کور / تازه خبرونه / امنيت شورا:وسله وال طالبان په بشپړ ډول ځپل سوي دي

امنيت شورا:وسله وال طالبان په بشپړ ډول ځپل سوي دي

لراوبر ته د کندهار دامنيت شورا په خپله اوونيزه امنيتي راپور کښي لیکلي دي چي افغان امنيتي ځواکونو وسله وال طالبان اوسمهال سخت ځپل دي چي څرګنده بېلګه يې د هغوی له خوا په ولسي مځکو، کليو او بانډو کي د ماينونو ښخول دي.
دکندهار دولایت مقام خبرپاڼه زیاتوي چي د امنيت شورا رئيس اودکندهار والي توريالي ويسا د افغان ملي امنيتي ځواکونو ټولي هغه هڅي چي د وسلوالو مخالفينو د ورانکارو او شومو اعمالو دمخنيوي په لړ کي يې کړي دي، د قدر وړ وبللې او په وینا ئې چي امنيتي حالت ښه سوی او نور هم د سمېدو خوا ته درومي چي له کبله يې اوسمهال په سلګونو ښوونځي فعال سوي او زده کوونکي په ارامه فضا کي خپلي زدکړي کوي.
د کندهار امنيتي مسوولينو په خبرپاڼه کښي لیکلي دي چي وسلوال طالبان ځپل سوي او اوس پکښي توان نه دی پاته چي له کبله يې يوازي په ولسي سيمو کي ماينونه ايښودل او ولسي خلکو ته مرګژوبله اړول ورپاته دي.
خبرپاڼه زیاتوي چي د وسله والو طالبانو د ځپلو په عملياتو کي يې يو شمېر طالبان نيولي، وژلي او له هغوی سره يو ځای يې په زياته کچه وسلې، مهمات، چاودېدونکي او نشه يي توکي نيولي دي.
ددولت او طالبانو له خوا دیو اوبل دژول کېدو خبري په داسي وخت کښي رامنځ ته کیږي چي دسولي پرسر همدا اوس خبري راواني دي. دکندهار دخبرپاڼي په اړه لا وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.