کور / تازه خبرونه / پاکستان ملا منصور دادالله خوشي کړ

پاکستان ملا منصور دادالله خوشي کړ

اسلام اباد:پاکستانيو رسنیو ویلي چې د دغه هیواد حکومت د افغان طالبانو یو مهم قومندان خوشي کړ.پاک تریبیون ورځپاڼې لیکلي چې پاکستاني سرچینو افغان اسلامي اژانس ته بیګا وویل چې پاکستاني چارواکو د طالبانو یو مهم قومندان ملا منصور داد الله د دوشنبې په ورځ خوشي کړی دی.تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې ملا منصور داد الله، چې د وژل شوي قومندان ملا دادالله ورور دی، د تېر کال د سپټمبر په ۷ خوشي شوی و، مګر د منصور دادالله د کورنۍ غړیو هغه مهال د پاکستان د حکومت اعلان نه و تایید کړی.طالبانو ته نژدې سرچینو افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې منصور داد الله د پاکستان له یوه بنده وړمه ورځ خوشي شوی دی.ملا منصور داد الله له خوشي کېدو سمدستي وروسته له خپلو ملګرو او د کورنۍ له غړیو سره تماس نیولی خو لا هم له کورنۍ سره یوځای شوی نه دی.د طالبانو یوې بلې سرچینې هم د ملا منصور داد الله خوشي کېدا تایید کړه.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر په اوومه ویلي و چې ملا منصور داد الله، سید ولي، عبدالمنان، کریم اغا، شېرافضل، ګل محمد او محمدزی خوشي شوي خو د ملا منصور داد الله خوشي کېدا وروسته د ده کورنۍ او دوستانو تایید نه کړه.ملا منصور په ۲۰۰۷ میلادي کال د خپل ورور ملا داد الله له وژل کېدو وروسته د نوموړي ځای ونیوه.ملا منصور داد الله په ۲۰۰۸ میلادي کال په کوټه کې ونیول شو.