کور / تازه خبرونه / دپاکستان د طالبانو ترمنځ اختلافات څرگند شول

دپاکستان د طالبانو ترمنځ اختلافات څرگند شول

اسلام آباد : له اسلام آباد څخه د جيو د خبريال اعزاز سيد د راپور له مخې د پاکستان د طالبانو د دوه ډلو ترمنځ اختلافات څرگند شول. د حکيم الله د ډلې وياند حاجي داؤد ويلي دي چې خان سيد سجنا ډله د شمالي وزيرستان واک ترلاسه کول غواړي. د پاکستان د طالبانو د حکيم الله او ولي الرحمن د ډلو ترمنځ اختلافات څرگند شول. د حکيم الله د ډلې مشري قوماندان شهريار کوي چې د ولي الرحمن د ډلې مشري بيا د ولي الرحمن ځاى ناستى خان سيد سجنا کوي. د جيو سره د ناڅرگند ځاى څخه په خبرو کې د حکيم الله د ډلې وياند حاجي داؤد ويلي دي چې خان سيد سجنا په جنوبي وزيرستان واک ترلاسه کوي او مونږ د دې خبرې مخالفت کوو. حاجي داؤد دا وويل چې د ملا فضل الله په مشرۍ مو باور دى. که چيرې هغه يو گډ امير وټاکي نو زمونږ ډله يې مني. د دغه دواړو ډلو ترمنځ په جگړه کې تر دې دمه پنځوس کسان وژل شوي دي. ديوبل خبر له مخې دغه راز دپاکستان دطالبانو دشورا غړي مولانا اعظم طارق په یوې بیانیې کې د طالبانو ډلو ترمینځ داخلي جنګ بې اهمیته وباله او زیاته يې کړه چې دغه مسله رسنیو مطرحه کړي ده او د دغو دوو ډلو ترمینځ اختلافات ختم کړی شوي دي