کور / تازه خبرونه / په شمالي وزيرستان کې دملا محمد عمر ليک خپورشوى

په شمالي وزيرستان کې دملا محمد عمر ليک خپورشوى

ميرانشاه : د جيو اردو ژبې تلويزيون د خبر له مخې د شمالي وزيرستان تحصيل ميرانشاه کې د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد لخوايوليک خپورشوې چې په کې له خلکو يې غوښتنه کړې چې د محسود طالبانو د جنگ د خاتمې لپاره دعا وکړي. د نوموړي تلويزيون ته په ترلاسه شوى پښتوليک کې ويل شوي ، چې حضرت يونس عليه السلام چې د کب په گيډه کې د وتلو لپاره دعا غوښتله دغه ډول دې د محسودو د جگړې د خاتمې لپاره دعا وکړي. تر دې دمه افغان طالبانو د دې ليک د سم او ناسموالي په اړه څه نه دي ويلي.