کور / هراړخیز / په کمپاينونو کې د ځوانانو بې ځايه تشويق!!

په کمپاينونو کې د ځوانانو بې ځايه تشويق!!

د دې لپاره، چې زموږ ځوانانو خپل ځانونه لوړو مقامونو اهدافو او لوړو هيلو ته رسولي وي نو د هغې لپاره يو سلسله کارونو او حوصلې ته اړتيا پيدا کيږي، ځوانان بايد له قوي هوډ،پراخه فکر او نورو اړينو لارو چارو کار واخلي او ځان تر يوه بريده له ستونزو راوباسي او خپل هدف تر لاسه کړي .
په اوسنيو وختونو او شرايطو کې د ځوانانو د پرمختګونو لپاره يو ښه چانس برابر شوى دى، ځکه د هېواد په بېلا بېلو ولايتونوکې د زده کړو ځايونه، پوهنتونونه د نيمه زده کړو موسسې او په پراخه کچه دولتي او غيرې دولتي ښوونځي پرانيستل شوې دي، ځوانان په هره برخه کې کولى شي خپلې زده کړې پر مخ يوسي او تر يوه حده ځانونه په هره برخه کې ورسوي، ټول ځوانان بايد له دې چانس څخه سالمه ګټه پورته کړي په مدياتو پسې لاړنه شي يوازې او يوازې د ځان لپاره هدف زده کړې وګرځوي تر څو نور مو په هېواد کې د زده کړو ټيټ ګراف لوړ او خپلې موخې مو تر لاسه کړې وي.
کله چې په هېواد کې ولسمشرۍ ته د نوماندو کانديدانو لخوا کمپاينونه پيل شوې دي ،نو په دې کې ځوانان او د ښوونځيو ځينې زده کوونکي په دې کمپاينونو کې مصروف پاتې شوې دي او تل يې کوښښونه او هڅې د مدياتو په ترلاسه کولو پورې تړلې دي،او د خپل راتلونکي په اړه کوم تصميم نه لري.
که چيرې ځينې ځوانان همداسې په دې کمپاينونو او د کانديدانو په غونډو کې مصروف پاتې شي ،نو له دوى څخه د مياشتو درسونه پاتې کيږي او په خپله له خپل ځان او کورنۍ سره جفا کوي دوى دې خپل وړ نوماند ته کمپاين وکړي دا د ټولو حق دى چې د خپل نوماند په اړه په ولسونو کې کمپاينونه وکړي ، خو دوى بايد ښوونځيو او کورسونو ته تګ پر وخت کې خپلې زده کړې پرمخ بوزي او په داسې وخت کې کمپاين تر سره کړي چې په هغې سره دوى له کورسونو پاتې نه شي.
بيا هم وايو چې په اوسنيو وختونو کې داسې ځوانان ليدل کيږي چې کورسونه او مطالعه پريږدي، خو په کمپاينونو اوغونډو کې ګډون کوي چې دا به په راتلونکي کې دې ځوانانو ته په مخه کې سترې ستونزې پريږدي خوځينې کسان به بيا د دوى پر سر خپلې موخې تر لاسه کړي.
که چيرې زموږ ځوانان او د ښوونځيو زده کوونکي همداسې په مدياتو پورې لاړشي،نو بيا هم دوى له زده کړو ليرې پاتې کيږي او بيا به هم په راتلونکي کې زموږ د ټولنې زياتره کورنۍ دهمدې ناپوهۍ له امله له سترو چالشونو سره مخامخ وي ،نو په دې برخه کې کورنيو ته هم په کار ده چې په رسمي او د درسونو په وخت کې خپل بچيان وڅاري او ترې پوښتنه وکړي ، نه داسې چې يوازې يې د ښوونځيو په لور ليږي ، خو نور دوى په کمپاينونو او غونډو کې مصروف پاتې کيږي چې په دوى پورې کومه اړه نه لري او نه په دا ډول غونډو او کمپاينونو کې زده کوونکي څه زده کولى شي خو يوازې تنکي ځوانان او زده کوونکي دې ته تشويق کوي چې بايد دغه لاره خپله کړو هغه که ددې زده کوونکو برخلاف هم وي.