کور / تازه خبرونه / په هنګو کې چاودنه شوى

په هنګو کې چاودنه شوى

پېښور: دبي بي سي د خبر له مخې په خېبر پښتونخوا ایالت کې چارواکي وايي په هنګو کې د یوه لاسي بم دچاودنې له امله د یوې کورنې شپږ ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.د چارواکو وینا ده دغو ماشومانو له لاسي بم/ ګرنیټ سره لوبې کولې چې چاودنه وشوه او دوی په کې ووژل شول.د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي حسین بادشا خبري رسنیوته ویلي چې د وژل شویو ماشومانو عمرونه له پنځو تر ۱۲ کلونو پورې وو وینا په وژل شویو ماشومانو کې پنځه هلکان او یوه جلۍ شامله ده.په دوی کې درې یې سره ورونه او دوه نور یې د کاکا زامن وو.دغه کورنۍ له اوکرزئ ایجنسۍ نه چیرته چې د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیات ترسره کوي هنګو ته راغلې وه.