کور / تازه خبرونه / د حكومتي او د طالبانو كمېټولومړۍ گډه غونډه وشوه

د حكومتي او د طالبانو كمېټولومړۍ گډه غونډه وشوه

اسلام ا باد : داى پي پي دولتي خبري اژانس د خبر له مخې د حكومت د تشكيل كړې شوې امن مذاكراتي كمېټۍ او د طالبانو د جوړې كړې شوې كمېټۍ وړومبۍ شريكه غونډه د داسلام اباد پھ خېبرپښتونخواماڼۍ كې وشوه په كومه كښې چې دواړو كمېټو د خبرو اترو د جاري ساتلو د عزم څرګندونه كولو سره پھ دې خبره اتفاق كړې چې بايد د يوې خوا هم داسې كاروايي ونه شي چې له امله يې امن لپاره د مذاكراتو هڅو ته زيان ورسي۔ د تېرو څو ورځو په مهال د تشدد د پېښو غندنه كېدو سره لوظ وشو چې دا ډول هڅې به د امن په عمل كښې خنډ جوړ نه شي۔ په خېبرپښتونخوا ماڼۍ كښې د درې ساعته غونډې څخه وروسته د وزيراعظم د قامي چارو خاص مرستيال عرفان صديقي او مولانا سميع الحق شريك خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې كمېټو اتفاق كړې چې بايد د دواړو خوا د يو بل په ضد بيانونه وركول بند كړې شي او بايد د مذاكراتو عمل اوږد نه وي ځكه چې قوم د زيري هيله لري٬ په مذاكراتو كښې د طالبانو د جوړې كړې شوې كمېټۍ مولانا سميع الحق٬مولانا عبدالعزيز٬پروفيسر محمد ابراهيم او مولانا يوسف شاه ګډون وكړو۔ د حكومت د تشكيل كړې شوې كمېټۍ په غړو كښې د وزيراعظم د قامي چارو خاص مرستيال عرفان صديقي٬ميجر(ر) محمد عامر٬رحيم الله يوسفزي او رستم شاه مومند ګډون وكړو۔ د مذاكراتو څخه وروسته مولانا سميع الحق د شريكې اعلاميې نكات ولوستل۔ د شريكې اعلاميې له مخې د غونډې په پېل كښې عرفان صديقي د طالبانو كمېټۍ ته ووئيل چې مونږ پراخا زړه او ذهن سره دلته راغلے يو۔ ده د پاكستان وزيراعظم د دې عزم حواله وركړه چې هغه په نيك نيت او خلوص سره امن راوستلو له د مذاكراتو عمل كامياب ليدل غواړي۔ مولانا سميع الحق په ځواب كښې ووئيل چې مونږ د امن راوستلو د هڅو هركلے كوو۔ مونږ تل دې خبرې لپاره هڅې كړې دي چې د هر ډول قتل او د غارت ګرۍ لړۍ ختم شي چې دغسې پاكستان د اسلامي تعليماتو له مخې د امن مركز جوړ شي۔ د دواړو كمېټو ټولو غړو د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه او د مذاكراتو كاميابۍ لپاره يې بېلا بېل تجويزونه وركړل۔ د حكومتي كمېټۍ لخوا د مذاكراتو پوخ بنياد لپاره دا نكات وړاندې كړې شول چې بايد خبرې اترې په بشپړه توګه د اسلامي جمهوريه پاكستان د آئين په ټاكل شويو حدودو او تقاضو كښې دننه وشي۔ د خبرو او مذاكراتو دائره به تر جنګ ځپليو سيمو٬ خلكو٬معاملو او د امن راوستلو په اړه تر معاملو محدود وي۔ د دې دائره به تر ټول پاكستان نه وي۔ د مذاكراتو كاميابۍ لپاره ضروري ده چې د امن او سلامتيا په ضد د ټولو كاروائيو لړۍ په سمدستي توګه بند كړې شي۔ طالبانو د دې كمېټۍ نه علاوه يوه 9 كسيزه كمېټي هم جوړه كړې٬ بايد وضاحت وشي چې د دې دواړو كمېټو د كار دائره څه ده آيا مونږ ته به هغې كمېټۍ سره هم خبرې كول وي٬بايد د مذاكراتو دا عمل اوږد نه وي قام د كوم ښه خبر په انتظار دى او دې لپاره بايد دا عمل په لنډه موده كښې ترسره شي۔ د طالبانو جوړې كړې كمېټۍ خپل تحفظات رېكارډ كولو سره ووئيل چې د حكومت د جوړې كړې شوې كمېټۍ د كار دائره٬ مېنډېټ او اختيار څه دے٬ دا كمېټي د طالبانو د غوښتنو د منلو څومره صلاحيت لري٬ د طالبانو كمېټۍ خواهش څرګند كړو چې د كمېټۍ ملاقات دې د پاكستان وزيراعظم چيف آف آرمي سټاف او د آئي اېس آئي ډي جي سره وكړې شي چې دغسې دوي خپل مشن لپاره په ښه ډول واضحه شي۔ د طالبانو كمېټۍ واضحه كړه چې د حكومت د تشكيل كړې شوې كمېټۍ غوښتنې او د ايجنډې نكات به زر تر زره د طالبانو مشرتابه ته ورسولې شي او د دوي د دريځ څخه به خبر كړې شي۔ د دې څخه وروسته به د دواړو كمېټو دوهمه شريكه غونډه كېږي۔ د حكومت كمېټۍ د دې خواهش څرګندونه هم وكړه چې دوي به د طالبانو اعلٰی مشرتابه سره نيغ پھ نيغه رابطه او ملاقات وغواړي۔ مذاكرات په ډېر ښه او دوستانه ماحول كښې وشول او دواړو كمېټو د ډېر مثبت طرز عمل څرګندونې سره قام ته باور وركړو چې انشاﺀ الله د مذاكراتو عمل به كامياب شي۔ دوي اولس ته د دعا كولو خواست هم وكړه۔