کور / تازه خبرونه / افغان امنيتي ځواکونو یو وسله وال کس،زیاتي وسلې او مهمات نیولي دي

افغان امنيتي ځواکونو یو وسله وال کس،زیاتي وسلې او مهمات نیولي دي

دکندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په رالېږل سوې خبرپاڼه کښي لیکلي چي افغان ملي امنیتي ځواکونو دوې ورځي وړاندي په پنجوايي ولسوالي کي یو وسله وال کس نیولى، چي د پوښتنو ګروېږنو په ترڅ کي یې د وسلو او مهماتو د يوې زېرمي اعتراف کړى او امنيتي ځواکونو تېره ورځ ماځيګر مهال د وسلو دغه زېرمه لاسته راوړې ده.
امنیتي ځواکونو لومړى یاد وسله وال طالب، چي په دغه ولسوالۍ کي یې ورانکار فعالیتونه سرته رسول، د قومي مشرانو او سپین ږیرو په مرسته دې ته چمتو کړى چي نوره وسله کښېږي او له ورانکارو کړنو څخه لاس واخلي. خو د پوښتنو په ترڅ کي يې د يادې زېرمي اعتراف کړى دى.
افغان امنیتي ځواکونو ته د وسلو په دغه زېرمه کي يو میل دوه اتيا ملي متره توپ، يو میل راکټ، دوه میله کلاشینکوفونه، درې دانې لاسي بمونه، ۱۱ فیره د غټ هاوان او درې فیره د کوچني هاوان مرمۍ، پنځه دانې کشفي مخابرې، ۱۱ فیره د بمي افګن مرمۍ، اووه دانې د مخابرې انتنونه، ۱۴ دانې د هاوان سرګولولې، ۱۲ فیره د کلاشینکوف مرمۍ او دوه دانې بېلره چي د ماینونو د کانچو، پټاکیو، سانیه سوز لینونه او یو شمېر نور توکي د مشان کلي په يوه کور کي په لاس ورغلي دي.
دا په داسي حال کي ده چي افغان ملي امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د مخنیوي په موخه په ښار او ولسوالیو کي یو شمېر چاڼیز او تصفیوي عملیات دوام لري چي پر مهال یې دې ته ورته د وسله والو مخالفینو د وسلو زېرمي ویجاړي او د ورانکارو فعالیتونو مخه یې نيولې ده خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.