کور / تازه خبرونه / حافظ گل بهادر :د طالبانو له تحريک سره اړيکي نه لرو

حافظ گل بهادر :د طالبانو له تحريک سره اړيکي نه لرو

بنو : د پاکستان( سمااردو ژبې) تلويزيون د خبر له مخې په شمالي وزيرستان کې د طالبانو يو مشر حافظ گل بهادر د حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحريک ترمنځ له خبرو جلاوالى خپل کړى. د حافظ گل بهادر وياند احمد الله احمدي په يوې اعلاميه کې څرگنده کړې ده چې مونږ په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې د حکومت او د سيمه ييزو طالبانو ترمنځ په شوي تړون ولاړ يو. که څه هم سرغړونه يې شوې. د حافظ گل بهادر وياند څرگنده کړې چې د شمالي وزيرستان شورا د پاکستان د طالبانو له تحريک سره اړيکي نه لري. د پاکستان د حکومت سره يې په ٢٠٠٦م کې په شوي تړون اوس هم ولاړ دي. زمونږ لخوا يوې ډلې هم د دغې تړون د ماتولو اعلان نه دى کړى. احمد الله احمدي وايي چې حکومت څو ځله دغه تړون څخه سرغړونه کړې خو د دوى طالبان پرې کلک ولاړ دي او نه يې ماتوي. په شمالي وزيرستان کې زمونږ شورا د پاکستان د طالبانو د تحريک سره هيڅ ډول اړيکي نه لري. د نوموړي په خبره که د حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحريک ترمنځ خبرې بريالۍ شوې او که ناکامې، پر دوى اغېز نه کوي. که چرې د پاکستان د طالبانو د تحريک سره خبرې ناکامۍ شي او پر شمالي وزيرستان عمليات وشي هغه د فکر وړ خبره ده او حکومت دې شمالي وزيرستان د جنگ ډگر نه کړي. نوموړي دا هم وويل چې د دوى له خوا حکومت سره شوى تړون به هم زر رسنيو ته په واک کې ورکړي. ښکاره دې وي چې د حکومت او شمالي وزيرستان د سيمه ييزو طالبانو ترمنځ په ٢٠٠٦م کال کې تړون شوى و او په ٢٠٠٨م کې له سره نوى شو.