کور / تازه خبرونه / د پاکستان طالبانو پرخبرودڅارنې کميټي وټاکله

د پاکستان طالبانو پرخبرودڅارنې کميټي وټاکله

پېښور:د پاکستان د طالبانو مرکزی شورا قاری شکیل خان حقاني ،عصمت الله معاویه ،عمر خالد خراساني ،قاري بشیر ،مسلم خان ،محمود خان ،مولوي عمر او دوه ویندویان اعظم طارق او شاهد الله شاهد په خبرو د څارنې د کمیټې غړي ټاکلي دي .اوس مهال د طالبانو د دې کمیتې دری غړي مسلم خان محمود خان او مولوی عمر د پاکستان په زندانونو کې دي .طالبانو د سولې لپاره له وړاندې پنځه کسیزه کمیټه هم ګمارلې وه خو عمران خان او مفتي کفایت الله ترې ځانونه وایستل چې طالبانو پرې خواشینی څرګنده کړې ده .