کور / هراړخیز / د پښتونخوا د لوستونکو د سازمان تعليمي کمپاين

د پښتونخوا د لوستونکو د سازمان تعليمي کمپاين

د پښتونخوا د لوستونکو د سازمان تعليمي کمپاين له تيري مياشتي [فروري] سخه په زور او شور سره روان دي. په دغه کمپاين کي د سهيلي پښتونخوا هر کلي، ناهيه او کريه ته د وړو ماشومانو لاريونونه، غونډي، د لاوډ سپيکر اعلانونه، ليکل سوي پمپليټونه ورسيدل. 
هر کلي کي چي دغه لاريون راوزي خورا ډير منظم وي او پکي واړه ماشومان بيخي په لويه کچه برخه اخلي. هم دغه راز د نن لاريون د سهيلي پښتونخوا د پښين ضلعې په کلي باديزيو کي وسو. چي ورته د پښتونخوا د زدکونکو د سازمان ايالتي سيکرتر نصير ننګيال، د دغه سازمان ضلعي مشرانو پير شمس الله، محمد دين بازئي، اصغر پښتون او محيب الله اچکزي ويناګاني وکې.
دغه کمپاين د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ستر رهبر خان شهيد عبد الصمد خان اچکزي په هغه وخت کي بنسټ کړ کوم وخت چي له فرنګي د جاري سوي پراپيژندني له مخي کوم چا په پښتونخوا وطن کي خپل بچي درسونو ته نه پريښوول. هغه وخت دغه پښتون افغان ملي مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنسټ ايښودونکي دغه کمپاين د خپلو بچو په مکتبونو کي د داخيلدو له لاري پهيل کي. چي به د بچو عصري تعليم عيب ګڼل کيده. 
دغه کمپاين له لاري د اټکل سوي شميري له مخي لږ تر لږه 30000 ماشومان راايستل سوي دي او د سهيلي پښتونخواکوټه، پښين، چمن، قلعه عبد الله خان، قلعه سيف الله، ږوب، هرنائي، شيراني، سيوي، بارکان، موساخيل، لورالاي، مسلم باغ، ښاهرګه او نورو سيمو ته دغه کمپاين غزول سوي دي.
د کمپاين و اثر ته په کتلو سره د چمن يو استاد عبد الغني عطار وايي چي دغه کمپاين خورا ښه اسر لري او په هغه سيمو کي چي به خلګو خپل بچي سکولونو ته نه ليږل يا به يې له سره د درس د ويلو ګټي ورته معلومي هم نه وې ووس ددغه سيمو خلګو د خپلو بچو د تعليم او درس د غم خوړولو لپاره هسي رواني کړي دي. او خپل بچي يه په مکتبونو کي داخل کړي دي.
له بل لوري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د بلوچستان د تعليم مشير سردار رضا محمد بړيچي په وينا “زموږ دولت پوره هسه کوي چي د دې ايالت ټول واړه ماشومانو لپاره ضمينه برابره کړي چي لوي تعداد يه په سکولونو کي داخل سي”… بړيچي زياته کړه چي ددوي حکومت د تعليم د ښه کولو لپاره تعليمي بوديجه 24٪ کړيده. چي به يه د تعليم پر راتلونکي ښه اثر ولويږي.
دغه کمپاين به د مارچ تر نيمايه روان وي. او په آخر کي به د دغه ماشومانو يوه ستره غونډه د کوټي په ښار کي کيږي.