ته د صالح محمد شعر را په زړه شو. “زه چي خپل ځان ته ګورم، نو و شرمېږم. زما ملګري ماته ګوري او زه بلي خوا ته و ګورم.” دا شعر پر دې وخت زما له حال سره سمون خوړ. د ميني له زړه غوښتني، لېونتوبه او د ځوانۍ له زوره زه دومره اړ شوم، چي په کلي، کوڅو، باغونو او سيل ځايونو کي په لڅ سر لڅو پښو ګرزېدم. نه مي د يوه ملګري خيال په زړه کي وو، نه مي د د ښمن پروا کوله، نه په دې کي وم، چي څوک ماته په درنه سترګه ګوري، که نه ګوري.

ترکي شعر:”جذبې او ميني زه لېونی کړم. زه په دې هم پوه نه شوم، چي پر ښکلو د مئينېدونکو حال داسي وي. کله به مي د غرونو او بېدياګانو خاوري پر سر بادولې. کله به مي کوڅه په کوڅه او سيل ځايونو کي په پلټنه سترګي غړولې. ما نه تګ کولای شوای، نه کښېنستلای شوای او نه مي ګام اخستلای شوای.”

له دې پېښي څخه سړی پوهېدلای شي، چي د همجنسۍ مينه يا افلاطوني مينه هم سړی د ذهن او زړه تر ژورو اغېزمن کولای شي. کېدای شي، همدا لامل دی، چي ځينو لوړو شاعرانو او اديبانو له همدې څخه تومنه اخستې ده. سېفو ورجل، ابونواس، اسکر وايلډ، شېکسپير، اندرې ژيد، والټ وټمين، پروست او نورو د همجنسي ميني په زړه پوري استازيتوب کړی دی. د نوي لوېديځ د همجنسيت انځور رېډ کلف هال په خپل ناول”د يواځيتوب څاه” کي په ډېر ګړنديتوب سره ځای کړی دی.

د نونسمي پېړۍ صنعتي اووښتون د جاګيردارانو د زمانې سياسي، معاشي، د سړيتوب او ژوند ارزښتونه پورته کښته کړل. د ساينس له ودي څخه تصوف مخ پر ځوړ شو او له تصوف سره رښتونې مينه هم له منځه ولاړه. په کارځايونو او فابريکو کي له وږه پر وږه کار کولو څخه نارينه او ښځي يو بل ته دومره سره نږدې شول، چي هغه نا څرګنده اېلتابه او د نه رسېدا احساس پښې سپکي کړې. زړه کشوونکې او تر اند دپاسه رومانوي مينه په داسي ټولنه کي پرمختګ نه شي کولای، چېري چي نارينه او ښځي په يو ځای اوسېدو يا پاته کېدو کي خپلواک وي. پر سيل او زړه غوړېدا څه بنديز نه وي. تر صنعتي اووښتون وروسته چي کومه صنعتي ټولنه رامنځته شوې ده، د هغې دوې بڼي رامنځته شوي دي. د لوېديځ سرمايه داره ټولنه او اشتراکي ټولنه. اوس دا ګورو، چي په دې کي د ميني او محبت جذبې د څرګندوني کومي بېلابېلي بڼې خپلي کړي دي.

په نوې ټولنه کي ښځه په څرګنده توګه خپلواکه شوې ده! خو د هغې ارزښت او ځای نور ټيټ شوی دی. صنعتي اووښتون بې له شکه ښځه د نارينه د پېړيو له غلامۍ څخه ژغورلې ده! خو دغه خپلواکۍ ښځه د هوس په زنځيرونو کي ښکېل کړې ده. هغه په دې نه پوهېږي، چي د هوس غلامي د نارينه تر غلامۍ ډېر بده ده. د لوېديځ ټولنه پر معاشي بې نياو منتيا او اقتصادي لوټونه ولاړه ده، چي همدې لوټوني په خپله غېږ کي د زيار او سرمايې په منځ کي نښته او تضاد را منځته کړی دی. همدا نښته يا تضاد د دې ټولني د ځوړ تر ټولو ستر لامل ګرزېدلی دی. څرګنده ده، چي په پر ځوړ تلونکې ټولنه کي د روغي ميني پرمخ تګ ناشونی دی. د فرايډ د جنسي څرګندوني نظريې و لوېديځ مېشتو ته د بېلاريتوب يوه علمي لاره پرانستې ده! نو ځکه هغوی زښته په ډاګه د جنسي جذبې څرګندونه کوي. دغه دارو درمل په خپله د يوې دارو درمل نه لرونکي ناروغۍ بڼه خپله کړله. د لوېديځ په لويو لويو ښارونو کي بې شمېره چکلې دي، چي په ورځ او شپه کي هلته د بېلارۍ او ناوړو کارونو بازار تود وي. په پېرس، لندن، نيو يارک، شکاګو، فرينک فرټ، روم او نورو کي په لکهونو ښځي د پت پلورني دنده تر سره کوي. د شپې په تالارونو کي د لڅوالي، بېلاريو او جنسي ناوړتيا شرموونکي نندارې په ډاګه تر سره کېږي. په داسي چاپېريال کي د ميني او محبت د ودي کولو خبره لېونتوب ده. په څرګنده هوس کاريو چي خلګ کرار و نه مومي! نو په ډول ډول غير فطري او ناوړو لارو خپلولو سره دا کار تر سره کېږي، چي په ټيټو او لڅو فلمونو کي تر سترګو کېږي، يا ښکاره کېږي.

دويمه صنعتي ټولنه اشتراکي ده. په دې کي هر نر او ښځه و زيار کښلو ته اړتيا لري. د اشتراکيانو دا اعلان دی، چي کوم څوک کار نه کوي، هغه به څه خوري. په دې ټولنه کي ښځه نه يواځي دا چي په روغتيا، قانون، زدکړه، ښوونه او په انجنئيرنګ کي وږه په وږه کار کوي؛ بلکې د پيلوټ، موټروان او د فابريکې د کارګر يا مزدور کار هم په ښه توګه تر سره کوي. دا رنګه په وګړنيز تاريخ کي په لومړي ځل ښځه له نارينه سره سياله منل شوې ده. په اشتراکي هېوادونو کي د پت پلورني مخ نيوی کړل شوی دی. ښځه د نارينه لوبته نه شوه پاته، چي په وزګار وخت کي سړی لوبي په کوي. هغه په شپه او ورځ په خپل کار کي دومره بوخته وي، چي و هوس ته يي خيال هم نه ور اوړي. چينيانو ښځو په کلنګانو دومره غونډياني او غرونه هوار کړل، چي سترګي نه پسې رسېږي. پر هغو هوارو کړل شوو مځکو اوس کروندې شنې دي. ډېري مځکي يې هواري کړي دي، چي پر هغه فابريکې ودانېږي. د دريابونو لاري واړول شوې، رېګستانونه په ګلستانونو اووښتل شوي دي. د کرګر، کارګر، جوړوونکي، رغوونکي او موټروانۍ پوري کارونه ښځي تر سره کوي. ځای ځای په بېلچو له لاري څخه د واوري په لېري کېدا د دوی په لاسونو لاري پرانستل کېږي، ځای ځای لستوڼي راغړلي کښت کرونده پالي. د روس رياستونه ازبکستان، جارجيا، کاکېشيا، کرغېزيا، تر اووښتون له مخه شاړي بېدياګاني وې. نن هلته د نوي ډول ښارونه ودان کړل شوي دي. په دې هېښوونکي پرمختګ کي د ښځو په زړه پوري او سياله برخه وه. د نړۍ لومړۍ تشيال(خلا) ته تلونکې ښځه په اشتراکي ټولنه کي رامنځته کېږي. په دې ټولنه کي چي ميني محبت کومه بڼه خپله کړې ده، د هغې ځواب ورکول څه ګرانه خبره نه ده. اشتراکي ټولنه پرمختګ کوونکې ده او له نښتو او تضاداتو څخه ژغورلې ده. په دې کي معاشي نياومنتيا او برابري رامنځته کړل شوې ده. د نارينه او ښځي سيالي تر سترګو کېږي، دواړه يو بل ته په درنه سترګه ګوري. په دې کي د هلکوانو د ميني يا رومانوي ميني ناروغي بڼې چي پر ارمانونو او نهيليو ولاړي وي، وده نه شي کولای. د دې ټولني نارينه او ښځي چي په جسماني او ذهني توګه روغ او وس لرونکي وي. په قدرتي توګه په يو بل کي د جنسي اېلتابه زړه غوښتنه احساسوي، چي د ذهني او خوندناکي وړتيا په ملتيا د يوې روغي ميني بڼه خپلوي. ټولنه د زړه غوښتونکو او مينه ناکو خلګو په مخکي خنډ نه جوړېږي. يو د بل لمانځنه او جنسي ملګرتيا د مېړه او ماينې زړونه په يوه ژوره خوشالي سره غوړوي. دا زړه غوښتنه او مينه د دې ټولني مينه ده. برټرېنډرسل ويلي دي، چي:

رښتونې خوشالي دوو هغو زړه غوښتونکو ته ور په برخه کېږي، چي د ژوند له ښو شيانو، سيل او غوړېدا، موسيقي، ارټ او له فطري نندارو څخه په ګډه خوندونه اخلي. داسي ډول مينه د روايتي ميني غوندي د برېښنا په څېر په پړک سره نه څرګندېږي او نه زړه غوښتونکي په لومړي نظر کي بې هوشه کېږي؛ بلکې د نوي پسرلي د ګل ګلاب د خوږ بوی په څېر سوکه سوکه څرکونه او احساسات په خپله غېږ کي نيسي. په ناڅرګنده توګه په رګ رګ کي ژورو ته لوېږي. داسي ډول روغه مينه په يوه روغه ټولنه کي هستېدلای، رامنځته کېدلای او پنځېدلای شي، نه په يوه ناروغه ټولنه کي.
[1] Psychology and religion

نهمه برخه:
دا چي د سړيتوب ارزښتونه ازلي او تلپاتي دي!

سړيتوب په اولسي توګه له مذهب سره تړلې څانګه ګڼل کېږي. ځکه چي کوم چا ته ښه سړی و ويل شي! نو داسي ګڼل کېږي، چي هغه مذهبي سړی دی. د مذهب پلويان هر هغه څوک چي د دوی ځانګړې عقيده ورسره و نه لري، رټلی او ګناکاره ګڼي. که څه هم هغه سړی ښه سړيتوب ولري. همداسي سړيتوب له مذهبي عقيدې ياګروهي سره تړل شوی دی. مذهبي عقيده د سړيتوب د تللو معيار يا تله ګڼل شوې ده. پر دې سکالو(موضوع) په خبره کولو سره فرېزر ليکي[1]:

“د مذهب مانا زما په خيال دا ده، چي انسان د يو داسي ډول تر طبع لوړو واکونو د زړه او خوښې ساتني هڅه وکړي، چي د خيال په روڼا کي يې هغه د سرښتې يا فطرت پر نظام او انساني ژوند برلاستيا لري. د مذهب د دې پېژند له رويه به د هغه دوه اړخونه وي. نظرياتي او عملي. مانا د انسان تر انسان پر لوړو واکونو عقيده لرل او د هغوی د خوښ ساتلو هڅه کول. په دې دواړو کي عقيده مخکي ده؛ ولي چي تر کومه وخته موږ تر طبع پر لوړه يوه هستي عقيده و نه ساتو. موږ به د هغه د خوشالولو هڅه د څه لپاره کوو! خو چي تر کومه وخته باور او ايمان پر اړه لرونکو کړو يا عمل نه وي ولاړ، دا به مذهب نه وي؛ بلکې يواځي الهيات به پاته وي. په بله مانا هيڅ يو وګړي ته مذهبي نه شي ويل کېدلای. تر کومه وخته پوري چي د هغه کړه يا عمل د څښتن په مينه يا وېره کي بڼه و نه مومي. بلي خوا ته يواځي عمل هم چي د مذهبي عقيدې څخه په هورته وي، مذهب نه دی. کېدای شي، چي دوه کسان دي يو ډول عمل و لري! خو بيا به هم په هغوی کي يو مذهبي وي او بل به نه وي. چي کوم وګړی له څښتن څخه په وېره او يا مينه کي کوم کار تر سره کوي، هغه به مذهبي وي او کوم وګړی چي د انسان په مينه يا وېره کي کوم کار تر سره کوي، هغه موږ په هم هغه تړون سره چي عمل يې تر کومه ځايه د اولسي ښېګړي لپاره وي، ارزولای اوتللای شو. هغه ته سړی يا نه سړی ويلای شو.”

فريزر په مذهبي سړيتوب او اولسي سړيتوب کي توپير کړی دی. د هغه په خيال کي د هر مذهبي ښه سړی کېدل او د هر ښه سړي مذهبي کېدل اړين نه دي. لي بان و مذهبي سړيتوب ته کتابي سړيتوب او غير مذهبي سړيتوب ته عملي سړيتوب وايي. هغه ليکي:[2]

“و دې سړيتوب ته په کتلو سره چي د يوه قام په کتابونو کي ليکلی وي، څه ګټه نه لري. هيڅ يو مذهب داسي نشته، چي د هغه سړيتوب دي ډېر ښه نه وي! خو د قامي چاپېريال په څارلو سره چي کوم څه زموږ لپاره ګټمن جوتېدلای شي؛ هغه دا نه وي، چي هغوی ته کوم سړيتوب ور ښوول شوی دی؛ بلکې دا وي، چي کوم سړيتوب لري. له دې څخه دا جوتېږي، چي په کتابي سړيتوب او عملي سړيتوب کي په اولسي توګه لږ او ډېر څه ورته والی شته. د لږو ورځو سيل، سيل ګري او د نړيوالو قامونو د ټولني له دې کتني څخه چي د کتابونو له لاري امکان و نه لري. څرګندېږي، چي مذهب او سړيتوب بېخي له يوه بله څخه بېل دي. که چېري په واقعيت کي د دوی تړون د علت معلول وای! نو هغه قامونه چي ډېر مذهبي دي، د کړو او کردار له لاري به ډېر ښه وای! خو داسي بېخي نه ده؛ بلکې د دې اپوټه ده. د يوه قام د سړيتوب لاملونه په کار دي، چي په مذهبي چارو کي و نه پلټل شي. په هر مذهب کي د ښه سړيتوب لاري دي. که چېري دا لاري خپلي کړل شي، په ټوله نړۍ کي به سوله راشي! خو په څه ډول چي د سړيتوب دغه چاري تر سره کېږي. هغه د بريدکرښو، وختونو، قامونو او بېلا بېلو لاملونو په توګه بدلون مومي. هم دا لامل دی، چي د يوه مذهب د بېلا بېلو قامونو سړيتوب او مذهب له يوه بله څخه بېل پاته وي.”

لي بان په خپل دويم نوموړي کتاب”تمدن هند” کي هم پر دې سکالو په زړه پوري خبره کړې ده او دا پايله يې تر لاسه کړې ده، چي سړيتوب او مذهب له يوه بله بېل دي. د خپلي خبري د پخلي لپاره هغه د نورو مذهبونو او قامونو څخه هم بېلګي را اخستي دي. د هندوانو په يادولو سره هغه وايي:

“په هندوانو کي د مذهب او سړيتوب تر منځ ډېر ستر واټن پروت دی. د هندوانو په اړه که چېري و ويل شي، چي هغوی د نړۍ په قامونو کي تر ټولو مذهب ته نږدې خلګ دي! نو زموږ د اروپايي خيالونو په روڼا کي به دا خبره بې ځايه نه وي، چي په ټولو نړيوالو قامونو کي هندوان د سړيتوب له لاري تر ټولو ټيټه سويه لري. رښتيا دا دي، چي سړيتوب او ښه چلند په هند کي نشته! خو اپوټه مذهب دلته هر وخت پر اوج پاته شوی دی. په واقعيت کي هندوان د ډېري لوړي درجې مذهبي خلګ دي! خو د سړيتوب برخه بېخي نه لري.”

بلي خوا ته رادها کرشنا دا خبره کوي، چي:

مذهب له سړيتوب څخه نه شي بېلېدلای او په هندومت کي سړيتوب د مذهب ستره برخه ګڼل کېږي.

هيولاک په نظري او عملي سړيتوب کي په توپير کولو سره ويلي دي، چي: يواځي عملي سړيتوب د ساينسي پلټني سکالو يا موضوع جوړېدلای شي. هغه وايي:

د سړيتوب په کتابونو کي چي پر نظرياتي سړيتوب کومه خبره شوې ده. اړه يې له دې خبري سره ده، چي خلګو ته څه”کول” په کار دي. يا کومه کړنه”خير” ګڼل کېدلای شي. د افلاطون په وراشو (مقالو) کي سقراط پر نظرياتي سړيتوب خبره کړې ده. د سړيتوب په کتابونو کي هم پر دې ستونزه خبره شوې ده؛ لکه سجوک چي ويلي دي: د دې ډول و کتابونو ته ساينسي کتابونه نه شي ويل کېدلای، ولي چي د ساينس بنسټ پر رښتونې بڼه باندي دی. پر دې خبره نه دی، چي هغه ته څه جوړېدل په کار دي. نظرياتي سړيتوب پر دوو صنفونو جوړ دی. کله کله چي يو د بل اپوټه ښکاره کېږي، و هغوی ته د روايتي سړيتوب او مثالياتي سړيتوب نوم ورکول کېدلای شي. د روايتي سړيتوب بنسټ د يوې ډلي پر لرغونو چارو ايښوول کېږي. په هغه کي د هغو ټولو نظرياتو غوندي ټينګتيا موندل کېږي، چي د يوه ځانګړي ټولنيز ژوند او چاپېريال له کبله د خلګو په زړه او ذهن کي ځای نيسي. همدا د وجدان ږغ دی، چي تل د همدې لارو په ملاتړ کي پورته کېږي او د خلګو په ذهنونو کي يې ځای نيولی دی، چي له هغه څخه د ژغورون يوه لاره هم نشته. خلګ د دغه ږغ په اروېدلو او د هغه د ښووني په پاللو اړ دي! خو د نظري سړيتوب له چوکاټ(وګړي ته څه کول په کار دي) څخه د باندي عملي سړيتوب شتون لري. مانا څه چي خلګ په واقعيت کي کوي. په لومړيتوب کي د سړيتوب هيڅ عمل د دې لپاره نه شو تر سره، چي و عمل کوونکي ته يې کول په کار وو؛ بلکې هغه په خپل تل کي ژور خويونه او لاملونه لري. فلسفيانو پر نظري سړيتوب ډېري ژوري خبري کړي دي او په دې رښتينواله يې پروا نه ده کړې، چي ار يا اصل د خبرو وړ نظرياتي سړيتوب نه دی؛ بلکې عملي سړيتوب دی. عملي سړيتوب پر هغو دودونو او رواجونو جوړ وي، چي په يو ځانګړي چاپېريال او ځانګړي وخت کي د ګڼ شمېر خلګو لپاره ګټمن مرام جوتېدلای شي. همدا لامل دی، چي د سړيتوب اړه له “دی” سره ده، “په کار دی” سره نه ده. همدا عملي سړيتوب د ساينسي پلټني سکالو يا موضوع جوړېدلای شي.[3]”

د دې ستونزو د ټولو اړخونو په کره توګه د پېژندلو لپاره د هغه تاريخي شاليد په لنډه توګه وړاندي کول به بې ځايه نه وي.

د وحشت د دورې په لومړيو تورو پېړيو کي چي کله د انسان نيکونو د څاروو په څېر د غرونو په سمڅو يا ونو کي ژوند تېراوی. د سړيتوب تصور نه وو را سربېره شوی. د نورو څاروو په څېر هغوی هم د ځنګله پر کړنلاره ژوند کاوی، مانا دا چي زورور چا به د بېوسه وژل، له هغه څخه خواړه په زور اخستل يا د هغه ښځه بيول خپل فطري حق ګاڼی. د پوهي او عقل له ودي سره چي انسان له څاروو څخه را بېل شو او بېلا بېلو کورنيو يو ځای اوسېدل پيل کړل! نو په هغوی کي دخپلوۍ او زړه خوالي جذبات راسربېره شول. د مورګنۍ ټولني پر جوړښت د کورنيو د خلګو له يو بل سره د خپلوۍ احساس نور هم ټينګ شو او په پټه بڼه کي د خير او ښېګړي تصور ريښه و نيوله. هره هغه خبره چي د کورنۍ د وګړو ښېګړه ورسره تړلې وه، ښه و ګڼل شوه. له کومي خبري څخه چي کورنۍ ته تاوان يا زيان و رسېدی، بده و ګڼله شوه. د يوه افريقي سردار خوږکۍ(لطيفه) په زړه پوري ده. چي يوه مذهبي مخکښ له هغه څخه پوښتنه وکړه، چي ستا په خيال کي ښه خبره کومه ده او بده خبره کومه ده؟هغه ځواب ورکړی:

“کله چي زه د يو چا ښځه په زور راوړم! نو دا به ښه خبره وي. چي کله بل څوک زما ښځه په زوره بوزي! نو دا به بده خبره وي.”

د خير او ښېګړي دغه وازه يا معيار يواځي مځکنی وو. په هغه دوره کي د مذهب بنسټ کښېښوول شو. د سمڅو(غارو) په زمانه کي چي به چا خوب ليدلو. هغه به په ځنګلونو کي دلته هلته ځان په ښکار بوخت ليدلو، چي هلته به يې ډېر وخت د خپلو مړه شوو خپلوانو سره هم و ليدل! خو د ده وجود به په سمڅه کي پروت وو. دا زمانه د نيمژواندي شعور وه. هغه ته د دې خبري باور و شو، چي په هغه کي يو داسي شی هم شته، چي له وجود څخه بېلېدلای شي او بيرته راتللای شي. د خپلوانو مړو په خوب کي ليدلو د هغه په ذهن کي دا خبره کښېنوله، چي هغوی په مرګ نه دي فنا شوي؛ بلکې په يوه بله نړۍ کي اوسي، ياشتون لري. همدغه اندېښنو له مرګه وروسته د ژوند او د تلپاتي اروا عقيدې را و پنځولې، چي وروسته يې د مذهبونو بنسټيزي عقيدې و رغولې. د انسان پوهني له رويه دا زمانه ته د اروا سره تړلې دوره وايي. مانا دا چي انسان د خپل ځان په څېر لمر، سپوږمۍ، سيندونه، غرونه او نور هم شعور لرونکي او اروا لرونکي و ګڼل او هغوی يې هم د خپل ځان په څېر د جذباتو او احساساتو لرونکي و بلل. په دې هستيو کي يې ځيني خپلوان و ګڼل او ځيني يې دښمنان و ګڼل ، لمر او سپوږمۍ يې خپلوان وو، چي د شپې ډېري ژوري او وېروونکي تيارې يې روڼا کولې. تياره هغوی خپله دښمنه ګڼله، چي په تياره کي به له ډېرو وېرو او اندېښنو سره مخامخ کېدل. د روڼا او تيارې يا نور او ظلمت دغه دويي وروسته په مذهب، فلسفه، سړيتوب او نورو کي هر چېري ځای و موندی، اروا يې هم په ښه او بده کي و وېشله. د خپلوانو او ملګرو اروا به ښه وه، چي تر مرګ وروسته به د دوی مرستي ته راتلله او د دښمنانو اروا به بده وه، چي تر مرګ وروسته به يې دوی ځورول. د مذهب او سړيتوب په لومړنيو تصوراتو کي يې بڼې موندلي وې. هغه وخت کرهڼيز اووښتون(زرعي انقلاب) راسربېره شو او د مدنيت له پيل سره د سړيتوب چوکاټونو او د مذهبي عقيدو پوهي او پېژندني وډون و موندی. د انساني ځېل(نوع) په تاريخ کي کرهڼيز اووښتون ډېره درنه وړتيا په برخه لري. د هغه اغېزې پر انساني برخليک ډېري ژوري او تلپاتي وې. انساني ټولنه جوړه شوه. د مملکت جوړول تر سره شو. تګلاري او کړنلاري و رغول شوې. د شتمنيو( املاکو) تصور رامنځته شو، چي سوکه سوکه يې د ځاني املاکو په بڼه کي د کرهڼيزي ټولني شپول و رغاوی. د ځاني شتمنيو د ساتني لپاره کړنلاري جوړي شوې. د سړيتوب او عمل تګلاره و ټاکل شوه. د مځکي په څېر ښځه، زامن او لوڼي، مريان او مينځي هم د شتمنۍ برخه و ګڼل شول. پاچاهانو په اولس بې له نټي د خپلو خبرو د منلو لپاره ځانونه له ديوتاګانو سره و تړل. و يې ويل، چي:

موږ ته بعل مردوخ، شمس يا امن رع د دستور، سړيتوب يا کړنلاري ښووني کوي. شاه حمورابي د خپل چوکاټ په اړه همداخبره کړې ده. يو دېوالي انځور نن هم شته او په هغه کي دا څرګند کړل شوي دي، چي شاه حمورابي له څښتن لمر څخه د چوکاټ ښووني يا قانون ښووني پېرزوينه تر لاسه کوي. د نورو چوکاټو په څېر حمورابي هم په يوډول نه يو ډول د ځاني شتمنيو د ساتني غم خوړلی دی. غلا، ياغيتوب، ډاکه، وژنه او زنا درانه جرمونه و ګڼل شول او سزا يي مرګ وه؛ ولي چي له دې کارونو څخه په يو ډول نه يو ډول ځاني شتمنيو ته زيان اووښتی. د پلټونکو او څېړونکو په خيال کي د لرغوني زمانې لس احکام د حمورابي له چوکاټ څخه اخستل شوي دي. د موسوي شريعت په وروستۍ برخه کي ښځه هم د غوا، غوايه، مېږي او وزې سره په ځاني شتمنيو کي شمېرل شوې ده. د خبرو پايله دا چي د تهذيب او تمدن، کړنلاري، زړه اېلوونکو هنرونو او ساينس په څېر سړيتوب هم په کرهڼيزه ټولنه کي پلي شوی وو. د کړنلاري(قانون) غوندي لومړی خوځون او مرام د ځاني شتمنيو ساتنه کول وو. د سړيتوب پيل له ناوړو څخه په راګرځلاو سره شوی وو. غلا مه کوه، زنا مه کوه، ډاکې مه وهه، وژنه مه کوه! نو ځکه موسوي شريعت هم پر دې جوړ شو. د مدنيت له پرمختګ سره د دې تګلاري ښه او د منلو اړخونه هم راسربېره شو. رښتينواله، صبر او زغم، ملګرتيا او زړه خواله، لورېينه او پېرزوينه، بلهاري او قرباني او نور په ښه سړيتوب و ګڼل شول، وروسته د رغېدونکو مذهبونو ټينګار او خپلولو دغه سړيتوب نور هم جوت کړی.

موږ چي کله هم د مذهب خبره کوو! نو په عامه توګه زموږ په ذهن کي د بدهـ مت، هندومت، تاومت، مجوسيت، يهوديت، نصرانيت، عېسويت او اسلام خيال راځي! نو دا مذهبونه خو د انساني ځېل د تېري نږدې زمانې سره اړه لري. تاريخ موږ ته دا راښيي، چي د بني اسراييلو له وتلو څخه زرګونه کلونه مخکي سمېري او مصري مدنيتونه اوج ته رسېدلي وو. په هغوی کي د مذهب او سړيتوب چوکاټونه وو. د ډېرو لمانځني دغه دور لږ او ډېر پر پنځه زره کلونو باندي رغول شوی ګڼل کېږي. په دې وختونو کي د ګڼ شمېر ديوتاګانو او ديويانو نمانځنه کېدله. پر وخت د باران کولو، کښت پخولو او د مځکي د شنېزۍ پر ځای ساتلو غوندي غوښتنو تر سره کولو لپاره به يې په کال کي د هغوی د لمانځني څو اخترونه جوړول، چي په اخترونو کي به په ډېر جوش او خروښ سره د هغوی لمانځني تر سره کېدلې. تر اسراييلي مذهبونو ډېر مخکي د وحدانيت تصور راسربېره شوی وو. سګمنډ فرايډ په خپل کتاب”موسی او وحدانيت” کي وايي، چي ښاغلي موسی د وحدانيت تصور د مصر له فرعون اخناتن څخه اخستی وو، چي د بت لمانځني کلک مخالف وو او د لمريني اروا(اتن) څخه پرته يې د بل ديوتا لمانځنه نه کوله. په بابل کي د اوو ستورو لمانځنه تر سره کېدله! خو بعل مردوخ د کايناتو پنځوونکی يواځنی واکمن او څښتن منل شوی وو. د مصر او بابل مذهبي مخکښانو (پروهت او کاهن) له خپل څښتن څخه د سمدلاسه لارښووني اخستلو خبره کوله. کله کله به يې په بې خبرۍ کي وړاندويني هم کولې. په مصر کي د امن رع لوی لمانځونکي د پټو خبرو په اړه خبرتيا ورکوله. د عراق دوابې صابيت(لغوي مانا يې د ستورو لمانځنه) پر مجوسيت او يهوديت ژوري اغېزې و لرلې. د بابل د پنځه اتيا کلن زندان په دوران کي يهوديان له شيطان، جنت، دوږخ، سزا جزا، د پينۍ تثليث د انسان هسته، پنځونه او د نړيوال سيلاب له اساطيرو سره اشنا شو او هغه يې په مذهب کي ګډ کړل. د وجدان تصور هم له مجوسيانو څخه پور دی. هغوی به ويل، چي:”دين” هغه ملکه ده، چي پر انساني اروا د سړيتوب اغېزې پرېباسي. په ښه او بد ټولو کي وجود يا شتون لري. په هزوارش کي دا توری”دينه” وو، چي په ژند کي”دين” شو. وروسته دا توری عربي ته هم راغلی. يهودانو د وجدان نوم”يزر” کښېښوو، چي له هغه څخه به يې د ښه او بد خيال مراد اخستی. بلهاري يا قرباني، طواف، رکوع او سجدې، مناجات، دعاوي او نور له صايبينو څخه را پاته دي. د يهودانو هيکل، د عېسويانو ګرجا او د مسلمانانو ماجت د صايبينو د معبد نښتېځ(چربه) دی، چي له هغوی څخه محراب، اېوان، د قربانۍ ځای، د اودس ځای او منارې پور يا مستعار دي. صدقه، زکات، لسمه او پنځمه د فنېقيانو څخه اخستل شوي دي، چا چي د خپلو مذهبي مخکښانو لپاره دا مذهبي ججې پر اولس ايښوولې. له دې رښتياوو څخه څرګندېږي، چي تر اوسنيو مذهبونو په زرګونو کلونه مخکي په متمدن هېوادونو کي صابيت يا د ډېرو ديوتاګانولمانځنه رواج وه، چي په هغوی کي به د ديوتاګانو د زړه ساتني خبره په کلکه کېدله. د دې مرام لپاره به بلهارۍ ورکول کېدلې او نيازونه به ورکول کېدل. د ډېرو لمانځونکي د مذهب په چاره کي روادار او پراخ مشربه وو او يو د بل ديوتا او ديوتاګاني به يې بې له خنډه په خپل مذهب کي ګډولې. د بېلګي په توګه د سمېريانو ديوتا تموز او دېوي عشتار له بابليانو، فنېقيانو، مصريانو قرېګياوالو څخه په راتېرېدلو سره په يوناني صنمياتو کي اوونس[4](عبراني، اودنايي، زما اقا) او د افرودايتي په بڼه کي راسربېره شو. همدا ډول روميانو د يونانيانو ديوتاګان خپل کړل. په دغه بت لمانځونکو قامونو کي ځانګړې ګناه دا وه، چي په ښو بلهاريو او قربانيو نه ورکولو سره ديوتاګان خواشيني کړل شي. هغوی په بلهاريو، نيازونو او اخترونو لمانځلو خپل ديوتاګان خوشاله ساتل، د ځاني ګناه احساس يا د وجدان ږغ هغوی ډېر نه خواشيني کول، د مذهبي کرکي او د ګناه د ځانګړي احساس د تصور پيل له يهوديانو څخه و شو، چي الډس هکسلې يې د وحدانيت پنځوونکی تصور ګڼي.

په نړيوال تاريخ کي تر ټولو له مخه يهوديانو د يوه ځانګړي او ملي خدای تصور وړاندي کړی. تر ښاغلي موسی له مخه هغوی د ګڼ شمېر ديوتاګانو لمانځنه پيل کړې وه. د هغه تر مرګ وروسته هم تر پېړيو پېړيو هغوی په ډېره مينه د بت لمانځنو قامونو بتان لمانځل. د بابل په زندان کي چي کله پر هغوی د ستونزو او ځور څپې راغلې! نو د بني اسراييلو نبيانو د خپل ملت د ټيټ شوي توان د لوړولو لپاره د يوه ځانګړي او ملي خدای يادونه په ډېر جوش او خروښ سره پيل کړله. سوکه سوکه يې دومره ځای و موندی، چي يهوديانو د نورو قامونو ټول د لمانځني وړ ديوتاګان پرېښوول. د بابل تر زندان له مخه هغوی يهودا د خير او ښېګړي پيلوونکی او پنځوونکی ګاڼی! خو د هغه ځای د پاته کېدو په دوران کي يې د شيطان تصور واخستی. د مجوسيانو په څېر يې شر له هغه سره تړل پيل کړل. د ځانګړي خدای تصور د يهوديانو د ګناه و احساس ته واک ور په برخه کړی. اوس د يهوديانو او د يهودا تر منځ ځاني تړون و رغېدی. يهودا ډېر پتيالی جوت شو. هغه و خپل يوه پلوي ته هم دا لاره نه پرانستله، چي له ده پرته دي د بل چا لمانځنه وکړي. د دې ځاني او ځانګړي تړون يوه پايله دا شوه، چي کوم يهودي به د يهودا له چارو سر غړونه وکړله. هغه به خپل ځان بېلاري او ګناه کوونکی ګاڼی. ويل به يې، چي:

زما پر زړه او ذهن “يزر” يا بد خيال وزر غوړولی دی.”يزر” يا وجدان د ګناه د احساس پنځوونکی ګڼل کېدلای شي. په لرغونو بت لمانځونکو قامونو کي په سړيتوب او د لمانځني په دودونو کي څه توپير نه کېدی. د هغوی په خيال د ټول قام د ګناه لېري کېدا په يوه وار ګډه بلهاري يا قرباني ورکولو سره کېدلای شي. په هر حال په يهوديت کي مذهب او سړيتوب دومره په يو بل کي سره و اخښل شول، چي د يوه تصور له بله پرته نه شو کېدلای. د اسراييلي مذهبونو له پراخي خورېدني څخه دې عقيدې هم وده وکړه، چي مذهب او سړيتوب يو له بل سره اړين دي او يو له بله نه شي بېلېدلای يا بېلتون نه شي لرلای.

د اسراييلي مذهبونو په لومړي دور کي بې له شکه د عقيدو، دودونو، لمانځني او سړيتوب اړيکي او تړون پر ځای وو. مخکيني په خپلو عقيدو کي سپېڅلي او په لمانځنه کي ښه زړه لرونکي او بې ريا وو. خو د وخت په تېرېدلو سره سياسي او ژوندنۍ ځوړتيا پيل شوه! نو مذهب په عقيدو او د دودونو په لمانځنه کي ښکېل پاته شو. د سړيتوب تړون له هغه څخه را پرې شو. خلګو عقيدې او د لمانځني دودونه د مذهب اره اروا و ګڼله. ښه سړی هغه وو، چي عقيده به يې سمه او د ښکاره دودونو بنديز به يې پر ځان منلی وو. که به څه هم هغه وګړي سړيتوب نه درلودی او هر ډول ناوړي کړني به يې تر سره کولې. بد وګړی هغه و ګڼل شو، چي عقيده به يې يو څه کمزورې وه. که څه هم په سړيتوب کي سپېڅلی او ښه خويونه به يې درلودل. د مذهبي چارو ښکاره پالني رياکاري را و پنځوله. له هغه سره سم ايله او بهانه رامنځته شوه. د مذهب پلويانو په ډول ډول ايلو او بهانو د خپلو ګټو تر لاسه کولو لپاره د دين پلورني لاري پرانستلې. رياکارۍ او ايلې و رښتوني مذهب ته ډير لوی زيان ور ورساوی.لي يو ټانګ ليکي:

“لکه سېنټيانا چي ويلي دي، چي: ايله کاري او دليل ويلو مذهب د ځوړ لوري تګ ته سيخ کړی. هغه داسي وايي، چي: له بده مرغه مودې وشوې، چي په مذهب کي هغه څرکتيا او پوهه پاته نه شوه، چي څرګندونه يې په تخييل کي کړل شوې ده؛ بلکې هغه اندېښنه ځني جوړه شوه، چي پر هغې د دليل ويلو او ايلې پړدې غوړېدلي دي. د مذهب د زوال لاملونه دا دي. د پوهي او لورېيني څرلول، ډله بندي، نظريات، ايله کاري. کله چي موږ له خپلو عقيدو څخه ځان کاږو! نو هغه ته ايله ږدو او د”خپل ځان پر لار ګڼلو کي” تر بريد تېر زياتوب کوو؛ ځکه زموږ په مذهب کي کمزوري يا ضعف راځي. همدا لامل دی، چي پای هر مذهب لرونکی خپل ځان سپېڅلی او رښتينی برلاسی ګڼل پيل کړي، مانا يواځي ځان ويني؛ لکه څنګه چي د مذهب د ټولو ډلو له چاپېريال څخه څرګندېږي. څومره چي موږ خپل ځانونه پر لاره و ګڼو، هغومره موږ لنډويني هم پاته شو؛ هم دغه څه دي، چي په مذهب پلويانو کي يې ډېره ناوړه کرکه، بې سوادي او خپل چاروکې ورځ رامنځته کړې ده. دا ډول مذهب په انسان کي د لوړي درجې د خپلي چاري تر سره کولو هيله پنځوي، چي هغه يې يواځي دا نه چي د فکر له پراختيا څخه بې برخي کوي؛ بلکې د هغه او د خدای تر منځ د سودا يا ګټه په ګټي پلي کېدل را منځته کوي. همدا لامل دی، چي د مذهب ځيني سخت دريځه پلويان تر بريد په هورته خپل چاروکي وي. د خپل ځان پر لار ګڼلو جذبه يې سوکه سوکه د انسان هغه ټولي جذبې له منځه وړي، له کومو څخه چي د مذهب پيل کېږي.[5]”

کله چي د ځان ژغورني غوښتنه د ژوند مرام جوړ شي! نو په قدرتي توګه د وګړي اندامي تړون له ټولني سره پر ځای نه شي پاته کېدلای او هغه د ټولني يا هېواد د ښېګړي لپاره د خپلو هڅو د ځانګړو کولو پر ځای د خپل ځاني(شخصي) سباوون د ځلا په خيال کي ډوب پاته وي او په ټولنيزو خبرو سر نه ګرزوي. هغه د ارسطو په وينا”چي کوم وګړی ښه ښاري نه وي، هغه ښه انسان نه شي کېدلای” کوم سړی چي ورځ او شپه په لمانځنه بوخت وي او له ټولنيزو چارو څخه ناخبره پاته وي. و هغه ته مذهبي خو ويل کېدلای شي! خو سړيتوب لرونکی ورته نه شي ويل کېدلای. د ځان ژغورني دغه تګلاره د ځان ځانۍ پالنه کوي او ټولنيزو ګټو ته زيان رسوي. د دې ځبېښونکي نقطه نظر چي کومي ناوړي اغېزې پر ټولنه وشوې، د هغه انځور فرېزر په دې تورو کي وړاندي کړی دی:[6]

د يوناني او رومي ټولني بنسټ پر دې تصور ايښوول شوی وو، چي وګړی د ډلي او هېواد تر واک لاندي دی. په دې ټولنه کي د انساني کړو تر ټولو لوړ مرام دا وو، چي وګړی دي پر ځانې ساتنه هېوادنۍ ساتنه لوړه و ګڼي. و ښاريانو ته له کوشنيوالي څخه د همدې ځاني بلهارۍ يا تر ځاني ګټو د تېرېدني ښوونه کېدله. هغوی به خپل ټول خدمتونه د اولسي ګټو لپاره ځانګړي کول. هغوی که به کله هم خپل ځان له بلهارۍ څخه وسپماوی؛ نو په دې اړه به يې څه شک نه درلودی، چي پر هېوادنيو ګټو يي و ځاني ګټو ته په لوړتوب ورکولو سره له ټيټ همت او نه سړيتوب څخه کار اخستی دی. مانا دا به يې يو ډول ګناه احساسوله. د ختيځو مذهبونو له خورېدا سره دا چاپېريال بدلون و موندی. په دې مذهبونو کي د انسان او ستر څښتن له يو بل سره نږدېکت او ځاني ژغورنه د انساني هڅو څاڼی يا شپول (محور) و ګڼل شول. د ځاني ژغور په مخکي د هېواد پالني او ښېګړي خيال شاليد ته ولاړی. پر دې نه سړيتوب او د خپلي چاروکتيا پر بنسټ د جوړي نظريې څرګنده پايله دا شوه، چي مذهب پلويانو د اولس له چوپړ څخه په مخ اړولو خپل پام روحاني جذباتو ته راواړاوی او دې دنيا ته يې په سپکه سترګه کتل پيل کړل. د اخرت د تلپاتي ژوند په مخکي يې د دې دنيا ژوند لږ او د درنښت وړ و نه ګاڼی. وليان او راهبان چي د دې دنيا په کرکه او د جنت په تصور کي ډوب وو، د انسانيت بېلګه ايزي نخښي و ګڼل شوې. له دې څخه د وطن مئينانو د لوی زړه “چي تر خپل ځان په تېرېدلو د هېواد پالني او ښېګړي لپاره يې په مېړانه ځان ورکاوی” تصور داغي يا ټپي شو. د کومو خلګو چي د جنت باغونه په نظر کي وو، هغوی ته دا دنيا بې څرنګوالي او سپکه ښکارېدله. همدا ډول د درانه ژوند د بار مرکز له ورځني ژوند څخه د سباوون د ژوند لوري ته ور واووښت. له دې څخه که و اخرت ته هر څومره ګټه رسېدلې وي! خو دې نړۍ ته يي ډېر لوی زيان ور واړاوی. د مملکت کړه وړه سره خواره واره شو. د مملکت او کورنيو تړون ختم شو. ټولنيز نظام ځله تيت او پرک يا وپاشل شو او تر ځانګړتيا يې جار کړی. هره خوا ته وېره ترهه خوره شوه؛ ولي چي متمدن ژوند يواځي د ښاريانو په عملي مرسته سره پاته کېدلای شي، چي ځاني ګټي د اولسي ښېګړو په روڼا کي و ساتل شي. پايله دا شوه، چي خلګو د خپل هېواد ساتني څخه لاس واخستی او ځينو خو د انساني نژاد د ختمولو تايه و تړله. دا لېونتوب يا خپسکی تر زرو کلونو د لوېديز مېشتو پر ذهنونو او مغزو ناست وو. د خپلي او نورو اروا ژغورني لپاره هغوی مادي نړۍ چي دوی يې د ګناه سرچينه ګڼي، ورانېدو او تباه کېدو ته پرېښووله. د منځنيو زمانو په پای کي د رومي کړنلاري، د ارسطو د فلسفې او لرغونو د پوهي او هنرونو له خورېدا څخه لوېديځ مېشتو بيرته خپلي اري(اصلي) لاري ته پام را واړاوی او د ژوندانه ډېر کړنيز(عملي) او مېړنی نقطه نظر يې له نوي سره خپل کړی. د مدنيت په چټکتيا کي چي کوم خنډ راغلی وو، هغه يې لېري کړای شو او د ختيځو مذهبونو برلاستيا له منځه پر تللو شوه.”

د پوهۍ او علومو د خورېدا په پېړيو کي د ساينس اووښتون پالونکي موندني وشوې، چي له کبله يې د مذهب ګڼ شمېر عقيدې او مسلمات و لړزېدل. د کليسا وګړو د ساينس پوهانو پر ژبو د بنديز لپاره ډېري هڅي وکړي! خو لوستي خلګ د پېړيو له غلامۍ او ځبېښاک څخه وروسته د خپلواکۍ له فکر سره اشنا شوي وو. د کرکو، کږنو او وهمونو جادو مات شوی وو. تر کومه بريده چي مذهبي سړيتوب له عقيدو سره تړون درلودی؛ نو کوم وخت چي عقيدې پر ځوړ رواني شوې، ورسره اړه لرونکی سړيتوب هم اغېزمن شو. د ښه او بد زاړو يا لرغونو معيارونو بدلون و موندی. د سړيتوب پر نوو بنسټونو د رغولو اړتيا څرک شوه. هغه سړيتوب چي د وګړي د ښېګړي او ژغور پر ځای د ټولني او ډلي د ښېګړي او سمون لاري پکښي پرانستي او پالل کېدلای شوې، و لوري ته هڅه وکړل شوه. پر دې سکالو د خپل خيال په څرګندولو سره برټرېنډ رسل ليکلي دي:[7]

“د عېسوي سړيتوب بنسټيز زيانمن ټکي دا دي، چي هغوی ځيني کړني په ګناه ګڼلي دي او ځينو ته يې د ښو يا نېکيو نوم ورکړی دی. دا يې د يو داسي لامل پر بنسټ کړي دي، چي له ټولنيز نظام سره هيڅ اړه نه لري. هغه سړيتوب چي بنسټ يې پر وهمونو نه وي، هغه مخکي د دې مرام ټاکنه کوي، چي کومي ټولنيزي پايلي تر لاسه کول دي او له کومو څخه ځان ژغورل دي. تر هغه وروسته چي تر کومه ځايه پوهه لاره ورکړي، د دې خبري پرېکړه کېدلای شي، چي څه ډول کړه (عمل) د غوښتونکو پايلو په تر لاسه کولو کي مرسته کولای شي. دا سړيتوب به هم هغه کړو ته پرمختګ او وده ورکوي او هم به هغه ښه ګڼي! خو چي کوم يې په ضد وي، د هغوی به غندنه کوي. د لرغوني سړيتوب تګلاره دا سي نه ده، هغه د ځينو داسي لاملونو پر بنسټ چي ماخذونه يې د علم الاصنام په روايتونو کي ورک دي، د ځينو کړنو يا فعلونو د ناوړه ګڼلو لپاره ټاکل کېږي.”

د يادي ستونزي په اړه د ډارون د ارتقا نظريه په ځانګړې توګه ارزښت لري. ډارون وايي، چي:

انساني ځېل(نوع) د يوه ابولابا اولاد نه دی. چي هغه پر يوه ګناه له جنت څخه را ايستل شوی وو؛ بلکې د پېړيو تر تلپاتو هڅو وروسته له څاروو څخه را بېل شوي دي. دې نظريې په سړيتوب کي د يوې ستونزې زياتوالی راووست. هغه دا وه، چي انسان له څاروو څخه را جلا شوی دی؛ نو يې سړيتوب څنګه تر لاسه کړی؟ اوس د ګناه پر ار يا پر اصل او د هغه د زېږېدني پر ځای د فکر څښتنانو د انسان د سړيتوب پر راسربېره کېدلو غور پيل کړی دی. په دې اړه دوې څرګندي نظريې مخته راځي. يوې ته وجدانيت ويل کېږي، دويمي ته د سرښتې يا فطرت خوښوني نوم ورکول شوی دی. انسان تر زېږېدني وروسته د چاپېريال له اغېزو څخه د سړيتوب څرک اخلي. د سړيتوب ټول فکري مکتبونه د همدې دوو نظرياتو څانګي دي. د وجدانيت له رويه د سړيتوب ارزښتونه ازلي او تلپاتي دي. په انسان کي د ښه او بد پېژند په زېږديزه توګه شته، چي په عامه ژبه ورته وجدان ويل کېږي. سرښته خوښوونکي د سړيتوب د ازلي ارزښتونو منونکي نه دي.وايي، چي:

د سړيتوب ارزښتونه د چاپېريال له بدلون سره سره بدلون مومي. د وجدان مذهبي نظريه دا ده، چي په هر وګړي کي دننه د ښه او بد د پېژند واک شته. کوم وګړی چي د وجدان د ږغ په اورېدلو سره پر هغه لاره تګ کوي، هغه ښه سړی جوړېږي او کوم څوک چي پر دې ږغ غوږ کوڼ واچوي، هغه د بدو لوری خوښوي! خو په دې کي ستونزه دا ده، چي دا ږغ چاته يو څه وايي او چا ته بل څه. پر دې سربېره اروايي سپړني دا موندنه تر لاسه کړې ده، چي وجدان له”پوليس” څخه د وېري دويم نوم دی. د وجدان اړه له ذهن سره ده، ځکه خو دا ستونزه مذهبي، فلسفيانه يا ژوندنۍ نه ده؛ بلکې يواځي اروايي ده. ټراټر وايي، چي:

انساني وجدان د اړتيا(ګلې)[8] زېږنده دی. کله چي يو وګړي ته احساس کېږي، چي د هغه يو کار به د ټولني د خلګو په سترګو کي ناوړه ګڼل کېږي؛ نو دی بيا له هغه کاره څخه ځان پېچي، چي هغه ته احساس وشي، چي زما دې کار ته به په ټولنه کي په ښه سترګه کتل کېږي؛ نو يې بيا په پوره ډاډ سره تر سره کوي. فرايډ و دې ته د”پوليس” يا سزا وېره ويلې ده. هغه په خپل کتاب”تمدن او د هغه نا ارامۍ” کي د وجدان پر ژورو خبره کړې ده. هغه وايي. چي:

په انسان کي وجدان پر اندېښنه او د سزا پر وېره رغېږي، چي مخ يې په خپله د وګړي د ځان لوري ته شي. په انساني سرښته يا فطرت کي داسي زېږنده څرک نشته، چي دی دي د دې وړ کړي، چي په ښه او بد کي توپير وکړلای شي. د هغه په خيال په کوشني کي د بدو احساس له سره نه وي. د هغه له خپل خوند او اړتيا سره کار وي. کله چي د هغه مور او پلار پر يوه کار و هغه ته سزا ورکوي؛ نو د هغوی له ميني څخه د بې برخي کېدا وېره په هغه کي د ګناه احساس را زېږوي يا پنځوي. وروسته همدغه وېره د ټولني لوري ته په اووښتلو سره د ژوند د وېري بڼه خپلوي. په ځان کي دننه احساس د ناوړي غوښتني تر سره کولو له مخه د هغه ارادې يا غوښتني ته بد رد ويل پيلوي. همدا وجدان دی. د غوښتنو پرېښوول د هغه وجدان ته سمدلاسه واک ور په برخه کوي. په عامه توګه ليدل شوي دي، چي ښه سړی د وجدان ږغ ډېر ځوروي. لامل يې دا دی، چي څومره پر خپله غوښتنه پښه ږدې، هغومره يې د کړني هڅه ډېرېږي. ښه سړی چي پر هغه پښه ږدي؛ نو له ذهني ځور او کړکېچ سره مخامخ کېږي، ځکه داسي ښه سړی د زړه له خوښۍ، هوسايني څخه بې برخي وي.

د وجدانيانو دا نظريه چي د سړيتوب ارزښتونه ازلي او تلپاتي دي. د لاملونو له کبله د منلو وړ نه ده. په عامه توګه د دې خبري د جوتولو لپاره له باريکيو څخه کار اخستل کېږي! خو د نړيوال مدنيت له کتني څخه دا رښتينواله په ښه توګه څرګندېږي، چي د سياسي او اقتصادي غوښتنو له بدلون سره د سړيتوب ارزښتونه په بېلا بېلو وختونو او بېلا بېلو قامونو کي بدلون موندلی دی. وژني، ډاکې، غلا، زنا، تښتوني، او نورو ناوړو کارونو په يوه نه يوه قام کي د ښو ځای موندلی دی. سپارټا مېشتو خپل مريانHelots په پټه پټه وژل، چي هغوی واکمن او سره يو نه شي او دا د ټولني چوپړ يا خدمت ګڼل کېدی. په ځينو قامونو کي تر جګړه پيلېدلو مخکي د انسان قرباني ورکول کېدله. په يوناني هېوادونو کي دا ښه کار ګڼل کېدی. روم مېشتو به د لاندي کړل شوو پاچاهانو غاړي د ديوتاګانو پر لمانځنځايونو ور پرې کولې او داسي يې ګڼله، چي په دې ديوتاګان خوشاله کېږي. په کارتهېج او کنعان کي لومړني زېږېدونکي ماشومان د مولک او بعل ديوتاګانو په مخکي و سره اور ته ور غورځول کېدل. مور او پلار به په خوشالي سره خپل ماشومان د دې بلهارۍ يا قربانۍ لپاره وړاندي کول. د امريکې ازتکو پېغلي نجوني پر لمر ديوتا بلهاري کولې. د نيل درياب د څپاند کولو لپاره به هر کال يوه ځوانه پېغله په ناوې جوړولو سره د درياب ژورو ته سپارل کېدله، چي امن رع ديوتا په خوشاله شي. په يهوديانو کي به لومړني اولادونه قرباني کېدل. همدا ډول په ځينو قامونو کي ډاکې او غلا ته په ښه سترګه کتل کېدل. د واده پيل له ډاکې او غلا څخه شوی وو. د يوه توکم خلګو به د بل توکم پر خلګو بريد وکړی او پېغلي نجوني به يې ور ځني يووړې. د ورا په بڼه کي دا روايت تر اوسه هم شته. نن هم په غرنيو سيمو کي د ورا لاره په کاڼو او نورو شيانو نيول کېږي. مرام يې د بريد کوونکو مخ نيول دي، چي زوړ انځور پکښي ليدل کېدلای شي. شومه هيله هم په وحشي دوره کي ښه ګڼل شوې ده. ولي چي ښکار په ګرانه تر لاسه کېدی؛ نو کله چي به ښه خواړه يو ځای و موندل شو، دوی به سامخ پر ور ايله کېدل. زړه پالونکي درواغ خو هر ځای پلي شوي دي. د ابراهام په اړه په لرغونې عهد نامه کي راغلي دي، چي هغه زړه ساتونکي درواغ ويلي وو. په دهرم شاستر کي منو د رښتيا ويلو خبره په کلکه کړې ده! خو ورسره دا هم وايي، چي د هېواد په ګټه د راجا درواغ ويل يواځي دا نه چي جواز لري؛ بلکې د ستايني وړ دي. په يوه نه يوه دوره کي ټول قامونه د ښځو کولو(اباح کولو) جواز منونکي پاته شوي دي. په هندوانو کي هان شکتي بهګت له پرېديو ښځو سره يو ځای کېدل په مذهبي توګه روا ګڼي. لرغونو مصريانو، فنېقيانو د يوناني شرابو ديوتا او شنېزي را ټوکوونکي”دېوي”د کښت د اخترونو پر وخت په ښکاره د جنسي بې لاريو څرګندونه کوله. د بابل پر هره ښځه په مذهبي توګه دا کړه ترپل شوي وو، چي په ژوند کي به لږ تر لږه يو ځل د عشتار دېوي لمانځنځای ته ورځي او يوه لمانځونکي يا زيارت ته راغلي ته به ځان ورسپاري. د عشتار، اسيس، افرودايتي په مندرونو کي په سوونو ديوداسياني يا سپېڅلي کار کوونکي اوسېدلې، چي په ډېره درنه سترګه ور کتل کيدل. د هغوی و پت پلورنه ته د مذهبي چوپړ په سترګه کتل کېدل. مانا دا چي يو نه يو ناوړه کار په يوه نه يوه زمانه کي ښه ګڼل شوی دی. د سړيتوب پلي شوی چوکاټ د کرهڼيزي ټولني د سياسي، اقتصادي او ژوندنيو غوښتنو په روڼا کي راسربېره شوی وو. تر صنعتي اووښتون وروسته چي کومه صنعتي ټولنه ريښې نيسي. د هغه سياسي، اقتصادي او ژوندنۍ غوښتني بېلي دي. ځکه خو د کرهڼيزي ټولني ارزښتونه ورځ په ورځ ښه نه ګڼل کېږي. د هغوی پر ځای د سړيتوب نوي نوي ارزښتونه را سربېره کېدونکي دي. د افلاطون په څير د سړيتوب ارزښتونه معروضي نه شي ګڼل کېدلای. د ارزښت رښتيا دا دي، چي زموږ زړه و کوم څه ته و غواړي، زموږ لپاره هغه ارزښت مومي. له دې زړه غوښتني څخه پرته د ارزښت تصور نه شي کېدلای. د چاپېريال د غوښتنو له بدلون سره زموږ زړه غوښتني هم بدلون مومي او د زړه غوښتني له بدلون سره ارزښتونه هم بدلون مومي. له دې څخه څرګندېږي، چي د سړيتوب ارزښتونه د ټولني او وګړي له يو بل څخه د اغېز او اغېزمنتيا څخه وجود يا شتون مومي.

په تېرو دوو پېړيو کي د ساينس پرمختګ د انسان د ری و وهلو يا فکر کولو او څرک کولو او کړه وړه ته بدلون ورکړی دی. د صنعتي اووښتون د هر اړخيزې خورېدا له کبله د کرهڼيزي ټولني ارزښتونه هم بدلون مومي. په دې پړاو کي به دا ټاکنه ګرانه وي، چي دا ارزښتونه به په صنعتي ټولنه کي څه ډول بڼه خپلوي! خو دومره اړينه ده، چي د سړيتوب او عمل د تګلارو به پر نوو بنسټونو له نوي سره د وډون اړتيا څرک يا احساس شي، چي د هغه په اړه په دې وخت کي يواځي اټکل کېدلای شي. په دې لاره کي تر ټولو ارزښتناکه خبره دا ده، چي انسان د عقل او شعور له ودي سره د سړيتوب بنديز پر ځان منلی وو. نورو څاروو چي شعور يې وده و نه کړای شوه، نن هم د سړيتوب له تګلاري او ادابو څخه بې پروا دي. انسان ته د سړيتوب اړتيا د دې لپاره احساس شوې وه، چي په ذهن کي يې د خويونو او عقل و شعور تر منځ کړکېچ پيل شو. که چېري له هغه سره يواځي پوهه وای، يا يواځي جذبه وای؛ نو بيا به يې سړيتوب ته اړتيا نه وای. په خويونو کي زښته ډېر واک پټ دی! خو له هغوی څخه د ودانۍ کار اخستل يواځي د عقل او شعور په لارښوونه تر سره کېدلای شي؛ نو دا خبره به رښتيا وي، چي ښه سړی به هم هغه وي، چي پر خويونو او جذباتو يې عقل او پوهه برلاسې وي. د کوم وګړي جذبې چي د عقل ملونې(لګام) و نه لري، هغه ته په سړي نه شي ويل کېدلای؛ ولي چي هغه څاروو ته نږدې شي. د سړيتوب د ښېګړو پنځونو لپاره به د پوهي وسايل په کار اچول اړين وي. د وګړي او ډلي له يو بل سره په تماس کي چي د سړيتوب کومي ستونزي را منځته کېږي، د هغه وډون به په ساينسي نقطه نظر سره تر سره کېږي. ياده دي وي، چي سړيتوب له سياستونو او اقتصادياتو څخه نه شي بېلېدلای. د شعور لرونکي وګړي په حيث هر سړي ته په کار ده، چي د انساني ځېل د ښېګړي او پالني لپاره خپلي هڅي ځانګړي کړي. د ټولنيزو ګټو د تر لاسه کولو لپاره په هڅو سره د بلهاريو او قربانۍ جذبات وده کوي. دا جوته ده، چي پر بلهاريو او قربانيو د لوړ سړيتوب بنسټ ايښوول کېدلای شي. په اولسي ښېګړه Altruism پسې کېدل ترEgoism “په ځاني ښېګړه پسې کېدل” په هره بڼه د سړيتوب ښه په زړه پوري، زړه ته ډاډ ورکوونکي او خوځوونکي کړه دي. برټرېنډ رسل ويلي دي:[9]

“د سړيتوب تر ټولو ستر مرام دا دی، چي د عمل داسي کړه پيل کړل شي، چي له کبله يې د وګړي نه بلکې د ټولني ګټي و پالل شي. زما په خيال له معروضي پلوه څخه ښه عمل هغه دی، چي و ډله ايزه ګټه ته وده ور په برخه کړي.”

د سړيتوب د عمل لپاره د يوه لوړ مرام ټاکنه اړينه ده؛ ولي چي د سړيتوب د ارزښتونو ټيټوالی او لوړښت د اړه لرونکي لوړ مرام له لاري ټاکل کېدلای شي. په اروايي توګه يو لوړ مرام په انساني سړيتوب کي يووالی او ټينګتيا را منځته کولای شي. له مرام ټاکني څخه و ارادي واک ته ټينګتيا ور په برخه کېږي او کردار پخېږي، چي د سړيتوب لپاره ډېر ارزښت لري. جې اې هيډ فيلډ ويلي دي:[10]

“فرض څه دی يا څه ته وايي؟ فرض هغه غوښتنه ده، چي مرام له ځانه څخه کوي او مرام هغه دی، چي د ځان و بشپړتابه او ښه زړه تر لاسه کولو ته سړی اېلوي.”د ښو په را پېژندلو سره روجرز ويلي دي:

“د ښو او وړ مرامونو تر لاسه کولو پوري د رسېدلو لپاره په شعوري توګه و پر له پسې هڅو ته “ښه” واييِ”[11]

د نوي سړيتوب د پلي کېدا لپاره په دې لاره کي دا خبره په ذهن کي ساتل په کار ده؛ لکه څنګه چي ښه حکومت هغه ته ويل کېږي، چي لږ تر لږه واکمني وکړي. همداسي ښه سړيتوب هغه وي، چي له لږ تر لږه ترټني څخه کار واخلي.”دا مه کوه ها مه کوه” له ډېر واره ويلو څخه يو ډول ښه اغېز نه رامنځته کېږي. د سړيتوب د ښېګړو راپنځول داسي چاپېريال ته اړتيا لري، چي په هغه کي وګړي له بهرنۍ وېري څخه پرته په خپله و ښه کار کولو ته چمتو شي. په دې چاپېريال کي د رايي خپلواکي، د انساني خويونو په ښه توګه څرګندونه، د غوښتنو يووالی، د لوړ مرام ټاکنه او د ښه زړه تر لاسه کولو لپاره د زښتو ډېرو لارو د پرانستي ساتلو اړتيا ده. په کومه ټولنه کي چي ګڼ شمېر يې د ښه زړه له شتمنۍ څخه بې برخي وي. په هغه ټولنه کي د سړيتوب ښه ارزښتونه ريښې نه شي نيولای. برټرېنډ رسل په “مذهب او ساينس” کي ليکي.

“د خير او شر خيال په باوري توګه له غوښتني سره اړه لري، د هغه څه چي موږ يې ټوله غوښتنه و لرو، هغه “خير” دی او له کوم څه څخه چي موږ و وېرېږو، هغه”شر” دی. که چېري موږ ټوله پر خپلو غوښتنو په يوه خوله شو؛ نو به له ستونزو څخه ژغور تر لاسه کړل شي! خو له بده مرغه زموږ غوښتني سره په ټکر کي دي؛ که چېري زه دا و وايم، چي کوم څه چي زه غواړم، هغه خير دی او زما ګاونډي به دا وايي، چي يه. بلکې د ذهن، ښه زړه او ښه چاپېريال(چي وېره نه وي) په مرسته د اولسي غوښتنو او ټولنيز ښه زړه والي تر لاسه کولو لپاره په عمل کولو سره ښې پايلي تر لاسه کېدلای شي. خير او شر که موږ څه رنګه هم وړاندي کړو، که موضوعي و منل شي، که معروضي و ګڼل شي، تر کومه وخته چي موږ په ټولنيزه توګه د انساني ښه زړه تر لاسه کولو لپاره هڅي نه وي کړي، د سړيتوب سمون نه شو تر لاسه کولای.”

په نوې صنعتي ټولنه کي به و خلګو ته د ښه سړيتوب لپاره يواځي د خولې خبري نه کېږي؛ بلکې يو داسي ټولنيز چاپېريال به را منځته کړل شي، چي پر معاشي او ژوندنۍ نياومنتيا به ودان وي. په هغه کي به د هر وګړي وړ اړتياوي په پوره توګه تر سره کېږي. په دا ډول ټولنه کي د بديو راپنځوونکي په خپله له منځه ځي او وګړی يا انسان به په سمه مانا د سړيتوب ژوند تېر کړای شي.

[1] Golden bough

[2] تمدن عرب

[3] Psychology of sex vol, vi

[4] د افرودايتي محبوب چي ديوتا مريخ د خنزير په بڼه خپلولو سره وژلی وو، روايت دی، چي پر کوم ځای د اوونس وينه توی شوې ده، هلته ګلونه را شنه شوي وو، په عربي کي دې نعمان(محبوب) و ويل شو، په عربي کي دې ګلونو ته شقايق النعمان ويل کېږي، مانا د نعمان ټپونه

[5] Importance of living

[6] Golden bough

[7] Educetion and social order

[8] Herd instinctګلې، ګلا:دا هندي توری دی، د هټۍ د پلورلو شيانو پيسې چي په کوم لوښي کي ايښوول کېږي، و هغه لوښي ته ګلا وايي او اړتيا ته هم وايي ما ور ځني اړتيامراد کړه، زما په خيال دلته به يې همدا مانا سمه وي: ژباړن ا
[9]Human Society in Ethics and Politics
[10] Psychology and Morals
[11] A Short History of Ethics

لسمه برخه:
دا چي ښځه تر نارينه کمه (ټيټه)ده!

زموږ په وخت کي چي ښځه د پېړيو په اوږدو کي له لاسه ورکړي ځای او ارزښت د بيرته تر لاسه کولو لپاره هڅي کوي. و هغې ته له بېلا بېلو اړخونو څخه په وار وار د دې خبري يادونه کېږي، چي ښځه په جسماني، ذهني توګه تر نارينه ټيټه يا کښته ده. که هغه هر څومره خپلواکه شي، د نارينه سره سيالي نه شي کولای. د دې خبري د جوتېدا او پخلي لپاره په عامه توګه دا دليل ورکول کېږي. که ښځي تر نارينوو کمي نه وای، په دوی کي به هم ستر مذهبي مخور، ساينس پوهان، هنرمندان او فلسفيان پنځېدلي وای. د نړۍ په تاريخ کي د داسي ښځو شمېر چي د پوهي او عمل په يوه څانګه کي دي اوج يا د کمال تر بريده پوري رسېدلي وي. له يو څو پرته په نېستي شمېرل کېږي. دغه رښتيا ته درواغ ويل به داسي وي؛ لکه څوک چي تاريخ او سير درواغجن ګڼي. ښځه د دويمي پوړۍ د پوهي او عملي دندو په کار کي بې له شکه برخه لرلای شي! خو په يوه څانګه کي د لوړښت و بام ته رسېدل د هغې د وس خبره نه ده؛ ځکه چي قدرت و هغې ته د لوړي پوړۍ ذهني او خوندي ارزښتونه نه دي ور په برخه کړي. د ښځي اره دنده د نارينه د ښکلا خوند پالل دي. واړه زېږول دي او د هغوی لومړنۍ پالنه تر سره کول دي. هغه که له دې چوکاټ څخه و وتله، د ټولني د ورانۍ لامل ګرزي. د ښځي په ضد دغه کرکي او کاهښت د نارينوو په زړونو کي ځای نيولی دی. د دې سپړني او ستونزي د سم شاليد وړاندي کولو لپاره و موږ ته په کار ده، چي له کرهڼيز اووښتون څخه وړاندي پړاو په پام کي ولرو.

د وګړپوهني لوستونکي په يوه خوله دغه مني، چي پر ښځه د نارينه د درنښت او لوړتابه پيل تر کرهڼيز اووښتون را وروسته و شو. تر کرهڼيز اووښتون مخکي ټولنيز نظام مورګنی وو، چي د خيال وګړی يې ښځه وه. پر نارينه يې لوړښت په برخه وو. کوشنيان د پلار پر ځای د مور په نامه پېژندل کېدله. د هغې پاتمړي(ميراث خواره) به هم وو. پلار يواځي د يوه چوپړي ارزښت درلودی. د کوشني په زېږون کي د مور برخه ښکاره او څرګنده وه؛ ځکه ورته د زړه له کومي په درنه سترګه کتل کېدل. تر کرهڼيز اووښتون وروسته نارينه پر ښځه برلاسی شو. رچرډ ليون سوهن پر دې سکالو د خپل خيال په څرګندونه سره ليکي.[1]

” په لومړي سر کي انساني ځيل(نوع) د جنسي خپلواکۍ ژوند درلودی. يو څوک هم په دې نه وو خبر، چي پلار يې کوم يو او څوک دی. ځکه خو د مور او کوشني و تړون ته د رښتوني تړون په سترګه کتل کېدل. په اتلس سوه يو شپېته ميلادي کال کي د سوېټزرلېنډ قانون پوه جوهان جېکب باخو فن د مورګني ټولنيز نظام پر سکالو يو کتاب خپور کړی. په هغه کي چي د کومو نظرياتو څرګندونه وشوله، و هغه ته د نوو موندنو په سترګه و کتل شول. دغه نظريې د اوسني ټولنيز نظام د ماڼۍ ستني و لړزولې. پر ښځه د نارينه د لوړتابه فطري تصور بې ځايه شو. باخوفن د دې خبري له منلو څخه نټه وکړه، چي فطرت دي له يوه اړخه څخه هم د کورنۍ سردار جوړ کړی وي. د دې خبري فطري واک له ښځي سره وو او په تېرو وختونو کي ښځي خپل ارزښت او درنښت په نړۍ منلی وو. وروسته نارينه د ښځي دغه واک لاندي کړی. باخوفن و نارينوو ته د تاريخ دا ښوونه ورکول اړينه وګڼله، چي دوی له پيل څخه هم د سر وګړي نه وو او اوس هم د نړۍ په ځينو برخو کي نه دي. باخوفن د خپلي نظريې بنسټ د هېروډوتس پر دې وينا کښېښوو، چي لېسيني نارينوو خپل نوم د پلار دکورنۍ په نامه نه اخست؛ بلکې د مور د کورنۍ په نامه يې ياداوی. باخوفن له لرغوني تاريخ څخه او د نن د ځينو وحشي قبايلو له ژوندانه څخه بېلګي را يو ځای کړې، چېري چي نوم د مور په کورنۍ پوري تړلی دی او پاتمړی هم د مور لوري ته ځي. ليوس مارګن[2] د دې نظريې په کلکه ملاتړ وکړی. مارګن د پلرګني او مورګني ټولنيز نظام د پرمختګ کتنه د لال هندوانو د اراکويي قبيلې يا توکم په اړه وکړله. مارګن جوته کړه، چي تر تاريخ په له مخه وختونو کي به توکمونه په دې اړه خبر نه وو، چي څوک د چا زوی دی؛ ځکه خو د کورنيو په تړون او د پاتمړي(ميراث) په چارو کي د پرېکړي(فيصلې) واک او ارزښت د مور په برخه وو. چي کله په کرهڼيزو لاس ته راوړنو کي زياتوالی رامنځته شو! نو په معاشي توګه يوې ښځي او يوه نارينه د کښت په کرهڼه، د څاروو په پالنه، يو له بل سره د ملتيا په ژوند پيل وکړی. د توکم د نورو وګړو اړتيا له منځه ولاړه. همدا رنګه د يوه نارينه او يوې ښځي د واده کولو پيل و شو. دا ډول واده د ځاني شتمنيو يا املاکو د تصور له پيل سره تړلی دی. په داسي چاپېريال کي نارينه د جسماني زور پر وزرو پر ښځه برلاسی شو.”ښځه” د ده ښځه جوړه شوه، د نارينه د ارزښت او د ښځي د غلامۍ پيل و شو. اوس هغه د نارينه په ځاني شيانو کي وشمېرل شوه. د ښځي لپاره بدکار ډېر لوی جرم و ګڼل شو، چي سزا يې مرګ وو. نارينه له خپلي ماينې پرته له بلي ښځي څخه د هر ډول کار اخستلو لاره خپل ځان ته پرانستې پرېښووله. د ښځي د سرښتې يا فطري ارزښت ځای”چي د کوشنيانو له زېږېدني او د هغوی له پالني سره يې تړون درلودی” په پالنه سره د نارينه غير فطري او په خپله جوړه کړل شوې سر مشري را منځته شوه.”

د نن سبا په ځينو وحشي قبايلو کي هم لرغونی مورګنی ټولنيز نظام پاته او پر ځای دی. مالي نوسکي په خپل کتاب “د وحشيانو په ټولنه کي جنس او د هغه پرتم” کي ليکلي دي. چي: د ټروبر بانډ د ټاپوګانو په وحشيانو کي مورګنی نظام پلي دی. تړون د پلار په لوري پوري نه بلکې د مور په لوري پوري ټاکل کېږي. همدا رنګه د پاتمړي شتمني د مور لوري ته رسېږي، مانا دا چي هلک د مور پاتمړی واکمن وي، د پلار نه. ولي چي د پلار سره شتمني له سره نه وي، چي هغه يې ور ته پرېږدي. مېړه په دې مانا د زوی پلار نه ګڼل کېږي، لکه زموږ په ټولنه کي چي ګڼل کېږي. پلار د زامنو خپل او خواخوږی خو وي! خو کوشنيان يواځي د مور خبره مني. کوشنيان پلار ته او ښځه هم خپل مېړه ته په هغه سترګه نه ګوري. نارينه پر ښځه هيڅ ډول د ماينه توب واک په برخه نه لري. ښځه چي کله له نارينه سره يو ځای کېدو ته ځي، دا يې پر نارينه پېرزوينه وي. د کور په کار تر سره کولو سره د هغه د لورېيني اداينه ورکوي! خو په هر ډول تر کرهڼيز اووښتون وروسته په ډېرو قامونو کي مورګنی ټولنيز نظام له منځه ولاړی! خو دکرهڼيزي ټولني په لاره کي يې اغېزې پاته وې. ښځي د کښت او کروندې راز موندلی وو. هغې کوشنيان زېږول، مځکي له خپلي غېږي څخه کښت راټوکاوی؛ ځکه و مځکي ته د مور نوم ورکول شو. د انساني مور په څېر مځکه هم زرغونېدله. کښت يې زېږاوی، د هغه د پالني، روزني نخښه جوړه شوه! نو ځکه موږ د انسان په لرغوني مذهب کي هر ځای مځکه د دې وړ وينو، چي لمانځنه يې د زړه له کومي د لوروونکي مور په څېر تر سره شوې ده. د هسک پلار تصور وروسته را منځته شوی دی. کله چي د کرهڼيز اووښتون له بشپړي غوړېدا سره پلرګني ټولنيز نظام ښکاره او څرګنده بڼه خپله کړه؛ نو د مور سره د هغې د مېړه او زوی په بڼه کي دېوتاګان را منځته شو. د لرغوني سمېريا نانا، د بابليانو عشتار، د فلسطين عشترقي، د فرېګيا سای بېلي، د ايران اناهيتا، د يونان افرودايتي او د هندوستان اما دهرتي د لمانځني وړ وې. په يونان کي دهرتي ماتا ته “ګې”ويل کېدل، چا چي مځکه او اسمان ديوتاګان او بلاګاني په ذهنونو کي را پنځولي وې. په ايران کي همدا توری په ګېهان (جهان) واووښتی.

په هندوستان کي اريايانو له دراوړيانو څخه دهرتي ماتا پور اخستی دی. چي په ويدونو کي د پرتهوي او وروسته د “اما” يا “درګا” په بڼه کي راسربېره شو. همدارنګه د لنګم يوني او ګئو ماتا تصورات هم له دراوړو څخه اخستل شوي دي. سيتا دهرتي د لمانځني وړ وه، چي د جنک د هل وهلو پر وخت له”سياړ” څخه راپنځېدلې وه. د”بهوئين” لمانځنه په هر کور کي کېدله، خلګو به د هغې کوشني کوشني بتان جوړول. په تاخچو کي به يې ايښوول. بهوم او بوم له هغې ياد پاته دي. په پنجاب کي و کرونده ته نن هم بهوئين وايي. د شکتي(زور) زړه پالنه د هغه د لمانځني وړ مور په بڼه تر سره کوي او د څښتن مور يې بولي. د اولس په مذهب کي شکتي د کوشوکي ماينه ګڼل کېږي. تر کرهڼيز اووښتون وروسته چي د نارينه برلاستيا پر ښځه جوته شوه! نو د مور مځکي سره د څښتن هسک پلار او زوی تصورات هم راسربېره شو. د ډېرو قامونو په جوړو شوو کيسو کي دا خيال را سربېره شو، چي په ژمي کي يو دېوتا په تېښته د مځکي نس ته وړل کېږي، چي د مځکي کښت ودرېږي. د پسرلي په پيل کي بيرته د مځکي پر سر د راتګ واک ورکړل شي؛ نو شين ګښتي راښکاره شي، څوکري و وهي. په ځينو هېوادونو کي د مځکي مور مېړه يا زوی د زرغونېدا نخښه جوړ شو، چي په ژمي کي وژل کېدی. د هغه ماينې يا مور به د هغه په پلټنه کي مځکي پر له اړولې. مانا يوي به يې و وهلې، په دې پېر کي به هري خوا ته وچکالي شوه او په بيا موندنه سره به د مځکي زرغونېدل بيرته رامنځته شو. په هندوستان کي نن هم د مځکي مور لمانځنه په ډېره مينه او محبت سره تر سره کېږي. په اولس کي د دهرتي مايي په نامه بلل کېږي. د “پاربتي” او “اما” په بڼه کي هغه د يوه پاسته غړي او جادوګري سترګي لرونکي ښايسته ښکلي او مينه ورکوونکي مور په بڼه ده. د”درګا” او “کالي” په بڼه کي هغه يوه خښمجنه او د مرګ دېوي ده، چي په يوه لاس کي يې پرې کړی سر وي، په غاړه يې د کوپړيو غاړګۍ وي. د سيتلا دېوي په جوړېدلو سره هغه د کوي نيولي ناروغۍ په وېروونکې بڼه کي را څرګندېږي. ځکه په پنجاب کي و کوي ناروغي ته هم ماتا ويل کېږي.

په لرغونو قامونو کي د کوشني زېږېدلو او د کښت د زرغونولو کړو ته په يوه سترګه کتل کېدل. له دې څخه دغه خيال و پنځېدی، چي له جنسي کړو څخه د مځکي کښت ته واک ور په برخه کېږي؛ نو ځکه د لمانځني وړ مځکي مور په لمانځنځايونو(مندرونو) کي په سوونو ځای پالونکي(ديوداسياني) پاته کېدلې، چي له هغوی څخه لمانځونکو بې له خنډه هر کار اخستلای شو. دغه نجونو چي به له لمانځونکو څخه د مځکي مور په نوم د سپينو زرو سکې تر لاسه کولې، هغه به د مذهبي مخکښانو تر جېبونو رسېدلې او دې مخکښانو به هم په دې نجونو خوا سړوله. همدارنګه دې مخکښانو ښځه د ټيټوالي هغه ړنده کنده ته ورپوري وهله، چي له هغې کندي څخه د راختلو لپاره تر ننه پوري ښځه خپل لاسونه او پښې وهي، هڅي کوي.

تر کرهڼيز اووښتون وروسته ښځه له خپله ځايه را ولوېدله! خو په مصر کي يې ارزښت او درنښت تر ډيره وخته پر ځای پاته وو. د فرعونانو ماينې د خپلو مېړونو په څير واکمني او خپلواکي ګڼل کېدلې. هغوی د واکمنۍ په چارو کي پوره پوره لاس درلودی. د مصري قانون له لاري د يو سړي پر مړينه به د هغه ټوله شتمني د هغه د ښځي و خپلوانو ته ورکول کېدله. د شتمنيو د ساتني لپاره به فرعونانو له خپلو خوېندو سره ودونه کول”نيت هي ټپ”ملکې او”مرت نيت ملکې”په لکهونو اېکړه مځکه له ځانه سره د مېړه کورته راوړې وه”هت شپ ملکه” د لومړي ست شاه تهټ موس لور وه او د فرعون په توګه يې د واکمنۍ چاري تر سره کولې، په هر حال دا هغه په نه شمېر کي راتلونکې بڼه وه. په ګڼ شمېر هېوادونو کي ښځه د غوا مېښي په څېر د خلګو په شته کي وشمېرل شوه. د پت پلورني ودي او ارزښت له ښځي څخه بازاري توکی جوړ کړی. مينځي په ښارونو کي د څاروو په څېر خرڅېدلې. د پاچاهانو په سرايونو کي په سوونو ټاکل شوي مينځي پالل کېدلې، چي څارنه به يې د ناترسو نينځکانو يا هيجړاګانو له خوا تر سره کېدله. پاچهانو او واکمنانو يو بل ته په سوغاتونو کي مينځي لېږلې. له زر او مځکي سره د ښځي نوم هم د کړکېچ او تاو تريخوالي لامل و ګرزېدی. د احکام عشره يوه برخه ده چي:

“تاسو د ګاونډي د ماينې هيله مه کوی او د خپل ګاونډي د کور يا د هغه د کښت کروندې، يا مريي او مينځي يا د هغه د خره او غوايه او يا د بل شي غوښتنه په زړه کي مه ساتی.”

د عېسويت د پلي کېدا، منلو او برلاستيا سره سم د ديويانو لمانځنځايونه په واک او زور سره وتړل شول. د لرغونو مذهبونو له ختمېدو سره د لمانځنځايونو د پالونکو نجونو اداره له منځه ولاړه. پت پلورني د يو ښکاره او څرګند کاروبار بڼه خپله کړه. د مريانو او مينځو په څېر پت پلورونکي هم د ټولني يوه برخه شوې. د دې کاروبار واګي د نارينه وو په لاس کي وې. پت پلورونکي په دوو ډلو وېشل شوي وې. لوستي، ښکلي، ښايسته، په خبره پوه، چي واکواګي يې د واکمنو او پاچاهانو په لاسونو کي وې او عام پت پلورونکي چي د اولس زړه به يې خوشاله کاوی. د لوړي ډلي پت پلورونکي به د ښکلا ښايست او تهذيب نخښي ګڼل کېدلې. د يونان هېټرا، د جاپان ګېشا، د هندوستان وېشيا او د لکهنوو ځای لرونکو پت پلورونکو ته به د لوړو کورنيو نجوني د تهذيب او سړيتوب د زدکړي لپاره ورتللې. نن هم د نړۍ په لويو لويو ښارونو کي چکلې شته، چي واګي يې د نارينوو په لاس کي دي. د دې ناوړه کاروبار د رامنځته کېدلو لومړی بار د نارينه پر وږو دی، چي له ښځي څخه يې بازاري توکی جوړ کړی دی.

پت پلورونکي او مينځي خو بازاري توکي ګڼل کېدل! خو د مېړونو لرونکو ماينو حال هم تر دوی لږ ځوروونکی نه وو. مېړه پر ښځه د خپل شته په څېر واک درلودی. هغه يې د ناوړه کار پر شک وژلای شوای. د مينځي په څېر يې خرڅولای شوای. پزه او غوږونه يې ور پرې کولای شوای. نارينه ياغي ښځه ترټلای او وهلای شوای! خو د زياتوب کوونکي نارينه لپاره هيڅ سزا نه وه. نارينه د خپل هوس هر ډول لاره پرانستې پري ايښې وه. هغه له خپلي ښځي پرته مينځي هم ساتلای شوي او له پت پلورونکو څخه يې هم کار اخست. په ځينو قامونو کي پاچا”حق شب زفاف” درلودی. مانا هري ناوي به د مېړه و کور ته تر تګ له مخه د پاچا په کور کي شپه تېروله. په يورپ کي د منځنۍ زمانې جاګير لرونکو مذهبي مخکښانو دا خپله برخه په لوی زړه تر لاسه کوله. د پاچاهانو د زړه ساتلو لپاره به ټاکلي ښکلي مينځياني د هغه په سرای کي ساتل کيدلې او د هغوی په ټاکنه کي به ډېر له پامه څخه کار اخستل کېدی. عبدالحليم شرر ليکي:

“د ايران د نوموړي شاهنشاه اخشو ويرش لپاره د يوې نوي ښکلي پېغلي پلټنه پيل وه. د پاچهي پر ټولو مريانو چارواکو کښېښووله، چي له هر ځای څخه دي پېغلي او ښکلي نجوني راټولي شي، چي و پاچا ته د وړاندي کولو وړ جوړي کړل شي. د پاچا سره د شپې تېرېدلو لپاره اړينه وه، چي يو کال به يې له روزونکو ښځو يا نينځکو څخه روزنه او زدکړه تر لاسه کوله، چي تر شپږو مياشتو به په مر، لوبان، عود عطرو او خوږ بوی لرونکو اوبو لمبول کېدله؛ نوري شپږ مياشتي به د هغوی پر پوست عود، “اګر” او د نورو خوږ بوی لرونکو شيانو تېل مښل کېدل.” “مضمونونه ”

د منځنيو زمانو د لوېديځ مذهبي مخکښانو د ګټو تر لاسه کولو لپاره يوه نااشنا لاره پرانستله. په پت پلورونکو ښځو به يې کار نه درلودی! خو ځيني شتمني ښځي به يې په دې تورني کړې، چي دا جادوګري دي. پر هغوی ښځو به يي د کليسا په عدالتونو کي نياومنتيا(قضاوت) تر سره کوله. په ډول ډول چلونو او ځورونو به يې په هغې شتمني ښځي دا و منل، چي په خوب کي شيطان ورته راځي. تر دې منلو وروسته به يې هغه ښځه په اور کي پوري وهله. مکوټ به يي کړله او د هغې پاته شتمني به يې تر لاسه کړله. په هغه دوره کي دا رنګه په لکهونو ښځي له منځه ولاړې يا له داسي ستړو ستومانيو او مرګونو سره مخامخ کړل شوې. برهمنو مذهبي مخکښانو به د شتمنو کورنيو و ښځو ته د ستۍ[3] کښېنستلو ويل؛ ولي چي تر مړينه وروسته يې له سرو او سپينو زرو څخه جوړي شوي ګېڼې و مذهبي مخکښانو ته ورکول کېدلې. د غريبو خلګو و ښځو ته د ستۍ کښېنستلو نه ويل کيدل.

کله چي په کرهڼيزه ټولنه کي ښځه ځاني شتمني و ګڼل شوه؛ نو له هغوی څخه دا هيله نه شوای کېدلای، چي په هغوی کي دي لوړه حوصله، برم، د خپلواکۍ وس، د خپلواکۍ ری او د رښتيا ويلو واک را منځته شي. کله چي نارينه د ښځي څخه په هر ډول واک تر لاسه کولو له هغې څخه د خپل هوس لوبته جوړه کړه او پر دې چاپېريال لس زره کاله واووښتل. له ښځي څخه خپل ار ځای هېر شو. د هغې له ذهن او فکر څخه ارزښتونو کډه وکړه. فطرت يې وران شو، په زړه کي يې دا خبري ځای و نيوی، چي مرام او هدف يې يواځي د نارينه د هوس لوبته جوړېدل دي، يا کوشني زېږول دي. د هغې د ژوند خوږ سبا پر دې بنسټ باندي روڼ پاتېدلای شو، چي د مېړه زړه او خوښه تر لاسه کړي؛ ځکه خو په پاچهي سرايونو کي دسيسې يا سازشونه خواره شول. د پاچاهانو په سرايونو کي داسي په سوونو ښځو زنداني شپې سبا کولې، چي په هغوی کي به ګڼ شمېر داسي وې. چي يو وخت به د شپې لپاره و غوښتل شوې؛ نور به هغوی ټوله ژوند په پرله پسې توګه د خپل ارمان په اور کي سوځېدلي پاته وې. په داسي چاپېريال کي که به له يوې ښځي څخه يو ناوړه کار وشو، پر هغې به د هوسناکي، رنډۍ او مکاري تورونه ولګيدل. د لرغوني زمانې په شاعري، کيسو، رومانونو، انځورونو او اولسي کيسو کي ښځه په بې وفا، دروهونکې او هوسناکه انځور شوې ده. د يوزر او يوې شپې، بهار دانش، سوکاسپ تتي، د خټو له ډنډ څخه يې واخلې تر چاسر، بوکا، بالزاک او نورو پوري د ټولو په کيسو کي د ښځو د مکارۍ يادونه ډېره په خوند سره شوې ده. دې شاعرانو او کيسه ليکوالو ته دا احساس بېخي نه دی شوی، چي د ښځي په نه سړيتوب کي پخپله د نارينه لاس دی او ښځه ته دا چلونه او لاري ټولي نارينه ور زده کړي دي. پر ښځه د مکر، دروه او د بې وفايي په تورونو لګوونکو کي فلسفيان، هنرمندان، اديبان، انځورګر، سمون چاري، کړنلاري ټاکونکي او شاعران پوره ګډون لري، دلته د يو څو داسي درنو نومونو يا مخکښانو خبري را اخلو، چي ښځه يې څنګه ارزولې ده :

“ما په زرګونو نارينوو کي يو سړی وليدی! خو په ټولو ښځو کي مو يوه هم و نه ليدله.” (عهدنامه قديم)

” ښځي د شيطان لوڼي دي.” (ادرانجن)

“ښځه د امبار غوټه ده.” (برنارډلې)

“خدايه شکر دی، چي زه دي نارينه زېږولی يم.”

(افلاطون)

“کله چي قدرت د يو چا په نر جوړولو کي له ناکامۍ سره مخامخ شي؛ نو له هغه څخه ښځه جوړه کړي.”

(ارسطو)

“ښځه که په کلا کي زنداني کړې، پر څارنه يي څوک و ګومارې؛ نو د څارونکي څارنه به يې څوک کوي.” (جونيال)

” د ګوتم بدهـ مئين نڅاګر انند يوه ورځ له خپل”ګورو” څخه و پوښتل، “د ښځي په اړه موږ څنګه رويه خپله کړو؟”

“اننده، دښځو لوري ته مه ګوره”

“که سترګي ور واووښتې، بيا څنګه وکړو.”

“له هغوی سره خبري مه کوه.”

“که چېري هغوی راسره خبري وکړې بيا.”

“څرک و اوسه اننده.” (دهماپد)

“ښځه په کار دی، په کوشنيوالي کي د پلار تر لاس لاندي وي، په ځواني کي د مېړه او تر مېړه وروسته د زوی. يوه ښځه هم د دې وړ نه ده، چي خپلواک ژوند دي تېر کړي.” (منو)

” دا د ښځي چمونه دي، دروهني خبري، مکر، سوګندونه يا لوړي اخستل، د جوړو کړل شوو جذبو څرګندونه، د درواغو بانې جوړول، تېر ايستونکې خندا، د خواشينۍ بې ځايه څرګندونه، بې پروا ورځ، بې مانا پوښتني، له خوشالۍ او بې وزلي ورځي څخه د ناخبرتيا څرګندونه، په ښه او بد کي دتوپير وس نه لرل او مئينانو ته په بدو سترګو کتل.” (سوکاسپ تتي)

“ډېری وخت ښځي په مېړونو د ننګ او شرم زښتي ترخې اوبه څښي! خو په يارانو د ميني او محبت خوږې اوبه.” (ابوالعلامصري)

“کمزوري د نارينه نه د ښځي په سرښته يا فطرت کي ده.”

(يورپېډس، هپالي ټس)

“ښځه يو ډول څاروی دی، چي په پوهېدل ګران کار دی، چي فطرتاً بد لوري ته اېل وي. ښځه و هغه باد څارونکي الې ته ورته ده، چي د ودانيو پر بامونو درول کېږي. د باد له بېخي نرۍ څپې سره ځان بدلوي.”

(مولير، عشاق کي لړايي)

“کمزورۍ! ستا نوم ښځه ده،”

(شکسپئير)

“لکه څنګه چي قدرت و مزري ته پنجې او غاښونه، و پيلانو ته شونډ او غاښونه، او غوايه ته د ښکرو وسله ورکړې ده. همدا راز يې و ښځه ته د مکر او دروه وسله ورکړې ده.” (شوپنهاير)

“اس که ښه وي او که بد، د رام کولو لپاره روزني ته اړتيا لري. ښځه که ښه وي او که بده، د وهلو اړتيا لري.” (اطالوي متل)

“په لسو ښځو کي يوه اروا وي.” (روسی متل)

“کومه ښځه چي عقليت خوښوونکې وي، د هغې په جنسي نظام کي کېدای شي، خلل وي.” (نټشې)

“ښځه که خوشاله ساتې،په لڅو پښو او کوشنی يې په نس ساته.” (هرټزلز)

“د ښځي لوبه ده، چي: ته په ما پسې شه، چي زه دي و نيسم.”

(جوزف پيک)

“د دېرشو کلونو تر پلټنه وروسته هم په دې پوه نه شوم، چي ښځه له ژونده څخه پای څه غواړي.” (فرايډ)

د بايرن غوندي سپېڅلی هم پر ښځه د طنز کولو زړه کوي:

“زه چي له کومي ښځي سره مينه کوم، د هغې لپاره تر ځان تېرېدلای شم! خو له هغې سره ژوند نه شم تېرولای.”

د پال سارتر د روڼ اندۍ سوګندونه خلګ اخلي! خو هغه و ښځه ته په سپکه سترګه ګوري. د هغه د ناولونو ښځينه کردار بې رنګه دی. د هغه په خيال ښځه د نه سړيتوب لامل جوړېږي. هغه د عشق او ميني د سپېڅلي جذبې يادونه په ترخه سپيتانه سره کوي! خو د نارينوو يو له بله سره د ميني او عشق په ليکلو کي د هغه قلم خورا تاند ښکاري. په نوي دور کي کارل مارکس دی، چي د ښځي او نارينه د برابرۍ خبره يې کړې ده. موږ وينو، چي په ځينو هېوادونو کي چي د هغه د ژوند نظريه په کار اچول شوې ده. هلته ښځي خپل له لاسه ورکړی ځای بيرته تر لاسه کړی دی.

د ښځي د راويښولو لومړنی زېری د سوفوکلز يو ښځينه کردار ګوني ترور وه، چي د شاه اېډپس لور وه. د هغې دوه وروڼه وو. يو د وخت د پاچا پلوي وو او بل ور ځني باغي وو. دا دواړه په خپلمنځي جګړه کي و وژل شول. د وخت پاچا حکم وکړی، چي پلوي ورور دي په درنښت و خاورو ته وسپارل شي او د ياغي مړی دي پر ډګار و غورځول شي، چي هيڅوک يې ښخ نه کړای شي. که کوم سړي يې د ښخېدلو هڅه وکړه، هغه ته به د مرګ سزا ورکول شي. پر دې د ګوني ترور وينه په جوش کي راځي او هغه تر خپل سر په تېرېدلو سره د خپل ورور مړی په ډېر درنښت سره ښخوي. چي پر دې تېري کولو و هغې ته د مرګ سزا ورکول شوه او هغې په ورين تندي پر ځان و منله. ګوني ترور د ښځي د ياغيتوب نخښه جوړه شوه. د نن سبا د ښځي په استازيتوب يادېدلای شي، چي د زړو کرکو، ناوړه تګلارو، دودونو او رواجونو او د نارينه د بې ځايه ارزښت په ضد يې د بغاوت بيرغ و رپاوی. هغوی ته ورځ په ورځ دا څرګندېږي، چي د نارينه برلاستيا و دوی ته په علمي او عملي ډګر کي د يوه نوموړي کار تر سره کولو لاره پرانستې نه ده پرې ايښې؛ کنې نو ښځه په هيڅ ځای کي په هيڅ توګه تر نارينه کمه نه ده. فلس بوټوم په دې اړه د الفرايډ اېډلر پر خيالونو په خبره کولو سره ليکي[4]:

د اېډلر دا عقيده وه. چي ښځه په واکمنيز ارزښت له پيل څخه د نارينه سره سياله پاته شوې ده! خو په جسماني توګه پر ښځه زورورو نارينوو ناوړه او بې ځايه غوښتني ترپلي دي. هغوی يې هر وخت پر پژي پژي وهلي دي. پايله يې داسي شوه، چي ښځي ځېل(نوعي) له يو څو ښځو څخه پرته د نارينوو غوندي کارونه تر سره نه کړای شول. اېډلر دې خوا ته د خلګو پام راواړاوی، چي په دې ډګرونو کي لکه نڅا او دريځ(سټېج) چېري چي نارينوو د لوړښت هڅه نه ده کړې. ښځي هلته خپل لوړتوب ساتلی دی. هغه و ويل، چي د ښځي د ټيټوالي بېځايه احساس د انساني ځېل د پرمختګ په لاره کي ډېر لوی خنډ جوت شوی دی. چي دا رنګه انساني ځېل يواځي دا نه چي د خپل نيم واک څخه يې ګټه وانخستلای شوه؛ بلکې د ښځو او نارينوو له يو بل سره د خير ښېګړي جذبې هم و نه غوړېدلې.”

ياده دي وي، چي د هسپانيې فلسفي ابن رشد په سوونو کاله مخکي د دې خيالونو څرګندونه کړې وه. رېنان ليکي:[5]

” ابن رشد د ښځو د خپلواکۍ پلوي وو. د هغه په خيال کي ښځه د ټولو علومو او فنونو زدکړه او پالنه په ښه توګه تر سره کولای شي، ان چي د جګړې ارزښت هم په برخه لري. هغه وايي، چي: د شپانه کوتۍ هم د پسونو ساتنه هغسي کوي؛ لکه د شپونکي سپی چي يې کوي. هغه وايي. چي: زموږ د مدنيت چاپېريال و ښځو ته د دې واک نه ورکوي، چي هغوی د خپلي وړتيا څرګندونه وکړای شي. د دې غلامۍ پايله ده، چي په دوی کي د لويو لويو کارونو کوم ارزښت وو، هغه له منځه ولاړی؛ نو ځکه اوس په موږ کي داسي يوه ښځه هم نشته، چي د سړيتوب په تاله دي پوره و خېژي.”

ابن رشد دا هم ويلي دي، چي زموږ د وخت د بېوزلۍ او ځپلي ورځي يو لامل دا هم وو، چي نارينوو ښځي د”کور د څاروو” او د”ګلدانۍ د ګلانو” په څېر ايښي وې.[6]

فرايډ وايي، چي: ښځه د نارينه په څېر ځانګړي اندامونه نه لري؛ ځکه خو د ټيټوالي له ځوروونکي احساس سره مخامخ شي او ټول ژوند د نارينه په توسولو توسولو سره له هغه څخه خپل بدل اخلي. دلته د فرايډ د نظريې بشپړه سپړنه ناشونې ده! خو د خبري د رسولو لپاره دومره اړينه ده، چي قدرت و ښځه ته د ښکلا او ښايست، د رنګينۍ ډکه او زړه وړونکې شتمني په کره او پوره توګه ور پېرزو کړې ده، چي له کبله يې لوی لوی جابران او زورور پر چوکاټ لاس پر نامه او پر تندي ږدي. خپله ښکلا، ښايست او د زړه غوښتني شعور په ښځه کي د بې ساري واک احساس را منځته کوي، چي په مخکي يې د دې د ټيټوالي کاهښت هيڅ هم نه پاتېږي. دا کاهښت هم فطري نه دی؛ بلکې د ښځي د غلامۍ د اوږدې دورې ياد پاته دی. د غلامۍ له ختمېدو سره د دې له منځه تلل هم اڼلې خبره ده. د نارينه رويه له ښځي سره تل ناروغه پاته شوې ده. د ميني او محبت يا د هوس له رويه هغه د ښځي د ښايست او ښکلا په زړه پوري سندري او نغمې ږغوي! خو تر دې پړاو په تېرېدلو سره يې بيا په پښه پوري هم نه څکوي. يوې ښځي خو رښتيا ويلي وو:

“ښځه د اور وژونکي ګاډۍ په څېر ده، چي د اور پر بلېدلو را غوښتل کېږي، چي اور مړ شي؛ بيا بيرته يوې خوا ته درول کېږي.”

د نظر څښتنان وايي. چي: د جنسي جذبې اوج د شاعرۍ، انځورګرۍ، پژي جوړوني او نورو زړه وړونکو خوږو هنرونو پالنه کړې ده. د هنرمندانو لپاره د ښځي د ښکلا بې ساري بېلګه تل د خوند د جذبې د زياتوالي لامل ګرزېدلي ده. فرينک هېرس[7] څه ښه ويلي دي، چي د ځوانۍ په پيل کي پر ما د فطري نندارو د اېلوونکي ښکلا پنځونه او پرانستنه د ښځي د ښکلا له لاري شوې وه. رښتيا دا دي، چي د ښکلا تصور د ښځي له ښايست څخه پرته نه شي کېدلای. د رښتينوالي او خير ښېګړي په ارزښتونو کي هم د ښکلا ارزښت زړه راکښونکې غوښتنه پنځولې ده. مينه چي د انسان د سړيتوب د سپېڅلتيا لامل ګرزي، د ښځي د ښکلا له ښايست څخه سر چينه اخلي.

صنعتي اووښتون که يوې خوا ته و کارګرو او کروندګرو ته د خپلو حقوقو دځبېښاک احساس ورکړی؛ نو بلي خوا ته يې و ښځه ته د زرګونو کلونو له غلامۍ څخه ژغور ور په برخه کړی. د ښځي خپلواکي د ځاني شتمنيو له ختمېدو سره تړلې ده، ولي چي دا هم د چا ځاني شتمني ګڼل کېږي. صنعتي اووښتون ورته د پرمختګ لاري پرانستلې، اوس ښځه د پوهي او کار په هر ډګر کي له نارينه سره وږه په وږه کار کوي. د روس تشيال(خلا) ته ختونکي ښځي د نارينه د جسماني لوړتابه کوبۍ هم ماته کړه. د يورپ او امريکې ښځي د خپلواکۍ بې ځايه مانا خپله کړې ده. د هغې زړه تر خپلواکۍ اخستلو وروسته هم د نارينه د هوس و لوبته جوړېدلوته پسخېږي. د خپلواکۍ مرام لېونتوب او بې لاري نه ده. له دې څخه مرام دا دی، چي ښځه په هر ډول ټولنيزو، اقتصادي او کورنيو چارو کي خپلواکه وي. په اشتراکي هېوادونو کي ښځو د ژوند په هره څانګه کي خپله وړتيا جوته کړې ده. زدکړه او ښوونه، ناروغ پالنه، او دريځ يا سټېج خو يې ځانګړي ډګرونه دي. پر دې سربېره په نظرياتي او تجرباتي ساينس، تخنيکي پوهه، د الوتکي چلولو، په کښت کي د کروندې له نوو الاتو څخه په کار اخستنه، باغواني او نورو کي وړاندي وړاندي ده. د ماشينانو راتګ د نارينه جسماني لوړتوب له منځه وړی دی. اوس ښځي هم د ماشين له لاري په ډېره هوسا توګه هر کار تر سره کولای شي. هغه ورځ لېري نه ده، چي ښځه به خپل له لاسه ورکړی ځای بيرته تر لاسه کړي. په ټولنه کي به د خپل ارزښت په تر لاسه کولو او پاللو کي بريالۍ شي. د سباوون ښځه به په هر کار کي د نارينه سيالي کولای شي. په يو اړخ کي به د ښځي لوړښت د تل لپاره پاته وي، چي نارينه هيڅ کله مور نه شي جوړېدلای او نه به د مور له سپېڅلي جذبې سره اشنا شي، چي د مېک ډوګل په وينا د بلهارۍ يا قربانۍ، انساني زړه خوالي او خير ښېګړي بنسټ دی او انساني ځيل ته د دې جذبې د عملي استازيتوب تر ټولو ډېره او زياته اړتيا هم ده.

[1] A History of Sexual Customs
[2] Ancient Society
[3] زموږ په سيمه کي ستۍ و هغه نجلۍ ته ويل کېږي، چي له سره مېړه و نه کړي او پلار مور سره په اوسېدلو خپل ارمانونه ستي کړي، خو دلته په دې مانا دی، چي تر کونډتون وروسته به ورته و ويل شول، چي ستۍ کښېنی او مړونه مه کوی (ژباړن)

[4] Alfred Adler
[5] ابن رشد او د ابن رشد فلسفه
[6] د اسلام د فلسفې تاريخ، ډي بوير
[7] My life and loves
————————-

يوولسمه برخه:

دا چي هنر لپاره د هنرمند دی!

د هنر او ادب په نړۍ کي د رومانويت غورځنګ په نونسمه پېړۍ کي پيل شو، چي په هغه کي د ځانګړي وارداتو د بې مهاره څرګندوني خبره په کلکه و شوله. د هيئت له بنديز څخه نټه وکړل شوه. دا غورځنګ د نونسمي پېړۍ تر وروستيو پوري له پښو ولوېدی، خو په شلمه پېړۍ کي د مکعبيت(Cubism) ماورا واقعيت خوښونه (Surrealism) دادا (Dada) لايعنيت(Absurdism) او نورو کومو غورځنګونو چي رواج وموندی. د هغوی تومنه له رومانويت څخه اخستل شوې وه. جېمز جايس، پروست، ايټس، ګرټروډ، سټاين، ډي ايچ لارنس او نورو د دې نظريې خورونه وکړه، چي هنر يواځي د هنرمن لپاره وي. هنرمن ته نه ښايي، چي هرو مرو دي د هنر پنځوني په دوران کي د بهرنيو غوښتنو درنښت هم وساتي. اېټس خو تر دې ځايه و ويل، چي هنرمن د هډ له مغزو څخه ری وهي. لارنس و ويل، “هنر زما لپاره دی” د هغه د ويني پر فلسفه باندي په خبره کولو سره برټرېنډ رسل ليکي[1]:

“ډي ايچ لارنس و ماته و ليکل. د څښتن لپاره د کوشني يا ماشوم جوړېدلو هڅه وکړه، پوهي او لورېيني ته په مخه ښه و وايه. د لوی څښتن لپاره عمل پرېږده، ژوندی اوسېدل پيل کړه، بېخي له پيل څخه ګام واخله او د بشپړه ماشوم جوړېدلو هڅه وکړه.”

د هغه د وينو فلسفه زما نه وه خوښه. هغه و ويل، د سر د ماغزو او اندامونو څخه پرته شعور يو بل ځای هم لري. د ويني شعور، چي په موږ ټولو کي د عام ذهني شعور په توګه خپلواک شتون لري، موږ د سر له ماغزو او اندامونو له اړتيا پرته په وينه کي ژوندي اوسو، وينه پېژنو او په وينه کي خپل شتون يا وجود لرو. کله چي زه له ښځي سره غېږ په غېږ شم، د ويني ادراک پر اوج وي. زما د ويني شعور پر ما خور شي، موږ په کار دی و پوهېږو، چي زموږ شتون د ويني دی. شعور د ويني دی، اروا د ويني ده، چي له ذهني او اندامي شعور څخه پرته بل په ځان کي بشپړ څوک دی” زما په خيال دا هسي لېونتوب وو، چي ما په کلکه سره د هغې رد وکړی،،، د دواړو لويو جګړو په منځ کي پر خلګو باندي د لېونتوب دوره راغلې وه. ناتسيت د هغه لېونتوب تر ټولو لويه څرګندونه وه، لارنس د لېونتوب د دې لاري روڼوونکی او سپړونکی وو.”

د لېونتوب دغه لاره د “هنر د هنر لپاره” او” هنر د هنرمن لپاره” يوه بڼه ده، چي په هغه کي د موضوعيت لېونتوب اوج ته رسېدلی دی. موږ به د”هنر لپاره د هنرمن” په يادونه سره په لږ سپړلې توګه د هنرمن د رښتوني ځای د ټاکني هڅه وکړو.

هنر د هنر لپاره ناره له فرانسيسي ښکلا غوښتونکو څخه را پاته ده. دا تر ټولو له مخه تهيوفل ګاتيې وړاندي کړې وه. په لومړي سر کي دا ناره د مرام په ضد د خواشينۍ نخښه وه. ښکلا غوښتونکو دا خبره کوله، چي ارټ هم د مذهب، ساينس يا فلسفې په څېر خپل يو تلپاتی ځای لري، د دې لپاره ارټ د هغوی په پلويتوب تګ نه شي کولای او نه پر يو مذهبي يا معاشي نظام باندي بلهارېدلای يا قربانېدلای شي. و ارټ ته د نورو صنفونو په مخکي د دويمي درجې د ورکولو ږغ تر ټولو له مخه د افلاطون په مکالمو کي رابرسېره شو. افلاطون و ويل، چي:

ارټ د انساني سرښتې د جذباتو او پارېدونکي اړخ استازيتوب کوي. د دې لپاره د عقلي پوهاوي په مخکي هغه ته چنداني د وړتيا ځای نه شي ورکول کېدلای. هېګل په خپل”جماليات” کي د ارټ پر ارزښت په زړه پوري خبره کړې ده، خو هغه هم د افلاطون په څېر د ماورايي او عقلياتي رښتينتوب په مخکي ارټ ته دويمه درجه ورکوي. لېو ټالسټای او رسکن د مذهب او سړيتوب په مخکي ارټ بې هيڅه ګڼي، د مذهب او سړيتوب په لارو کي يې د خورېدا د وسيلې خبره په پر له پسې توګه کوي. وهسلر، پېتر، اسکر وايلډ او فرانسيسي ښکلا غوښتونکو د سړيتوب د دې ښوونکو د مرام لرونکي نقطه نظر په ضد د احتجاج ږغ پورته کړی وو. دغه خواشيني يا احتجاج د ګټو خوښوونکو او فلسطينيانو[2]په ضد هم وو. په انګلستان کي مېکالې، په فرانس کي والټيير د فلسطينيانو مخکښان ګڼل کېدل. فلسطينيانو او ګټو خوښوونکو هنر د مادي ګټو تر لاسه کولو يوه وسيله ګڼله، ځکه چي ښکلا خوښوونکو د سړيتوب پر ښوونکو برسېره د دوی مخالفت هم کاوی او ويل يې، چي: ارټ د مذهب او سړيتوب د خورېدا وسيله ده او نه له دې څخه د مادي ګټو د تر لاسه کولو وسيله جوړېدلای شي. ارټ د ارټ لپاره دی. د وخت له تېرېدو سره د”ارټ لپاره د ارټ” دغه نارې د يوې تلپاتي لاري(Cult) بڼه خپله کړله. د مذهب پلوو او سړيتوب ښوونکو په مخنيوي ښکلا غوښتونکو دا خبره کوله، چي مذهب او سړيتوب د انساني ستونزو په هوارولو کي له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. اوس وخت راغلی دی، چي پر انساني ټولنه باندي د ارټ واکمني او برلاستيا رامنځته شي. ټولنيزه وداني يې په کار ده، چي د ښکلا او ښايست پر بنسټونو باندي له نوي سره وکړل شي. و دې نقطه نظر ته د”ښکلي اشارې يا اشاره جميل” نوم ورکول شو. د”ارټ لپاره د ارټ” و دې انتهاخوښوونکي بڼې ته د کروچې د ښکلا نظريې هم وده ورکړه. کروچې په خپل”جماليات” کي و ارټ ته پر ساينس او مابعدالطبيعات باندي لوړښت ورکوي، مذهب ردوي او وايي، چي: د ښکلا او ښايست لمانځنه به د مذهب انډول و ګرځي. رښتينتوب يواځي سراب دی، ښکلا رښتينواله ده. د”اشاره جميل” يو خوروونکي لارين تېلهاد د نېرو و روم ښار ته د اور ور اچولو د پېښي په بېلګه وړاندي کولو سره ويلي دي، چي د روم له ښاره څخه د اسمان څکو لمبو پورته کېدل يوه په زړه پوري ننداره وه، که څه هم په هغه ښار کي په زرګونو انسانان له منځه ولاړل، د هغه په ژبه:

“د نوم ورکو انسانانو په مرګ څوک پروا لري. کتل دا دي، چي اشاره څومره ښکلې وه.”

د”اشاره جميل” پلويان په عامه توګه د مجرمانو، وژونکو او د لارو وهونکو کردار وړاندي کوي. د هغوی په خيال ابليس يو ستر اتل وو، چي د لوی څښتن په ضد يې بغاوت کړی وو. بلېک د ملټن پر شاعري باندي په خبره کولو سره و ليکل:

ملټن رښتونی شاعر وو. هغه د ابليس ناپېژندويه پلوي وو، ځکه کله چي هغه د څښتن او ملايکو يادونه کوي؛ نو زړه يې ور تنګېږي، خو د دوږخ او شيطان په يادونه سره د هغه په خبرو کي رواني راشي.”

د اندرې ژيد يو افسانوي کردار يواځي د خپلي ځانګړتيا څرګندوني لپاره موټر د څړک پر چپ لاس باندي بيايي. ژېد او ډيکوېنسي و وژنه ته د ارټ درجه ورکړې ده. جبريل دي انزيو او باديلر داسي کردارونه وړاندي کړي دي، چي جرمونه کوونکي، ناوړه کارونه تر سره کوونکي، لېوني او د جنسي بېلاريو لارويان دي. په دې کي ښکلا خوښوونکي پر ځوړ لوري د تګ په بڼه کي څرګند کړل شوي دي.

بې له شکه ارټ يوخپل تلپاتی ځای لري،خو يو انتها خوښوونکی او تېری کوونکی مسلک”ارټ لپاره د ارټ” د منلو وړ نه دی. د ښکلا خوښوونکو دا خبره چي د ښايست ارزښت ازلي او تلپاتی دی، و زړه ته نه لوېدونکی دی. د ښکلا د ازليت دا ګروهه يا عقيده د لرغوني مثاليت خوښوني څخه ياد پاته ده. سقراط پر خير او رښتينواله برسېره د ښکلا ارزښت هم ازلي او تلپاتی منلی دی. هغه وايي، چي: د ښکلا خاص (Idea) له ازله څخه شتون لري. د هغې انځور د رنګ او بوی د نړۍ په ښکلو شيانو او نندارو کي ځان راښکاره کوي. د مادي نړۍ ټول ښکلي شيان د ازلي ښکلا انځور دی. د افلاطون په وينا کله چي هنرمن د يو شي نقل کوي؛ نو هغه د نقل نقل کوي، په بله وينا هغه د انځور انځور وړاندي کوي. ارسطو پر دې باندي نيوکه وکړه، چي هنرمن د هيڅ شي نقل نه کوي، بلکې د هغه د خاص(عين) نقل کوي. په هر حال ارسطو هم د خپل استاد په څېر د ښکلا خاص په ازلي منلی دی. د ازلي ښکلا دا تصور که يوې خوا ته د افلاطون له لاري د عېسويانو او مسلمانانو په تصوف کي ځای و موندی؛ نو بلي خوا ته د ښايستونو هم اره تګلاره و ګڼل شوه. د پوهي خورونه او عقل غوړېدا په پېړيو کي د تجربيت مکتبه فکر د ساينس له غېږي را وپنځېدی؛ نو د مثاليت د پېړيو لاسبرتيا لړزانده شوه او د خير ښېګړي او ښکلا ارزښتونه برسېرن و ګڼل شو.

ياده دي وي، چي د انساني ټولني جوړښت تر کرهڼيز اووښتون وروسته را منځته شوی وو. کله چي انسان د ښکار پر ځای کرونده د معاش وسيله و ګرزوله، د کليو بانډو بنسټ يې کښېښوو. په کرهڼيزه ټولنه کي چي کوم سياسي، هنري او د سړيتوب ارزښتونه و پنځېدل، د هغوی د ازلي او تلپاتي ګڼلو تصور په تېرو پنځلسو شلو زرو کلونو کي ځای و موندی. په نونسمه پېړۍ کي چي صنعتي اووښتون راغلی؛ نو د کرهڼيزي ټولني بنسټونه ولړزېدل، د پيداوارۍ وسايلو بدلون وموندی، د اقتصادي چاپېريال له بدلون سره سره سياسي، فني او د سړيتوب ارزښتونو هم بدلون و موندی، ځيرک خلګ د بدل شوي معاشي نظام د نوو نوو غوښتنو په روڼا کي د نوي ټولني په جوړېدو هڅاند شو.

موږ وينو. چي د صنعتي اووښتون له غوړېدا سره لرغونې کرهڼيزه ټولنه هر ځای بدلېدونکې ده. ارزښتونه يې بدل شوي دي، کړنلارو يې بدلون موندلی دی، د کرهڼيزي ټولني د زاړو يا لرغونو ارزښتونو او د صنعتي ټولني د نوو ارزښتونو د نښتي له کبله هري خوا ته د ځوروونکي ذهني او فکري کړکېچ اندېښمني اغېزې څرګندي ليدل کېږي. د نوي ساينس له اغېزو څخه مخ اړول يا د صنعتي اووښتون تر پايلو خيال اړول هيڅ امکان نه لري، بلي خوا ته د لرغوني کرهڼيزي ټولني د کنګل ارزښتونو څخه و لاس اخستلو ته هم زړه نه نيول کېږي. په ښکاره خو به د صنعتي اووښتون تر هر اړخيزه خورېدا وروسته هم د کرهڼيزي ټولني ارزښتونه په يوه بله بڼه کي څه نه څه پر ځای پاته وي، لکه څنګه چي د ښکار د پړاو ارزښتونه په کرهڼيزه ټولنه کي تر پېړيو پوري پاته دي. په هر حال رښتيا خوښوونکې غوښتنه دا ده، چي د صنعتي اووښتون پايلي په شعوري توګه و منل شي. کوم نوي ارزښتونه چي دې اووښتون راپنځولي دي، د هغوی په روڼا کي دي نوي نوي سياسي، هنري، اقتصادي او د سړيتوب لاري و ټاکل شي. د همدې سکالو له مخي هنرمن هم د دې ستر اووښتون له اغېزې ژغورلی نه شي پاته کېدلای، چي د خير او ښېګړي ارزښتونه برسېرن و منل شو؛ نو د ښکلا او ښايست په ازلي او تلپاتي منلو سره هنرمن د نوي ټولني د غوښتنو استازيتوب نه شي تر سره کولای. د ښکلاييز ارزښت په ازلي نه منلو سره ارټ له خپل ارزښت څخه نه بې برخي کېږي، لکه څنګه چي د ځينو لوړ پوړو ښکلا غوښتونکو خيال دی. د خير او ښېګړي په برسېرن منلو سره به هم د خير ښېګړي وجود په نړۍ کي پاته وي. همدا رنګه به د ښکلا د ارزښت په برسېرن منلو سره هم په نړۍ کي هنري لوړي پنځوني را پنځېږي. خو د يوه توپير څرګندېدل يا را منځته کېدل باوري دي، چي په کرهڼيزه ټولنه کي پاچاهانو او شتمنو د زړه غوړوونکو هنرونو واک تر لاسه کړی وو، ځکه خو شاعرانو، پژي رغوونکو او انځورګرانو د هغوی د زړه ساتني او خوشاله ساتلو پام په زړه کي ساتلی دی، همدې خلګو به د هنر وازه يا معيار ټاکنه کوله. په نوې دوره کي به د هنر معيار اولس ټاکي، چي له کبله به يې يواځي دا نه چي د هنرمندانو د لورېيني سرچينه بدلون و مومي، بلکې د څرګندوني او بيان اسلوب به هم بدلون و مومي. هنر به د کرهڼيزي ټولني په وروستي پړاو کي د پر ځوړ تلونکي ماورائيت څخه خپلواک شي او د هغه په زړو رګونو او ژورو کي به له نوي سره د ژوند تودښت و ځغلي.

د زړه غوړوونکو هنرونو د تاريخ کتنه که په ژوره توګه وشي؛ نو به څرګنده شي، چي د چاپېريال له بدلون سره د ارټ ځای او ارزښت بدلون موندونکی دی. هنرمن د خپل چاپېريال انځورګري هم کړې ده، هغوی د ژونديو ارزښتونو استازيتوب هم په ښه توګه تر سره کړی دی. د پامالېدونکو لارو په ضد يې بغاوت هم کړی دی. نن سبا موږ له درې ډوله ټولنيز نظام سره مخامخ کېږو. د اېشيا، افريقې او لاطيني امريکې کرهڼيزه ټولنه چي په صنعتي ټولنه بدلېدونکې ده. د يورپ او شمالي امريکې صنعتي ټولنه چي پر صنعتي اووښتون برسېره يې د کرهڼيزي ټولني زاړه ارزښتونه پاللي او ساتلي دي. روس، چين او د ختيځ يورپ اشتراکي ټولنه چا چي د صنعتي اووښتون نوي ارزښتونه په شعوري توګه منلي دي. دا کتل په کار دي، چي په دې بېلابېلو ټولنيزو نظامونو کي د هنرمن ځای او درنښت څه دی.

تر ټولو له مخه د يورپ او شمالي امريکې صنعتي ټولنه را اخلو.

په لوېديځ کي د صنعتي اووښتون پيل په انګلستان کي د سوت او وړيو د غړلو د نوي مشينانو او دود لرونکو مشينانو يا انجنو له موندنو سره و شو، چي له کبله يې د پيدوار لارو بدلون و موندی. سوکه سوکه دا اووښتون د يورپ تر نورو هېوادونو پوري خور شو. د کارخانو لپاره خامو موادو ته اړتيا وه او د توکيو د پلورلو لپاره و منډيانو ته اړتيا وه. د دې لپاره د امريکې، اېشيا، او افريقې هېوادونه د توري په زور لاندي کړل شول. په کارخانو کي د کار کولو لپاره د لکهونو په شمېر کروندګرو ښارونو ته مخه وکړه. دا زيار کښانو د ويني او خولې په يو کېدلو سره خپل نس و پاللای شو، خو د هغوی د کار او کړاو زيار به د کارخانه دارانو جېب ته تلی. د ساينس پر موندنو باندي له لويه سره څخه د جاګيردارانو برلاستيا خوره شوه، اولس د ساينس له لاس ته راوړنو څخه بې برخي پاته شو، چي له کبله يې د سرمايه دارو او زيارکښانو نښته او تضاد را منځته شو. دغه نښتي طبقاتي کړکېچ را و زېږاوی؛ نو ځکه د سرمايه دار او مزدور يا کارګر تر منځ جګړه د جاګيردارۍ د اقا او مالک يا مځکوال او کښي يا بزګر د تاريخي کشمکش يوه بدله شوې بڼه ده، لکه څنګه چي کښته ګرو او مريانو د جاګيردارانو له ځبېښاک څخه ځان و ژغورلای شو، همدا رنګه مزدور د سرمايه دار د ترپلي لاسبرتيا څخه د ځان ژغورني لپاره لاس او پښې غورځوي. د سرمايه دارانو خپل چاروکې ورځ د ټولني د فطري پرمختګ په مخکي خنډ جوړه شوې ده، ولي چي دا خلګ د اقتصادي ستړو د هوارولو لپاره له رښتينوالي څخه کار نه اخلي او په هره توګه خپله معاشي لاسبرتيا پر ځای ساتي. دغه شومي هيلي او وږي ورځي په واکمنه ډله کي د”ميم زور ما ټوله يې زما” و ناوړه لاره پلي کېدا ته وده ورکړې ده. په بله مانا دا چي سرمايه داره هره اقتصادي او معاشي ستونزه د ځان دګټي په تاله تلي. داسي کړو د هغوی له زړو څخه انساني زړه خواله د زړه پراختيا اخستې ده. د پېرزويني او لورېيني د زړه چينه يې ور وچه کړې ده. موضوعيت ځان ځاني رامنځته کړه، چي له کبله يې وګړی د ځاني ګټي لپاره تر ټولنيزو ګټو تېرېږي او”خپل ځان دی نو جهان دی” د خير او شر ښه او بد وازه يا معيار ګڼي. تر کومه ځايه چي د ادب او هنر اړه ده، د همدې موضوعيت په لمن کي يې يوې ناروغي لاس وهني وده وکړه؛ نو ځکه په سرمايه داره ټولنه کي د اديبانو او هنرمندانو تړون له اولس څخه پرې شوی دی. هغوی د دباندينيو رغېدونکو غوښتنو څخه د خيال په اړولو د ځان ځانۍ ژوري پلټي، د هغوی ارټ يواځي د خپلي ټولني انځور پاته شوی دی. هنرمن يواځي انځور ګر نه وي. هغه کره کتونکی او خبره رسوونکی هم وي، هغه د خپلي ټولني د ښو ارزښتونو تر پېژند وروسته د هغوی خورونه هم کوي. پر دې سکالو باندي په خبره کولو سره سي اي ايم جوډ ويلي دي.

“د ژوند انځورګري کول، مانا دا چي ادبيات د ژوند بديل جوړول دي. له دې څخه دا پوښتنه را منځته کېږي، که چېري انځور تر اره بڼه ښه نه وي؛ نو يې اړتيا څه ده. د دې په ځواب کي به د ارزښتونو ټاکنه تر سره کول وي او دا به منل وي، چي ځيني شيان تر نورو شيانو په بنسټيزه توګه ډېر خوښوونکي وي او د دې خبري پخلی کول دي، چي ادبيات په کار دي، چي ژوند له کمبوتيو څخه په ژغورلو د ژوند کره کتنه تر سره کړي. کوم ارزښتونه چي ژوند پېچلي او ژوولي دي، د هغوی رابرسېره کول په کار دي. په بله مانا يو ستر قلم کار ته به د ارزښت ژور احساس وي، د ادبياتو په وسيله سره به هغه د دې ارزښت د ملاتړ لامل ګرزي.”

د سرمايه دارانه لوېديځي ټولني په شاعري، ناول، انځورګري، موسيقي او تمثيل کي د وران او ابتر موضوعيت څرک تر سترګو کېدلای شي. پروست، ورجينا، وولف، جېمزجايس، مکعمي، واداني او نور د دې ناروغه موضوعيت زېږنده دي. په انځورګري کي وين ګوغ، ګاوګان او پکاسو، په پژي جوړوونکو کي السپټين او په موسيقي کي شون برګ د دې لاري استازي دي. د همدې ځبېښونکي موضوعيت له کبله هنر او ادب د ځان کتونکي څرنګوالي او وارداتو انځور پاته شوی دی. د دې لاري اغېزې پر اسلوبونو هم ژوري پرېوتلي دي. ښکلاييز جوړښت يا بنديز د هنر لوازمات نه ګڼل کېږي. شاعري د خورو ورو جذباتو يوه پټ خولې څرګندونه پاته ده. يووالی او برابري د هغه زمان څخه راپاته دي، چي پر جذبه او وجدان باندي د عقل او جوړښت برلاستيا اړينه ګڼل کېدله. د موضوعيت د هراړخيزه لاسرسي له کبله په سرمايه دارانه لوېديزه ټولنه کي د عقل دښمنۍ څرکونه رابرسېره شوي دي. د اسلوبونو اړه له عقل او پوهي سره وه، د اسلوبونو د ماتي سره پوهه او عقل ته هم خدای په امانی و ويل شو، د جوډ په وينا:

“ژوند که څه هم د نادانۍ کړکېچ وي، خو ادبي ليکني په چوکاټ کي په تاله تللي په کار دي. ولي چي د ادبياتو کار د ژوند استازيتوب کول، له هغې څخه د مرام وړ جوړول او تړون ورکول دي. دا مرام د پاشلي او کړکېچن ژوند له انځور ګرۍ څخه نه شي تر لاسه کېدلای. که چېري يو قلم کار تر ما د ژوند له مانا لرونکو ژورو څخه څه نه شي رابرسېره کولای؛ نو ماته به يې له ليکني څخه څه ګټه و رسېږي. په پاشلي ژوند کي د تړون رامنځته کولو، د هغه و څرګنده او برسېرنه بڼه ته په ژور کاته سره د پام وړ ګرزولو لپاره يو ليکوال ته په کار دی، چي د پوهي او عقل له لاري څخه څه راوړي. ولي چي پوهه او عقل زموږ و مدنيت ته د ودي ورکولو لامل ګرزي. همدغه پوهي او عقل انسان له وحشت څخه دې لوړي کچي ته را رسولی دی. د نن سبا د ليکوالو په څېر د عقل او پوهي په واک باندي دروه پالنه او يواځي پر دې بنسټ باندي له احساس او جذبې څخه د سکالو پلټنه چي د انسان پر زړه باندي د همدې پرتم پروت دی، له تېر وخت سره غداري کول او له سباوون څخه نهيلي کېدل دي.”

پر نوي لوېديز ارټ او ادب باندي چي د کومي ژوري نهيلۍ او سپيتاني پرتم پروت دی. هغه د ناروغه موضوعيت زېږنده دی، چي د سرمايه داره ټولني بېخ داسي کاږي، لکه د دېوال بېخ چي ښرې کاږي. چي همدا ټولنه يې د ځوړ لوري ته روانه کړې ده.

دويم ټولنيز نظام اشتراکي دی.

د لومړۍ ستري جګړې په دوران کي د لېنن او د هغه د ملګرو په هڅو سره په روس کي اشتراکي اووښتون راغلی. د روس کروندګرو او کارګرانو د پوهي خوښوونکو په ملګرتيا او ملاتړ سره زار شاهي له منځه يووړه. د جاګيردارانو او سرمايه دارانو بېخ يې وکښی او د واک واګي يې تر لاسه کړې. د متحده امريکې اولسواليو او د يورپ سرمايه دارانو د بالشويکانو په ضد د جګړې لپاره وسله واله لاسوهنه تر سره کړه، په کروړونو ډالر يې سره و غورځول، خو يوه يې دوې نه شوه، هيڅ پرمختګ يې و نه کړای شو. بلشويکانو په څو کلونو کي بهرنۍ لاس وهنه له منځه يووړه، د نوي ټولني په رغونه او جوړونه بوخت شو. په ځيرکتيا سره د لام تړلو او تر وسه په زيار کښلو سره هغوی د پېړۍ په څلورمه برخه موده کي نوې ټولنه و رغوله. ځبېښاک يې له منځه يووړی. اولس په يوه کچه د معاشي پرمختګ له ګټو څخه يو ډول ګټي تر لاسه کړې. د روس اووښتون د ټولي نړۍ د زيار کښانو په زړونو کي د اووښتون بې ساري جذبه و پنځوله. تر دويمي ستري جګړې وروسته په ختيځ يورپ کي د اشتراکيت راوستل تر سره شو. په چين کي ماوزې تنګ اشتراکي اووښتون رامنځته کړی، چي پايلي يې ډېري په زړه پوري وې، چي له کبله يي د اسيا د اوسېدونکو هم سترګي د نړۍ په مخ کي اوچتي شوې.

اشتراکي ټولنه په بنسټيزه توګه صنعتي ده. د تاريخ له سباوون څخه د شلمي پېړۍ تر لومړيو پوري په متمدن هېوادونو کي کرهڼيزه ټولنه پاته وه؛ نو څه رنګه چي په دې اوږدو زمانو کي د ژوندانه، سياسي، هنري او د سړيتوب ارزښتونو بڼه و موندله، هغه د کرهڼيز چاپېريال او زغم زېږنده وو. تر صنعتي اووښتون وروسته د کرهڼيز پېر د ارزښتونو بدلون قدرتي کړه دي. پر نورو ارزښتونو برسېره د ښکلا ارزښت او د هنر غوښتنو هم بدلون موندلی دی. موږ و ليدله، چي د سرمايه دارانو صنعتي ټولنه د اجاره دارانو د ناروغه موضوعيت له کبله پر ځوړ روانه شوې ده.په دې کي د صنعتي اووښتون د ګټو او مېوو تر څو سوه کورنيو پوري د ساتلو لپاره چي کومي هڅي تر سره شوې، له کبله يې زيارکښان له خپل فطري حقوقو څخه بې برخي پاته شوي دي. و بلي خوا ته په اشتراکي هېوادونو کي اولس له پېړيو څخه د برلاسي استبداد او ځبېښاک څخه خپلواکي تر لاسه کړې ده. په ډېره چټکتيا او زيار سره د داسي نوي ټولني په رغونه بوخت دي، چي په هغې کي به هر وګړی د درنښت او سړيتوب ژوند تېروي، د ځبېښاک په له منځه تللو سره په ژوند او هنر کي د يو روغ ډول تړون او چوکاټ رامنځته شوی دی. د جاګيردارانو او سرمايه دارانو د لاسبرتيا په دوره کي د زړه اېلوونکو هنرونو سروالي د يو څو په شمېر خلګو په لاس کي وه. اولس کله هم د دې وړ نه وو ګڼل شوی، چي دوی له شاعرۍ، انځورګرۍ، يا د ناټک له خوندورو نندارو څخه خوند واخلي. پايله يې دا شوه، چي اولسي سندري، اولسي نڅاوي، اولسي کيسې په زړه اېلوونکو هنرونو کي و نه شمېرل شوې. په اشتراکي ټولنه کي د اولس خپلواکي رامنځته شوې ده، ځکه خو د فن او هنر وازه يا معيار اولس په خپله ټاکي. په دې ټولنه کي قدرتي هغه زړه اېلوونکي هنرونه ځای نيولای شي، چي د اولس د ټولنيزو غوښتنو او هيلو استازيتوب وکړای شي. د اولس تړون بې له وسيلې له فن او هنر سره رغېدلی دی، ځکه خو اولسي سندرو، اولسي کيسو او اولسي ويناوو ته خپل له لاسه ورکړی ځای ور په برخه شوی دی او له هغوی سره و تياتر، سېنما او نورو ته هم پرمختګ ور په برخه شوی دی.

د سرمايه دارانه ټولني سياسي او اقتصادي نظام پر دننني تضاد او خمار بازۍ ولاړ دی. په دې کي دوه نهايي اړخونه رامخته کېږي، په زړه پوري برياليتوب، ليچيتوب(چي هيڅ نه وي ور پاته) او ځانوژنه. دا ټولنه په ښکاره خو ډېره زړه وړونکې څرګندېږي. د سرمايه دارو قامونو پوهان وايي، چي په اشتراکي ټولنه کي ژوند بې څرنګوالي او بې خونده پاته شوی دی، په هغه کي د شيانو د موندنو، وېشلو او ګاروولو څخه پرته هيڅ ته هم د چا زړه نه ور غواړي. پر دې برسېره اشتراکيان جګړې له منځه وړل غواړي، خو په سرمايه داره ټولنه کي جګړه د مېړاني، سرښندني او پت غېږ ګڼل کېږي؛ نو ځکه الډس هکسلې، جوزف وډ، جارج مور او نورو ويلي دي، چي په داسي ټولنه کي چي پر سوله، نياومنتيا او ځاني ساتنه باندي ودانه وي، هلته زړه اېلوونکي هنرونه ځای نه شي نيولای. دا نظريه د فرانسيسي ښکلا غوښتونکو د “اشاره جميل” راغبرګ شوی ږغ دی، چي د اسمان څکو لمبو د نڅا ليدلو لپاره و ټوله ښار ته د اور په اچولو هم باک نه کوي. رښتيا دا دي، چي په سرمايه داره ټولنه کي هنرمن او اديب و نهيلي ژوند تېرولو ته اړ دي، ځکه خو هغوی له دنننۍ ناروغۍ سره مخامخ دي. په اشتراکي ټولنه کي شاعران، اديبان او هنرمندان په ټولو ښېګړو کي له نورو سره برابر دي، ځکه هغوی ته ذهني هوسايي ور په برخه وي، هغوی خپلي هنري سکالووي له د بانديني ژونده څخه اخلي، د هغوی د هنر او ادب جرړي په خپله خاوره کي ريښه نيسي. همدا لامل دی، چي د هغوی هنر و بېخي ډېر اولس ته زړه ور خوشالوونکی وي. کله چي اشتراکي اديب دا وايي، چي ارټ د ژوند لپاره دی؛ نو له دې څخه يې مرام دا نه وي، چي ارټ يواځي مرام لرونکی وي. د هغوی مرام دا وي، چي ارټ د ژوند د ځمکني چاپېريال زېږنده دی، ولي چي ځمکنی ژوند ارټ را پنځوي. ارټ پر خپل ځای و ژوند ته واک ور په برخه کوي، لکه څنګه چي د يو بوټي شنه شوي ښاخونه د هغوی د ريښو د ټينګتيا لامل ګرزي.

په کرهڼيزه ټولنه کي د ارټ د پنځوني و عمل ته تر طبع د لوړو هستيو د کار په سترګه کتل کېږي. له افلاطون څخه تر شوپنهاير پوري دا ګروهه پاته شوې ده، چي شاعر يا هستوونکی د يوه لوړ واک په روڼا کي د بلهارۍ او لېونتوب په حال کي شعر وايي، يا نغمه ږغوي. د “الهام” پر وخت په هغه کي دننه يو لوړ واک را پنځېږي. د هنر د پنځوني په عمل کي ځيني کره کتونکي و تخيل ته بنسټيز ارزښت ورکوي، ځيني د دې سرچينه وجدان ګڼي او نور يې د لاشعور کرشمه ګڼي. مانا دا چي تخيل يا وجدان يا لاشعور له يو بل څخه بېل په خپل ځان کي تلپاتی واک په برخه لري، چي د پنځوني د هنر اوبه خور کوي، د دې تېروتني په وينځلو سره نکولای نجارن ليکي:

“د ژوند عمل ته که د تجربې په سترګه و کتل شي؛ نو به د هغه عقلي، جذباتي او کړنيز اړخونه وي. موږ د منطقي فکر او تخييلي فکر تر منځ يوه کرښه راکاږو. په لومړي ياد شوي کي تجريدي فکرونه په کار اچول کېږي او په دويم ياد شوي کي خيالي رغوني او جذبات په کار اچول کېږي. په رښتوني ژوند کي رښتيا هم د تجربې بهير نه وېشونکی يو دی، خو په دې کي عقلي او جذباتي اړخونه دي. که څه هم هغه په يواځي بڼه شتون نه لري او په يو بل کي ګډېدونکي دي،خو د دې تش په نامه”روحاني ژوند” د جذبې او پوهي يا د شعور او لاشعور يا حسياتي او منطقي مېخانيکي وېش به لويه تېروتنه وي. دا دوه اړخونه په خپل ځان کي د فکري تګلاري بېلابېلي تلپاتي څانګي نه دي، بلکې د يوې “اکايي” په کار پلي اړخونه دي.”

هغه اکايي چي دا په کار پلي اړخونه لري، ژوند دی. د اشتراکي ټولني د هنرمن له دې رښتوني ژوند سره ډېر ژور فطري تړون جوړ دی. ځکه خو هغه د ژوند په زړه پوري استازيتوب هم کوي. په پای کي د پرمختللي ټولني د هېوادونو ټولنه را اخلو.

په دې هېوادونو کي د لاطيني امريکې، اېشيا او افريقې هغه قامونه ګډون لري، چي ترتېرو نړيوالو جګړو وروسته د لوېديز مېشتو له سياسي مرييتوبه څخه خپلواک شوي دي او د نړيوالو قامونو په تالار کي د سيالۍ د ځای موندني لپاره هلي ځلي کوي. هغوی د خپلي غلامۍ په اوږده موده کي په صنعتي پرمختګ کي د لاس لرلو وخت او وس ونه موندی، ولي چي د لوېديز برلاسو هغوی د خامو موادو د تر لاسه کولو لپاره او د خپلو شيانو و پلورلو ته په منډيانو اړولي وو. وروسته لوېديځ مېشتو که څه هم د چاپېريال په اړتيا دغه قامونه خپلواک خو کړو، خو د سياسي مرييتوب تر درنو زنځيرونو لېري کولو وروسته يې د هغوی غاړي ته د اقتصادي مرييتوب برېښندوکي زنځيرونه ور واچول. پر دې هېوادونو باندي د مالي مرستي او پورونو له لاري معاشي برلاستيا ټينګه کړل شوه. له دې مرستي څخه لوېديز مېشتو دوه مرامونه لرل، يو خو دا چي د تېري ستري جګړې په دوران کي چي د دوی په کارخانو کي صنعتي لاس ته راوړني اوج ته رسېدلي وې، د هغوی چټکتيا او وړتيا و پالل شي، چي خپله تللې ګټه بيرته تر لاسه کړل شي او د خپلو شيانو د پلورني لپاره د پرمختګ کوونکو قامونو د رانيولو وس پر ځای پاته شي. بل دا چي مرستي تر لاسه کوونکي قامونه د خپلو سياسي مرامونو د پالني لپاره په کار واچول شي. کومو پرمختلونکو قامونو چي مرسته او پورونه پر ځان منلي وو، و هغوی ته د دې خبري ډېر تريخ احساس و شو، چي موږ په ښکاره توګه پر خپلواکي تر لاسه کولو برسېره هم تر اوسه پوري د پېرنګيانو په زندان کي يو. که اشتراکي هېوادونه روس او چين د دوی د لاري خنډ نه وای. د لوېديځ برلاسو به بيرته له دې هېوادونو څخه خپلي نوي برخي جوړي کړي وای. روسانو له دې پرمختګ کوونکو قامونو سره په پراخ موټ مرستي وکړې. بيرته غوښتني يې بېخي هوسا او اسانه وې، چي له کبله يي د برلاسو ارادې څرګندي او لڅي شوې. د اشتراکي چين هېښوونکی پرمختګ هم د امريکې او د يورپ د برلاسو او صنعتي اجاره دارانو لپاره د اندېښنې لامل دی. د هغوی لپاره دا ډېره درنه ستړې وه، چي تر اشتراکي اووښتون وروسته يې د روس او چين غوندي پراخي او په زړه پوري منډۍ له لاسه و وتلې. بل واری دا هم پرې و شو، چي اشتراکي هېوادونو و پرمختګ کوونکو قامونو ته مالي مرستي ورکول پيل کړې. د چين په ضد چي نن سبا په لوېديز کي کوم زهر پاشل کېږي، د هغه و شاته د لوېديزو برلاسو هم دغه نهيلي په کار اچول شوې ده. په هر حال د پولادو د صنعت د نيست له کبله پرمختګ کوونکي هېوادونه له لوېديزو هېوادونو څخه مشينان، شيان او وسله تر لاسه کولو ته اړ دي. پر هغه برسېره د لوېديز کاريګرو خدمتونه هم تر لاسه کول دي. په وختونو کي کرهڼه په صنعت بدلېدونکې ده، ځکه چي د کروندې د نوو الاتو د نيست له کبله د اېشيا او افريقې کرهڼيز هېوادونه په خوراکي چارو کي هم خپلواکي نه شو. هغوی د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره له کاناډا، شمالي امريکې، او اسټرېليا څخه غنم تر لاسه کوي. په دې اقتصادي شاليد کي که پر مختلونکې ټولنه و څارل شي؛ نو څرګنده به شي، چي له ډېري ستړي ستونزي سره مخ ده. و دې ټولنه ته نه کرهڼيزه ټولنه ويل کېدلای شي، نه د صنعتي ټولني نوم ورکولای شې. د دې ستونزي او کړکېچ څرک د دې هيوادونو د اديبانو او هنرمندانو په ليکونو او هنري پنځونو کي له ورايه تر سترګو کېږي. په ګڼ شمېر پرمختګ کوونکو قامونو کي اقتصادي مرييتوب د خپل واک فکر او خپلواکي رايي سرچينې وچي کړي دي. د سياست پوهانو په څېر پر اديبانو او شاعرانو هم د لوېديز اغېزې او پرتم پروت دی؛ نو ځکه خو دوی د خوند خړوبولو لپاره د لوېديز و هنري او ادبي غورځنګونو ته پام ور اړوي. موږ ليدلي دي، چي په سرمايه دارو لوېديزو هېوادونو کي د اجاره دارانو”خپل چاروکي برلاستيا” د ادب او هنر په نړۍ کي د ناروغه موضوعيت بڼه خپله کړې ده. د پرمختلو نکو هېوادونو کوم اديبان چي د سياسي، اقتصادي او ژوندانه د چاپېريال او زغم شعور نه لري، هغه په ناپوهي کي د لوېديز د ادبي او هنري غورځنګونو تر اغېز لاندي راشي. هغوی نه پوهېږي، چي دا غورځنګونه د پر ځوړ تلونکي ټولني پنځولي دی او د پر مختلونکي ټولني لپاره د وژونکي زهر په څېر دي. بلي خوا ته داسي اديبان دي، چي د روسي ټولني او اشتراکي چين له پرمختللي ټولني څخه د فکري او خوندناکه غورځنګ پلټنه کوي. د لوېديځ ادبيات د يوې غېر فطري پر ځوړ تلونکي ټولني انځور دی. اشتراکي ادب او هنر د اولس د غوښتنو او هيلو استازيتوب کوي. د پرمختلونکو هېوادونو اديبان او شاعران يواځي پر انځورګري او استازيتوب باندي بسنه نه شي کولای، ولي چي هغوی ته د اولس سره وږه پر وږه په کاري هلو ځلو سره د ژوند د بهير مخ اړول دي. د پېش بينۍ منظر بدلول دي. هغوی د انځورګرۍ او استازيتوب په دوو لارو کي د يوې لاري ټاکنه نه کوي، بلکې د ځان لپاره يوه نوې لاره خپلوي. د نوو ارزښتونو جوړونه تر سره کوي، له هېوادونو څخه چي کوم ادبي او هنري غورځنګونه په پرمختلونکو هېوادونو کي خورېدونکي دي، هغه د فرانسيسي ښکلا غوښتونکو د نظريې”هنر لپاره د هنر” او جرمنيانو د ملګري رومانيت بدلون موندونکي بڼې دي. د اېشيا، افريقې او لاطيني امريکې د اديبانو لپاره اړينه ده، چي د پر ځوړ تلونکي لوېديځ له ځان ليدني او موضوعيت څخه خپله لمن و ژغوري. خپل ادب او هنر ته دي د اوسني چاپېريال د غوښتنو توښ وسپاري. که چېري هغوی داسي و نه کړي؛ نو بيا به د خپلي هغه سپېڅلي دندي د سپېڅلتابه پور ور د غاړي وي، چي پر شعور لرونکې او دانشوره ډله باندي د انساني ټولني له خوا او په اولسي توګه د خپل اولس او قام له خوا لوېږي او ټولنه ور څخه هيله منه وي. په پرمختلونکې ټولنه کي د هنرمن او اديب لپاره د ځان پېژندني او خپل درنښت پېژندني شعور لرل اړين دی. دا شعور چي څومره ژور وي، همدومره به د هغوی هنر او ادب د ټولني د وړ غوښتنو د ملاتړ لامل وي. دا شعور د خپل شا او خوا پر ستونزو باندي د غور کولو او په ژوره توګه څارلو څخه رامنځته کېږي. د بهرنيو هېوادونو غورځنګونه يي د ودي لامل نه شي جوړېدلای.

د لوېديځ په سرمايه داره ټولنه کي هنر او ادب ته يا خو د غلام په سترګه کتل کېږي او يا په اقا منل کېږي. ادب يا ارټ نه خو مريی دی او نه اقا دی. بلکې د انسان لار ښوونکی دی. نن چي کوم پر مختلونکي قامونه د يوې نوي ټولني د جوړولو په هڅه دي؛ نو دا کتل په کار دي، چي د دې ټولني اديب او هنرمن په دې لاره کي کوم کار تر سره کوي. ادب يا ارټ بې له شکه د يو سړي لپاره د خپلي رايي څرګندونه ده. خو له هغې سره يوه داسي وسيله هم ده، چي له کبله يې د ټولنيز شعور څرګندونه هم کېږي، کوم چي د ټولني د زاړه ارزښتونو او پاماله شوو دودونو په لېري کولو سره د نوو نوو او وړ ارزښتونو اوبه خور کوي. د پرمختلونکو هېوادونو و هنرمندانو او اديبانو ته د دې رښتوني شعور په موندنو سره د اولس د لارښووني سپېڅلی کار تر سره کول دي.

[1]Auto biography
[2] دا اصطلاح ګوئټې رواج او پلي کړه، ګوئټې او مېتهيو ارنلډ و هغو خلګو ته فلسطينيان ويل، د چا چي به ذهنيت کاروباري وو.
——————————–
دوولسمه برخه دهدا چي انسان په فطري توګه
خپل چاروکی دی!

دا يوه اندېښمنه فکري تېروتنه ده، چي انسان په فطري توګه خپل چاروکی دی. د ځان غوښتني څمغېلی(پتلا) دی. پر وړوکې ځاني ګټه باندي د نورو تر سترو او لویو لويو ګټو تېرېږي او په دې لاره کي چي څه هم په مخه ورځي، تر پښو يې لاندي کوي. د انسان هم دغه خپل چاروکې ورځ يا خپله چاره تر سره کول د تاريخ له پيل څخه د درنې ويني تويوني، جګړې او شخړي، د جبر او ځبېښاک، تېري او ځور لامل ګرځېدلې ده. دا خپل چاروکې ورځ هيڅ دارو درمل نه لري.

د سړيتوب لوی لوی سمون چاري او د مذهب جوړوونکي د دې په لېري کېدلو کي بې وسه شوي او له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي او په راتلونکې کي به هم له ناکامۍ سره مخامخ وي. خپل چاروکې ورځ د انسان په سرښته کي دومره اخښل شوې ده، چي له جګړې، تېري او زياتوب څخه د لاس اخستلو يا ژغور يوه لاره هم نشته. پوهه دا ګڼل کېږي، چي دغه د ورانۍ جذبه، زور، زياتوب او پای شخړه، جګړه د خپل برخليک په ګڼلو سره و منل شي او له زغم څخه کار واخستل شي.

انسان بې له شکه له لرغوني زمانې څخه د برلاستيا څخه په کار اخستلو خپله چاره تر سره کړې ده. په دې لاره کي يې ډېري درنې او ناوړه کړني هم تر سره کړي دي، خو له دې ويلو څخه سترګي نه شي پټېدلای، چي خپل چاروکې ورځ د انسان په خټه اخښلې ده. دا ستونزه دوه اړخه لري، يو تاريخي، بل اروايي. په دې دوو کي لومړی موږ ټولنيز بللای شو او دويم ته ځاني يا ځانګړی ويلای شو. څرګنده ده، چي د ټولني په تړون سره و ادم ته سړی يا انسان ويل کېږي. د نورو څاروو په څېر که چېري انسان ټولنيز بنديزونه پر ځان نه وای منلي؛ نو په انسان به نه وای بلل شوی. دا وياړ به يې نه وای په برخه شوی او نن به يې هم په غارو او سمڅو کي ژوند کولای؛ نو ځکه ښه او سمه لاره همدا ده، چي د انساني ټولني پرمختګ په لنډه توګه و څارل شي. دا وکتل شي، چي کوم د بانديني لاملونه وو، چي له انسان څخه يېخپل چاروکی جوړ کړی وو.

د ډبري په لرغونې دوره کي د انسان نيکونو هم د نورو څاروو په څېر پر ونو(درختو) باندي ژوند کاوی، يا په غرنيو سمڅو او غارو کي اوسېدل. هغوی چي کله پر دوو پښو باندي تګ زده کړی؛ نو يې له لرګي څخه د خپلي وسلې کار واخست، چي په هغه يې له څيرونکو څاروو څخه د ځان ژغورني اړتيا پوره کوله. د خپل زيار يوه وسيله يې هم ترې جوړه کړه، د دغه دورې يا پړاو د کورني ژوند په اړه له خيالي خبرو څخه کار اخستل کېدلای شي. د انسان پوهني ځيني لوستونکي وايي، چي انسان په دغه ډبرينه[1] دوره کي داسي کورنۍ بڼه درلوده، چي يوه زورور سړي به څو ښځي او کوشنيان تر خپله څارنه لاندي و نيول. ډارون و دې ته دPrimal horde نوم ورکړی دی. انګسټن و دې تهCyclopean family وايي. د فرايډ نظريه ده. چي يوه ورځ داسي هم راغله، چي د دې کورنۍ ځوانان د خپل پلار د زياتوب او تېري په مخکي ياغيان شول، هغه يې و واژی، په خاشې خاشې کولو سره يې په دې نيامت و خواړی، چي د پلار زور په موږ کي راشي. له هم دې څخه د اېډپس کړکېچ پيل شوی وو. د فرايډ دا خبره له خياله لېري برېښي. زموږ د وخت ګڼ شمېر ارواپوهانو دا نه ده منلې او رد کړې يې ده. خو په هر حال له وخت تېرېدو سره سره ډېرو کورنيو پر يوه ځای اوسېدل خوښ کړل، چي ورسره د ترهي بربريت[2] دوره پيل شوه، په هم دغه زمانه کي پر خوړو او وسيلو برسېره ښځي هم سره ګډي وې، و دې ته د لرغوني ګډ ژوند زمانه و يل شوې ده. د کورني ژوند له لاري و دې ته د مورګنۍ[3] ټولني نوم ورکول شوی دی. ولي چي په دې کي و ښځه ته د کورنۍ د مشر په سترګه کتل کېدل. داسي چاپېريال اوس هم په ځينو وحشي قامونو کي شته. دا چاپېريال په پېړيو پېړيو پاته شو، ان چي د کرهڼيز اووښتون په دوره کي د رياست او مدنيت بنسټ کښېښوول شو. د ځاني املاکو يا ودانيو تصور د مورګنۍ ټولني جوړښت له منځه يووړی، مارګن ليکي[4]، چي:

“د ودانيو د تصور جوړښت د انسان په ذهن کي تر بې شمېره پېړيو پوري پاته وو، چي اغېز يې د ډبريني دورې په انسان کي هم ليدل کېدلای شي. وروسته له ذهني پرمختګ سره سره د انسان نيکونو دا و منله او د هغوی پر ذهن او زړه باندي يې برلاستيا و موندله. له همدې سره د مدنيت پيل هم و شو. د ودانيو تر لاسه کولو خپسکی پر انسان باندي کښېنوست، د ودانيو د تر لاسه کولو په هڅه کي انسان نه يواځي هغه خنډونه له منځه يووړل، چي د مدنيت په لاره کي خنډ جوړېدل، بلکې د ودانيو او مملکت پر بنسټونو باندي هغوی د سياسي ټولني بنسټ هم را پورته کړی. د ودانيو د تصور د پيل او پرمختګ کره کتونکې څارنه به د انسان د ذهني تاريخ د ارزښت وړ اړخونه رابرسېره کوي.”

د ودانيو لومړني تصورات د خوړو تر لاسه کولو سره تړلي دي، چي له پيل څخه د انسان تر ټولو لويه اړتيا پاته شوې ده. له دې پرته وسله، لوښي او کالي د ودانيو يا املاکو په لړ کي راتلل. د مدنيت د پرمختګ سره په قدرتي توګه په ودانيو کي پراختيا را منځته شوه. تر کرهڼيز اووښتون وروسته پلرګنی ټولنيز نظام رابرسېره شو. د ښځي تر يوه پر زياتو مېړونو باندي بنديز را منځته شو. اوس نارينه پر دې خبره ولاړ وو، چي هغه به خپله شتمني او ودانۍ و خپلو سکه زامنو او لوڼو ته په ميراث ورپرېږدي. دا رنګه د ښځي د پت او درنښت تصور رابرسېره شو. د ښځي د پت پالني او خوندي ساتني لپاره د پړدې او په کور کي د پاتېدلو کړني تر سره کړل شوې، د ښځي د پت پړونی پر سر کول را منځته شو.

کرهڼيز اووښتون که يوې خوا ته د انسان پر سړيتوب او کردار باندي ژوري اغېزې ولرلې؛ نو بلي خوا ته يې د سياسي او ژونديو ارزښتونو ټاکنه وکړه. انسان چي د خوړو په پلټنه کي کومي ټک سرۍ او ستړي پر ځان منلې، د هغو پر ځای يې په مځکو کي د کروندې او کښت موندني تر لاسه کړې. له مځکي سره و تړل شو، د دريابونو پر غاړو باندي يې ښارونه ودان کړل، د شتمنيو وېش او د ساتني تګلاري رامنځته شوې. د مملکت بنسټ يې کښېښوو، د شتمنيو ساتنه و سردارانو ته ور وسپارل شوه.

د وخت له تېرېدو سره دغو سردارانو سياسي او عسکري واک و موندی. پر اولس باندي د برلاستيا لپاره يې د لښکرو له ځان سره ساتل او پالل پيل کړل. دغو پاچاهانو چي ځانونه يې د ديوتاګانو نايبان ګڼل، داسي تګلاري يې جوړي کړې، چي مرام يې د شتمنيو خوندي ساتل وو؛ نو ځکه د شاه حمورابي په پلي کړي چوکاټ کي غلا، لاري نيول، ياغيتوب او زنا ډېر درانه ناوړه کارونه ګڼل شوي دي، چي داسي کارونو تر سره کوونکو ته يې د مرګ سزا ټاکل شوې ده. څرګنده ده، چي د دې ناوړو کارونو اغېز پر ځاني شتمنيو باندي په يوه نه يوه ډول کېدی. د تګلاري په لسو ټاکونو کي د شومي هيلي غندنه وکړل شوه، چي له کبله يې ځاني شتمنيو ته زيان ور اووښتلای شو. په لرغونو قامونو کي دې تګلاري شتون درلودی، چي که غل پر غلا باندي و نيول شي، ځای پر ځای دي و ويشتل شي. همداسي که څوک له خپلي ښځي سره پرېدی سړی پر ناوړه کار و ويني؛ نو دواړه وژلای شي. ولي چي ښځه هم د هغه په شتمنيو کي شمېرل کېدله. پلار سرغړوونکی زوی او مېړه بېلاري ښځه د مريي او مينځي په نامه خرڅولای شوله.

د کرهڼيز اووښتون سره مملکت او له مملکت سره د سياسي ځبېښاک بنسټ کښېښوول شو. کرونده ګر خلګ په قدرتي توګه لرغونپالونکي وي او تل د داسي واکمنۍ غوښتونکي وي، چي زورور وي او د دوی د شتمنيو ساتنه تر سره کړي. کرونده ګر په دې نه وي اړ، چي د هغوی واکمن ښه دي او که بد. هغه يواځي د دې غوښتونکي وي، چي په هېواد کي سوله او کراري وي، چي دوی په روغ او ښه زړه خپله کرونده و پالي؛ نو ځکه چي کرهڼيزي ټولني شاهي او سياسي ځبېښاک ته لاره پرانستلې پرېښووله او ياد شوی ځبېښاک را منځته شو.

د نورو د مالونو او ودانيو لاندي کولو لپاره پاچاهانو د جګړې، شخړي او تالا ترغه کولو پيل وکړی او دا لړۍ نن هم روانه ده. توپير يې يواځي دا دی، چي په جګړه کولو سره به د لرغونو پاچاهانو مرام په څرګنده توګه پر نورو هېوادونو باندي په يرغل کولو سره د هغوی د شتمنيو لاندي کول وو. نن سبا بې ځايه تېری، لاس وهنه او ځبېښاک په بېلابېلو پړدو کي پټ ساتل کېږي. د لوړو ارزښتونو، تهذيب او مدنيت پر نامه پر نورو قامونو باندي تاخت او يرغل تر سره کېږي.

د شتمنيو د تر لاسه کولو لېونۍ هيله ته په لاتيني کيStudium Lucri(د ګټي شومه هيله) او په عربي کي د مځکي لوږه ورته ويل شوې ده. دا لېونتوب له پېړيو څخه د انسان پر ذهن او دماغ باندي واکمني لري او د وژونکي زهر په څېر يې د انسان په رګ رګ کي ځای نيولی دی. همدا لېونتوب انساني يووالی ځله پرې کړی او بېل ساتلی دی. له انساني ټولني څخه يې نياومنتيا له منځه يووړه. لاک رښتيا ويلي وو.

“چېري چي شتمنۍ يا املاک نه وي، هلته به بې نياومنتيا نه وي. دا خبره هم داسي کره ده، لکه د اقليدس کومه ستونزه،”

د شتمنيو او املاکو د تر لاسه کولو لېونتوب د انساني سرښتې د ودانولو او سمون، جذباتو لورېينه او پېرزوينه، احسان و مروت، ميني او زړه خواله ته ډېر تاوان رسولی دی. د شتمنيو د تر لاسه کولو لپاره زوی د پلار، پلار د زوی، ورور د ورور، زوی د مور بې درېغه وينه بهېولې ده. همدې ناوړتياد انساني سرښتې په خيرنولو سره په هغه کي خپل چاروکې ورځ او د لاندي کولو، تېري کولو غوندي ناوړو چارو ته لاره هواره کړه. اوس د وګړي درنښت، لوړښت، ارتوب، ارزښت د املاکو او شتمنيو په وازه تلل کېږي. شتمني او دولت د واکمنۍ تر لاسه کولو وسيله ګڼل کېږي، د واکمنۍ تر لاسه کول د املاکو او شتمنيو د ترلاسه کولو لپاره په کارېږي. زموږ د وخت سرمايه داران د پخوانيو وختونو د پاچاهانو او جاګيردارانو ځای ناستي دي. د لوېديځ لويو لويو اجاره دارانو او ساهوکارو د زور زياتوب په ځبېښاک سره د اېشيا، افريقې، او لاتيني امريکې هېوادونه را ځبېښلي دي. د ټولي نړۍ د صنعتي پيداوار لږ او ډېر پر يوه دريمه برخه باندي يواځي د دوو سوو اجاره دارانو لاس بر دی، چي د زيارکښانو په ځبېښاک سره سپين او سره را ټولوي. دا خلګ يو ځای نه يو ځای د جګړې اور تود ساتي، چي د وسلې په خرڅولو سره د دوی شتمنۍ نوري هم ډېري شي. د هوسا ټولني او خپلواکي نړۍ پر نامه باندي هر ځای خپلواکي خوښوونکي کوټل کېږي. د اېشيا، افريقې او لاتيني امريکې چي کوم هېوادونه نوي خپلواک شوي دي، هغوی د مرييتوب اوسپنيز جغ له غاړي کښلی او غورځولی دی، بيرته د پور او مرستي په نامه باندي د مرييتوب د جغ ور په غاړه کولو هڅي کېږي. د هېواد د زړو فکري لارو پالونکو په ملاتړ کولو سره د پرمختګ خوښوونکو په مخکي د خنډونو هڅي تر سره کېږي. د زر او ګټو تر لاسه کولو غوښتني د ناروغۍ بڼه خپله کړې ده، لېنن ويلي وو:

“کله چي زموږ د سرمايه دارانو د پاڼسۍ کولو وخت را و رسېږي؛ نو سرمايه داران به د پاڼسۍ د رسيو په خرڅولو کي د ګټي لپاره له يو بل سره په ګوندي بوخت شي.”

پر کرهڼيز اووښتون په زرګونو کلونه اووښتي دي. په دې اوږدو وختونو کي چي کوم اقتصادي نظام جوړ شو، د هغه منځی او مرکز ځاني املاک او شتمني وه، چي پر سياسياتو، ژوند، مذهب او سړيتوب برسېره يې پر انساني اروا باندي هم ژوري اغېزې وکړې. د شتمنيو او املاکو دتر لاسه کولو لېونتوب په انسان کي کلک زړې خپل چاروکې ورځ رامنځته کړه، چي له کبله يي د جګړې او شخړي بازار تود شو. سوکه سوکه دا خيال اولسي بڼه و موندله، چي انسان په فطري توګه خپل چاروکی او د برلاستيا وږی دی. حال دا چي داسي نه ده. په انساني سرښت کي د پلرګنۍ او مورګنۍ خويونه بنسټيز ارزښت لري، چي د هغوی په غېږ کي ميني، لورېيني، بلهارۍ، تر ځان تېرېدنه او د زړه سوځېدلو سپېڅلو انساني جذباتو وده کړې او پالل شوي دي. په څاروو کي هم دا خويونه شتون لري، خو څاروي د بچانو له ځوانېدو سره سم هغوی پسې واخلي، له ځانه يې لېري کړي. د هغوی دا ډول خويونه د بچانو تر پالني پوري وي. په انسان کي دغو خويونو د بچانو پر پالنه برسېره له انسان سره د زړه د خوالي، بلهاريو او لورېينو بڼه خپله کړې ده. د شاهۍ او جاګيردارۍ په وختونو کي چي کله جبر او ځبېښاک خور وو، داسي کسان رامنځته کېدل، چي تر ځاني ګټو او خپلي هوسايي په تېرېدلو سره يې د زورواکو پاچاهانو په مخکي د هغوی په ضد خبره کړې او د ځپلي اولس خواله يې کړې ده. د انساني حقوقو او ارزښت لپاره يې په مېړانه خپلي هڅي کړي دي. د ځان او مال له بلهاريو څخه يي هم سپما نه ده کړې.

تر صنعتي اووښتون وروسته د اقتصادي نظام له بدلون سره سره د سياست او ژوندانه کړنلاري هم بدلون موندونکي دي. د انساني سړيتوب، کردار، فکر او څرک په توګه ورځ په ورځ بدلونونه رابرسېره کېږي. د دې بدلونونو په پای کي چي کومه ټولنه جوړېدونکې ده، اوس يې بيا اغېزې څرګندي شوي دي. د ځاني شتمنيو او املاکو د تصور جادو مات شوی دی. چېري چي ځاني املاک او شتمنۍ له منځه تللي دي، هلته د انساني سرښت ودانوونکي او ښه اړخونه په کار اچول کېږي. انساني هڅي د ځاني چاري تر سره کولو پر ځای د اولسي ښېګړو لپاره ځانګړي کېږي او دا خبره په داسي کړنو باندي جوتېږي، چي انسان په فطري توګه پېرزوکوونکی او بلهاري کوونکی دی، مانا خپل چاروکی يا خپله چاره تر سره کوونکی نه دی.

[1] Savagery
[2]Barbarism
[3] Matriarchal
[4] Ancient Society

ديارلسمه برخه
دا چي رياست او مذهب سره تړلي دي!

دا خيال چي رياست او مذهب سره تړلي دي، د لرغوني کرهڼيزي ټولني څخه را پاته دی. تر کرهڼيز اووښتون وروسته وګړو(انسانانو) د دريابونو پر غاړو باندي مېشتېدنه پيل کړه. ښاري رياستونه رامنځته شول، چي پر هغوی باندي يو څو زورورو او بخت ازمويونکو د خپل وس او واک وزر خواره کړل. د رياست له جوړېدا سره سم مذهب سره راټول کړل شو. په دې وخت او زمانه کي د اسمان، لمر، او مځکي لمانځنه په ښه توګه تر سره کېدله، مانا عبادت يې کېدی. ځکه چي اسمان په را اورېدلو سره مځکه خړوبوله او د لمر په تودښت کروندې پخېدلې، و هسک ته د پلار، و لمر ته د خپل يا دوست او مځکي ته د مور په سترګه کتل کېدل، دا يې تر فطرت په لوړو هستيو منلو سره د لمانځني وړ ګڼل. د لمانځني کار و مذهبي مخکښانو ته وسپارل شو. پر اولسي ذهن باندي د خپل واک پر ځای ساتلو لپاره واکمنو يا پاچاهانو په خپلو خپلو واکمنيو کي د مذهبي مشرانو ځای تر لاسه کړی. دا رنګه په تاريخ کي د رياست او مذهب يووالی رامنځته شو، چي تر زرګونو کلونو پوري يې اولس د سياسي او ذهني مرييتوب په زنځيرونو کي تړلی و ساتلای شو. چي يادونه يې د روڼ اندۍ او د ويښ جمهور په دې پړاو کي هم کله کله اروېدل کېږي. فرعون، مصر، د هغه چا زامن جوړ شول، چي د لمانځني وړ ګڼل شوي وو. د چين د خاقان، د روم د قيصر، د ايران د کسرا او د جاپان د شاهانو دا دعوه وه، چي موږ د څښتنانو زامن يو. د بابل والي شاه حمورابي ويل، چي لمر څښتن و ماته د تګ لاري(قوانينو) چوکاټ را پېرزو کړی دی. د رستم نقش او د جمشيد د تخت په انځورونو کي د ايران شاه د څښتنانو له څښتن هرمزد څخه د شاهي نخښو په اخستلو سره ښکاره شوی دی. د پاچاهانو سپېڅلتوب، د هسک د زوی، د لمانځني د حقوقو، د خدای د نايب او نور تصورات له دغو دعوو څخه راپاته دي.

مذهبي مخکښان تر پاچاهانو او واکمنو کمزوري او پاته نه وو، هغوی له خپل واک او اغېز څخه د زر او مال وسيله جوړه کړله. د پاچاهانو پر سر د تاج ايښوولو دود به هم دا خلګو تر سره کاوی. د ايران د شاهانو پر سرونو باندي به امامانو د لوېديځ د پاچاهانو پر سرونو باندي پاپای روم او د هند د راجاګانو پر سرونو به برهمنو تاج ور ايښووی، چي تر کومه وخته پوري به دغه دود نه وو تر سره شوی، تر هغه وخته پوري به پاچا يا واکمن ته په هغه ډول درنه سترګه نه کتل کېدل؛ نو ځکه به پاچاهانو او واکمنو راجا ګانو تل د مذهبي مخکښانو زړه ساتی. د هغوی ملاتړ به يې کاوی، هغوی په دې باندي په ښه توګه پوهېدل، چي د اولس پر زړه او ذهن باندي د مذهبي مخکښانو واکمني ده، چي په لږ څه ويلو يا هڅه سره يې د اولس ملاتړ په خپل ځان او هر چا پوري تړلای شوای. په لرغوني مصر کي دغه ډله ډېره واکداره شوې وه. د يوه لرغوني لاسوند څخه دا جوتېږي، چي د فرعون رع مېسس دريم په دوره کي مذهبي مخکښانو يو لکهـ اويا زره مريان درلودل، چي د ټول اولس شمېر شلمه برخه يې رغوله. اووه لکهه پنځه اتيا زره اېکړه مځکه يې درلوده، او پنځه لکهه څاروي يې درلودل. د مصر او سوريې يو سل او نه شپېته کلي د دوی لپاره وو، چي پر هغوی باندي ججه هم نه وه. دغه حال د بابل، اشوريې، کنعان او د اسراييلو د مذهبي مخکښانو هم وو. د لسمي يا عشر او د سر صدقې په لومړيو کي هغه ججه درلوده، چي د کنعاني مذهبي مخکښانو لپاره له اولس څخه اخستل کېدله. پر هر څومره شتمنيو او ودانيو لرلو برسېره هم د دغه مذهبي مخکښانو زړه نه درېدی، هر ځای يې د سپېڅلي پت پلورني له لاري هم ډېر څه لاس ته راوړني درلودې. د عشتار، ايسس، اناهيتا او افرودايتي په مندرونو کي په زرګونو ملنګيانو مينځيانو شتون درلودی، چي خپلو مياندو به يې په خپله خوښه ورسپارلي وې. هلته به لاسبرو په يو څه ورکولو سره د هغوی څخه خپله هيله پوره کوله او خوا به يې په سړوله. د دغه پت پلورني ګټي د مذهبي مخکښانو تر جېبونو رسېدلې، برټرېنډ رسل ليکي[1]

” مذهبي مخکښانو له پت پلورني څخه د ګټو وسيله جوړه کړې وه، ولي چي کومي نجوني په مندرونو کي د لاسبرو تر وس لاندي راتلې، يا وې، د هغوی ګټي مذهبي مخکښانو تر لاسه کولې،”

په هندوستان کي ګوتم بدهـ، په چين کي کنفيوشس او په اسراييل کي يسعياه دويم د دغو مخکښانو د پلورنځايونو رياکاريو او مذهب پلورني څخه پړده اوچته کړه. خو د مذهبي مخکښانو او د پاچاهانو يووالي دغه سمون چاري له ناکامۍ سره مخامخ کړې. موږ به له درې مذهبونو څخه د پاچاهانو او مذهبي مخکښانو د يووالي بېلګي وړاندي کړو.

په هندوستان کي تر ودانېدلو وروسته نوي راغلي ارين په څو توکمونو کي و وېشل شول. پر توکمونو د وېشلو دغه چاره برهمنو تر سره کړه. په خپله اړه هغوی دا و ويل، چي موږ د څښتن برهما له خولې زېږېدلي يو؛ نو د دې لپاره په ټولنه کي لوړښت زموږ په برخه دی. پر مذهبي علومو او د لمانځني پر دودونو باندي لاسبرتيا د هغوی په برخه شوه. واده، کوزده، د تاج پر سر کېدلو دود، شرادهـ، يګيه، هوم او نور داسي غونډي برهمنو جوړولې، اې اې مېکډونل ليکي:[2]

“په سوترانو کي د بې شمېره مذهبي دودونو چي کوم شمېر تر سترګو کېږي. له هغوی څخه دا پايله تر لاسه کېدلای شي، چي دا ټولي د هغو لټانو برهمنانو کړني يا چاري وې، چا چي د هندو اولس پر زړونو باندي د خپلي لاسبرتيا او واک ساتلو لپاره را منځته کړي وې. په دې اړه ” ابا دو بوا وليکل:

برهمنان په دې خبره ښه پوهېدل، چي د مذهبي علومو له تر لاسه کولو څخه به دوی پر نورو توکمونو برلاسي شي؛ نو ځکه يې پر علومو تر لاسه کولو باندي ځاني لاسبرتيا و موندله، د نورو توکمونو لاره يې و نيوله او په دې لاره کي يې هغوی ناوسه کړل.”

د برهمنانو لاسبرتيا په زدکړه، ښوونه او يواځي د لمانځنو تر دودونو پوري پاته نه وه، بلکې د راجاګانو په دربار کي يې يو ټاکلی ځای هم درلودی. هغوی په ښه توګه برلاسي وو. کله چي مسلمانان پاچاهان هند ته په بري تر لاسه کولو ور ننوتل؛ نو برهمنو د هغوی دربار ته لاره و موندله. اکبر، جهانګير، ابوالحسن تاناشاه، ټېپو سلطان او د اصف الدوله په دربار کي برهمن پر لوړو ځايونو باندي ناست وو او بيا د انګرېزانو له راتګه سره سم هغوی له انګرېز دربار سره و تړل شو. د ابا دو بوا په خبرو چي[3]:

“برهمن په فطري توګه دروه کوونکي مانا دوکه کوونکي او شاپون کوونکي يا چاپلوسي کوونکي خلګ وي. د دې لپاره هغوی د رياست واليان او واکمن په دام کښېباسي. ځکه چي د راجاګانو وزيران او سلاکاره به برهمن وو. مسلمانان پاچاهان هم دوی خپل د باور وړ منشيان ګڼي، په درنه سترګه ورګوري. هغوی په انګرېز چارواکو کي هم خپل ځای تر لاسه کړی دی. پر انتظامي او عدالتي محکمو باندي خواره شوي دي. په دروه او شاپون (چاپلوسي) کي دوی سيال نه لري.”

د يادوني وړ ده، کله چي کهشتريان په خپل منځيو جګړو کي له منځه ولاړل، ختم شول؛ نو برهمنانو د هونانو او سيتيانو زامن(اولادونه) خپل کړل. د راجپوت نوم يې ورکړی. په سپين سپېڅلي ګڼلو سره يې د هغوی نسبي تړون له لمر او سپوږمۍ سره وتاړی، له هغوی سره يې په حکومت کي برخه تر لاسه کړه. پر راجپوتانو چي کله زوال راغلی؛ نو هغوی له بريد کوونکو سره ملګري شول. د هند د وېش سره سم برهمنانو له شتمنو بڼياګانو سره لاس يو کړی او واک يې تر لاسه کړی، ځکه چي د بهارت واکمني تر ننه پوري د دوی په لاس کي ده. د هېواد د واکمنۍ پر بنسټيزو ځايونو باندي د دوی لاس بر دی. د برهمنانو دغه له واک سره مينه له هغه وخته څخه شتون لري، کله چي دوی له راجاګانو سره په ملتياپر اولس واکمني تر سره کوله.

په عيسايي نړۍ کي پاپای روم، اسقف، بطريق او پادري د بت پرستو قامونو د مذهبي مخکښانو ځای ناستي دي. د لوېديځ مېشتو د پلټني په روڼا کي د روم د کليساګانو مذهبي دودونه د لرغونو بت پرستو قامونو مصريانو، بابليانو، کنعانيانو، يونانيانو او روميانو څخه اخستل شوي دي.

ښاغلی عيسی عليه السلام له يهودي نسل څخه وو، د هغوی د سمون دعوه يې لرله. خو پال ولي د هغه پر روغو رميو او ساده لار ښوونو باندي د لرغونو بتانو د دودونو او کږنو پړده وغوړوله؛ نو ځکه د تثليث، بپتسيمه، عشای رباني، کرسمس او ايسټر غوندي دودونه او اخترونه له بت پرستانو څخه اخستل شوي دي. پاپای روم د لرغونو مذهبي مخکښانو(چي د ودونو او مړيني دودونه به يې تر سره کول) ځای ناستي دي. د برهمنانو په څېر پادريانو هم د علم تر لاسه کول په خپل موټه کي کړل او اولس د دوی تر خولو وتلې خبره د څښتن را استول شوې خبره ګڼله. د هغوی په مخکي د خبري کولو وس په هيچا کي پاته نه شو. لږ او ډېر تر زرو کلونو پوري د لوېديځ مېشتو پر ذهن او زړه باندي د هغوی پاچاهي وه. پوپ ګرېګوري دا خبره په کلکه کوله، چي د څښتن د نايب په ارزښت لرلو سره پوپ د ټولو عيسويانو پر ځان او مال باندي هر ډول واک لري، چي څنګه يې په کار اچوي. پاپای روم وو، چي د پاچاهانو پر سر د تاج ايښوولو دود به يې تر سره کاوی. د هغوی په واکمني کي به يې پوره او کره برخه درلوده. د فرانس او جرمني ځينو خپل سرو پاچاهانو د پاپای روم له ارزښته څخه سرغړونه وکړه؛ نو هغه له کليسا څخه و ايستل شول. د داسي کړني مرام دا وو، چي اولس د ملاتړ په لاره کي خپلواک دی. مانا دا چي هغوی ته هم د سرغړوني لاره پرانستې ده او کولای شي، چي د تاج او تخت پرېښوولو ته يې اړ باسي؛ نو ځکه پاچاهانو د جوړي روغي ساتلو له مخي د پاپای روم زړه ساتی. د فرېډرک دريم پاچا بېلګه داسي ده، چي سړی ادر په کولای شي. هغه د پوپ د برلاستيا په ضد ږغ پورته کړی، خو تر ډېرو شخړو او لوړو ځوړو وروسته پای دې ته اړ کړل شو، چي د بخښني غوښتلو لپاره د ساړه ژمي په واورينه شپه کي د ټاټ کالي په غاړه د پوپ و خانقاه ته ولاړ تر هغه وخته پوري پر پښو وچ او له سړزګۍ څخه کپېدی، تر څو چي د څښتن د نايب زړه پر سوځېدی او د بخښني لورېينه يې ورته کوله. له خپلو پراخو اختياراتو څخه پوپ او پادريانو بې شمېره ګټي تر لاسه کړې. پاچاهانو او اميرانو د خانقاوو او کليساګانو سره ښه پوره املاک په ځانګړې توګه تړل، چي له کبله يي د مذهب پلويانو ډېره درنه شتمني تر لاسه کړه. د منځنيو زمانو په پادريانو کي لوی لوی شتمن او جاګيرداران هم وو. د پروهتانو او برهمنانو په څېر پاپای روم د زر او شته تر لاسه کولو لپاره بېلا بېلي لاري و رغولې، چي په هغوی کي يوه دا ده، چي هغوی د رييسانو په لاس بخښنليکونه پلورل. د يو رييس په تابوت کي به د پوپ له خوا بخښنليک ايښوول کېدی، چي سزا ورکوونکي فرشتې دي کار نه په لري، دا زموږ خپل سړی دی. لوتهر د دې کاروبار په ضد ږغ پورته کړی وو او د کليساوو د سمون د غورځنګ پيل شوی وو.

په اسلام کي د روم د کليساوو په څېر کومه اداره نه وه، نه د برهمنانو او پروهتانو په څېر کاروباري مذهبي پلويانو څه شتون درلودی. هر لوستي او شنوا مسلمان د لمانځني دودونه تر سره کولای شول. خو د بنو اميه د واکمنۍ تر لاسه کولو وروسته دا چاپېريال بدل شو. بنو اميه د توري په زور خپله واکمني جوړه کړې وه، ځکه د هغوی په ضد بغاوتونه و شو. د خپلي واکمنۍ د ساتني لپاره د ايران او د روم د پاچاهانو په څېر بنو اميه هم د داسي پوهانو اړتيا څرک کړه، چي هغوی د دوی و ځبېښاک ته په مذهبي لاره هوارولو سره د دوی ملاتړ او اولس ته ډاډ ورکړي؛ نو د پوهانو يا عالمانو يوه ډله چي مرجيه ورته ويل کېدل، د بنو اميه ملګرتيا وکړه. د مطلق جبر ستونزه يې خوره کړه، مانا دا چي څه کېږي، د لوی څښتن له خوا کېږي، انسان تش اړ دی. د بنو اميه په لاسبرتيا کي د لوی څښتن خوښي ګډون درلودی؛ نو که به کوم چا د هغوی په ضد هڅه کوله، دا به د لوی څښتن په ضد ياغيتوب او سرکشي ګڼل کېدله. مانا دا چي کوم مسلمان په ژبه د توحيد او رسالت منونکی وي، هغه به مومن او ژغورلی وي. که يې څه هم کړه يا عمل هر ډول ناوړه او بد وي. له دې دليلونو څخه د بنو اميه د ځبېښاک لاره پرانستل او د هغه پر تېريو او ظلم باندي پړده غوړول مرام وو. دا رنګه د مرجيه په بڼه په مسلمانانو کي هم د برهمنانو او پادريانو غوندي کاروباري او ځای غوښتونکي ډلي شتون و موندی، چي د دنياوي ګټو له لاري د وخت له واکمنو سره و تړل شول.

بنو عباس د سياست تګلاري له ساسانيانو څخه اخستي وې او و ايرانيانو ته يې لوړ منصبونه ورکړي وو. ايرانيو مخکښانو يا وزيرانو د پېيون په ساتونکو ټولو چوکاټونو کي د ايران د پاچاهانو لاره پلي کړه، پر همدې بنسټ باندي جرجي زېدان عباسي واکمني د ساساني ملوکيت يوه څانګه ګڼي. طه حسين ليکلي دي:[4]

“د عباسيانو په دور کي د اسلامي سياست ډېره درنه برخه د ساساني واکمنۍ انځوريزه بڼه وه. د عباسيه مخکښان يا خليفه ګان که څه هم عرب وو، د ډېرو قامي او ديني خبرو ځانګړې ساتنه يې تر سره کوله. خو په سياست کي عربيانو څرګنده نوم نه درلودی، بلکې هغوی د واکمنيو له چارو او تګلارو سره بېخي نا اشنا وو. په دريمه پېړۍ کي د عباسيانو ټوله وزيران ايرانيان وو، هغوی خپل دودونه او خويونه په اسلامي واکمني کي ځای کړل. دا رنګه ځينو عرب شوو ايرانيانو د ايراني امثالو او احکامو ژباړه په عربي کي وکړه. د وزيرانو په ملاتړ سره يې په اسلامي نړۍ کي خوره کړه، ان چي له هغوی ژباړو څخه سياسي تګلاري و ټاکل شوې”

زموږ په نقطه نظر د ارزښت وړ خبره دا ده، چي د ساسانيانو د واکمنۍ په دوره کي د رياست او مذهب بشپړه يووالي شتون درلودی. پاچا به د خپل تخت او تاج ساتلو لپاره د مذهبي مخکښانو ملاتړ او ښه نيت ته اړتيا اړينه ګڼله. د پاچاهانو په خيال کي د سياسي برلاستيا ساتني لپاره د اولس پر ذهن او زړه باندي واک لرل لازم دي، چي اولس پاچاهي فرمانونه له خدايه په ګڼلو سره بې له څه ويلو پر ځان و مني او د وخت د پاچا په ضد خبري کوونکي په مذهبي توګه ګناهکاره و ګڼي. د ساسانيه دولت جوړوونکي ارد شېر بابکان و خپل زوی ته وصيت کړی وو، چي:

“تخت او لمانځنځای به هيڅ کله له يوه بله څخه نه بېلوې”

بنو عباس د رياست او مذهب د يووالي دغه نظريه ټکي په ټکي و منله او د ديني سپېڅلتوب او دنياوي واکمنۍ يو ځای کوونکی جوړ شو. فان کرېمر[5] ليکي.

“د رياست او مذهب په اړه ايرانۍ نظريې د بغداد د خلافت په دوره کي اسلامي بڼه خپله کړه، چي نن هم پر ځای او هغسي پلي کېږي. دغه ايرانی اغېز يواځي پر اسلامي رواياتو نه بلکې پر اسلامي مدنيت باندي خور ښکاره کېږي. پر اسلامي مدنيت باندي خور مذهبي کردار ايرانی دی، عربی نه دی.”

د رياست او مذهب د يووالي د دغه ايراني تصور په خورېدا کي عالمانو په زړه پوري برخه واخسته. غزالي و ويل، چي د خلافت بنسټ شريعت دی او خليفه يواځي له بنو عباس څخه کېدلای شي. فخري د وخت د پاچاهانو د مطلق واکمنۍ په ملاتړ کي دليلونه وړاندي کړل. د همدې تصور له لاري يې د واکمنو د ځبېښاک لاره هواره کړه. نظام الملک طوسي و ويل، چي اولس له پاچا څخه د پوښتني وس او واک په برخه نه لري، نه پاچا اولس ته جواب ورکوونکی دی، پاچا يواځي د خدای په مخکي جواب ورکوونکی دی.

د معتزله[6] په خيال کي د خلافت ماڼۍ پر شريعت نه ده ولاړه، بلکې پر عقل باندي ودانه ده. دا نظريه چي د هغې له لاري د رياست له مذهب څخه بېلول مرام وو، د معتزله وو له منځه تللو څخه يې بر و نه نيوی. خو په هر حال د بنو عباس له زواله سره چي د بني بويه سلاجقه او خوارزم شاهان واکمن شول؛ نو هغوی سياسي واک او د کړنلاري ساتنه په لاس کي واخسته. خليفه يواځي د مذهبي چارو د سرمشر په توګه پاته شو؛ نو کله چي وروستي عباسي خليفه د خوارزم شاهي له واکمنۍ منلو څخه نټه وکړه؛ نو علاوالدين خوارزم شاه اعلان وکړی، چي خليفه په دنياوي واک پوري هيڅ اړه نه لري. خپلي ګټي په نظر کي لرونکو عالمانو له پېړيو څخه د خلافت په پړده کي خپلو ګټو ته لاس رسولی وو. ځکه چي د عباسيانو خلافت له منځه ولاړی؛ نو هغوی خلافت و عثماني ترکانو ته وسپاری. په مصر کي بنو فاطمه او په اندلس کي بنو اميه د خپل خپل خلافت بابولالي ويلې. د هغو خپلو ګټو په نظر کي لرونکو عالمانو په ملتيا يې په همدې پړده کي د اولس په ځبېښ د خپلو ګټو پالنه تر سره کوله.

د پاچاهانو او مذهب پلويانو تر منځ به کله نا کله خواشيني هم را منځته شوه. زورواکانو پاچاهانو به غوښتل، چي د مذهب پلويان د شطرنج لوبي د نخښو(ګاټو) په څېر په کار واچوي او د مذهب پلويانو د مهالنيو پاچاهانو په واکمني کي د برخي لرلو لپاره خپلي هڅي تر سره کولې. له همدې لامله به کله کله د دوی تر منځ نښته را منځته شوه. په يورپ کي د علومو د خورېدلو او د کليسا د سمون له غورځنګونو سره مذهب د زوال لوري ته مخه کړه؛ نو پاچاهانو ته د مذهب د مخکښانو او پلويانو د لاندي کولو او څنډلو وخت په لاس ورغلی. د روس زار پېټر اعظم، د انګلستان پاچا هنري اتم او د فرانس پاچا لويي څوارلسم د پادريانو د زور کښلو يا ماتولو لپاره رياست په ښکاره توګه له کليسا څخه بېل کړی.

د پاپای روم پاته ارزښت نپولين له خاورو سره خاوري کړی. نپولين د تاج پر سرکولو دود تر سره کولو لپاره و روم ته د تګ پر ځای و پوپ ته حکم ورکړی، چي پېرس ته دي راشي. پوپ ناچاره پېرس ته راغلی. د تاج پر سر کولو دود پيل شو؛ نو نپولين تاج په خپله پر خپل سر کښېښووی. پوپ په کتلو کتلو پر خپل ځای هېښ درېدلی پاته شو. پر دې برسېره هغه د کليسا د پوښتني او پلټني واک له منځه يووړی. څارونکي يې ور واستول، چي هغوی د کليسا په ودانيو کي د پوښتنو لپاره جوړ کړل شوي نغمونه و پلټل، د خلګو د ځورولو الې يې ماتي او و غورځولې. له دې پرته هم نپولين د نورو پاچاهانو په څېر د خپلو سياسي مرامونو د بشپړتابه لپاره د مذهب په کار اچول اړين ګڼي، وايي. چي:

“يو سړی دا توپير ولي قدرتي ګڼي، چي زما په خونه کي دي اور بلېږي او دی دي له سړزګۍ څخه کپېږي. زما په کوټه کي دي لس کوټونه پراته يا ځړېږي. خو هغه دي لڅ او په لڅو وږو په کړنګ ژمي کي ژوند تېروي. زما د يوه وخت ډوډۍ دي د هغه د ټولي کورنۍ د يوې اوونۍ لپاره بس وي. د دې لامل مذهب دی، چي و هغوی ته وايي، چي په بل جهان کي به هغوی تر ما ډېر خوشاله ژوند و لري؛ نو د دې لپاره اړينه ده، چي موږ د لمانځنځايونو ور د تل لپاره پرانستی و ساتو.”

په ختيځ کي جلال الدين اکبر، محمد تغلق او نادر شاه افشار د خپلو ګټو تر لاسه کوونکو عالمانو لاسبرتيا له منځه يووړه. خو په عثماني مملکت کي دا خلګو په پېړيو پېړيو د مذهب په پړده کي خپلي دنياوي ګټي و پاللې. تر هغه وخته پوري چي ترکي ځوانانو د خلافت کمبله ور ټوله کړه. خپل قام يا ټولنه يې د دې ډلي له خورو شوو ريښو او دروهي څخه و ژغورله. صلاح الدين خدا بخش ليکي.

“د خلافت اداره تر درې پړاوونو تېره شوې ده. په پيل کي خليفه د مذهب او حکومت واکمن وو، بيا د سياست او مذهب پيلامه پاچا جوړ شو، په پای کي هغه پړاو راغلی، چي له کبله يې ابن خلدون او ماوردي و ويل، چي امامت يواځي دنياوي اداره ده. تر دې له مخه مصطفی کمال پاشا د نونس سوه څليرويشت د دريمي مياشتي پر دريمه نېټه د خلافت په منسوخولو سره لوېديځ دود خپل نه کړی، بلکې د اسلامي نړۍ د وروستۍ څپې استازيتوب يې کړی وو.”

له عثماني خلافت سره سم رياست او مذهب(خالدې اديب خانمي د “رياست او کليسا” پر ځای د “رياست او جمات” اصطلاح غوره کړې وه.) په څرګنده توګه له يو بله بېل کړل شول. ځوانانو ترکانو د اطاليې د فوجدارۍ چوکاټ، د سويټزرلېنډ اولسي قوانين يا تګلاري او د جرمني تجارتي کړنلاري دلته پلي کړلې. ګټي تر لاسه کوونکي ملايان يې له منځه يووړل، پر پړده او ډېرو ماينو يا ښځو کولو يې بنديز را منځته کړی. د خلافت پر منسوخېدو باندي د ګټو تر لاسه کوونکو ملايانو په ډله کي ډېري اندېښنې را منځته شوې، ولي چي د دې چارو له کبله د هغوی ځانګړی ارزښت له منځه تللی وو.

لکه څنګه چي يادونه شوې ده، چي په ختيځو هېوادونو کي په رياست او کليسا کي په څرګنده توګه توپير رامنځته کړل شوی دی. د پادريانو د مملکت له چارو سره هيڅ تړاو پاته نه شو، خو په اسلامي هېوادونو کي مذهبي مخکښان په واکمني کي د برخي لرلو لپاره پرله پسې خپلي هڅي کوي. هغوی د تېر وخت او پخوانۍ واکمنۍ د بيا تر لاسه کولو هيله و نهيلۍ ته نه پرېږدي. هغوی د تېر وخت په يادولو سره سړې سړې ساوي اخلي. اولس خو يوې خوا ته پاته وو، پاچاهانو او چارواکو هم د هغوی په بڼه يا څهره کي د هيلي زغم نه شو درلودلای، د هغوی د زړه ساتني ملاتړ به يې هر وخت کاوی؛ نو ځکه دا خلګ په شاته پاته پر مخ تلونکو اسلامي هېوادونو کي د رياست او مذهب يا سياستونو او مذهب د يووالي په ډېر ګړنديتوب سره خورونه کوي. له رياست څخه د هغوی موخه يو داسي مملکت دی، چي په هغه کي واک د جاګيردارانو او سرمايه دارانو په لاس کي وي، چي د هغوی په لوټونه او لاس ته راوړنه کي دوی هم خپله برخه و لري. له رياست څخه د هغوی مرام د داسي ډول مملکت نه دی، چي په هغه کي به د زيارکښانو واک وي، ولي چي د زيار کښانو خو به تګلاره بېله او داسي وي. چي:

“چي څوک کار کوي، هغه به خواړه خوري.”

په داسي مملکت کي به د بل لاس ته کتونکي ملايان ځای و نه لري. همدا لامل دی، چي کله د زيارکښانو د واکمنۍ يادونه و شي؛ نو دا خلګ “اسلام له خطر سره مخامخ دی” ناري و هي. چي د هغوی رښتونی مرام دا وي، چي د هغوی ځاني او دنياوي ګټي له خطر سره مخامخ وي. چي پالنه يې هغوی د اسلام پر نامه باندي تر سره کوي. اسلام ته تر ټولو لوی خطر له همدې ګټي تر لاسه کوونکو او دين خرڅوونکو ملايانو څخه

دی، چا چي د خپلو ګټو تر لاسه کولو په خاطر د اسلام په دواويا ډلو کي په وېشلو سره د هغه د اووښتون وس لرونکې اروا له منځه وړې ده.

په خپل وخت کي په ډېرو اسلامي هېوادونو کي مذهب په عملي توګه له رياست څخه بېل شوی دی. د مذهبي فرايضو او شعارونو تر سره کول د خلګو پر وجدان او خوښه باندي پرېښوول شوي دي. د لمانځه، روژې، حج، زکات او جهاد ټينګار د حکومت له خوا نه تر سره کېږي. په ډېرو اسلامي هېوادونو کي له ختيځ څخه اخستل شوي کړنلاري يا قوانين پلي کېږي، چي ډېري يې رومن کړنلاري دي. د مذهب په پلويانو کي له تېري پېړۍ څخه دا خبري کېږي، چي د اسلام فقهي تګلاري نه بدلېدونکي دي او که د وخت د غوښتنو په روڼا کي په دې کي بدلون کېدلای شي. په نونس سوه دېرش کي د تيونس طاهرالحداد و ليکل، چي د قران داسي تګلاري چي د ټولني او ژوند سره اړه لري، د کاڼي کرښي نه دي. بلکې د سياسي او معاشي چاپېريال له بدلون سره سم په هغه کي بدلون رامنځته کېدلای شي. ضياء ګو کلپ “چي فکرونو يې ترکي ځوانان اغېزمن کړي وو” و ويل، چي تر کومه وخته پوري ترکانو له جاګيردارانو او ملايانو څخه ژغور نه وي موندلی، هغه هيڅ کله د پرمختګ لوری نه شي موندلای. د هغوی نظريه دا وه، چي مذهب د بنده او خدای پر نامه د ځاني تړون نوم دی. له دې پرته د ټولو مذهبي چارو لاره په ټولنيز شعور کي پلټل سمه لاره ده. په هندوستان کي سر سيد احمد خان و ليکل[7].

لرغونې لاره دا ده، چي مذهب له اروايي او جسماني مانا له ديني او دنياوي کارونو سره اړه لري. نوې تګلاره دا ده، چي مذهب يواځي له اروايي کارونو سره اړه لري.”

د سر سيد يوه ملګري مولوي څراغ علي هم پر دې سکالو باندي ليکلي وو، هغه ليکي[8].

“قران و موږ ته د مدنيت او سياسي تګلاري ښوونه نه کوي. په دې کي شک نشته، چي ځيني چاري د اولسي او سياسي کړنلاري په اړه هم وړاندي شوي دي، خو دا هغه ستونزي دي، چي د هغوی په خپل وخت کي په ډېره وراني سره په کار اچول شوي وې. قران پاک د نامسلمانو او بدوګانو عربيانو څخه د کمزورتيا او ناوړتيا پر بنسټ باندي په ځينو اولسي او ټولنيزو چارو کي څه په زړه پوري او عقل منونکي لاري پرانستي پرې ايښي دي. خو کله چي يې چاپېريال سمون و موندی، د ترهګرۍ له چاپېريال څخه په راوتلو چي و لوړ او پرمختللي اوج ته و رسېدل؛ نو دغه لاري هم بندي کړل شوې. د سړيتوب لاري او تاريخي چاري، کيسې او له وړاندوينو پرته د قران پاک د تګلاري او عدالتي تګلارو د سپړني لپاره د تورو او غونډلو(الفاظو او جملو) او د هغوی د په کار اچوني پراخي لاري په دغه څلورو برخو کي وېشل شوي وې.

(۱) توري(لفظونه) (۲) غونډلي (جملې)

(۳) د تورو او غونډلو کارول (۴) د دليل تګلاره

له دې څخه به څرګندېږي، چي دا دوه سوه قراني ايتونه د اولسي تګلاري(قانون) څه ځانګړې ښوونه يا ټاکلي ټينګ چوکاټونه نه دي”

لنډه دا چي قران پاک په سياسي تګلارو کي لاس وهنه نه کوي. نه يي د اولسي کړنلاري په اړه څه ځانګړي چوکاټونه(قوانين) رغولي دي، قران پاک و موږ ته د وحيو له لاري د مذهبي کړنلاري او اولسي عقايدو ښوونه کوي.

په نونس سوه پنځه ويشت کي د شېخ محمد عبده يوه زدکړه وال يا شاګرد علي عبدالرزاق د مذهبي او اولسي چارو له يو بل څخه د بېلوالي وړانديز وړاندي کړی. و يې ويل، چي:

“د اسلام ټولي چاري يواځي پر مذهبي چوکاټ باندي جوړي دي، چي اړه يې له ټولو الهي عبادتونو او د انساني ځيل(نوع) له ښېګړو سره ده. له دې پرته نور هيڅ نه ده. پاته شوې، ښاري کړنلاري، هغه و سړيو ته پرېښوول شوي دي، چي هغوی يې د خپلي پوهي او تجربې په روڼا کي پر مخ باندي بوتللای شي.”

د دې خبري په سپيناوي سره هغه وليکل. چي:[9]

“په اسلامي دين کي څه داسي خبره نشته، چي مسلمانان دي د زاړه نظام له منځه وړلو څخه را ګرځوي. کوم چي دوی له ډېري مودې څخه تر لاس لاندي او بېوسه ساتلي دي. هغوی خپلواک دي، چي د خپلي پاچاهۍ چوکاټ او د خپلي واکمنۍ نظام پر دې بېخي نوو فکري پايلو باندي ودان کړي، چي د انسانانو ذهنونو تر لاسه کړي او موندلي دي او پر هغو باوري تګلارو باندي تګ وکړي، چي قامونو تر ازمويلو وروسته د ښېګړي لاري ګڼلي دي.”

پوښتنه دا ده. چي د رياست له مذهب څخه تر بېلوالي او مذهب د بنده او خدای تر منځ تر ځاني تړون ګڼلو وروسته مسلمانان د مملکت کوم نظام خپل او پلي کړي؟ چي دوی د پېړيو له وران چاپېريال، شاته پاته والي، د فکر او کړو پر ځای درېدلي ورځي او ځبېښاک څخه و ژغورلای شي. د وخت په اوږدو کي له ډېرو اسلامي هېوادونو څخه زورواکي له منځه وړل شوې ده. د اولس پرمختللي سياسي شعور شاهان رد کړي دي. يو نيم شاه چي ځای ځای پاته دی، هغه هم د څه وخت مېلمانه دي. له کومو هېوادونو څخه چي شاهان لېري کړل شوي دي، هلته په عامه توګه د لوېديز ډوله پارليماني جمهوريت پلي کېدل تر سره کېږي. خو په دې ډول جمهوريت سره د چاپېريال سمون امکان نه لري. ولي چي د جمهوريت پر نامه باندي په کړنلارو ساتونکو او تګلارو جوړوونکو ادارو کي جاګيرداران او سرمايه داران برلاستيا په برخه لري. هغوی په پرله پسې توګه د اولس معاشي ځبېښاک تر سره کوي. نور مسلمانان قامونه له پېړيو څخه د زورواکۍ سره اموخته شوي دي. ځکه پارليماني جمهوريت د هغوی له فکري وړتيا سره سمون نه خوري. په داسي چاپېريال کي تر خلافت او شاهي له منځه تللو وروسته د زيارکښانو واکمني مسلمان اولس د جاګيردارانو او سرمايه دارانو له ځبېښاک څخه ژغورلای شي.

ياده دي وي، چي د زيارکښانو واکمني همدا ار يا اصل جمهوريت دی. ولي چي په دې کي د واک واګي د کارګرانو او زيارکښانو په لاس کي وي او د هر ډول ځبېښاک په بېخي توګه له منځه وړي. تر کومه وخته چي په اسلامي نړۍ کي د ځبېښاک په له منځه وړلو سره ټولنه د معاشي عدل او نياومنتيا پر بنسټونو باندي له نوي سره ودانه نه کړل شي. اسلامي ملت د پرمختګ لوری نه شي لېدلای او نه به د نړۍ په قامونو کي له لاسه ورکړی ځای بيرته تر لاسه کړلای شي.

[1] واده او اخلاق
[2] تاريخ ادب او سنسکرت
[3] د هندوانو دودونه، رسمونه او شعاير
[4] ابن خلدون، د مولانا عبدالسلام ندوي ژباړه
[5] عرب تمدن، ژباړه شېخ صلاح الدين خدا بخش
[6] د غزالي نظريه حکومت اسلامي
[7] د سر سيد مقالې، وډونکی: محمد اسماعيل پاني پتي
[8] اعظم الکلام
[9] اسلام او د تجدد غورځنګ په مصر کي، چارلس سي ادم ژباړه عبدالمجيد سالک.

دا چي وجدان پر عقل لوړوالی لري!

لرغونو سريت خوښوونکو(پټ پرارو) باطينيانو او اشراقيانو دا ګروهه يا عقيده درلودله، چي په انسان کي دننه يو داسي پټ واک شتون لري، چي له عقل او شعور څخه بې پروا دی او د حقايقو سمدلاسه مشاهده کولای شي، و دې واک ته د وجدان نوم ورکول شو، چي لغوي مانا يې ده،”ترلاسه کول.” و وجدان ته واک ور په برخه کوونکی او د هغه په کار اچولو لپاره ويدانتي، د تاو مت پلويان، صوفيان او نور يواځيتوب خوښوونکي، استغراق، سمادهي، دهيان، له “څلوېښتي” او مراقبې څخه کار اخستونکي دي. خيال دا وو، چي د لوږي پر ځان منلو او تر اند دپاسه لمانځني(رياضت) څخه په انسان کي يو ډول تر طبع لوړ روحاني واک رامنځته کېږي، چي د هغه په مرسته دی له مادي زندان څخه ژغور مومي، پر کرامت او استدراج باندي برلاسی کېږي، په هوا الوتلای شي، پرجناتو برلاسی کېدلای او له هغوی څخه کار اخستلای شي، پر اوبو باندي تګ کولای شي، ځان په بله بڼه کولای شي، بې له خوړلو څښلو ژوندکولای شي، د قدرت قوانينو ته بدلون ورکولای شي، د سباوون په اړه کره خبري کولای شي، د نورو وران شوي کارونه ور سمولای شي. سريت خوښوونکو(پټ پرارو) او صوفيانو زړه(قلب) د کشف، وحيو او الهام منځی ګڼلی دی. غزالي په احياءالعلوم کي ليکي:

زړه(قلب) يوه خدايي روحاني لورېينه ده، چي له جسماني زړه سره اړه لرونکې ده، همدې ته پر انسان باندي رښتونې لورېينه ويل کېږي”

يو بل ځای ليکي:

“اروا په انسان کي يو مهربانه، خوږوکی ادراک دی، دا داسي مانا لري، چي د هغې سپړنه په بله مانا په زړه(قلب) سره شوې ده.”

کومه پوهه چي د موندني يا کشف او اشراق څخه تر لاسه کېدلای شي، هغې ته لدني پوهه(هغه پوهه چي د وحي يا الهام له لاري تر لاسه شي) وايي. د اسلامي صوفيانو يوې ډلي ته خضری المشرب وايي، دا خلګ په خپله اراده سره بې له واسطې له ښاغلي خضر څخه لدني پوهه تر لاسه کوي او د هغه په څېر د څښتن د مخلوق وران کارونه ور سموي. د وحيو او الهام په اړه په مذهب پلويانو او پلټونکو کي اختلاف پاته دی، د مذهب پلويانو په خيال کي يوه په کار ګومارل شوې فرشته سمدلاسه له خدايه څخه د پېغامبر لپاره الهامي پيغامونه راوړي، پلټونکي وايي، چي: د داسي فرشتې بهرنی وجود نشته، دا فرشته په اصل کي د نبوت فرشته ده او پيغامبر د وحي په حالت کي خپل ځان په څرګندو ليدو داسي ويني، لکه دويم څوک چي مخامخ ورته ولاړ وي، مانا دا چي وحي او الهام د پيغامبر د دننه احساس يا څرک کرشمه ده. شېخ اکبر ابن عربي، مولانا روم، مولانا عبدالعلي بحرالعلوم او د سر سيد احمد خان همدا خيال دی. ځيني مشران صوفيان هم د وحي او الهام خبره کوي. شېخ الاشراق سهروردي مقتول په خپل کتاب”حکمت الاشراق” کي وايي، چي: ما په خلوت کي د پټو انوارو کتنه کړې وه، هغه داسي وايي:

“کوم څوک چي دا رښتيا نه مني او پر دليل باندي بسنه و نه کړي، هغه ته په کار ده، چي په خپله رياضت وکړي او د کتونکو مخکښانو په چوپړ کي شي. نو لېري نه ده، چي هغه دي هم د هغه لوړ نور، ملکوتي ذاتونو او د هغه د ځلاګانو”چي کتنه يې هرمس او افلاطون کړې وه” په خپله وګوري او د انوارو نړۍ(مېنو) و ويني.[1]”

ملا صدرالدين د اسفار اربعه په سريزه کي دا خبره کوي، چي پر ما د لوی څښتن الهام و شو، چي تا په کومه هنده(لکه په يوه هنده اوبه څښل، جرعه) ځان اوبکړی دی، په هغه باندي د نورو تږيو تنده هم ور ماته کړه. شاه ولی الله دهلوي د خپل کتاب”همعات”(چي لغوي مانا يې څاڅکي دي) په اړه ليکلي دي، چي دا رساله عبارت ده، له هغو څو خبرو څخه چي د الهامي څاڅکو له بهير څخه پر زړه باندي را اورېدلي دي. شېخ ابن عربي په موندنو(مکاشفه) کي وليدل، چي”فصوص ا لحکم” نومي کتاب ماته ښاغلي رسالت ماب راپېرزو کړی وو. پايله دا چي د صوفيانو په نفسياتو کي زړه د موندني يا کشف، سپړني، وحي او الهام منځی يا مرکز ګڼل کېږي، د دې ستونزي يو مابعدالطبيعاتي اړخ هم شته. د اشراقي صوفيانو عقيده وه، چي د مادې او اروا راوتل له يواځني ذات څخه په پرله پسې توګه شوي دي. له يواځني ذات څخه د عقل کل راوتل و شو، له عقل کل څخه د کل اروا را ويستنه وشوه، چي له هغه څخه نوري پوهي د څانګو په څېر راوپنځېدلې. ياده دي وي، چي په دې نظريه کي د عقل متداول(لاس په لاس رسېدلی) څرګندونه مرام نه ده. دا عقل کل غير فاني او زوال نه لرونکی دی او د ارسطو د فعال عقل دويم نوم دی. انسان چي د ری يا فکر وهلو کوم ارزښت په برخه لري، يا د دليل واک په برخه لري، هغه ته اغېزه منونکی عقل ويل کېږي او پر هغه باندي فعال عقل برلاسی دی. د عقل کل دا تصور د فلاطينوس له لاري و اسلامي فلسفې او تصوف ته لاره وموندله او انساني عقل يا په کار عقل ته د هغه په مخکي په ټيټه سترګه و کتل شو، مولانا روم وايي.

عقل کل و نفس کل مرد خدا ست

عرش و کرسي رامدان ازوی جداست

کل عالم صورت عقل کل است

کوست بابای هر ان کاهل قل است

چون کسې با عقل کل کفران فزود

صورت کل پېش او هم سګ نمود

(عقل کامل او نفس کامل مرد خدا(رب پېژندونکی، بزرګ) دی. عرش او کرسي له هغه څخه بېل مه ګڼی، ټوله پينۍ څرګندوی ده، د عقل کامل، ولي چي ټوله پينۍ همده پنځولې ده. هغه د ټولي پينۍ پلار دی، چي کله څوک د عقل کامل مخالفت کوي، نو ټوله شيان له اري بڼې څخه په ضد ښکاره کېږي.)

و انساني عقل ته د لانديني او جزوي عقل په نوم ورکولو سره د هغه يادونه په سپکه سره شوې ده.

زېرکي چون باد کبر انګېز تست

ابلهې شو يا بماند دين درست

(عقل چي په تاسو کي غرور او وغم(کبر) را پنځوي، نو ځان ناخبره واچوی، چي ايمان مو سلامت او خوندي پاته شي.

عقل جزوي عقل را بدنام کرد

کام دنيا اوی را ناکام کرد

( جزوي عقل عقل کل بدنامه کوي، د دنيا برياليتوب هغه د اخرت له ناکامۍ سره مخامخ کړی دی.)

د نوو اشراقيانو په پلويتوب په تصوفي نړۍ کي د انساني عقل سپکاوی او بې ځايه ګڼل په اولسي بڼه پيل شول او د وجدان په پرتله هر ځای پوهه او عقل پر هيڅ هم نه ګڼل کېدل پيل شول، ځکه خو موږ وينو، چي چېري او په کومه بڼه کي چي د نوي اشراقيت خورونه شوې ده، د پوهي او عقل د دښمنۍ دا روايت ټينګتيا موندلې ده.

پر عقل او پوهه باندي د وجدان او کشف د لوړښت جوتولو يو لامل د نوو اشراقيانو بې ځايه هيئت هم دی. دا خلګو انسان ته ستر جهان(عالم کبير) وايه. مادي نړۍ يې وړه دنيا(عالم صغير) بلله. فلسفيان د انسان په وړه نړۍ منونکي وو، د هغوی پوهه د وګړي پر ښکاره حيثيت باندي ولاړه وه. نوواشراقيانو د خپلي خبري جوتولو لپاره د انسان پر باطن باندي باور کاوی، لکه مولانا روم چي ويلي دي.

پس بصورت عالم اصغر تويي

پس به معني عالم اکبر تويي

ظاهراًان شاخ اصل مېوه است

باطناًبهر ثمر شد شاخ است

ګر نه بودې ميل و اميد ثمر

کې نشاندې باغبان بېخ شجر

پس به معني ان شجر از مېوه زاد

ګر بصورت از شجر بودش نهاد

د دې مانا دا شوه، چي د انسان باطن پر ټوله پينۍ باندي برلاسی او خور دی، دا خيال له باطينيانو سره هم موندل کېږي، چي د باطن په مخکي و څرګنده ته چندان درنښت او ارزښت نه ورکوي. زموږ په زمانه کي چي رېډيايي لروينانو(دوربينانو) کومه ستره پينۍ موندلې يا کشف کړې ده، د هغه په وړاندي د انساني نړۍ د سترتوب خيال بې ځايه او لېونتوب دی. انسان په يوه کوشنۍ منانۍ سيارچه کي اوسېږي، چي ارزښت يې په دې ويړه پينۍ کي هغومره دی، لکه په ستره بېديا کي چي د رېګ د ذرې دی. انسان به څه وي ؟ د هغه باطن به څه وي ؟په هره بڼه د تصوف او اشراق له هر اړخيزي خورېدا څخه دا خيال ځای و نيوی، چي د انسان وجدان د عقل او پوهي په مخکي ارزښت او درنښت لري. عقل بې ځايه او جزوي دی. د نوي ساينس موندنو لرغونی هيئت او نفسيات رد کړل، نو د متکلمينو يا خبرچڼو(د علم کلام ماهر، هغه خلګ چي مذهبي چاري په عقلي دليلونو جوتوي) په څېر دوی هم خپل لرغوني فکرونه د نوو علومو په بڼه کي وړاندي کول پيل کړل، په نفسياتو کي ژنګ او په ژوندني علم کي برګسان د دې سرخېلان دي، چا چي د وجداني تصور له نوي سره استازيتوب کړی دی، د علمي اصطلاحاتو په بڼه يې کي په وړاندي کولو سره له لاسه د ورکړي ځای د بيرته تر لاسه کولو هڅه کړې ده.

د برګسان د فلسفې مرکزي خيال دا دی، چي مرور محض رښتونی ټولمنونکی(نفس الامري) دی، چي ادراک يې عقل نه شي کولای، ولي چي هغه زمان په شېبو او افتونو کي سره وېشي. تر مرور محض پوري يواځي وجدان رسېدلای شي. برګسان وايي، چي:

د مرور محض د ادراک لپاره له ښکاره دنيا څخه په مخ اړولو د باطن کتني ته اړتيا ده. په داسي ويلو سره هغه د لرغونو باطينيانو هغه عقيده وړاندي کوي، چي د هغې له رويه رښتينواله په ښکاره بڼه کي نه ده، بلکې په باطن کي ده. په خپل کتاب”تخليقي ذهن” کي هغه وايي، چي: کله ما په خپل باطن کي سترګي ورغړولې، نو ماته د زمان اره (اصل) رښتينواله را څرګنده شوه. دا موندنه زما وجدان کړې وه، پر همدې بنسټ باندي لارډ برټرېنډ رسل ويلي دي، چي: د برګسان فلسفه پر روايتي تصوف او اشراق باندي ولاړه ده، چي په نوې علمي ژبه کي يې بيرته وړاندي کړې ده. په هر حال و وجدان ته برګسان د “بلاواسطه ادراک” نوم ورکړی دی. په ادراک توري کي د حسياتو(څرکونو) او شعور هرو مرو لاس وي، چي له هغو پرته د يو شي ادراک امکان نه لري، ځکه خو برګسان يو څه وخت له دې اندېښنې سره مخامخ وو، چي وجدان له عقل څخه ژغورلی وساتم، که په هغه کي د عقل پلي کېدا ومنم، د خپلو اندېښنو په يادونه سره هغه په “تخليقي ذهن” کي ليکي. چي:

“د وجدان توري تر کارولو مخکي څه وخت زه له اندېښنو سره مخامخ وم، کله چي ما د دې توري د کارولو وروستۍ پرېکړه وکړه، نو ما له هغه څخه د فکر د مابعد الطبيعاتي عمل مراد واخست. لومړنی د ذهن علم د ذهن په وسيله او دويمه درجه له ذهن څخه د مادې د جوهر ادراک، د عقل ځای بې له شکه د مادې په اړه غور کول دي، د هغې په کارولو سره د هغې ادراک کول دي، خو د عقل په برخليک کي د مادې تر جوهره پوري رسېدل نشته، په دې ليکنه کي زه و وجدان توري ته همدا مانا ورکوم، وروسته زه دې ته جوړ شوم، چي د عقل او وجدان تر منځ يوه بېلوونکې کرښه راکش کړم.”

مانا دا چي وجدان د مادې تر جوهره پوري رسېږي، عقل يې په کار اچولو سره ادراک کوي. برګسان چي د دې دواړو تر منځ کومه بېلوونکې کرښه را کش کړه، هغې د ژوند تر پايه پوري دی اندېښمن و ساتی. د صوفيانو په څېر برګسان دا خبره کوله، چي:

وجداني څرنګوالی د څرګندوني وړ نه دی. خو صوفيان يا فنکاران يا په خپله برګسان چي د خپل وجداني څرنګوالي څرګندونه کوي، د عقل لمن نيسي، ولي چي د وجدان څرګندونه او خورېدا له عقله څخه پرته امکان نه لري. د هاکنګ په وينا وجدان له عقله پرته بېوسه دی. د داسي خورېدني دمخنيوي لپاره برګسان په “تخليقي ارتقا” کي و ويل، چي: د عقل په بطن کي په خپله د وجدان ممکنات پټ پاته وي. په داسي ويلو سره د هغه د عقل دښمنۍ ږغ يو څه تت شو او هغه ته د عقل او پوهي د ارزښت احساس و شو، هغه ليکي. چي:

په لومړي نظر کي وجدان د عقل په پرتله ډېر زړه را کښونکی ايسي، ولي چي په ده کي ژوند او شعور په خپل خپل چوکاټ کي اوسي، خو د ژوندي مخلوق و پرمختګ ته په کتلو سره دا رښتينواله څرګنده شي، چي وجدان تر ډېره لېري پوري تګ و نه کړای شو. شعور خپل ځان د وجدان دومره زنداني وليدی، چي وجدان وچمېږن(سکړ) شو او سرښت يا خوی(جبلت) جوړ شو. مانا د هغه زړه راکښون د ژوند تر يوې وړې برخي پوري پاته شو. له دې څخه اپوټه شعور د عقل بڼه خپله کړه او پر ماده باندي يې د خپل پام په ساتنه سره دباندينۍ بڼه خپله کړله. عقل له شيانو سره دباندينی تماس نيسي او په هغوی کي په ځان اخښلو سره له خپلي لاري څخه په خنډونو لېري کولو کي برياليتوب مومي، په خپلواک کېدلو سره هغه په خپل ځان کي ګوري، په خپل باطن کي چي يې د وجدان کوم ممکنات پراته وي، هغه راويښ کړي.”

يو ځای برګسان و وجود ته عقلياتي همدردي ويلې ده، چي په مرسته يې يو سړی د يو شي تر ژورو پوري رسېږي. د وجدان پر لرغوني تصور باندي د نوي ساينس د رنګ غوړولو لپاره هغه و وجدان ته جبلت ويلي دي، چي پر هغه باندي عقل کار تر سره کړی وي او تر خپل ارزښت يې ډېر لوړښت په برخه رسېدلی وي. په “تخليقي ارتقا” کي وايي:

“جبلت(خوی) او عقل په يوه بل کي اخښلي دي، ولي چي تومنه له يوه ځايه اخلي. له دواړو څخه يو هم په خپله اره بڼه نه موندل کېږي، په عقل کي تل د خويونو نخښي ليدل کېږي او داسي خوی نشته، چي په هغه کي دي د عقل لاس نه وي.”

خو برګسان د خپلي خبري(چي د مرور محض ادراک عقل نه شي کولای وجدان يې کولای شي) جوتولو لپاره دې ته اړ شو، چي د دواړو تر منځ يې بېلوونکې کرښه را کش کړه. دغه اړتيا د هغه له پرېکړي څخه د تضاداتو چکړوبه(ملغوبه) جوړه کړې ده. هغه د صوفيانو په څېر و وجدان ته پر عقل باندي د لوړښت ورکولو لپاره د خپل قلم ټول وس په کار واچاوی، خو خبره جوړه نه شوه، د عقل او وجدان له يو بل سره د تړون په څرګندونه کي هغه ډېر اړخونه خپل کړل، دلې دوري شو، خو اندېښنو د هغه د دليل ګرېوان ګنډلو ته پرې نه ښووی، خو دلته به د هغه سپړنه او هغې لوري ته پام را اړول بېځايه او مناسب نه وي.

تر ټولو له مخه به موږ د سي اي ايم جوډ د ښکلي نيوکي يادونه وکړو، چي هغه د برګسان پر فلسفه کړې وه او ځواب يې د برګسان پلويانو و نه کړای شو. جوډ وايي، چي:

برګسان همدا پايله”چي عقل د رښتيا ادراک نه شي کولای” له عقل څخه اخستې ده. د هغې په جوتولو کي يې ژور عقلي دليل ويلی دی، دا ځکه سمه نه شي کېدای، چي د برګسان په وينا عقل د رښتيا په درک کولو کي بېوسه دی. د جوډ دا دليل سم دی. پر دې برسېره کله چي برګسان پر عقل او پوهه باندي شک کوي، چي هغه د رښتيا تر ژورو پوري نه شي رسېدلای، نو دا شک په خپله د عقل پر بنسټ باندي کېږي، ولي چي وجدان خو د شک او اندېښنې وس په برخه نه لري، هغه خو يواځي په باور او باور کولو باندي پروا کوي. ژنګ په خپل ځانګړي چوکاټ کي د عقل د بېوسۍ يادونه په داسي ډول کړې ده:

“وجدان د هغې رښتينوالي ادراک دی، چي پر شعور يې ور (دروازه) نه پرانستل کېږي او د لاشعور له لاري راڅرګندېږي.”

د ژنګ د خپلي نظريې په روڼا کي په ځانګړي او ټولنيز لاشعور کي د شعور يا ځان خوښوني(زهتوب) عمل لاس نه لري. د عقل اړه له شعور سره ده، له ځان خوښوني سره ده، لاشعور د عقل تر واک وتلی دی. وجداني څرنګوالی په بنسټيزه توګه لاشعوري وي، پر دې باندي د عقل کار سپارنه امکان نه لري. پوښتنه به رامنځته شي، چي په دې بڼه به نو وجداني څرنګوالی د لاشعور له لاري چېري او څنګه را برسېره کېږي؟ څرګنده ده، چي هغه به د شعور پر کچه رابرسېره کېږي، کنه نو تورو يا الفاظو ته به و نه سپارل شي. که چېري دا خبره سمه وي، نو بيا به دا وينا تر کومه بريده پوري د منلو وړ وي، چي د وجداني رښتينوالي ور (دروازه) پر شعور باندي نه پرانستل کېږي. خبره دا ده، چي ژنګ هم د برګسان او نورو صوفيانو په څېر وجدان يو سپېڅلی او ماورايي شی ګڼي، چي سپېڅلتوب يې د عمل په لاسوهنه او برلاستيا سره داغي کېږي. له همدې کبله هغه هم د وجدان په عقلي ګډون سره د لاس لرلو خوښوونکی نه دی. خو ستونزه دا ده، چي وجدان ګام پر ګام و عقل او پوهي ته اړ دی، بلکې د هغه د وجود جوتېدا هم د عقل له لاري امکان لري. ژنګ و عيون اصليه(Archetypes) ته د وجدان”زېږنده شرايط” په ويلو سره د وجدان د لرغونو صوفيانو په څېر د يوه پټ واک د جوتولو هڅه کړې ده. د برګسان په څېر د هغه تر ټولو لويه کمزوري(دا کمزوري له ټولو صوفيانو څخه ځانګړې ده) همدا ده، چي هغه د ازمويني او تول د جوتولو لپاره په پرله پسي توګه د امکاني هيلو پر وږو بار ږدي. کوم کار چي برګسان د ژوند له تودښت او مرور محض له امکاني هيلو څخه اخستی دی، هغه کار ژنګ له ټولنيز لاشعور او د عيون اصليه له مفروضاتو څخه اخستل غواړي. په دواړو بڼو کي د علمي پلټنو غوښتني نه تر سره کېږي او د هغه ويونکي د مفروضاتو يا امکاني هيلو په لي (دلدل) يا چکړوبه کي نښتي پاته وي.

برګسان وايي، چي: وجدان نه لړزانده کېږي، عقل لړزانده کېږي. بې له شکه عقل له لړزې څخه خوندي نه دی او د هغه پايلي بې ځايه جوتېدلای شي، خو د هغه د سم او ناسم پرېکړه هم په خپله عقل کوي. د رياضي کومه غوټه وي، يا د منطق کومه ستونزه وي، هغه په فکر او عقل باندي سمه او ناسمه جوتېدلای شي. همدا خبره موږ د وجدان په اړه نه شو ويلای، هر صوفي او هر ويدانتي دا خبره کولای شي، چي زما موندنه سمه ده، ولي چي د هغه د سم تاله څه وازه يا معيار نشته. عقل معيار ټاکلای شي، خو وجدان لرونکی يې په کار نه شي اچولای. همدارنګه ټول متضاد وجداني څرنګوالی او واردات به سم منل وي، ولي چي دا د هر هغه صاحب حال د پاره سم وي، چي پر زړه يې تېري شوي دي. يو وجودي صوفي به د خپل کشف پر بنسټ باندي وايي، چي وجود يواځني رښتيا دي. بلي خوا ته به شهودي صوفي وايي، وحدت د وجود نه دی، د شهود دی. ويدانتي به وايي، د جيو اتما موندنه او هغه په برهم کي اخښل د ژغور يواځنۍ لاره ده. د المانوي اشراقيت[2] پلوي به دا خبره کوي، چي انساني اروا په خدای کي نه شي اخښل کېدلای، بلکې د خدای په خپل ځان کي په جذبولو سره پر لوړو ځایونو باندي ټاکل کېږي. دا ټول خلګ د کشف او وجدان پر بنسټ باندي و دې پايلو ته رسېدلي دي. د دې وجداني څرنګوالي تضاد په خپله دا خبره جوتوي، چي وجدان لړزېدلای شي او لړزېدونکی دی. ياده دي وي، چي وجدان سر له سره موضوعي کړه(فعل) دي، ځکه خو په دې کي د لړزېدا امکان ډېر دی. له دې څخه اپوټه عقلي پايلي معروضي وي، چي رښتيا يې تلل کېدلای او سپړل کېدلای شي. د رياضياتو رښتينتوبونه زموږ په مخکي دي، پر دې سکالو باندي په خبره کولو سره اي ايم جوډ په خپل کتاب”عهد نامه جوډ” کي ويلي دي.

ګڼ شمېر صوفيان چي ما ور سره ليدلي دي، سرټمبه خلګ وو، ځکه چي تصوف د عقل په وازه يا معيار نامنونکی دی او نه هغه ته ځواب ورکوونکی دی. ځکه چي موږ د هر عطايي(هغه څوک چي له استاده پرته يې په خپل هڅوب کوم څه تر لاسه کړي وي) او کم سواده خلګو په لاسونو کي لوبته غوندي پاته شوي يو. دا خلګ خپله کم عقلي په دې ويلو پټوي، چي موږ په ځاني کشف سره تر نورو لوړ ارزښت په برخه لرو.”

برګسان د پرمختګ د فلسفې سپړونکی دی. د پرمختګ د نظريې له رويه په ماده سره د ژوند پرمختګ و شو، بيا له ژونده څخه درجه په درجه د خوی او شعور پرمختګ وکړای شو. مانا انسان د پرمختګ د کړيو په پېودلو سره د شعور برخه و موندله. څرګنده ده، چي د پرمختګ وروستۍ کړۍ عقل او پوهه ده، چي له څاروو څخه يې رابېلوي؛ کنې نو خويونه او وجدان خو په څاروي او انسان کي ګډ دي او دواړه په انسان کي د حيوانيت له دور څخه ياد پاته دي. اوس به دوې بڼې پاته وي، يا خو دا چي د پرمختګ تصور بې ځايه دی، ولي چي عقل او پوهه د پرمختګ وروستۍ کړۍ دي او دا د خوی او وجدان په پرتله د برګسان په وينا بې ځايه څه دي. که د پرمختګ تصور سم دی، لکه برګسان چي يې مني، نو بيا پوهه او عقل تر وجدان د ډېر پرمختګ کولو له کبله لوړ او د هغه په پرتله د باور وړ دي او دا رنګه که د پوهي برلاستيا پر خوی او وجدان باندي و نه منل شي، نو به د پرمختګ د نظريې ماڼۍ له خاورو سره خاوري شي. رښتيا دا دي، چي عقل د انسان د ارزښت لامل دی، د همدې له څرګندوني سره انسان له څاروو څخه را جلا شوی وو او له همدې پرمختګ څخه يې د تهذيب او تمدن بنسټونه ټينګ کړي وو. عقل د خوی يا وجدان په مرييتوب کي ورکول يا ورسپارل، لکه د عقل د دښمنانو غوښتنه چي ده، مانا انسان بيرته د سمڅو زمانې ته بيايي. څنګه څنګه چي تمدن او تهذيب پرمختګ کوي، وجدان پر مخ ځوړ روان دی، ولي چي د تهذيب او مدنيت پرمختګ د پوهي او عقل پرمختګ دی. دا کار د غور وړ دی، چي له کومه وخته څخه نوي ساينس ته اوج ور په برخه شوی دی، له ناوړو خويونو، له کشف او کراماتو څخه د زړې دنياکيسې جوړي شوي دي، دا څه لامل دی، چي په درې څلورو پېړيو کي کرامت لرونکي خلګ چي په زرګونو کاله د انسان پر ذهن خواره او برلاسي وو، داسي ورک شو، چي د ژوند پر لاره باندي يې د پلونو نخښي هم نه دي پاته.

فسانه هایې کرامات ره ګيې باقي

عقل تر وجدان لوړ دی، ولي چي انسان ته مرام ور په برخه کوي، چي د وخت د ژونديو غوښتنو او ژونديو ارزښتونو په روڼا کي وډون يا ترتيب ور په برخه کېږي. دا رنګه عقل او پوهي په هر پړاو او هر دور کي د انسان لار ښوونه تر سره کړې ده. د شوپنهاير د ژوندانه ړنده اراده وي، که د نټشې د واک اراده، د برګسان د ژوند تودښت وي، که د جارج برنارډ شاه د ژوند واک او د فرايډ ايراس، د عقل او پوهي له لارښووني څخه پرته به انساني ځېل(نوع) هرو مرو د ورانۍ او بربادۍ لوري ته بيايي. انسان د جذبې او خوی په لاسونو کي يواځي بېوسه لوبته نه ده، لکه څنګه چي يي دا ښاغلي او د هغوی ملتيا کوونکي د عقل دښمنان ګڼي. عقل پر جذبه او خوی باندي په لاسبرتيا سره هغه د ودانۍ او پنځوني پر لارو باندي سيخوي. انساني مدنيت په خپله هم دا خبره په ښه توګه روښانه کوي، چي عقل د جذبي او وجدان يا د ژوند د تودښت بېوسه مينځه نه ده، لکه د برګسان خيال چي دی. که داسي وای، نو به دتهذيب او مدنيت جوړښت او د هغه غوړېدل هيڅ امکان نه درلودای او بيا پر وجدان باندي خو د صوفيانو يا برګسان اجاره نه ده. ساينس پوهان، فلسفيان، سياسي مخور، هنرمندان، کروندګر، مزدوران ټول له وجدان څخه برخمن دي، توپير يي يواځي دا دی، چي دوی پر عقل او پوهه باندي ښه برلاسي دي او د صوفيانو په څېر په هغه کي ډوب يا نښتي نه پاته کېږي.

برګسان وايي، چي: و وجداني څرنګوالي ته اوږدول نه شي ورکول کېدلای، ولي چي هغه ترهېدلی يا پښه نيوونکی تګ لري. دا خبره د صوفيانو د زړونو د وارداتو په اړه کېدلای شي، خو پر هنرمندانو باندي سمه نه راځي، چي يواځي دا نه چي و خپل وجداني څرنګوالي ته اوږدول ورکوي، بلکې د اسلوبونو په چوکاټ کي په راوستلو سره و هغه ته تلپاتې بڼه ور په برخه کوي. د اسلوبونو اړه سمدلاسه له عقل او پوهي سره ده، د هنر پنځوني عمل په اولسي توګه له يوه مخه وجداني ګڼل کېږي، چي سمه خبره نه ده. د هنرمن په ذهن کي يو عام خيال را زېږي، چي د څرګندوني لپاره غورځنګ پيل کړي، کېږي کېږي، جذبې، د تخيل او تفکر کړه هغه په يو پنځوونکي شاهکار بدلوي. د تفکر اساس يا بنسټ دی، چي پنځونه ته تلپاتيتوب ور په برخه کوي او د تفکر ژورتيا يا سربېرنه کچه ده، چي د يو هنرمن ارزښت لوړوي او کښته کوي، اېس هربرټ ويلي دي:

“کله چي د تخيل او تفکر يو ځايوالی و شي، د يوه ستر ارټ پنځونه او څرګندونه تر سره کېږي.”

جانسن وايي:

تخيل د دليل راوړونکي عقل د مرستي لپاره په کار اچولو سره په رښتينواله کي د خوند د ګډولو يا اخښلو نوم شاعري ده”

د مډلټن مرې خبره ده:

د انسان د ذهن او زړه په خورو ورو وارداتو او څرنګوالي کي تړون او مانويت راوستل شاعري ده.”

دا تړون او مانويت تفکر را منځته کوي.

يادي شوي لوړي سپړني دا مانا ورکوي، چي د وجدان سره چي کوم جادويي او ماورايي تصور تړل شوی دی، هغه د لرغونو پټ پرارو (سريت خوښوونکو) او صوفيانو د بې ځايه مابعدالطبيعاتو او نفسياتو پايله ده. د پلټني له رويه وجدان د خوی او سرښت يوه بڼه ده، له دې خبرو څخه دي څوک دا نه پاموي، چي موږ د وجدان سپکاوی کوو، موږ د وجدان په ارزښت منونکي يو، چي وجدان د ښکلا د احساس سر چينه ده او زړه اېلوونکي هنرونه په هيڅ توګه هم تر ساينس کم يا ټيټ نه دي، جذبه خوی او وجدان د اروايي واک مرکز دی او د عقل، پوهي، فکر او تدبر استازيتوب کوي، چي په لار ښوونه کي يې له هغوی څخه ودانوونکی کار اخستل کېدلای شي. د عقل له لار ښووني څخه په هيڅ ډول نټه نه شي کېدلای، چي همدا انسان ته له څاروو څخه ځانګړتيا ور په برخه کوي. د انسان لوړښت په دې خبره کي نه دی، چي کوم کوم څه په انسان او څاروي کي سره يو ډول دي، بلکې لوړښت يې په دې کي دی، چي په انسان او څاروو کي کوم څه يو له بله بېل او ځانګړي دي.

[1] مېنو د جنت په مانا، دلته ترې د انوارو نړۍ مراد ده.
[2]German illumination

پنځلسمه برخه:
دا چي شتمني د خوشالۍ لامل ده!

د سرو او سپينو زرو تر موندني مخکي مال په مال بدلېدی. په لرغوني مصر کي وړوکو يا کوشنيو اوسپنيزو سکو رواج وموندی، په ځينو هېوادونو کي د اوسپنو او تانبې له ټوټو څخه دا کار اخستل کېدی، ځکه چي په سپارټا رياست کي د عېسويت تر پنځه پېړيو مخکي پوري د اوسپني سکه چلېدله. د سرو او سپينو زرو تر موندني وروسته د نړۍ په ډېرو قامونو کي له هغوی څخه سکو رواج وموندی، د فنېقيانو او يونانيانو دينار او درهم له سرو او سپينو زرو څخه جوړېدل، د دې دهاتونو د رواجېدلو او منلو يو لامل د دغو ښکاره ځلېدا وه، چي له کبله به يي د نړۍ د تاريخ د وړوکتابه يا ماشومانه دورې انسان د کوشنيانو په څېر خوشاله کېدی. بل لامل يې دا وو، چي دغه دهاتونه تر نورو ډېر پاسته دي، په ډېره اساني سره وړې وړې ټوټې يا برخي ترې جوړېدلای شي. فنېقيانو تاجرانو د سرو او سپينو سکې تر لېرو لېرو هېوادونو پوري و رسولې. په چين کي د کاغذ، په بابل، مصر او اسراييل کي د تانبې، د پيتل او سيسې سکې هم رواج وې. خو ارزښت د سرو او سپينو زرو و سکو ته ورکول کېدی. د سرو او سپينو زرو سره چي کوم ارزښت او درنښت تړل شوی وو، له کبله يي پاچاهانو او واکمنو په را ټولولو پيل وکړی، د مصر د فرعونانو د مړيستون له کيندنو څخه د سرو او سپينو زرو لوړ بيعه ګېڼې او لوښي موندل شوي دي. د خسرو پروېز اووه منګنو يا خزانو خو د متل ارزښت تر لاسه کړی دی. د دې دهاتونو د ترلاسه کولو لپاره خونړۍ جګړي وشوې، ډېر درانه او ناوړه جرمونه د خلګو تر لاس و وتل، يا د خلګوله لاسه تر سره کړل شول. نن هم د انسانانو د ستونزو او ستړو دروند لامل د همدې سرو او سپينو زرو د تر لاسه رسولو شومه هيله ده، سره او سپين په ښکاره خو د اوسپني او تانبې غوندي هسي دهاتونه دي، د ګټي له پلوه اوسپنه او تانبا تر دې ډېر ارزښت لري، خو د زمانې په اوږدو کي د سرو او سپينو سره يو بل ډول پټ جادويي واک تړل شوی دی، په اولسي توګه دا خيال ريښې نيولي دي، چي په سرو او سپينو زرو علم او هنر، سياسي واک، ښکلا او ښايست، پت او غيرت ټول رانيول کېدلای شي، دا تېروتنه چي شتمني د خوشالۍ تر لاسه کولو لامل ده، د دې درنې تېروتني يوه څانګه ده، چي د هغه په بشپړ ډول تر سپړنه مخکي اړتيا دا ده، چي دا څرګنده کړل شي، چي خوشالي څه ده يا څه ته وايي؟
د دې پوښتني ساده ځواب خو دا دی، چي دا د زړه يو داسي څرنګوالی(کيفيت) دی، چي له کبله يې د يو سړي پر څهره باندي خندا و غوړېږي، په سترګو کي يې ښکلا و ځلېږي او ژوند خوږ ورته و برېښي. په عامه توګه يا هر وخت خو دا ډول څرنګوالي ته لاس نه رسېږي، کېدای شي، چي لږ وخت وروسته دي هم دغه خوشاله سړی په غم او ستړې کي بوخت پاته وي، له سترګو څخه به يې خواشيني له ورايه څرګنده وي، پر تندي به يې د غم ګونجي را برسېره شي، شونډان به يې وچ کلک وي، ژوند به له غمه ډک ورته ښکاره شي، د ذهن د هوسايني لپاره به موږ له سپړني څخه د مخ اړوني و څرنګوالي ته د خوشالۍ نوم ورکوو او تلپاتي بې زواله څرنګوالي ته به خوشالي وايو. خوشالي وکوشنيانو،کروندګرو، کارګرانو او ښځو ته د نورو خلګو په پرتله ډېره ور په برخه کېږي، چي د دوی په څرکونو يا احساساتو کي فطري غوړېدا وي او د خوشالۍ د تر لاسه کولو لپاره هغوی ډېري هڅي ته اړتيا نه لري. يوه ښايسته لوبته، ښه خواړه او د سترګو تېرايستونکي کالي هغوی خوشاله ساتلای شي. و کوشني ته خوږه ورکړه، هغه به له خوشالۍ جګ جګ غورځي. د غريب کارګر يا مزدور په مخکي ښه خواړه کښېږده، هغه به خپله خوشالي پټه نه کړای شي. و ښځه ته يوه ښه خيالوره جوړه کالي او يا يوه ښه ګېڼه ورکړه، چي له نورو ښځو څخه ځانګړتيا ور په برخه کړي، هغه به له خوشالۍ د ګوتو پر سرو ځي، د دې ټولو غبرګون به رښتونی او بې جوړې وي، د خوشالۍ لپاره دغسي رښتوني غبرګون ته اړتيا وي، ښه زړه يا مسرت تر خوشالي په زړه پوري او ډېر وخت پاته کېدونکی څرنګوالی دی، چي په هغه کي تر خوشالي ډېره ژورتيا او غوړېدا وي. د خوشالۍ په څېر د ښه زړه بنسټ په ټوليزه توګه پر بهرنيو لاملونو او شيانو باندي نه وي ولاړ، بلکې د دې سرچينه د انسان په وجود کي دننه وي. ښه زړه يا مسرت پر د باندني چاپېريال باندي تکيه نه کوي، دا هغه دننه څرنګوالی دی، چي پر هر شي باندي خپل رنګ غوړوي او د خواشينۍ او غم پر خوره شوې توره وريځ باندي خوږ رنګ لرونکی او زړه ته ژوند بخښونکی پوښ غوړوي، شان فورت وايي:
ښه زړه يا مسرت په اسانه نه شي تر لاسه کېدلای، ښه زړه په خپل وجود کي موندل ګران کار دی او بل ځای تر لاسه کول يې امکان نه لري.
د خوشالۍ تړون د جذباتو له رښتوني غبرګون سره دی، ځکه خو دا مهالنی وي. د ښه زړه اړه د ژوند له شعور، د فکر له ژوروالي، د پلټني او پنځوني سره وي، ځکه دا يو تلپاتی څرنګوالی وي. خوشالي په اسانه سره تر لاسه کېدلای شي، خو ژر بيرته له منځه ځي. ښه زړه په ګرانه تر لاسه کېدلای شي، خو بيا تر ډېره وخته پوري پر ځای وي. رښتونی ښه زړه د هغه وګړي په برخه وي، چي د ژوند ژور شعور لري او د لوړ مرام د تر لاسه کولو په هڅه وي. لوړ مرام درې ډوله وي، پلټونکی، پنځوونکی او ودانيز. په بله مانا کي پوهاند، هنرمن، او د سمون کار مرام، چي د عملي استازيتوب لپاره يې په بشپړ ډول په ځان سپارنه او تر ځان په تېرېدنه سره د ښه زړه تلپاتې شتمني تر لاسه کېدلای شي. د پلټونکو په ډله کي ساينس پوهان او فلسفيان راځي، چي خپل ژوند يې د علمي ستونزو د هوارولو لپاره ځانګړی کړی وي، په دې کي هغه خلګ او پوهان ګډون نه لري، کوم خلګ چي خپله پوهه خرڅوي، يا په بله مانا ځان په ساتي او له علم څخه يې د زر تر لاسه کولو وسيله جوړه کړې وي، ارسطو ليکي:
يوه ورځ د شاه حېرون ښځي له سماناوېس څخه و پوښتل، چي:
“پوهي ښه ده، که شتمني تر لاسه کول، مانا شتمن کېدل”
سمانا وېس ورته و ويل:
“شتمن کېدل ښه دي، ولي موږ وينو، چي پوهان هر وخت د واکمنانو پر کمبله ناست وي.”
خو زموږ مرام داسي پوهان نه دي، بلکې هغه د پوهي څښتنان دي، د چا په اړه چي ابن خلدون ويلي دي:
د پوهي او هنر څښتنان له شتمنۍ(دنيا) څخه بې برخي وي، د ډوډۍ برخه و هغوی ته په خپل هنر کي ور رسېږي او هغه په خپل هنر کي ډوب(مست غرق) وي.”
د فرانس له نوموړي ساينس پوه لويي پاسيتر څخه چا و پوښتل:
“تا ته له خپلي پلټني څخه څه مالي ګټه تر لاسه شوې ده؟”
پاسيتر و ويل:
“کوم ساينس پوهان چي د مالي ګټي لپاره پلټنه کوي، هغه د پوهي د سپکولو او بې پته کولو لامل دي.”
د اين سټاين په اړه دا خبره ډېره خوره ده، چي د امريکې د يوې مجلې مدير هغه ته د يوې ليکني په بدل کي د ډېرو روپيو د ورکولو وړانديز کړی وو. له ډېره خښمه د اين سټاين تر سترګو ويني ورته غورځېدې او هغه و ويل.
“دا بې پته او نه سړی کېدای شي، ما هم د سېنما يو اېکټر ګڼي.”
کوم خلګ چي د مالي ګټو تر لاسه کولو لپاره پوهه تر لاسه کوي، د هغوی په خوله کي هغه اغېز نه وي، چي په رښتوني پوهانو کي وي. يوه ورځ د هندسې يوناني پوهاند اقليدس ته د يوه رييس زوی د زدکړي لپاره راغلی. اقليدس يوه خبره ور زده کړله، د رييس زوی ورته و ويل:
“چي د دې خبري زدکړه څه ګټه لري.؟”
اقليدس يو مريی را وغوښتی او ورته و يې ويل:
د رييس و دې ښاغلي زوی ته د دې خبري د زدکړي په بدل کي يوه اشرفۍ ورکړه او په مخه ښه ورته و وايه.”
د فلسفيانو د غنا يا مړې ورځي څخه يو متل جوړ دی. فلسفي پر ژوند باندي په ژوره کتنه لرلو سره د ښو ارزښتونو ټاکنه کوي، د لوړو مرامونو و خوا ته د اولس پام را اړوي، په پينۍ کي د انسان د ارزښت ټاکنه کوي، د ساينس د موندنو په روڼا کي د ژوند د مرامونو ټاکنه کوي، و شتمني او واکمني ته هيڅ ارزښت نه ورکوي. سقراط به په څيرو او شلېدلو کاليو لڅ سر او لڅو پښو له کوره را و واتی، د لويو لويو رييسانو زامن به ورته ولاړ وو، له ده سره به يې خبري د خپل وياړ وړ بللې. يوه ورځ سقراط د ايتهنز په ښار کي د ساتېري لوړ بيعه شيان په پلورنځي کي و ليدل، چي يوه پلورونکي د خرڅلاو لپاره ايښي وو، و هغه ته په کتلو کتلو سره سقراط و ويل:
“په نړۍ کي داسي ډېر څه شتون لري، چي زه يې اړتيا نه لرم”
افلاطون له شتمني کورنۍ سره اړه درلوده. شتمني يې ډېره وه، رنګينه ځواني وه، هر څه ته يې لاس رسېدل او ډېر څه يې په لاس کي وو، خو د ټولو په پرېښوولو سره يې د سقراط ښوونځی ځان ته خوښ کړی، هلته زده کوونکی شو. ارسطايي پس فلسفه خپله نيالي او تلتک ګڼله، له مال او شتمنيو څخه بېخي بې پروا وو. يو ځل د هغه يوه منونکي رييس له مرمر کاڼي څخه يوه ماڼۍ جوړه کړه، و ارسطايي پس ته يې د ورښکاره کولو لپاره هغه له ځان سره بوتلی، په ماڼۍ کي په شا او خوا ګرزېدلو سره يو دم ارسطايي پس پر مخ ور تو کړل، چي له کبله يې هغه ډېر سره و ايشېدی، ارسطايي پس و ويل:
“د مرمر پر دې روڼ کاڼي مو څنګه توکلي وای، ستا له مخه پرته بل د توکلو وړ ځای نه وو، چي توکلي مو وای.”
د دېوجانس په کيسه خو ټول جهان خبر دی. کله چي سکندر اعظم ورته و ويل، څه ته دي زړه غواړي، يو شی و غواړه، دېو جانس و ويل:
“ته لږ يوې خوا ته شه، سايه مه را باندي کوه، لمر را ايله کړه”
سکندر و ويل:
“که چېري زه سکندر نه وای، نو به دېو جانس جوړشوی وای.”
ستر فنکاران د پنځوني ښه زړه لرونکي وي. چي د هغه په انډول زر او مال و هغه ته هيڅ ښکاري، د اسټريا نوموړي موړ زړه لرونکي موتسارت ډېر ستړی او وږی ژوند درلودی. د ژمي يوه واورينه شپه وه، د موتسارت او د هغه له ښځي سره د خوړلو لپاره وچه ډوډۍ هم نه وه، د اور سکاره هم نه وو، چي خپله خونه يې په توده کړې او ځان يې له سکاروي په ساتلی وای، دواړه کپېدل، پر دې وخت موتسارت يو ری(فکر) و واهه، و خپله ښځه ته يې و ويل، چي راشه، زه او ته دواړه و ناڅو، چي له کبله يې تاوده شو، له سکاروي به و ژغورل شو، نو بيا مېړه او ماينې همداسي وکړل. موتسارت په يو ډېر ځپلي اکر(حالت) کي و مړ، هغه په يو داسي کډي يا کنده کي واچول شو، چي نن يې د څلي نخښه هم پاته نه ده، خو د هغه د ژوند ستړې ورځ و نه توانېدله، چي له پنځوني دي يې ګوښه کړي. هغه چي د خپل پنځ په نغمه او سرود کي کوم خوند موندلی وو، و هغه ته يې په خپل وس او پوهه دومره ځلا ور وبخښله، چي تل به پاته او وګړيو ته به تل تر تله پوري ښه زړه ورلوروي. بيټ هوون له اورېدو بې برخي شو، چي له کبله يې د ډېرو ستړو ستومانيو سره مخامخ شو، خو پر ناوړه ژوند لرلو برسېره يې بې ساري نغمې وړاندي کړې. د وخت خنډونو د ګوغ لاره و نه نيوله، هغه نوې انځورګري د اوج و بام ته وخېژوله. نهيليو او ناندريو د مرزا غالب د ژوند د پنځ(تخليق) سرچينه وچه نه کړای شوه او هغه د اردو ژبي د شعر کرونده ښه خړوبه کړه، مرزا غالب ټوله ژوند له ډېرو ستړو او بد بختيو څخه ژړا وکړه، خو هغه په خپل ارزښت او درنښت هم خبر وو او خپل ځای ورته څرګند وو، ځکه خو يې په لوی زړه و ويل،
کومه خبره نه شم کولای؟ زه د مرغلرو پلټونکی يم
ايا زه ځګر نه لرم؟ چي په کيندنه يې معدن تر لاسه کړم
د هغه يو فارسي شعر دی:
دانش و ګنجينه پنداري يکيست
حق نهان داد انچه پيدا خواستيم
طرماح د عربي يو ازاد خياله شاعر وو. يوه ورځ امير مخلد د يزيد زوی ورته و ويل، چي په ولاړي شعر و وايه، طرماح و ويل:
هيڅکله نه. د شاعرۍ پت او وياړ دا نه دی، چي زه ولاړ شم او هغه ما سپک کړي او زه هغه د خواري او ناوسي ورځي له کبله بې پته کړم، شاعري خو د وياړ ستن(تمبه) ده”
د سمون چارو او اووښتون خوښوونکو تګلاره او مرام ودانوونکی وي. هغوی د دنياوي خوندونو څخه په مخ اړولو سره خپلي ټولي هڅي او وس د اولس د ښېګړي په لاره کي ځانګړی کوي. کله چي هغه ويني، چي اولس د تېري او زياتوب په ژرنده کي اڼل کېږي، د رايو وړاندي کوونکي په کونجونو کي غلي ناست دي، په هېواد کي هر ځای ځان ښکاره کول، ځانځاني، شاپون(چاپلوسي) او دروهل غوړېدلي دي. نو هغوی د وګړيو د ودانۍ لپاره سر په لاس کي اخلي، په لوی زړه رښتيا ويل د هغوی مرام او نخښه وي. د همداسي پخې ارادې لرونکو له کبله د انسان د درنښت ماڼۍ ودانه ده. دا د خپلواکۍ د تاريخ مېړنيو د انساني ځيل يا نوعي په هر پړاو کي شتون لرلی دی، که داسي مېړني نه وای، هيڅ کله به اولس د مرييتوب جغ[1] له غاړي نه وای کښلی او نه به يې ځان ور ځني ژغورلی وای، د دوی هڅي دي، چي له پېړيو څخه په اولس کي د خپلواکۍ تر لاسه کولو اروا ژوندۍ ساتي، دوی په زندانونو کي بند او ځورېدل د دې لپاره پر ځان وړي دي، چي نور خپلواک و اوسي، دوی لوږه پر ځان ځکه وړي، چي نور په نس ماړه شي، دوی لڅ ځکه پاته وي، چي نور پټ کاندي، دوی و پاڼسۍ ته ځکه خېژي، چي نور پر دريځ په واز کومي خپله خبره وکړلای شي، دوی په ستړي او بېوزله ژوند کي د دې لپاره تر مرګه پوري ځان رسوي، مري، چي نور خوشاله او ښه په زړه پوري ژوند و لري، دوی په مهال کي ستړي ځکه پر ځان مني، چي را روان زېږد خپلواکي او ښه ژوند په برخه و لري. د انسان د خپلوۍ په لاره کي په عملي تګ استازيتوب کي د دوی د تلپاتي ښه زړه او خوشالۍ راز پټ وي، لويي فشر ليکي:
“د يوې نوي نړۍ اړتيا ده، نوې نړۍ چېري ده؟ روڼ سباوون چېري دی؟ په دوی کي په کار بوخت يو هم نه ښکاره کېږي. دا نوې نړۍ په هغو خلګو نه ودانېږي، چي په بل پسې په ړندو سترګو په پسي شا تګ اموخته شوي وي، بلکې دا به سمون چاري ودانوي. هغه ياغيان له چا سره چي څرګنده کړنلاره وي، هغه خلګ له چا سره چي نوي نوي خيالونه وي، هغه خلګ چي په لوی زړه پر يوه کړکېچنه لاره باندي د تګ زړه کوي، که څه هم له هري خوا پر هغوی باندي وارونه کېږي.”
د همداسي خلګو په اړه د زېدون زوی ويلي دي.
تعددنني کالعنبر الودو انما
تفرح لکم انفاسه و هو يحر
ژباړه: (ته ما لکه عنبر داسي و شمېره، چي په خپله خو سوځل کېږي، خو و هري خوا ته د خوږ بوی دودونه خوروي)
د دې سپړنو پايله دا ده، چي ښه زړه، بلهاري، قرباني، وګړپالنه، علمي ژورتوب، د پنځوني هنر، فلسفيانه پوهه او د نفس له سپېڅلتابه څخه لاس او خوله سره نيسي، مانا هوسايي تر لاسه کېږي، په بله مانا موږ په يوه نه يوه بڼه کي و يو چا ته د ښه روغ زړه او په خوشالي ورکولو سره د ښه زړه څښتنان جوړېدلای شو، چي ښه زړه په خپله يوه پېرزوينه ده، سومرسټ مام وايي:
“کله چي ته له يو چا سره ښېګړه کوې، نو د هغه په بدل کي تا ته د ښه زړه څرک در په برخه کېږي، له هغه څخه د منني هيله کول زياتوب دی.”
د خوشالۍ او ښه زړه کوم لاملونه او،، چي موږ يې يادونه کړې ده. د هغوی په وړاندي شتمن خلګ له خوشالۍ او ښه زړه څخه بې برخي پاته وي. د خوشالۍ د احساسولو يا څرک کولو لپاره و سادګي، سپېڅلتوب او غوړېدلو جذباتو ته اړتيا ده. د کوشنيانو لپاره خندل هم دومره فطري دي، لکه د غوټۍ لپاره غوړېدل، يا د توتي لپاره چوڼکی، کروندګر او مزدور چي د ټولي ورځي تر خواري او ستړيا وروسته کله له کاره څخه راشي، يو ځای سره کښېني، ګپي سره کوي، کله سندري سره وايي او کله په زوره زوره سره خاندي او د خپل وخت خوږلت احساسوي. د شتمنو خلګو جذبات خوښي او رنګيني، د ځانخوښوني، ځان ليدني او وغم يا غرور له کبله خپله فطري غوړېدا له لاسه ورکړي، له هوسايي خوښوني څخه يې ژوند بې خونده او بې څرنګوالي شي، نه ښه خوړل او نه ښه اغوستل هغه ته خوشالي ور په برخه کولای شي، ولي چي دوی په هغه اموخته شوي وي او نه دوی خوږ خوب لري، د سکندر اعظم وينا ده:
“کوم خلګ چي د خپل لاس زيار کاږي، ښه خوږ خوب لري، د هغو خلګو په پرتله د کومو خلګو لپاره چي نور زيار کاږي.”
په دې اړه به يوه کيسه په زړه پوري وي، چي مولانا حالي په مجالس النساء کي بيان کړې ده. د مېرمن زبېدې پلار وايي:
“کله چي زه پنجاب ته ولاړم. په دې ورځو کي ډېره ګرمي وه. يوه ورځ په تګ تګ کي راباندي غرمه شوه، د يوې وني په سېوري کښېنستم، لږ ګړی وروسته له يوې خوا څخه يوه کجاوه راغله، اته کسه وړونکي ورسره وو. يو اوبه راوړونکی او دوه چوپړيان، پر کجاوه باندي شا او خوا د وچو وښو کوډل رغېدلې وه، اوبه راوړونکي پرله پسې اوبه پر پاشلې، مخامخ لېري يو څو سايه لرونکي وني ولاړي وې، هلته راغلل او پړاو يې واچاوی، په څنګ کي يې د اوبو څاه او يو د حلوايي دکان وو. کجاوې وړونکو کجاوه تر سېوري لاندي کښېښووله او دوی د اوبو څاه ته ولاړل، لاس مخ يې پرېولل او راغلل، د حلوايي له هټۍ څخه يې ځان ته څه راواخستل، په سيوري کي يې و خوړو ته کښېنستل، تر خوړو وروسته يې په مرلۍ وهلو پيل وکړی، سندري يې پيل کړې. هلته يو ځوان ته ګورم، چي په کجاوه کي يې های او هوی ځي، په سقاو باندي په وار وار اوبه راوړي او پاشي په کوي. ما يې له چوپړيانو څخه پوښتنه وکړه، چي ايا”دا ځوان ناروغه دی؟ “هغوی و ويل” ښاغلې: ناروغه خو نه دی، له ګرمۍ څخه چيغي وهي، ” ما په زړه کي و ويل، لويه څښتنه: دا ستا شان دی، چي په دې اهاړ کي پر دې ايشېدلې مځکه باندي په لڅو پښو راتګ او پر وږو کجاوه راوړل، خدای خبر، چي له کومه ځايه به يې راوړې وي، خو د راوړونکو يې دا حال دی، چي په خوند ناست خپله مرلۍ وهي، سندري وايي، دا يې هم پر بڼه نه ده څرګنده، چي له کومه ځايه يې دا کجاوه پر وږو راوړې ده. بلي خوا ته دا سړی وګوره، چي په کجاوه کي ناست دی، نه لاس ښوروي، نه پښې ښوروي، دننه په سيوري ناست دی، د خاښو پړدې يې پر اړخونو په اوبو سړېږي، سوړ باد يي وهي، خوږ بوی يې پر مښلي او بيا يې هم دا حال دی، چي له ګرمۍ څخه په چيغو سر دی.
دا خو څرګنده ده، چي د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره انسان و پيسو ته اړتيا لري. خو د کوم سړي په پيسو چي د هغه اړتياوي په ښه ډول پوره شي، هغه ته شتمن نه ويل کېږي. شتمني و زياتوب پيسو ته وايي، چي د اړتياوو د پوره کولو وسيله نه وي، بلکې په خپله مرام ترې جوړ شي. د دې زياتوب پيسو يا سرمايې يوه ځانګړتيا دا وي، چي په خپله هم بې کراره وي او خپل څښتن هم بې کراره ساتي. د شوپنهاير په وينا: شتمني د درياب تروې اوبه دي، چي څومره يې څښې، هغومره د سړي تنده زياتوي. يو سرمايه دار سړی کارخانه جوړوي، په برياليتوب سره يې کار روان وي، له کارخانې څخه ښه ګټه ورته راځي، خو هغه پر دې نه درېږي، د يوې بلي کارخانې د جوړولو په هڅو پيل کوي، کله چي هغه هم پر ګټه سپره شي، بيا د دريمي کارخانې د جوړولو په هڅو بوخت شي. دا لړۍ هم داسي روانه وي، بيا د يوه هېواد کارخانه لرونکي په ملتيا سره په ګډه سرمايه باندي لوی لوی کارخانې جوړوي، چي داسي کړه و اجاره دارۍ ته د ودي لامل ګرزي. بيا هم دغه لاسبرتيا لرونکي يا اجاره داران په ملتيا سره پر نړيوالو منډيانو باندي د برلاستيا لپاره خپلي هڅي کوي، لکه څنګه چي د امريکې د ګډو رياستونو برلاسو دا کار تر سره کړی دی. دا خلګ غواړي، چي ټوله نړۍ د دوی د شيانو د خرڅلاو لپاره ديوې پراخي منډۍ بڼه خپله کړي.همدې هوس او غوښتني د امريکي ځبېښاک پنځونه کړې ده، د امريکي برلاسو له بېلګي څخه دا خبره څرګندېږي، چي د زرو غوښتنه سوکه سوکه د لېونتوب بڼه خپلوي. رومين رولان په “ژان کرستوف ” کي ويلي دي:
“شتمني يوه ناروغي ده او ټوله شتمن ناروغان وي.”
په بيدپايي کيسو کي د دې خبرو د سپيناوي لپاره يوه په زړه پوري بېلګه وړاندې شوې ده: چي
“د ډېر هوس لرونکي و هغه چا ته ورته دي، چي هغه د الماس غره ته د لويي مرغلري په لټون لوړ خېژي، چي کله يې مومي، نو د بيرته راتګ وس يې له لاسه ورکړی وي، چي پښې يې د مرغلرو په تېرو څوکو ټپي شوي وي.”
د عربو د نوموړي سخي او شاسوار حاتم زوی د عبدالله شعر دی.
اذاکان بعض المال و با لاهله
فانی بحمد الله مالی معبد
ژباړه. ( که چېري د يوه شتمن سړي شتمنيو د هغه د څښتن ځای نيولی وي، هغه يې په لمانځنه بوخت وي. نو دا دي د هغه برخه وي، زه خو خپله شتمني ته د مينځي په سترګه ګورم، د بادار په سترګه نه)
ژوند دومره لنډ دی، چي هيڅ سړی په يوه وخت کي پر شتمني او سړيتوب باندي برلاسی کېدلای نه شي. ځکه خو د ځوانۍ په پيل کي له دې دوو څخه د يوه ټاکنه تر سره کېږي. د سړيتوب لپاره د ژوند د شعور، د پوهي تر لاسه کولو، د فکر او ژور کاته، د ښکلا خوند او ښو ارزښتونو د خپلولو اړتيا وي. کوم سړی چي شتمني راټولول غواړي، له هغه سره دومره وخت له کومه وي، چي هغه دي دې خوا ته پام را واړوي، نو ځکه د هغه جېب ډک وي، خو دماغ يې تش پاته وي. د شتمنو خلګو دا لويه ستړې په برخه وي، چي هغوی د خوند او فکر د خپلي بې برخي ورځي په اړه ناخبره پاته وي. البېروني پر ځای ويلي دي، چي د پوهي و څښتنانو ته که له شتمنۍ څخه د خپلي بې برخي ورځي په اړه خبرتيا وي، وي به، خو شتمنو خلګو ته د دې خبري په اړه دا څرک او احساس نه وي، چي هغوی له پوهي يا علم څخه بې برخي پاته دي. شوپنهاير ليکي:
“ګڼ شمېر شتمن له ښه زړه څخه بې برخي وي، ولي چي هغوی له سړيتوب څخه بې برخي او بې پروا وي. شتمني بې له شکه د ژوند اړتياوي پوره کولای شي، خو ښه زړه نه په رانيول کېږي. شتمني اپوټه د خواشينۍ لامل وي، ولي چي د شتمنيو ساتنه او څارنه ډېر کاهښت لري، خو بيا هم ډېر خلګ د شتمنيو تر لاسه کولو لپاره منډي وهي. يواځي په شمېر کسان به وي، چي و سپېڅلې اروا او سړيتوب تر لاسه کولو ته به ارزښت ورکوي او په درنښت يې منونکي دي.”
شتمن خلګ په هغو وختونو کي چي کار يې نه وي، ځان ډېر ستړی، ديغ او بېزاره ورته څرګندېږي. له خوند او فکر څخه د بې برخي ورځي له کبله هغه د زړه ښه کولو يا غوړولو لپاره هيڅ نه لري، په خپل ګرېوان کي له کتلو څخه ځان ژغوري، ولي چي هغه سر له سره وران وي. له دې ديغت او بېزارۍ څخه د ځان ژغورني لپاره هغوی د بانډارونو، سيلونو او نشو تماشو لاره خپله کړي. و داسي خندا او خوشالي ته د ښه زړه نوم ورکوي، د خوشالۍ او خندا يوه ځانګړنه دا وي، چي دا مهالنۍ وي، بيا يې پايلي ډېري ناوړه او خواشينوونکي وي، چي په دې بانډارونو او سيلونو کي د څه وخت په تېرېدلو سره دا خبره را برسېره شي، چي هغه له ښه زړه څخه هم هغسي بې برخي دی. د هغه دا باور چي په شتمني هر څه را نيول کېدلای شي، بې ځايه جوت شي. د شتمنيو جادويي واک له ماتي سره مخامخ شي، د خپلو هڅو له بې ځايه او بې ارزښته ورځي څخه هغه له ځوروونکي کاهښته سره مخامخ شي. د امريکې او يورپ روغتونونه په داسي کاهښتمنو باندي ډک دي، چي په دې اندېښمن دي، چي موږ له ژوند څخه څه تر لاسه کړل، اوس څه کول دي، چېري ولاړ شي؟ د برټرېنډ رسل په وينا: د ښه زړه تر لاسه کولو لپاره اړينه ده، چي زموږ يو څه غوښتني دي تږي پاته شي. دا شتمن او برلاسي خلګ چي ټولي غوښتني يې تر سره کېږي، ټول ارمانونه يې ارمانونه نه وي پاته، اوس د څه غوښتنه و لري، چي د دوی په سړو زړونو کي له نوي سره څخه د ژوند ولوله را و ټوکوي. نو ځکه دغه د ژويو په څېر دلي دوري منډي وهونکي خلګ پای يو ځای په پټه خوله سا ورکړي. الډس هکسلې په خپل يو رومان يا ناول “تر پسرليو وروسته” کي د امريکې د يوه کروړ پتي”جوسټوېټ” د ادر(عبرت) وړ کردار وړاندي کړی دی، چي شتمني ښه زړه نه شي ور په برخه کولای. ان چي د هغه ځوانه ملګرې هم د هغه و شتمني ته و نه ګوري او ځنې ولاړه شي. دی يواځي پرېږدي او دی په اندېښنو کي ډوب او له دې پوښتني سره مخامخ پاته شي، چي داسي ولي وشو.
د ميني محبت، خوشالۍ او ښه زړه يوه سرچينه ده. خو پر هغه چينه باندي د اوبېدلو لپاره په کار دی، چي سړی تر خپل نفس تېر شي. خپل ځان وسپاري. خو د شتمنو خلګو يواځي له خپل ځان سره مينه په وس وي، هغه و بل چا ته يواځي تر دې بريده پوري “چي دی پرې برلاسی دی” د کتلو وس لري، چي تر کومه بريده پوري هغه د ده د زهتوب پالنه کوي، په شاپون(چاپلوسي) باندي د ده سره د ليدلو په غوښتنه د ده د ځان خوښوني وغم يا کبر پر ځای ساتي. هغه د ښځي د ښايست او ښکلا په هنداره کي هم د خپل زهتوب ننداره کوي، لکه د “لرمنتوف” يو کردار چي وايي.
“زما مينه هيڅ کله زما د ښه زړه لامل نه شوه، ولي چي ما له خپلي ميني سره په مينه کولو کي کله هم له بلهارۍ او ځان سپارني څخه کار نه دی اخستی. ما تل له خپل ځان او خپل خونداخستني سره مينه لرلې ده” (نيا هيرو،مانا نوی اتل)
د شتمنو خلګو يوه ناوړتيا دا ده، چي هغوی خپل ځانونه تر فطرت لوړ ګڼي او تر ځان و کښته خلګو ته په سپکه کتلو اموخته شوي وي. که چېري هغوی تر ځان و کښته چا ته يو وخت په درنه سترګه ور وګوري، نو هلته هم د خپلي برلاستيا پالنه تر سره کوي. دا درانه کاته يې هم د هغه چا په برخه وي، چي په هره خبره کي له دوی سره د يووالي په څرګندونه نه ستړي کېږي. هيڅ يو سړی که چېري د دوی په مخکي د خپلي رايي څرګندونه په خپلواکه توګه وکړي، يا د دوی د يوې خبري د نه منلو زړه وکړي، دوی لکه کوشنيان خوابدي شي. ځيني شتمن په علم او هنر کي څه نه څه لاره مومي، د خپلي علمي ميني د جوتولو لپاره نګارخانې جوړي کړي، يا د موسيقي او بل ډول غونډي جوړوي، چي مرام يې په خپلو ملګرو کي د ځان لوړاوی او ځانګړتيا جوتول وي. په دې غونډو کي روپۍ د ده ګارېږي، ځکه دی هيله کوي، چي کله زه پر يو علمي او ادبي اړخ ږغېږم، نو اورېدونکي به زما د خبرو په پخلي او ستاينه کي سپما نه کوي. داسي غونډي د پوهي او کمال د سپکاوي لامل جوړېږي. تر ډېره بريده پوري دا خبره پر پوهانو هم راځي، چي هغوی په خپله د يوه شتمن د وغم او غرور په ساتنه او پالنه کي برخه اخلي. کله چي يو شتمن يا واکمن د خپل پت پالنه او ساتنه کوي، نو پوهانو ته هم په کار ده، چي د خپل علم پوهي او ارزښت خيال و ساتي.
که چېري و شتمنو ته د دې خبري احساس و شي، چي هغوی څومره بې خونده، بې څرنګوالي، بې ځايه، بې مانا او بې مرامه ژوند تېروي، هغوی به خپله شتمني را واخلي، په کوڅو کي به يې لکه انبار داسي و غورځوي. خو ستړې دا ده، چي د دوی دغه احساس هم تروړل شوی دی، هغوی د سرو زرو دروند جغ پر وږو اخستی دی، که يې څه هم په هغه بار وږې وچي او بې وسه شي، هغه له ستړيا څخه و رېږدي، کښېني، خو بيا هم په رېږدېدلي ځان ولاړ شي او په هغه جغ پوري نښتی وي، دا جغ يې په وږو کي نجتی خوښ وي، خو له ځانه څخه لېري کول يې په هيڅ حال کي هم په وس نه وي او نه يې خوښ وي، چي هم دا د دوی مقدر يا برخه ده.

[1]هغه لرګي ته ويل کېږي، چي د يوي د غوايه په وږو کي پروت وي .
پای