کور / تازه خبرونه / د زابل د پوهنې رياست سلاکار په کوېټه کې ووژل شو

د زابل د پوهنې رياست سلاکار په کوېټه کې ووژل شو

کلات :پژواک دخبرله مخې د زابل ولايت د پوهنې رياست يو سلاکار د په کوېټه ښار کې د وسله والو له خوا وژل شوى دى.د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار وويل، چې پرون مازديګر د پاکستان د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې د پوهنې رياست يو سلاکار او پخوانى جهادي قوماندان اسدالله خاکيار د وسله والو طالبانوله لوري وژل شوى دى.نوموړی زياته کړه، چې د وسله والو طالبانو دغه کار د پوهنې پر وړاندې ستره جفا ده او دوى يې په کلکه غندني.د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين هم د پېښې د پخلي تر څنګ وويل، چې خاکيار کور ته په ژمنۍ رخصتي تللی و، خو دری ورځې وړاندې د وسله والو طالبانوله لوري له خپل کور څخه د ځينو پوښتنو په پلمه بيول شوی و.د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د خاکيار تر وژلو وروسته د هغه مړى په يوه سيمه کې اچولى و او پرون ځايي خلکو موندلى دى.لودين وايي، چې خاکيار په سياسي او نظامي فعاليتونو کې ښکېل نه و او يواځې د پوهنې په برخه کې يې د هېوادوالو خدمت کاوه.اسدالله خاکيار د روسانو پر وړاندې د جهاد پر مهال په زابل کې د اسلامي حزب مهم قوماندان و .