کور / تازه خبرونه / حکومتی کمیټې دطالبانوله کمیټۍ سره له لیدو انکاروکړ

حکومتی کمیټې دطالبانوله کمیټۍ سره له لیدو انکاروکړ

پېښور:حکومتی کمیټې دطالبانوله کمیټۍ سره له لیدو انکاروکړ دپاکستان له طالبانوسره دخبرو لپاره دحکومت له خوا ټاکل شوې کمیټې غړي عرفان صدیقي مولانا سمیع الحق چې دطالبانوله خوا په ټاکل شوي کمیټې کې شامل دی خبر کړی دی دپاکستان لومړی وزارت په ماڼۍ کې حکومتي کمیټې دطالبانو له غوره کړائ شوي کمیټې سره دلیدوکاتو په اړه خبرې کړي او پخپل دریځ کې يې ویلی دي له ځینو توضیحاتو مخکې دطالبانوله کمیټې سره لیده کاته به هیڅ نتیجه ونه لري او باید له طالب استازوسره غوره خبرې وشي چې څه نتیجې امکان ولري . باید طالبان پخپلې کمیټې کې ځيني نور کسان هم ورزیات کړي داپه داسې حال کې دي چې دطالبانو له خوا منسوب شوي کمیټې کې دوو کسانو عمران خان او مولانا کفایت الله .خان دځينودلیلونو له امله دهغوي له استازیتوبه ډډه کړې ده . حکومتي کمیټې ویلی دي کله دغه دوه کسان پکې نه وي نو دکمیټې حیثیت به کوم ارزښت ونه لري نو ځکه له طالب منسوبې کمیټې سره خبرواترو ته اړتیا نه لري دحکومتی کمیټې سرپرست عرفان صدیقي په دې اړه له مولانا سمیع الحق سره ګوري څو وروستیو بدلونونو ئې خبر کړي البته خبرې سرچينې دغه لیده کاته هم ناشوني بولي بلخوا دطالبانووياند شاهدالله شاهد دحکومتي کميټي دريځ رد کړى او څرگنده کړې يې ده چې دطالبانوکميټي همدا ٣ غړي دي اوبس