کور / ترخې خبري / د کابل چټله هوا؛ یوه لویه ننګونه

د کابل چټله هوا؛ یوه لویه ننګونه

ژوندې مخلوقاتو لپاره پاکه هوا ډیره اړېنه ده، د پاکې هوا او پاک چاپېریال له کبله ټول ژوندې موجودات ښه وده کوي او د وربښل شوو صلاحېتونو په کارولو سره چاپېریال کې خپل رول لوبوې. همدا رنګه انسانان هم د پاکې هوا او پاک چاپېریال لپاره اړتېا لرې ترڅو ښه صحت او سالم جسامت ولرې، خپل ژوند آرام، سوکاله او په خوښېو کې تیر کړې. د پاکې هوا نه مطلب په چاپېریال کې د غازونو هغه ځانګړی جوړښت ده کوم چې ژوندې موجوداتو لپاره د فایدې وړ ګرځې، که چېرې دغه جوړښت کې د غیر طبېعې عواملو له امله داسې بدلون راشې چې د ژوندې موجوداتو خطر ګرځې چټله هوا ګڼل کېږې.
څرنګه چې کابل ښار د څو لسیزو جنګونو له کبله نه یواځې د لا ودانولو څخه پاتې شو پرضد يې د موجودو پخوانیو بنسټونو نه هم محروم شو. هغه کابل چې یو وخت کې به يې د پاکې هوا، د سیل ځایونو، او پراخه سرکونو روح ته آرامتیا وربښله نن خپله د يوې سترې ننګونې ښکار ده. د نړېوالو معیارونو په نسبت د کابل ښار هوا څو وارې چټله شوې. د دې چټلتیا عامل که څه هم هیواد کې د څو لسېزو جنګونه، بمبارۍ، د وسلو او بارودو بې درېغه کارونه او نورې ورانکارۍ دې نو له بلې خوا په ښار کې د ښاریانو ازدهام هم له حده اوښتی، هاغه ښار چې د نېم مېلون ښاریانو لپاره جوړشوی وو نن د ۷ میلونه انسانانو کوربه توب کوې. د ښار غونډۍ او تپې چې باید د ښار د شېن والې او ښکلا موجب ګرزېدلې وای نن په بې قانونه او خامه کورونو پوښول شوې.
په ښار کې د چټلې هوا نور عاملونه په لاندې ډول دي.
• په ښار کې خامه لارې او سرکونه
• د بې کاره او پخوانېو موټرونو کارول
• په کورونو کې د پلاستېکونو، زړو ټایرونو او استعمال شوو مبلایلو سوزول
• د بې کېفیته غاز، پترول او ډېزل کارول
• د ډېزل او پترولو په وسیله جنراتورونه د برېښنا تولید لپاره استعمالول
• په ژمې کې د لرګېو او ډبرو سکاره کارول
• د ښار جغرافیې موقعیت چې د غرونو په مېنځ کې راګېر ده او چټله هوا يې په فضا کې راګېره کړې.
د ترافیکو ریاست په وینا دا مهال کابل ښار کې ۳ سوه زره واړه موټرونه او ۱۰۰ زره بار وړونکې موټرونه ګرځې، د دومره لوی عدد موټرونو ګرځیدنه په یو وړوکې ښار کې، ډېری برخه موټران زاړه دې ، ماشینونه يې پر وخت نه پاکېږې چې له وجې يې ۳۰ سلنه زیات دود تولیدیږې، بیا د ټیټ کیفیته تیلو (پټرول/ډیزل) هیواد ته د واردولو ټول ښار په دود او ګردونو لړل شوی وې. د ښار په فضا کې د ۲۵۰ نه تر ۵۰۰ مترو پورې د ګرد او دودونو یوه طبقه (پوړ) جوړه شوې چې ښار ته په داخلیدو د ورایه لیدل کېږې.
بله لویه بدبختې خو لا دا ده چې د ښار په شا او خواوو کې د خښتو بټۍ جوړې شوې، د خښتو د پخولو لپاره ټایرونه، د ډبرو سکاره، نور ربړونه او پلاستېکونه سوزول کېږې چې ورڅخه ډېرمقدار دود هوا کې بې د کومې پاکونې پرېښودل کېږې ( دغه دود کې ډېر زهرجن کېمايې مرکبونه لکه بنزین، ډایو آکسین او داسې نور د غازو په شکل کې شامل وې) چې زمونږ د هوا برخه ګرزې. ډیری ښاریان پخلې او ژمې کې تودوخې لپاره کارول شوې مبلایل سوځې چې له کبله يې هوا چټله کېږې، دیوې سروی پربنسټ کال کې ۲۰ میلونه لېتره مبلایل د سوون لپاره کارول کېږې. د دغه مبلایلو په سوځیدو سره زهرجن غازونه لکه لېډ، کرومیم، نکل، زنک، او ورته نور زهرجن مرکبونه هوا ته خارجیږې.

په لنډه توګه ویلای شو چې د هوا د کېفیت په اساس زمونږ ښار په نړی کې تر ټولو چټلې هوا لرونکېو په شمیر کې راغلی او همدا وجه ده چې زمونږ ښاریان په ګڼو ناروغیو اخته شوي. د چټلې هوا له وجې زمونږ ښاریانو کې د تنفس ناروغې، د وخت نه مخکې د ماشوم پېدا کیدنه، ساه بندې ، دماغې ناروغی، سر درد ، بې خوبې، د بدن مدافعې سیستم کمزوره کیدل او ورته نورو ناروغی لیدل کېږې. د روغتیا وزارت د یوې سروی پربنسټ د کابل ښاریانو په وینه کې د لېډ مقدار ډېر زیات ښودل شوی کوم چې د تشویش وړ ده.
د دغه سترې ننګونې نه د وتو لپاره څه باید وکړای شې؟
دا هغه پوښتنه ده چې پرې تر دا مهاله نه رسنیو څه غږ پورته کړای، نه مدنې ټولنو، نه اړوند مسؤلېنو؟؟؟، او نه زمونږ ښاریانو..؛
د دغه ننګونې نه دخلاصون لپاره یو اوږد مهال پلان ته اړتیا ده ترڅو د ښار چاپېریال بېرته خپل حالت ته راولو. په هر حال لاندې ذکر شوې تګلارې په عملې کولو سره تر ډيره حده ښار نه ېواځې د چټلې هوا نه ژغورل کېږې بلکې کولای شې د ښار اوسنۍ چټله هوا هم تر څه حده پاکه کړې.
• څرنګه چې ترانسپورت د هوا په چټلتیا کې ډېره ونډه لرې، باید د ترافیکو ریاست داسې طرحه جوړه کړې چې په ښار کې د موټرانو بې ځایه ګرځېدنه کمه شې، د موټرانو تعداد کم کړې، دولتې ترانسپورت منظم کړې ترڅو شخصې ترانسپورت کم شې.
• په شخصې موټرانو دې مالېه کېښودل شې او دغه مالیه دې په چاپېریال ساتنې مصرف شې، همدا رنګه به ښاریان دولتې ټرانسپورت کارولو ته ثوق شې.
• د تېلو په واردولو کې دې کېفیت کنټرول شې، د کېفیت کنټرول نه یواځې صارفېنو ته سودمند ده تر څنګ یې هوا هم د چټلتیا ژغورل کیږې.
• د ښار شا اوخوا چې کومې د خښتو بټۍ په زوړ تخنیک تولید کوې، مالکېن يې باید دې ته مجبور شې چې خپلې بټۍ د نوې تخنیک سره عیارې کړې او د دود د تصفیې لپاره دې ځانګړې استندردونه مراعت کړې.
• رسنیو نه کومک واخیستل شې ترڅو عامه پوهاوې ته کار وکړل شې، ښاریانو ته د چاپېریال ساتنې ارزښت او اړتیا، د ښاریانو مسؤلیتونه ور وښودل شې.
• په مکتبونو، لېسو او پوهنتونو کې دې د چاپېریال ساتنې ورځې ولمانځل شې، سېمېنارونه، ورکشاپونه دې ترتېب شې، د چاپېریال ساتنې رضا کار دې تربیه شې.
که دولت، اړوند مسؤلېن، د کابل ښاریان، مدنې ټولنې، مونږ او تاسې دغه مشکل جدې وه نه نېسو او اوس نه يې لارې چارې وه نه لټوو، نو لېرې نه ده چې د ښار د هوا کېفیت به مو تر دې حده ورسېږې چې ېواځې د پاکې هوا د نه شتون له کبله به مو ژوند لوی خطر سره مخ شې؛ خدای خبر چې بیا به مو راتلونکی څه وې.
مأخذ:
A PRELIMINARY ASSESSMENT OF AIR QUALITY IN KABUL
By Atiq Sediqi, Ph. D, MPH, PG, ISO 14001/Environmental Management Systems Lead Auditor, Advisor to the Afghan Ministry of Mines, PMU Deputy Director