کور / تازه خبرونه / زابل میشتو خبریلانو دسردارمحمد وژنه وغندل

زابل میشتو خبریلانو دسردارمحمد وژنه وغندل

زابل میشتو خبریالانو دکابل دسرینا هوټل په برید کی دخبریال سردار محمد وژنه په کلک وټکو سره وغندل.
دخبریال احمد سردار او دهغه دمیرمني او دوه ماشومانو وژني په زابل کی
هم دخبریالانو سخت غبرګونونه راپارولي دی او دداډول پیښو په ترسره کولو
سره یی ددولت دمخالیف لوري دخبرنو دبندولو غوښتنه کړي ، دغه خبریالان
وایی دطالبانو په دا ډول کړنو سره دولس په زړنونوکی نور هم دنفرت سیوري
غوړیږی ، یاد خبریالان دغه کار دهرډول اسلامي او بیان دازادي خلاف کار
بولي او ګواښ کوي چی ددغه پیښی په اړه به چوپ پاته نشی. درڼا په نامه دیوه
پروډکشن خبریال وایی که داډول پیښی زیاتی شی نو دخبریانو زړونه دکار څخه
ماتیږی. په ورته وخت کی دزیارمل په نامه دیوي محلي راډيو خبریال هم دغه
پیښه غندي او دغه کار دهرو اصولو خیلاف بولي.په کابل کی دخبریال احمد سردار په وژنه پداسی حال کی خبریالان غبرګون ښي چی تردي وړاندی هم په کندهار هلیمند او اوزګان ولایتونو کی خبریالان وژل شوی دی ، که څه هم اکثره مهال دولتي چارواکی دپیښو درامنځ ته کیدولوپه صورت کی دموضوع دڅیړلو او دمجرمینو دپیدا کولو ژمني کوی خو ترلنډي مودي ورسته دغه موضوعاتو ته هیڅ پاملرنه نه کیږي . دزابل ، کندهار
او هلمند ولایتونو ترڅنګ دیوشمیر نورو ولایتونو او هیوادونو خبریالانو هم
دخبریال احمد سردار وژنه په کلکو ټکو غندلي ده.