کور / تازه خبرونه / پاکستاني پلاوى کابل ته ځي

پاکستاني پلاوى کابل ته ځي

پېښور:دپژواک دخبرله مخې د پاکستان د کډوالو او سرحدي چارو وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوچ سبا به د مارشال محمد قسيم فهيم د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته ځي.په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي قونسلر اختر منير وويل، چې عبدالقادر بلوچ سبا سهار ديوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ځي.نوموړي زياته کړه، له هغه سره په دې سفر کې د کابل لپاره د پاکستان نوى ټاکل شوى سفير سيد ابرار حسين او يو شمېر نور چارواکي هم ملتيا کوي.منير وويل، د هغه د سفر موخه د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د جنازې په مراسمو کې ګډون کول دي.مارشال محمدقسيم فهيم تېره ورځ د زړه د ناروغۍ له امله ومړ او د افغانستان حکومت د هغه د مړينې له امله په ټول هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړ.ټاکل شوې ده ، چې سبا به د مارشال فهيم د جنازې په مراسمو کې د ځينو بهرنيو هېوادونو ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي هم ګډون وکړي.