کور / تازه خبرونه / دافغانستان ۴۲٪ نفوس دفقر ترکرښی لاندي او ۲۰٪ دفقر ترکرښي پورته ژوند کوي

دافغانستان ۴۲٪ نفوس دفقر ترکرښی لاندي او ۲۰٪ دفقر ترکرښي پورته ژوند کوي

«افغانستان دنړۍ ترټولو فقیر هیواد دئ« دغه څرګندوني دډېرو راډیوګانو، تلوېزیونونو، سایټونه او خارجي مؤسساتو څخه اورېدل او لیدل کیږي.روا ټکي کام په خپل ویب سایټ کښي لیکلي دي چي دافغانستان شل میلیونه نفوس دفقر ترکرښي لاندي ژوند کوي چي په جنوبي اسیا کښي تر ټولو لوړه فیصدي محاسبه سوې ده. داینډیکس مونډي ټکي کام دحصایې له مخي دافغانستان ۳۶٪ وګړي دفقر ترکرښي لاندي ژوند کوي. دتازه معلوماتو له مخي دافغانستان ۴۲٪ نفوس دفقر ترکرښی لاندي او ۲۰٪ دفقر ترکرښي پورته ژوند کوي. داقتصاد علم له مخي کله چي یوڅوک دورځي تریوه ډالره کمي پیسې ترلاسه او دژوند اساسي ضررورتونه ئې په حل نه سي، دفقر تر کرښي لاندي او که تریوه ډالرز یات تر لاسه بیا دفقر ترکرښي پورته او که یو ډالر ترلاسه دفقر کرښه ورته وایي چي دغه معیار ددولتونو له خوا ټاکل کیږي.
په افغانستان کښي داکثرو کوچیانو، بزګرانو او کلیوالي خلګو دژوند کولو معیارونه خراب دي، ویل کیږی چي دافغانستان یو میلون مېرمني کونډي دي چي په اوسط ډول څلور بې پلاره اوبې سرپرسته کوچنیان لري، ددغو کوچنیانو دتغذیې له پاره یوازنۍ لار ه فقر دئ. یو سپین ږیري ازادۍ راډیو ته وویل چي خپله مریض دئ، سهار اولادونه او مېرمن په په فقر پسي واستوي او ماښام ته ئې ایله سل یا دوه سوه افغانۍ ټولي کړي وي چي دژوند ګذاره ئې نه په کیږي. په افغاستان کښي دشوروي اتحار له ماتېدو څخه وروسته بیا تر نن ورځي پوري په کلیوالي او ښاري سیمو کښي فقر خپور دئ چي مختلف عوامل لري:
داقتصادي چاروکارپوهان:د سودي بازار ګرمېدل، دتجارانو له خوا احتکار او مصنوعي کموالى،د کارګرانو او مزدورانو حقوق تر پښو لاندي کول، په درواغو د مساواتو چيغي وهل او طبقاتي کشمکش په افغانستان کښي دفقر عوامل بلي.
ځیني نور بیا په دې اند دي چي دافغانستان اقتصاد پر زراعت ولاړ دئ او دغه سیکتور دتیرو دېرشو کلنو راهیسي خراب سوی دئ اوبل خوا بیا دافغانانو کورنۍ ډېري پراخه او زیات ماشومان پکښي وسیږي نو ځکه زیات افغانان دفقر سره مخ دي.
وموغوښتل چي دفقر په اړه د طبي کارپوهان نظر واخلو دوی راته وویل چي فقر د روغتيا له پاره زيان رسوونکى دئ، بدني قوت له منځه وړي او فقير وګړي نه سي کولاى چي خپله تداوي په سمه توګه وکړي.
ددیني اواسلامي چارو کارپوهان بیا وايي فقر انسان د ناپوهۍ لور ته بيا يي او د زده کړې څخه ئې بې برخي کوي،غريب او فقير وګړى نه سي کولاى چي د خپلو اولادونو سره د هغوى د زده کړي پر وخت لازمه مرسته وکړي چي بشپړه ښوونه او روزنه ئې وکړي. فقر عقيده کمزورې کوي او انسان خپل خويونه له لاسه ورکوي. په هغه ټولنه کښي چي فقر واکمن وي ديني روحيه کمزورې وي او خلک د نفسي غوښتنو پېروي کوي.
دارواپوهانو او ټولنپوهانو له نظره فقر د انسان د پريشانۍ او فکري ګډوډۍ سبب ګرځي،زړه تنګي را منځته کوي او له خلکوسره په يو ډول دښمنۍ اخته کیږي، د ښځي اوخاوند ترمنځ اړيکي ګډي وډي کوي او کورني حالات خرابوي ،د اخلاقي بې لارۍ او ډول ډول جرائمو لکه: زنا، قتل،غلا، او نورو ناوړه کړنو سبب کيږي.
په تیرو دوولسو کلنو کښي دافغانستان سره په بیلیونو ډالره بهرني مرستي وسوې خو بیا هم دعوامو په ژوند کښي تردې مهاله کوم دپام وړ مثبت تغیر نه تر سترګو کیږي او نه دولت دفقر دمخنیوي کوم مؤثر بدیل وړاندي کړي دئ.