کور / تازه خبرونه / د بډه بیرې په ماشوخیلو کې برید شوی

د بډه بیرې په ماشوخیلو کې برید شوی

پېښور: دبي بي سي د خبر له مخې دخېبر پښتونخوا د پېښور ښار سره نژدي د بډه بیرې په ماشوخیلو کې د عوامي نېشنل ګوند د یوه مشر میا مشتاق پر حجرې د لاسي بمونو برید شوی او د نوموړي له حجرې نه درې کسان تښتول شوي دي د حجرې ودانۍ زیانمنه شوې ده.د پولیس وینا ده چې وسله والو کسانو د میا مشتاق درې خپلوان له ځان سره بیولي دي.د دغو دریو کسانو نومونه شبیر، فهد او شکیل ښوول شوي. پولیس وايي چې د برید کوونکو دقیق شمېر نه دی معلوم خو له ترلاسه شویو معلوماتو ښکاري چې د وسله والو شمېر له ۳۰نه تر ۴۰پورې و. تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.