کور / هراړخیز / د ناوړه امِر سره بايد څنګه چلند وسي

د ناوړه امِر سره بايد څنګه چلند وسي

که موږ د خپل ژوند ورځني مهال وېش ته دقيق غور وکړو، نو به راته څرګنده سي چي موږ د خپل ارزښتمن وخت ډېره مثمره برخه په دفتر کي تيروو. نو ځکه دفتر، دفتري چاپيريال او مشران ئي راته په ژوند کي ډير مهم دي. دغه عوامل زموږ پر شخصي ژوند هم مستقيمه اغيزه لري. که چيري په دفتر کي خوابدي و ناراضه سو، نو ددغه بدمرغه حالت تاثير تبعاً زموږ د کورنۍ پر نورغړو باندي په يوډول نه يوډول کېږي، ځکه رسمي او شخصي ژوند يو له بله سره مخامخ تړاو لري. د موضوع د لڼدوالي په خاطر تر دفتر او دفتري چاپيريال سرفنظر کوم، راځم خپل بحث صرف پر ناوړه رئيس يا امر باندي متمرکزوم.

څيړنو ښوولې عمده دليل چي مامورين خفه او له کاره بېزاره کوي ناوړه امران و رئيسان دي. دوی ښه دفتري ماحول په جنجالي، ناارامه او خواشينوونکي ځای اړولای سي. ددې تر څنګ د ښو او ناوړو کارونو د سپارولو او موږ له کاره د ګوښه کولو صلاحيت لري. د واک دغه ډول نابرابري ښيې چي ولي د امر سره ښه مناسبات پالل اړين دي .

ځيني امران د مکافاتو او نورو امتيازاتو ترلاسه کولو پخاطر د خپلو مادونانو سره ناوړه سلوک کوي او د کرکې او شک په سترګه ورته ګوري. نو د ناوړه امر د چلند پرخلاف ناهيلي و بې وسي ښودل او هر څه په پټه خوله زغمل نه خو زموږ په خير او نه په ګټه کار دئ. موږ مسئوليت لرو چي د حالاتو د بدولو او سمولو له پاره خپلي لڅې راونغاړو او له ځانه دفاع وکړو، دلته يو څو مهم ټکو ته اشاره کوو چي څه بايد وسي.

1. ژر عمل او اجرأت کول.
په دفتر کي بعضي وخت داسي راځي چي امر مو درته تريو تندی نيولی يې، دده له کړو وړو څخه اټکل لګولای سئ چي د کوم نا څرګند دليل پراساس درڅخه خوابدی سوي دئ. دی په ښکاره څه نه وايې،مګر د موقعې په تلاښ کي وي چي بمبار ممبار مو کړي او تاوان درته ورسوي. نو تاسو هغې شيبې ته مه په تمه کېږئ چي امر مو راسي او درسره پرته ستونځه حله کړي، تاسو وار دمخه کړئ، ورسئ په ښه طريقه ورسره خبري وکړئ اود ناخوښۍ سبب معلوم او ورپسي حل کړئ.

2. د خبرو له پاره مناسب وخت ټاکل.
خپل امر ته د خصوصي غوڼدو په جريان کي مزاحمت مه کوي او مه ئي په خبرو کي ورکښېوزئ. که چيري ئي په لار کي ووينئ ورسره د خبرو هڅه مه کوئ.کوښښ وکړئ چي په ارام او بې مزاحمته ځای کي په بشپړه توجعه ورسره خبري وکړئ.

3. خپل امر ځينو ټکو ته متوجې کول.
هڅه وکړئ چي خپل امر په ډېر احتياط او ادب متوجې کړئ چي د هغه کردار کاري تشويق اغيزمنوي، کاروبار تاواني، اودفتري لګښتو زياتوي، که څه هم دا اسانه او ساده کار نه دئ خو ناممکن هم نه دئ. ددې ترڅنګ هغه تغيرات او نوښتونو ورته په ګوته کړئ چي کاري شرايط بهتره او د خوښۍ او نيکمرغۍ ماحول رامنځته کوي. هغه ځانګړې لاري چاري چي د مثبت بدلون پيژندنه اسانوي ورته پيشنهاد کړئ. يو څه موده وروسته بيا د نوي حالت ارزونه وکړئ.

4. کله چي امر مو يو ښه کار وکړي ستاينه ئي وکړئ.
په ځيني ادارو کي امران نه تقديرېږي، ځکه هورې داسي يوه نامناسبه نظريه موجوده وي چي ستاينه بايد صرف د مامورينو وسي. تاسو ښايي خپل امر ته د مشورې ورکولو ورتګ ته زړه ښه نه کړئ او يا بې جرئته واوسئ، خو ښه امران بيا د رغوونکو او ګټورو مشورو څخه خورا ممنون کېږي، په تيره بيا داسي مشوره چي دوی وپوهاوی او د هغې له کبله دوی پخپله دنده کي پرمختک وکړي. دغه مقاله د ناوړه امر په باب ده، خو که يوه ښه موقع په لاس درغله چي يوه خبره مو ورته کولای سوله، چانس به له لاسه نه ورکوئ. په هرصورت پام مو وي چي د ناوړه امر سره غوړه مالي ونه کړئ، ځکه هيڅ ګټه به ونه لري.

5. د تل له پاره خپل ځان مه قرباني کوئ
که مو تر ډېره تلاښ کړی وي چي ستاسو او د امر تر منځ مو حالات او روابط ښه سي، مګر دی ستاسو هڅي نه مني يا ستايې، موضوع د دفتر مشرانو ته راجعې کړئ. که مو شکايت پر کڼو غوږو ولوېدئ او لوړو مقاماتو هم ورته بې غوري وکړه. نو اوبه تر سر واوښتې، وخت ئي راغلی چي بايد په بل ځای کي د کار په لټه کي سئ.

ناوړه امران پر کومو شيانو باور لري

اوس چي تقريباً څه ناڅه پوه سوو چي د ناوړه امره سره بايد څه وسي، نو پدې پوهيدل هم راته لازمي سول چي دوی پر کومو شيانو قوي باور لري. زما د تجربې او مشاهدې پر اساس، ناوړه امران د ادارې په باب ډېر ناوړه نظر لري چي يو څو ئي دلته تر بحث لاندي نيسو:

– امريت يا رياست د کومندې او کنترول په مفهوم ګڼي .
ناوړه امران په دې نظر وي چي ددوی دنده مامورينو ته د کارونو د اجرا له پاره حکم کول دئ او ددې ترڅنګ ځان ډاډه کول چي مامورين خپل کارونه په ښه توګه ترسره کړي. دغه راز هوښيار امران پوهيږي چي د امراوو او مشرتابه دنده د مامورينو سره مرسته و همکاري ده چي دوی پخپلو وردغاړو کارونو کي بريالي واوسي. له دې سره سره هغه مهمي، ستونځمني او لانجمني فيصلې چي مامورين ئي پخپله نسي کولای کول دي.
– مامورين بايد زيات ساعتونه کار وکړي.
ناوړه امران پدې عقيده وي چي هغه مامورين په اوونۍ کي شپېته ساعته کار کول نه غواړي لټان او نا کاره دي. دغه راز هوښيار امران پدې پوهيږي چي څېړنو ښوولې په اوونۍ کي دوامداره تر څلوېښتو ساعتونو زيات کار، کاري محصولات کموي.

– زه د مامورينو پرځای شميرې يا حصايې اداره کوم.
ناوړه رئيسان تل په دې تلاښ کي وي چي شميري يا ارقام سهي وښيي حتي که هغه تردې حده هم وي چي لاس دي پکښي ووهل سي. پدې ترتيب ځيرک رئيسان پدې پوهيږي چي د ښو، دقيقو او کره شميرو ترلاسه کولو يواځنۍ لار د خپلو مادونانو سره مرسته او همکاري ده.

– که زه يو کار کولو ته ضرورت ولرم، زه به ئي پخپله وکړم.
ناوړه امران پر صلاحيت او مسوليت باندي منګولې ټينګې لګولي يې او داسي ګومان کوي چي دوی د هر راز مشکل حلولو ماهران او اتلان دي. دغه راز هوښيار امران پوهيږي چي موثره رهبري عبارت د مامورينو د هڅوني څخه ده چي دفتري برياوې او ناکامۍ دځان وګڼي.

– ما چي بشپړه معلومات ترلاسه کړي نه يې، تصميم نه نيسم
ناوړه امران د هري مهمي پريکړي له پاره پر زياتو معلوماتو تکيه کوي، دوی تل له خطره ځان کاږي او زياته محافظه کاري کوي،دغه راز ترهغو تصميم نه نيسي چي سل په سله کي ډاډه سوي نه يې چي تصيم به ئي ښې پايلي ولري . د زياتو معلوماتو ترلاسه کول څه بده خبره نه ده، خو ډېرو منابعو او وخت ته اړتيا لري. په دې ترتيب ځيرک امران بيا څه ناڅه خطر پر ځان قبلوي او تصاميم د يوڅو معالوماتو په حاصلولو سره ژر نيسي.

– بريا له ځان ګڼل خو ناکامي پر نورو اچول
د ناوړو امرانو چي کله فعاليتونه موافق او بريالي روان وي کريډيټ او امتياز ئي خپله اخلي او که فعاليتونه پاته و ناکامه سول، نو پړه ئي پر نورو اچوي او خپله له مسوليته ځان کاږي. دغه راز هوښيار امران پوهيږي چي ۱- ددوی دنده د ناکامۍ يا وروستوالي تر پېښيدو وړاندي سمون راوستل، ۲- د مامورينو برياوي ئي علني کول.۳- د ناکامۍ په صورت کي مسوليت پخپله غاړه اخيستل دي.

– فيصلې پخپل سر کول
ناوړه امران هر څه پخپل سر تماموي، مامورين هيڅکله نه پرېږدي چي د تصميم نيولو په پروسه کي ورګډ سي. دغه راز ځيرک امران پوهيږي چي هغه پريکړې ډېري بريالۍ وي چي په هغه کي ښکېلي غاړي يعني د فيصلي پلي کوونکي او د هغې څخه متاثره کيدونکي پکښي استازيتوب ولري .

– د معاشاتو بيا کتنه د مشورې ورکوني له پاره غوره وخت .
خراب امران خپل شکايتونه، نيوکې، او مشورې د مامورينو د کلنۍ کاري ارزوني تر وخته ساتي. دا نو هغه وخت دئ چي مامورين ترفعې او مکافات ترلاسه کوي.هوښيار امران پوهيږي که پرمامورينو نيوکه او اعتراض وسي، خوابدي او ناراضه کېږي. مګر که په کراره او مسلسه توګه ورته لارښوونه وسي کيدای سي خپل سلوک ته بدلون ورکړي.

– زه ډېر مهم يم.
ځيني اومراوو ته خپل ځان ډېر مهم ايسي، دوی داسي فکر کوي چي دا اوسنی مقام او موقيف ئي په قباله اخيستي،ځکه نو مادونان ورته هيڅ هيثيت او اهميت نه لري .هوښيار امران بيا پوهيږي چي د مادونانو بريا ددوي بريا ده، ځکه نو بايد دوی سره ښه سلوک وسي او تل وهڅول سي.

منبع:

9 Core Beliefs of Truly Horrible Bosses | TIME.com http://www.inc.com/geoffrey-james/9-core-beliefs-of-truly-horrible-bosses.html#ixzz2rk5REjSu

http://www.wikihow.com/Deal-with-a-Bad-Boss