کور / هراړخیز / مریخ ته د ختلو حکم او د وهابیانو فتواي

مریخ ته د ختلو حکم او د وهابیانو فتواي

یوهالنډي شرکت اعلان وکړي چي د ۲۰۲۳کال پوري به یوه سفینه مریخ ته واستوي چي په زرګونو ټوریستان به د ۵۰۰ ورځو لپاره هلته سیاحت وکړي مریخ ته د سیا حت لپاره نوم لیکنه روانه ده چي پدې نوم لړ کي د سعودی عربستان او خلیج فارس زیاتره خلګو ثبت نام کړیدي تر څود خدای(ج) دقدرت نښی نښانی وګوري، خو د بله پلوه د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ وهابي علماو فتوای صادره کړیده چي مریخ ته د مسلمانانو ختل حرام دي نوموړي زیاتوي چي مریخ ته ختل داسي معنی لری لکه څوک چي انتحار کوي او د قران کریم په څلوم سورت ۲۹ نمبر آیات ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا)) باندی استدلال کوي. په فتواي کي راغلی چي مریخ ته ختل ګران کار دي که څوک ځي دا د ژوند سره لوبی دي او په خپل لاس سره د ځان وژنه ده نوموړی وهابیان زیاتوي چي پیغبر ص د ځمکي لپاره رالیږل شوی نه دمریخ لپاره که څوک ولاړل نو د پیغمبر ص بعثت اورسالت تر پښو لاندی شواو د مسلمانانولپاره و مریخ ته تلل حرام دي دوي زیاتوي که کوم اماراتئ تبعه مریخ ته ولاړې نوحتما به ومحکمې ته راکش کړل شي.
غواړم د وهابی ملایانودغه فتوای تحلیل کړم او بیا یی ور ردکړم کیدلای شی چي کوم څوک ووايي چي هغه خوعلما دي ته نو څوک يي؟؟ ! چي د نوموړو فتوای رد کړي. تاسو ته معلومه ده چي هر مسلمان ته پکارده چي د خپل عقل او منطق څخه کارواخلي او د خدای تعالی ج ددغه نعمت څخه چي عقل یي نوم دي استفاده وشي تر څو حق او باطل سره ګد نسی.
لومړي په قران کریم کي د اسرا‌ءسورت چي د بني اسرایئل سورت هم ورته وايي (۱۱۱) ایاته لری لومړي ایات يي د معراج کیسه کوي الله پاک خپل ګران محبوب تر سدره المنتهی پوري ور وغوښتي وهابیان ته وايم چي که چیرته د الله د کوم بنده لپاره د ځمکي څخه ختل ګناه ولري دا په دې معنی ده چي تاسو د حضرت محمد (ص) پردغه پاک او مقدس سفر باندي چي معراج ته ولاړې باورنه لری، ډیر قدسی حدیثونه په اووم اسمان کي پر محمد (ص) باندی نازل شول ايا د هغو څخه انکار کوي؟ د معراج دسفر څخه د خدای ج یو هدف داو چي حضرت محمد ص ته وښئ چي زما مخلوقات یوازي پدا وړوکی ځمکه کي نه دي بلکي د الله ج هدف دا و چي خپل دغه ګران محبوب ته د ځمکي څخه ماسیوا خپل نور مخلوقات او کهکشانونه ور وښئ، که چیرته مریخ ته ختل حرام سی دا پدی معني چي موږ مریخ د خدای ج د مخلوقاتوڅخه نه بولو که هلته اوبه وجود ولري دا معنی چي موږ دا اوبه د خدای ج د مخلوقاتو څخه نه ګنو، ايا هلته بله پاچا هي شته؟ ایا مریخ د خداي ج د خلقت څخه دباندی کوم بل موجود دي آيا هلته بله خدايي شته نعوذ بالله ؟؟ آیا مسلمانان هلته د کوم بل مخلوق سره کډیږي؟ ایا که چیری هلته کوم مسالمان پر لما نځه ودریږي نعوذ بالله هلته يي خدای پا ک نشي لیدلای چي ثواب يي وکړي ؟او که ګناه وکړي چي عذاب ورکړي؟؟
ا لله پا ک د قران کریم د سورت انبیاء په ۳۰ نمبر ايات کي فرمايي (( اولم ير الذين كفروا ان السماوات والارض كانتا رتقا ففتقناهما وجعلنا من الما كل شيٍ حيٍ افلا يومنون)) ژبا ړه: ایا کفار نه ویني چي موږ ځمکه او اسمانونه څنګه یو ځاي سره مښلولي وه او بیا مو سره جداکړل او هر څه مو د اوبو څخه پیداکړل ایا تاسو ایمان نه راوړې.
سبحان الله اوس به موږد کفارو پر ځاي و مسلمانانو ته وایو چي د خدای ج د قدرت او حاکمیت ساحه مه را لنډوه تعجب ده چي وهابی ملا صاحبانو د خدای ج قدرت یوازی تر ځمکي پوری را محدود کړیدي، په دغه پورته ذکر شوی ایات کي د اسمان پر کلمې باندی لکه چي د وهابی ملا صاحب د عینکي راسته سترګکۍ خیرنه شوی وه نوموړي پدې نه پوهیږي چي د اسمان څخه تر ځمکي او په دغه منځ کي چي کوم مخلوقات دي ټوله د ا لله دي. نوموړي فکر کوي چي امریکا تر ټولو اوچت تعمیرونه لری لکه چي مریخ هم ددوي شوی دي یوه ورځ یو دوست مي راته وویل چي دغه مسئله/جا ینماز/Prayer mate ټوله کړه ما ورته وویل چي ولي نوموړي راته وویل چي پر دي باندی بیا پیرانان/جن لمونځ کوي !! ما ورته وویل تر دغه نو ښه کار چیرته شته چي د خداي ج مخلوق زما پر جاینماز باندی لمونځ وکړي او دخدای پاک و لاري ته سم سي؟چي هر څوک مریخ ته لاړشي حتما به هلته د خدای ج پر ربوبیت باندي تعجب سی او شاید مسلمان سی. په یو بل ځاي کي الله ج و پیغمبر(ص) ته هدایت کوي چي ((قُلْ لِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ)) و کفارو ته ووایه چي شرق او غرب ټوله دالله دي. بل ځاي الله جله جلاله په خپل بیساری قدرت باندی فخر کوي او فرمايي ((هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ )): ژباړه : دا هر څه ما پیداکړیدي ایا له ما څخه پرته بل چا هم همداسی څه پیداکړیدي یا یي پیدا کولای شي، بل ځای فرمايي ((وفي كل شيئ له آية……. تـدل علـى أنـه الواحـدُ)) د هر څه په پیدایښت کي دالله نښی سته او دا پر دې دلالت کوي چي الله یودي.همداراز یو بل ځاي فرمايي ((وما خلقنهما الا بالحق)) ژباړه: موږ داهر څه په حقه پیداکړیدي. قُلْ اُنْظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَات وَالْأَرْض . ژبا ړه: الله پا ک رسول الله ته امر کوی چي و دوي ته ووایه چي په خلاصو سترګو ځمکي او اسمانونه ته وګوری چي ما څه پیداکړیدي. اما متاءسفانه ذولجلال امرکوي چي زما و قدرتونو ته وګورې مګر وهابیان خلګ د خدای ج د خقلت د کتلو څخه منع کوي او بیا جزاهم ور ته ټاکي. دوي وايي چي مریخ ته په ختلو سره مرګ تړلي دي لهذا د مسلمان لپاره ښه کار نه دي چي ځان د مرګ سره مخا مخ کړي او وايي چي مریخ ته ختل حرام دي !!! زه د اماراتو دغه پریګره سخته غندم او دوي ته په ځواب کي وایم چي مریخ ته ختل یو پا ک او سپیځلې کار دي په اماراتو کي قمار خاني، فحشاء، د رخس بازۍ مرګزونه حرام دي تا سو خپل ځانونه د شریعت پر لاره برابر کړي او مریخ ته په ختلو سره مسلمانان تشویق کړي ترڅو د الله پاک پر وحدانیت، ربوبیت، با ندی فکر وکړي او کفار د خداي ج دغه بیساری قدرت وګوری که د خدای ج غوښتنه وه انشاء ا لله دغه کفار به ایمان راوړي او مسلمانان به شي، ټول مسلمانان پدي عقیده دي چي بیا به نه بل پیغمبراو نه بل اسماني بوراق د اسمانه راشي چي کوم چا ته ووايي چي راشه چي مریخ ته دي بوځم، همدارسالت يي علماو ته پرایښي دي دا تا سو د رسول الله پرځاي ناست ياست او الله تعالی موږ ته سالم عقل راکړي، انسانان يي ترټولومخلوقات اشرفه ګرځولي دي ټول کهکشانونه يي زموږ د تسخیراو ګټه اخستني لپاره پیداکړیدي. د اماراتو علماو ته باید یاد اوری وکړم چي که چیرته یو څوک کوم اماراتي ته ووايی چي ته نشي کولای چي د Dubai څخه ابوظبۍ ته لاړ شی ايا ستا حکومت نه خفه کیږي چي ته څوک يي چي زما د قدرت او حا کمیت ساحه را لنډوي زما د ډیورنډ لاین پر سره ټول افغانان ځان وژني خپل یوه لویشت خاوره چا ته نه ورکو، نو تاسو څوک یاست چي د خداي ج مخلوقات د یوی سیاری څخه وبلي سیاری ته منع کړي څه فکر کوي چي ا لله به در څخه ناراضه نه شي؟ زما په نظر هر څوک چي دا لله عزوجل قدرت په یوي وړوکی دنیا ګۍ کي را محدودوي هغه مجرم او الله ته به يي مخ تور وي. وايي عثماني امپرطوري چي کله په تزلزل کي شول، په کال ۱۸۵۶ کي سلطان عبدالحمید د ((همایو خط)) په نامه یو فرمان صادر کړي چي ټول یهود، مسلمانان او هر هغه څوک چي د عثماني امپرطورۍ تر قلمرو لاندی وي ټولو ته په یوه سترګه ګورو ټول کولای سي چي په عثماني دولت کي کار وکړي پدي وخت کي سرکشی زیاتی شوي ۲۰ کاله تیر شول او په کال ۱۸۷۶ کي ساطان عبدالعزیز کودتا وکړل او سلطان عبدا لحمید يي د تخته څخه لیري کړۍ، پدي وخت کي سلطان عبدا لعزیز اعلان وکړي چي موږ باید توپونه او ټانکونه جوړ کړوتر څوپه جنګ کي د مخالف جهت سره د مقابلئ توان ولرو. پدي وخت کي ترکي ملایان راولاړ شول او ویل يي چي نه !! سلطان عبدا لعزیز څه کوي!! نوموړي خو د رسول الله توره په تیکي/پوښ کي اچوي اوس و موږ ته جنګ په توپونواو ټانکونوګټي، زموږ نیکونو په توروجنګ کاوه او دا سلطان عزیز دا کوی او ها کوي………………همدارنګه غازی امان الله خان د عیني سر نویشت سره مخا مخ شو. نو ګرانو لووستونکو تا سو فکر وکړي چه که موږ مریخ ته د ختلو سره مما نعت کو دا معنی چي اسلام دپر مختګ، تکنا لوژی اوترقۍ مما نعت کوي زه د اسلامی علما کرامو څخه خواهش کوم چي لطفا اسلام په صحیح معنی ټولو انسانانوته معرفی کړې اود اسلام څخه د اور ځینځیرمه جوړوې، چي خداي مه کړه د کفری نړۍ تر سترګود اسلام دین یو بد دین معرفي شي.