کور / تازه خبرونه / د شمالي وزيرستان خلک بې ځايه شوي

د شمالي وزيرستان خلک بې ځايه شوي

کابل: دپژواک خبر له مخې پژواک په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ له خوا د پيل شوو عملياتو له امله شل زره کسان بې ځايه شوي او سل نور افغانستان ته را کډوال شوي دي.وروسته له هغه چې طالبانو تر تښتولو وروسته ٢٣ پاکستاني سرتېري ووژل، د پاکستان د پوځ له خوا په خيبر ايجنسۍ او شمالي وزيرستان کې پراخ عمليات پيل شوي چې له امله يې تر اوسه د لسګونو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ شوى دى.په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رسنيو ته ويلي، چې په شمالي وزيرستان کې د عملياتو له امله شل زره کسان بې ځايه شوي دي.سرچينې زياته کړې، چې له دغو کسانو سل يې د ګاونډي هېواد افغانستان نږدې سرحدي سيمو ته تللي دي.بايد وويل شي، چې د افغانستان خوست ولايت له شمالي وزيرستان سره ګډه پوله لري او کېداى شي ياد پاکستاني کډوال د همدغه ولايت سرحدي سيمو ته راغلي وي.د خوست ولايت چارواکي په دې اړه ناخبري ښيي، خو د دغه ولايت د ګربزو ولسوال محمداکبر ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، دوى خبر شوي چې ځيني کسان غواړي د عملياتو له امله له پولې دېخوا را واوړي.خو هغه زياتوي، چې تر اوسه دوى د خلکو له را اوښتو نه دي خبر شوي.د يادونې ده، تر دې مخکې له باجوړ ايجنسۍ څخه هم د نا امنيو له امله کونړ ولايت ته سلګونه پاکستاني وګړي کډوال شوي دي.