کور / هراړخیز / هغه چاته وژاړه چي هغه ستاد درد احساس کولاى سي

هغه چاته وژاړه چي هغه ستاد درد احساس کولاى سي

بسم الله الرحمن الرحيم

افغانستان تيرو څلويښتوکلونو جنګ جګړو ډېر ځپلى او اوسيدونکي ئې له ډول_ ډول ستونزو او مشکلاتو سره مخ سوى دي، ان تراوسه پوري دمشکلاتو دکور ميلمانه دي .زيات افغانان تراوسه پوري دا اخذ نه سي کولاى چي چاته وژاړي او څنګه ورته وژاړي.
زه کله _کله له ملګرو سره دافغانستان دستونزو او مشکلاتو په اړه بحث کوم، ملګري مي سم دلاسه له رهبرانو او مشرانو څخه سرټکوي او وايې چي پلانکى داسي ونه کړه او پلانکى مشر داسي ونه کړه، دملګرو په خبره چي پلانکى هيڅ زړه سوى نه لري. زۀ ددوي دخبرو په جواب کي هميشه دغه خبره سم دلاسه وراضافه کړم، چي هغه چاته وژاړۍ چي هغه ستاسو د درد احساس کولاي سي، هغه چاته مه ژاړۍ چي هغه ستاسو د درد احساس نه سي کولاى. دخپلو دلايلو دقوى کيدو په خاطر دغه بيت چي په خورا ښه ډول ددې موضوع الهام ورکوي هم وراظافه کړم.
څه به احساس دبل داوښــــــــــکو وکړي
چاچي په ټول عمرچــــيرته ژړلي نه وي
((ددې بيت شاعر دقيق نه دي راته معلوم نو ځکه مي نوم نه کړ ذکر))
ملګرو ته له دلايلو ويلو او مثالو ورکولو وروسته قناعت ورکړم او دې ته وهڅوم چي هرچاته نه ژاړي، ترڅو د دوي معصومه ژړا دهغو په وړاندي سپکه او بې ځايه استمعال سي. په حقيقت کي خو ژړا سپکه او بې ځايه نه سي استمعاليدلاى خودلته په تاسف سره چي هرڅه برعکس دي.
نه يوازي دا چي په لوړه سطحه موزيات مشران دژړا اخذ نه سي کولاى او که ئې نه کوي خو په سيمه ايزه سطحه مو هم زيات مشران دپخوا په څير دمظلوم دمشکلاتو دحل له پاره خوشبينه نه ښکاري، يوازي او يوازي ئې پرځان ختمه کړې وي.
بيا هم وايم چي راسئ هغه چاته وژاړو چي هغه زموږ او ستاسو د درد احساس کولاى سي هغه چاته به نه ژاړو کوم چي هغه زموږ او ستاسو د درد احساس نه سي کولاى،کله چي څوک زموږ د ژړا احساس ونه کړي نو هغه کله زموږ دستونزو د حل له پاره يو منبع جوړيداى سي او که څوک زموږ ژړا ته په درنه سترګه وګوري او ژړا مو هغه ته څه ارزښت ولري نو بيا کيداى سي چي هغه زموږ دستونزو دحل له پاره يو ښه وصيله وګرځي او ژړا مو بې ځايه او سپکه نه سي استمعال .

په درنښت
ثناءالله مخلص ارمان کتابتون کندهار