کور / تازه خبرونه / په هنگوکې چاودنه شوې

په هنگوکې چاودنه شوې

پېښور:د سما اردو ژبې تلويزيون د خبر له مخې په هنگوکې د امنيتي ځواکونو پرموټريز کاروان چاودنه شوې چې له امله ٦ امنيتي سرتيري وژل شوي او ٨ ټپيان دي کاروان له هنگوڅخه مانتو ته روان وود پوځ پر خبره چاوديدونکي مواد سړک پرغاړه ځاى پرځاى شوي وو دجيوپه خبرکې ويل شوي دي چې دچاودنې پرمهال ٣سرتيري ووژل شول او ٣ سرتيرو په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه