کور / هراړخیز / خپل شخصیت به څنګه جوړ او اصلاح کوو؟

خپل شخصیت به څنګه جوړ او اصلاح کوو؟

په دفتر کښي خپل مېز ته ناست وم چي یو چا دفېسبوک له لاري راباندي ږغ وکړ چي اوس مي فېسبوک ته یو پوسټ پورته کړئ، ته یو تبصره ورباندي ولیکه. پوسټ مې ولیدئ، په تبصره نه ارزېدئ خو دده دپاره مي یوڅه پرولیکل مګر بیا هم خوشحاله نه ؤ.زما یو بل ملګری دئ چي که په یوه مجلس کښي ئې صفت ونه سي نو دمجلس/بانډار تراخیره په هرڅه کښي درسره مخالف وي، دهرچامنفي نقطې وايي، هیڅوک نه مني. همېشه کوښښ کوي چي ترټاکلي عمر او موقف دمخه زیات مشهورسي. ایا تاسو هم دداسي کسانو سره مخ سوي یاست چي په هرڅه کښي باید دوی مطرح وي،په هرڅه کښي باید ددوی سره مشوره وسي، امتیاز ورکول سي اومشروټاکل سي؟ ایا دداسي کسانو سره مخ سوي یاست چي که دده دنظر مخالف نظر ورکړئ، بس نو دښمن دي سي؟ ایا داسي کسان مو لیدلي دي چي ټول بحث ئې پردې ورڅرخي چي دفلاني وزیر سره مي ولیدل، فلاني والي ته مي دبیارغوني په اړه ډېري مشورې ورکړې، دولایتي شورا درئیس سره مي دغرمې ډوډۍ وخوړل، دپوهنتون درئیس سره مي پرون ټوله شپه ورقې کولې؟ ایا داسي کسان مو لیدلي دي چي دیوچا صفت ورته وکړې او دی په جواب کښي درته ووايي پلار ئې یو وخت سَماوارچي ؤ؟ ایا تاسو هم ددغسي کسانو ځیني صفتونه لرئ او په دې ډله کښې راځئ؟ که خبره داسي وي او جواب مو هو وي نو بیا ستاسو شخصیت همداسي جوړ سوی دئ.
دغه لیکنه دې ته جواب وايي چي خپل شخصیت به څنګه جوړ او اصلاح کوو چي نور خلګ راجلب کړو، خبري مو واوري، وئې مني اویا حداقل بد راپسي ونه وايي؟
شخصیت څه شي دئ؟ دیو کس دعواطفو، کړه وړو، نظریاتو، عاداتو، مهارتونو اوسلوکونو مجموعې ته شخصیت ویل کیږي. (دکاردان پوهنتون دټولنپوهني لیکچر نوټ)
یا: شخصیت دفکر، احساس اوسلوک کولو یوه ځانګړې نمونه ده چي یو کس له بل کس څخه بېلوي.
شخصیت پردرې ډوله دئ:
اول- دباندني رویش شخصیتExtrovert Personality:هغو افرادو(شخصیتونو)ته راجع کیږي چي ډېر اولسي یا اجتماعي وي او غواړي له نورو سره ژوند وکړي. لکه: سیاست پوهان، ممثلین، ډرېوران او داسي نور.ددغه شخصیت خاوندان تلواریان وي، ډېري خبري کوي،ګډ ژوند خوند ورکوي، دهر چا سره په هر ځای کښي دډېرو موضوعګانو په اړه بحث کوي، دخپلو وړتیاو او بریاو په اړه نورو ته معلومات ورکولای سي، دشرم احساس نه کوي.
دوهم- باطن ته متوجې شخصیت Introvert Personality:دغه ډول شخصیت هغو افرادو ته راجع کیږي چي ډېر اولسي او اجتماعي نه وي او غواړي چي یوازي دخپل ځان سره ژوند وکړي. لکه: فیلسوپان،عاشقان او داسي نور. دوی په هر څه کار نه لري. ددغه شخصیت خاوندان له یوازیتوب څخه خوند اخلي، لږ خبري کوي، په خبرو کښي یرغل نه کوي. په چا کار نه لري.
درېیم- معتدل شخصیت:Ambivert Personality داډول شخصیت دپورته دواړو ډولونو ځانګړتیاوي لري یعني ددې شخصیت درلودونکي کسان هم غواړي چي له نورو سره ژوند وکړي او هم غواړي چي ځان ته یوازیتوب اختیار کړي. لکه: شاګردان، ځیني شاګردان ډېر فعاله او اجتماعي وي او ځیني بیا په چا کار نه لري، یا منېجران او یا پیلوټان چي ځیني ډېر اجتماعي او ځیني بیا لږ اجتماعي وي.
تاسو په ژوند کښي ددغو درو شخصیتونو سره مخ کیږئ او خپله هم ددغو درو څخه دیوه شخصیت خاوندان یاست.سوال دادئ چي ایا شخصیت تبدېلېدای سي او یا تغیر پکښي راتلای سي؟ ددې سوال جواب (هو) دئ. ډېرپخوا به ددغه سوال جواب (نه) ؤ چي خلګ ئې دناامیدي سره مخ کول.په ۱۸۹۰ کښي وېلېم جمېز (William James) په خپل اثر دارواپوهني اصول (The Principles of Psychology) کښي ویلې وه چي «شخصیت په ډبره کښي پېچلی یا ځای پرځای سوی دئ» دغه نظر تریوې پېړۍ پوري جاري ؤ خو وروسته بیا دغه نظر چي وايي شخصیت مایع(دتغیر وړ) دئ، میدان ورڅخه یو وړ. موږ اوس په دې پوه سوي یو چي موږ پرخپلو هغو خاصیتونو چي غواړو یا انکشاف ورکړو او یا ئې تصفیه کړو، کنترول لرو. موږ کولای سو چي خپل په شخصیت کښي دونه اصلاحات راولو څونده چي مو زړه غواړي.مثلاً یوڅوک رواني ناروغي لري، کله چي ئې تشخیص او علاج وسي، نو په شخصیت کښې هم تغیر راځي. یو بل څوک هر وخت ډېر خوابدی وي، کله چي ئې په عاید کښي تغیر راسي، واده وکړي، او یا ښه وظیفه پیدا کړي نو په شخصیت کښې هم تغیر راسي، یوڅوک ډېر بې تربیه وي، کله چي مکتب، مدرسې ته ولاړ سي یا دښو خلګو سره کښيني نوشخصیت ئې اصلاح سي. یوکوچنی په یوه باسواده کورنۍ کښي پیدا کیږي خو په چاپیریال کښې بد خلګ ډېر وي، دی هم دهغو څخه متاثر سي نو غل،لار وهونکی، چرسي او نشه يي ورڅخه جوړ سي حال داچي په ارثي توګه دی داسي نه ؤ.داټول مثالونه موږ ته ښئي چي په شخصیت کښي مثبت او منفي تغیر راتلای سي. راځئ چي دخپل شخصیت جوړوني او اصلاح له پاره دغه لاندي معلومات ووایو:
اول- زیاته مطالعه وکړئ: څونده چي تاسو زیاته مطالعه کوئ او بیا عمل په وکړئ نو هغونده تاسو نورو خلګو ته مینه ناکه کیږئ. کله چي تاسو دنورو خلګو سره ملاقات کوئ نو په حقیقت کښي دهغو سره دنظریاتو دشریکولو زمینه درته برابریږي. خپل نظریات په ترتیب اومنطقې ډول نورو خلګو ته واوروئ. کوښښ مه کوئ چي هرڅوک به ستاسو هرنظر په لومړی وار تائید اومني.
دوهم- فعال غوږ نیوونکي سئ: یو کس ستاسو څخه هغه مهال زیات متاثیر کیږي چي تاسو دهغه خبرو ته ښه په فعاله توګه غوږ ونیسئ. په نړۍ کښي تر دې بل مهم شی نه سته چي تاسوته دي یو چا فعال غوږ نیولی وي. که دنورو خلګو څخه توقع لرئ چي تاسو ته غوږ ونیسي، نو تاسو هم دفعاله غوږ نیووني خاصیت په ځان کښي وروزئ.
درېیم- ښه بحث کوونکي اوسئ: داقدم ښئي چي تاسو څونده مطالعه لرئ او څونده پوهیږئ. که تاسو په دې پوهېږئ چي دموضوع په اړه درسره زیات معلومات سته، نو دامو هم باید زده وي چي څرنګه ئې دنورو سره شریک کړم . خلګ اوس ډېر وخت نه لري او غواړي چي ډېرموضوعات په مجلسونو کښي دنورو څخه واوري، تاسو هم جرءت وکړئ او خپل معلومات دنورو خلګو سره شریک کړئ. که چیري تاسو شرمیږئ خو زړه مو غواړي چی معلومات شریک کړئ، نو لومړی اوار لنډ معلومات وړاندي کړئ او بیا کرار-کرار دنورو دنوبت څخه وروسته خپل معلومات شریک کړئ.
څلرم: ځان ته لولوټه مه ایږدئ: په دنیا کښي تردې نو هیڅ خسته ګونی شی نه سته چي تاسو یوڅه نه یاست او ځان هرڅه ښیاست. که تاسو داسي حالت رامنځ ته کوئ چي تاسو دي پوره ومنل سئ نودامعمولاً تر وخت مخکي چپه فایرونه (backfires) دي. هرڅوک بې مثاله دئ. تاسو یوازي خپل بې مثالتوب خلګو ته وښیاست نور نو کوښښ مه کوئ چي هرڅه تاسو انحصار کړئ. ځان تر نورو غوره ګڼل په حقیقت د ځان له پاره دناکامۍ د دروازو پرانیستل دي. دخبرو کولو پرمهال درواغ مه وایاست، خلګ ستاسو په درواغو ژر پوهیږي، دخلګو چوپتیا دهغو په ساده ګي کښي مه شمېرئ.
پنځم-دنورو همکار اوسئ: دنورو سره همکاري کول ستاسو دلوړ شخصیت نماینده ګي کوي. کله چي خلګ ستاسوملاتړ ته اړتیا لري او ستاسو په توان کښي یو څه وي نو مه ئې ورڅخه ګرځوئ. خلګ هغه شخصیت خوښوي چي نور تشویق کوي، باور پر لري او دضرورت پرمهال ئې ملاتړکوي.دخلګو دژړولو پرځای دهغو دخندولو چم زده کړئ، دهغو په ضرورتونو باندي ځان پوه کړئ، که مادي کومک نه سئ ورسره کولای نو یو ښه نظرخو ورکولای سئ، دحل لار وروښیاست، تربد نظر ورکولو هیڅ نظر نه ورکول ښه ترا دي. دا زده کړئ چي ستاسو پر ورتګ یوځای باید روښانه او خلګ ئې باید خوشحاله سي. که داسي وکړئ نو تاسو به هم په ټولنه اوهم په خپلو ملګرو کښي دمحبوبیت څښتنان سئ.
شپږم-خپل شخصیت داسي جوړ کړئ چي دنور دخوښۍ سبب سي: موږ انسانان طاقت او وړتیا لرو چي خپل شخصیت داسي جوړ کړو چي څنګه مو زړه غواړي. موږ باید خپلو شخصیتونو ته داسي انکشاف ورکړو چي هم زموږ سره کومک او همکاري وکړي او هم دنورو دخوشحالۍ سبب سي. که غواړئ چي خلګ مو خبره ومني نو په خپل قول کښي صادق ووسئ، که غواړئ چي خلګ مو احترام وکړي نو تاسو دهغو احترام وکړئ. که غواړئ چي خلګ درسره مینه ولري نو تاسو هغو ته مینه ورکړئ.
اووم- دنورو تقلید مه کوئ: ډېر خلګ مشهور دي اوښه شخصیت لري. تاسو هم کولای سئ چي دخلګو او ټولني پام ځان ته راواړوئ. مه بېريږئ چي تاسو ولي مختلف یاست، خلګ تاسو هغه مهال ستايي چي دنورو تقلید ونه کړئ. تاسو کوښښ مه کوئ چي دیو خاص کس تقلید وکړئ ځکه چي ستاسو شخصیت دڅو کسانو لکه مور، پلار، مشر ورور، استاد، ددفتر دمسؤل، رئیس، والي، وزیر او داسي نورو دشخصیتونو دمجموعې څخه جوړیږي. ستاسو شخصیت یوازي دیوه نفر دشخصیت تابع نه دئ. دخپل شخصیت جوړوني او اصلاح له پاره تاسو کوښښ وکړئ چي پر نورو باندي خپل نظر تحمیل نه کړئ. په زور نارې مه وهئ، دموضوع دبحث سم وخت وپېژنئ،هرچا او هر شي ته احترام ولرئ، په نوبت سره خبري کوئ، دخندااو ټوکو وخت وپېژنئ. په یاد وساتئ چي شخصیت دا معنی نه لري چي تاسو باید ظاهراً څنګه وایسېږئ بلکي شخصیت دا معنی لري چي تاسو خپل ځانونه څرنګه څرګندوئ. تاسو باید په خپلو سترګو، مخ او اواز کښي باور او زړه ورتوب ولرئ. که مو څوک خبره نه مني،غوسه مه درولئ، شاید ستاسو دخبرو کولو طریقه غیري مؤثره او تغیر ته اړتیا ولري.
اتم- دا زده کړئ چي دځان غوښتوونکو سره څنګه چلند وکړئ: تاسو ولي ځان غوښتوونکي/خود خوا ملګري انتخاب کړي دي؟ جوابونه ئې دادي چي:(۱) ستاسو ددوی شخصیت خوښ دئ. (۲) تاسو فکر کوئ چي دوخت په تېرېدو سره به ددوی په شخصیت کښي تغیر راسي. (۳) ستاسو اڼدیوالي دیوخاص ذوق لکه فوټبال، کرکیټ… پر اساس ده. که تاسو خپل ملګري ته ووایاست چي ته خود خوا یې، یا تاسو همېشه… تاسو هیڅکله، زما ددې څخه ډېر بد راځي کله چي تاسو…. نوبه درسر ه خوابدی سي. ددې پرځای په هغه موقع پسي وګرځئ کله چي ستاسو انډیوال ځان غوښتوونکي عمل اجراکوي. دمثال په توګه: «کله چي ماتاسو ته وویل چي ما دیغت کړی دئ او غواړم چي ستاسوسره یوځای ته ولاړ سم، تاسو راباندي وخندل او کله چي بیا تاسو ماته ووایاست چي نفس مي تنګ دئ نو زه ستاسو غوښتنه په نظر کښي نیسم، ددې څخه داسي معلومیږي چي تاسو ته زما احساسات مهم نه دي، که څنګه؟ او یا کله چي زه په کندهار کښي وم او موټر مي درلوئ، تاسو به هر جمعې ورځ دمېلې له پاره زنګ راته واهه خو اوس چي دواړه په کابل کښي ژوند کوو او تاسوموټرهم لرئ خو دمیلې ږغ نه کوئ، ددې علت څه شي دئ؟«
په یاد وساتئ کله چي تاسو خپل ملګري ته خبري کوئ، نو کوښښ مه کوئ چي حمله/برید ورباندي وکړئ. پوښتنه ورڅخه وکړئ چي ستاسو احساسات درک کړي. کله چي خپل ملګري دځان غوښتني څخه منع کوئ،باید معقول او منطقې مثالونه ولرئ.دا ډېره اسانه ده چي تاسو خپل ملګري ته بېله منطقې مثاله ووایاست چي تاسو ډېر ځان غوښتونکي یاست. کوښښ مه کوئ چي خپل دانډیوال خودخوا شخصیت ته تغیر ورکړئ ځکه چي تغیر ئې خپله په ده/دې پوري مربوط دئ. خلګ هغه څوک دي چي دي. په دوی کښي هغه مهال تغیر راتلای سي کله چي ئې زړه وغواړي. تاسو یوازي دا بحث ورسره وکړئ چي تاسو څنګه احساس کوئ. دځینو خلګو شخصیت داسي جوړ دئ چي غواړي په هرڅه کښي ځان مشهور کړي، خپل ضرورت ستا ترضرورت مخکي کړي، امتیاز ترلاسه کړي،حالت په خپل کنترول کښي راولي… دغه خلګ کمزوری شخصیت لري. ددوی په شخصیت کښي یوازي دوی خپله تغیر راوړلای سي خو ستاسو وظیفه داده چي خپل احساسات ورته په معقول ډول وړاندي کړئ او ورته ووایاست چي ستا ددغه یا هغه کار په باره کښي زه ښه احساس نه کوم.
نهم- دا زده کړئ چي ځیني خلګ دهیچا سره او په هر حالت کښي نه موافق کیږي: ځیني خلګ داسي جوړ دي چي مخکي ترټولو خبرو اورېدولو، مخالفت درسره شروع کړي. تاسو ددغسي خلګو سره خپل شخصیت دسوال سره مه مخ کوئ. دغسي خلګ هیڅکله خپله غلطي نه مني، که وکولای سي تاسو خبرو کولو ته هم نه پرېږدي. دوی داکار ځکه کوي چي: (۱)دخپلو شخصي ارزښتونو دفاع وکړي، (۲) کوښښ کوي چي خپل ځانونه پوه څرګند کړي او (۳) غواړي چي لوړوالي تر لاسه کړي. ددغسي کسانو سره وخت تېر کړئ، وخت ورکړئ، مثبتي او منفي نقطې ئې یاداښت او تحلیل کړئ. کله چي موښه وپېژندل نو بیا تاسو کولای سئ چي په اسانۍ سره تغیر پکښي راولئ. په یاد وساتئ چي ځیني خلګ ستاسو سره همېشه ځکه مخالفت کوي چي ستاسو څخه کرکه کوي، نو تاسو خپل ځان ته ځیر سئ او هغه څه پيداکړئ چي ددوی دمخالفت سبب ګرځېدلی دئ. کله چي تاسو دیوچا سره پریوه موضوع باندي خبري کوئ او مخکي له مخکي پوهیږئ چي نه درسره موافق کیږي نو دځان سر یو څو بې طرفه خو پوه او عالم کسان هم ملګري کړئ چي حالت کنترول او دمنځګړي کار اجرا کړي ځکه چي دناوړه شخصیتونو سره دبحث پرمهال تاسو هم سپک معرفي کیږئ.
درواغجنان او باټکان وپېنئ اوځان مه ورسره ګډوئ:د ۱۹۹۸ کال دجنوري پر ۲۶مه نېټه دامریکا دمتحده ایالاتو جمهور رئیس دتلویزیون پر پرده ځان څرګند اوامریکایانو ته ئې وویل چي د لیونسکای سره ئې جنسي اړیکي نه درلودې خو شپږ میاشتي وروسته کلینټن بیا خپله اقرار وکړ چي دلیونسکاي سره ئې دا عمل اجرا کړی ؤ.جمهور رئیس چي دونده غټ درواغ وايي نو دعوامو به څه حال وي؟ تاسو پوه سئ چي درواغ او دوکه چي ناوړه سلکونه دي، دانساني ژوند یوه برخه ده. هغه خلګ چي دشخصیت د بې نظمۍ(personality disorders)سره مخ اودکښته ځاني درناوی خاوندان وي،درواغ وايي چي وکولای سي نورو خلګو ته دوکه ورکړي او په دې توګه دکنترول او پیاوړتیا احساس کوي که نې بل داسي خاص دلیل نه سته چي دوی ولي درواغ وايي. کله چي تاسو پوه سئ چي یو څوک دروغ وايي او باټي ولي، مه پرخاندئ، په هغه لحظه دموضوع په اړه نوره تشریح ځني وغواړئ. دباټکانو خبرو ته ښه غوږ ونیسئ، ضد او نقص خبري ئې پيدا کړئ او بیائې ورسره شریکي کړئ. دخبرو قطع کولو پرمهال مه ورڅخه بېرېږئ، که دبیري احساس وکړئ نو دوی به په درواغو او باټوستاسو عصاب درخراب کړي، کله چي موقع په لاس درغله نو خبري ئې قطع کړئ. درواغ ویوونکي خلګ چي کله ستاسو سره خبري کوي، په وار وار خپله یوه سترګه مږي، خپلي دواړه پښي ښوروي، ژر ژر سترګي رپوي، پر پزه لاس تیروي نو تا تاسوباید پوه سئ چي هغه تاسو ته په باور سره خبري نه کوي او کله چي تاسو خبري کوئ نو دغه پورته معلومات په نظر کښي ونیسئ چي خلګ ددرواغ ویوونکو ګومان درباندي ونه کړي او شخصیت مو دسوال سره مخ نه سي. دغه لیکنه دنیلسن ماڼدیلا په دې وینا پای ته رسوم چي وايي « زما په اند دانسان شخصیت روزنه جوړوي، نه ذات او نسب«