کور / هراړخیز / زده کونکي : تعليمي كال د نيالگيو په کښينولو پيلوو

زده کونکي : تعليمي كال د نيالگيو په کښينولو پيلوو

لکه څرنګه ،چې (١٣٩٣)لمريز کال پيلېدونکى دى نو په دې اساس دغه نوى پلېدونکى کال ټول خوست مېشتي زده کوونکي دنويو نيالګيو په اېښودلو شروع کوي.
که په رښتيني ډول ټول خوستمېشتي ځوانان او زده کونکي ټول په يوځاى دانوى کال په نويو نيالګيو پيل کړي له شکه وتلي خبره ده ،چې په دې سره به دټول خوست سيمه د يو ځانګړي ښکلا څخه برخمنه شي .
هر کله ،چې په يوه سيمه کې ډول ډول نيالګي کېنول شي وروسته ترهغې ،چې دغه نيالګي که ميوه لرونکي دي او که غير له ميوې ،چې يوازې دسيمې دښکلا لپاره کېنول کېږي بايد ترپاى يې سمه روزنه وشي ، ترڅو که ميوه لرونکي وي له دې څخه بايد حاصلات لاسته راوړي او که يوازې دښکلا لپاره کينول شوي وي دهغې هم بايد سمه روزنه وشي ،ترڅودسيمې په ښکلا کې ،چې څومره اړينه ده ترهغې کچه بايد سيمې ته ښکلا ورکړاى شي .
که موږ اوتاسو ورته ځېر شو،چې په کومه سيمه کې ونې تر سترګو کېږي هغه سيمه دهر انسان لپاره زړه منونکي وي دهرچا ورته پام کېږي ځکه ،چې دغه سيمه خو يوځانګړى رنګ لري دهر انسان توجه خپلې خوا ته راجلبه وي .
موږ په دې پوهېږو، چې دبېلا ، بېلو ونو په درلودلو سره نه يوازې چاپېريال دښکلا څخه برخمن کېداى شي بلکې دغه سيمه دتصفيه هوا څخه هم برخمنه کېږي هغه څوک، چې په دغه سيمه کې ژوند کوي ددې ونو په شتون سره به له ډول ډول نارغيو څخه په امن کې وي اوتل به يې ژوند له بېلو ، بېلو خوشاليو څخه ډک وي کله چې کومه سيمه زياتې ونې ولري په هغه سيمه کې،چې څوک ژوند کوي دهغې ژوند به په صفا هوا کې تيريږي دوى، چې په کوم طرف مخ اړوي ددوى سترګې به په يو شين رنګه منظره لږيږي هرکله چې ددوى سترګې په يوداسې څه باندې لږيږي،چې په هغې سره انسان دخوشالۍ احساس کوي نو په دې وخت کې دغه انسان دسالم فکر او پراخې حوصلې وربښي نو دې سره دى کولاى شي، چې په ډېرې اسانۍ سره تصميم ونيسي هغه ناخوالې ،چې دغه ټولنه ورسره مخ شوې ده او ددوى ژونديې له بېلا، بېلو اړينو سهولتونو څخه بې برخې کړاى دى نو په داساس دو ى کولاى شي ،چې همدغې ټولنې ته ديوه پلان له مخې دژوندانه ټول اړين اسبابه تيار کړي ، ترڅو ددوى هم په خپل ژوند کې دهرډول اړينووسايلو څخه برخمن واوسي.
راځئ ،چې موږ ټول خوست مېشتي په يو غږ راپورته شو او دخپلو ځانونو سره کلک هوډ وکړو ،چې موږ بايد هرشخص ،چې په کوم ځاى کې قرار لرو حداقل بايد يو يا دوه نيالګي په خپلو لاسونو کينوو ،چې هر کله مو دغه کار ترسره کړو نو بايد هر چا، چې يو يا دوه نوي نيالګي کېنولي وي بايد دهغې نيالګيو تر پاى سمه ساتنه او روزنه يې وکړي ، ترڅو دوى دخپلو نيالګيو ثمره په خپله وويني او ګټه تر ې پورته کړي .
په دې هيله ،چې سږنۍ پسرلۍ به موپه ټول هېواد کې دسولې ، ورورولۍ ، او سوکالۍ ، او همداشان مو دنويو نيالګيو په کينولو پيل کړى وي او خپلو سيمو ته مو دونو په شتون سره يو ځانګړى ښايسته وربښلۍ وي .