کور / تازه خبرونه / کندهار ولایت مقام: ٥ وسلوال مو وژلي او ٣٢ ماينونه مو خنثی کړي

کندهار ولایت مقام: ٥ وسلوال مو وژلي او ٣٢ ماينونه مو خنثی کړي

دکندهار مطبوعاتي دفتر لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کښي لیکلي چي ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو د تېرو ٢٤ ساعتونو په اوږدو کي ٥ تنه وسلوال مخالفين وژلي او تر څنګ يې د وسايطو ضد ٣٢ ماينونه خنثی او له منځه وړي دي.
يادي لاسته راوړني د ٢٠٥ اتل قول اردو د ځواکونو له خوا د تصفيوي عملياتو پر مهال چي د کندهار په ميوند او پنجوايي ولسواليو کي يې تر سره کړي، درلودلي دي.
د ياد قول اردو ځواکونه وايي پنځه تنه وسلوال مخالفين يې له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې پر مهال د ميوند ولسوالۍ په ګلن کيچه نومي کلي کي وژلي او په همدې ولسوالۍ کي يې ٣ ماينونه هم کشف او خنثی کړي دي.
دې ته ورته افغان امنيتي ځواکونو د پنجوايي ولسوالۍ په موشان، کنوزي او د ژړۍ ولسوالۍ په عظيم جان کارېز کي ٢٩ بېلابېل ماينونه کشف او خنثی کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چي افغان امنيتي ځواکونه په خپل ټول وس او زيار هڅه کوي چي د ښار تر څنګ په ليرو پرتو سيمو، کليو او بانډو کي هم خلک هوسا او ارام ژوند ولري. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي .