کور / تازه خبرونه / له طالبانوسره د خبرو لپاره ٤کسيره ډله وټاکل شوه

له طالبانوسره د خبرو لپاره ٤کسيره ډله وټاکل شوه

اسلام اباد :دپاکستان صدراعظم نوازشريف دپاکستان دطالبانو له تحريک سره د خبرو لپاره ٤کسيره ډله وټاکله چې په کې نامتو خبريال رحيم الله يوسفزى ، صدراعظم ځانگړى مرستيال عرفان صديقي ،دپاکستان دپوځ يو متقاعد چارواکى ميجرعامراوپه کابل کې دپاکستان پخوانى سفير رستم شاه مومند دي او دکورنيو چارووزيرچودري نثار په دډلې مرستيال وي ، نوازشريف به په خپله د خبرو څارنه کوي نوازشريف ملي اسمبلې ته د وينا پرمهال ووايل دامنيت دټينگښت لپاره هېله من دى مونږوسله والو ته دخبرو بلنه ورکوو چې له وسله پرځمکه کيږدي هغه وویل خو اوس چې وسله والو طالبانو د مذاکراتو وړاندیز کړی دی، نو موږ د نېک نیتۍ له مخې او مخکینیو ترخو تجربو ته په کتو خبرو اترو ته بیا چانس ورکول غواړو. خو د دې خبرو اترو لومړۍ غوښتنه به دا وي چې د ترهګرۍ هر ډول بریدونو دې بې له ځنډه ودرول شي