کور / خبرتیا او پيغامونه / په کندهار ښار کي د ګرځبنديز له امله د کندهار والي پيغام !

په کندهار ښار کي د ګرځبنديز له امله د کندهار والي پيغام !

تاسو ته بهتره معلومه ده ،چي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولس مشر او د کابيني يو شمير غړي او د دوست هيواد هند د بهرنيو چارو وزير کندهار ته په يو رسمي سفر راغلي وه او ددوي د امنيت لپاره په ښار کي کلک امنتي تدابير نيول سوي وه
د کندهار ښار د اوسيدونکو او د يو شمير ولسي استارو او پرګنو د معلوماتو له مخي چي ولايت مقام ته رارسيدلي دي ،په ډير تاسف او معذورت سره خبر سوم چي د تيرو دوو ورځو راهيسي زموږ يو شمير هيوادوال د امنيتي تدابيرو له امله کړيدلي دي .
او دوي ته په ازاده توګه په ځينو سيمو کي د تګ او راتګ اجازه نه وه
زه د کندهار دټولو پرګنو ،دولتي ،ملکي او نظامي ارګانونو په استازيتوب ستاسو له صبر او حوصلي څخه چي د جلاالتماب جمهور ريس او ورسره پلاوي د امنيت او ليدني پر مهال درلوده ،مننه کوم ،او د هغو کسانو څخه چي دوي زوريدلي دي بخښنه او معذورت غواړم..
په درناوي .
کندهار والي
پوهاند ډاکټر توريالي ويسا