کور / تازه خبرونه / د بندیانو خوشي کولو کې پوځ اختلاف نه لري’

د بندیانو خوشي کولو کې پوځ اختلاف نه لري’

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي باور لري چې له خپلو طالبانو سره به د سولې خبرې په څو راتلونکو ورځو کې پيل کړي.دواړو خواوو لا دمخه لومړنۍ خبرې پيل کړي چې د حکومت له هيلې سره سمې ښايي په هېواد کې اوږد کړکېچ پايته ورسوي.:د طالبانو اوربند چې له حکومت سره ددې نويو پيل شويو خبرو ملگرتيا کوي، پر پنجشنبه پايته رسېدونکى دى او لا په رسمي ډول غځول شوى نه دى، خو د کورنيو چارو وزير په اسلام آباد کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د هغه په ټکو “د غليمۍ درول” هماغسې روان دي چې ورسره د تاوتريخوالي د ورځنيو پېښو شمېر لوېدلى دى. هغه يادونه وکړه چې طالبانو د اسلام آباد د سبو او ميوو بازار په بم چونه کې لاس درلودل رد کړي چې تېره اوونۍ يې تر شلو ډېر کسان ووژل، خو ويې ويل چې په پلټنو کې لا تر اوسه د پړو څرک نه دى لگېدلى.هغه پر خبرو ټينگار درلود او دا يې رد کړه چې گنې خبرې په ټپه درېدلې دي او ويې ويل اټکل دا و چې هم حکومت او هم طالبان په بله غونډه کې يو بشپړ او هر اړخيز کاري پلان جوړ کړي، چې د هغه د هيلې له مخې به په څو راروانو ورځو کې جوړه شي.د طالبانو اوربند چې له حکومت سره ددې نويو پيل شويو خبرو ملگرتيا کوي، پر پنجشنبه پايته رسېدونکى دىچودري نثار علي وويل: “که چېرې سولې ته د خبرو له لارې ورتگ غواړو، نو ټول بهير به روان وي، خو که خداى مکړه دا کار ونشو، زه يې درته نه وايم، پخپله به خبرشئ.”حکومت ښه پوهېږي چې په پاکستان کې داسې خلک هم شته چې پر خبرو او د طالبانو پر تله د حکومت پر ډېرو تېرېدنو شکونه لري.اټکل دى چې د بنديانو موضوع به ددې ټول بهير له پاره يو ځانگړى ازمېښت وي.