کور / تازه خبرونه / په سکهر کې ترافيکي پېښه شوې

په سکهر کې ترافيکي پېښه شوې

کراچۍ :بې بي سي دخبر له مخې د پاکستان د سندهـ ايالت په سکهر ولسوالۍ کې د يوه بس موټر او ټېلر ترمنځ د ټکر له امله ۴۰کسه وژل شوي او زيات نور ټپيان دي.د روغتون چارواکي وايي په وژل شويو کې ۱۲ماشومان او ۱۳مېرمنې هم شته دي.ډاکټران وايي د بس سپرليو ډیری مړي شوي کسان په سر او سينه لګېدلي او له همدې امله ژر مړه شوې دي.ځايي پوليسو خبري رسنيو ته ويلي، چې په دغه پېښه کې د وژل شويو ۱۹کسانو پيژندګلوي شوې او د نورو پيژندګلوي روانه ده.پوليس د پېښې پړه د بس پر چلوونکي اچوي، چې په خبره يې له بې احتياطۍ يې کار اخيستی دی.د دوی په خبره بس چلوونکی په چپ لاس له ټېلر نه مخکې کېده چې دواړه سره ولګېدل.دوی وايي د بس موټر چلوونکی هم په دغه پېښه کې مړ شوی دی.پوليس وايي په چپ لاس له موټر نه مخکې کېدل غير قانوني دي، خو په پر لويو لارو ډیری واړه او لوی موټر يو له بل نه په غلط لاس مخکې کېږي، چې د دا ډول پيښو لامل ګرځي.د ټکر سيمې ته يو ورغلی خبريال وايي دغه لويه لار له ګهوټکي نه تر سکهر پورې بيارغول کېږي او له همدې مله ټول موټر پر يوه سړک تګ راتګ کوي.