کور / تازه خبرونه / ممنون حسين: باثباته افغانستان د سيمې په ګټه دى

ممنون حسين: باثباته افغانستان د سيمې په ګټه دى

اسلام اباد : دازادۍ راډيو د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر ممنون حسين وايي، هېواد به يې د يوه پياوړي، باثباته او يو موټي افغانستان لپاره خپلو هڅو و هلو ځلو ته دوام ورکړي.د پاکستان د دولتي تلويزيون د راپور له مخې، نوموړي دا خبرې د شنبې په ورځ ددې هېواد په پلازمېنې اسلام اباد کې د کابل لپاره د پاکستان له خوا له نوي ټاکل شوي سفير سيد ابرار حسين سره د ليدنې پر مهال کړي.ممنون حسين همداراز ويلي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره په دې هېواد کې د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې پروسه د ډېر اهميت وړ ده او بايد دا پروسه ادامه ومومي، ترڅو په دې هېواد کې امن راشي.نوموړي يو ځل بيا پر دې خبرې ټينګار کړى، چې پاکستان د يوه سوکاله و خپلواکه افغانستان غوښتونکى دى او په خبره يې، چې باثباته او سوله ييز افغانستان نه يواځې د ګاونډيو هېوادونو، بلکې د ټولې سيمې په ګټه دى.د پاکستان ولسشمر ممنون حسين دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج هم په اسلام اباد کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال پر دې خبرې ټينګار کړى و چې:”پاکستان په افغانستان کې د کومې ځانګړى ډلې ټپلې ملاتړ نه کوي، پاکستان په دې باور دى چې، افغانستان يو خپلواکه هېواد دى او خپلې ستونزې په خپله اوارولاى شي.”پاکستان تل وايي، چې په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ټپلې ملاتړ نه کوي او ادعا کوي، چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې له افغان دولت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.خو په دې وروستيو کې د پاکستان پولې ته څېرمه د افغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې د افغان اردو پر يوې پوستې د وسله والو طالبانو په بريد کې نزدې ٢٠ افغان سرتېري ووژل او افغان دولت تر پلټنو وروسته وويل؛ چې دا بريد د افغانستان له خاورې بهر طرح شوى و او بريد کوونکي هم له بهره راغلي وو.افغان دولت همداراز په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف د سلاکار سرتاج عزيز هغو څرګندونو ته په اشاره چې د امريکا په متحده ايالاتو کې يې ويلي وو؛ افغان طالبان ښايي د کرزي له حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي؛ وايي چې، د پاکستان حکومت افغان طالبانو ته لاسرسى لري او ټينګار کوي، چې دوى دې وسله وال طالبان وهڅوي چې؛ له افغان دولت سره د سولې په پروسه کې ګډ شي.